اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 29 برخه

پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي د سحر حقيقت

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 29

پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي

د سحر حقيقت

 

دا هم د مسلمانانو تر منځ يوه اختلافي مسئله ده چي آيا پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي سحر او كوډي شوې وې كه نه؟ آيا دې كوډو پر هغه اغېز كړى وو كه نه؟ اغېز ئې څومره وو؟ آيا صحيح ده چي كوډگر كولى شي يو څوك په كوډو سره بيمار كړي يا بل ته تاوان ورسوي؟ پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي كله او چېري دا كوډي شوې وې؟ آيا يو كوډگر كولى شي چي په خپلو كوډو سره د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر شخصيت ته تاوان ورسوي، بيمار ئې كړي او حافظه ئې مختل كړي؟ كه دښمن ته دا كار ممكن وو نو ولي ئې په وار وار دا كار نه دئ كړى؟

په دې اړہ په ټول قرآن كي نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي څه مومو چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم يا بل پيغمبر يا بل انسان كوډي شوې او د كوډو د اغېز له كبله بيمار شوى، خو د رواياتو په ټولو كتابونو كي يوازي يو روايت داسي مومو چي وايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندي په مدينه كي د يوه يهودي له لوري كوډي شوې وې، دومره اغېز ئې پرې كړى وو چي دروندوالى او كسالت به ئې احساساوو او كله كله به ئې گمان كولو چي فلان كار مي كړى خو حقيقتاً به ئې هغه كار نه وو كړى!! روايت دا دئ:

حَدَّثَنِى مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى حَدَّثَنَا يَحْيَى حَدَّثَنَا هِشَامٌ قَالَ حَدَّثَنِى أَبِى عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم سُحِرَ حَتَّى كَانَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ صَنَعَ شَيْئًا وَلَمْ يَصْنَعْهُ . بخاري 3175

دا روايت چي په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3268، 5763، 5765، 5766، 6063، 6391، د سند له مخي داسي دئ چي په صحابه وو او تابعينو كي يوازي يو يو راوي لري؛ عروه رضى الله عنه او عائشه رضى الله عنها، دوى ته چي كومو راويانو دا روايت منسوب كړى د هغوى په رواياتو كي دا جدي توپيرونه تر سترگو كېږي: په يوه كي راغلي: حَتَّى كَانَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ صَنَعَ شَيْئًا وَلَمْ يَصْنَعْهُ او په بل كي يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَفْعَلُ الشَّىْءَ وَمَا فَعَلَهُ، په بل كي حَتَّى كَانَ يَرَى أَنَّهُ يَأْتِى النِّسَاءَ وَلاَ يَأْتِيهِنَّ په بل كي حَتَّى إِنَّهُ لَيُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَفْعَلُ الشَّىْءَ وَمَا فَعَلَهُ په بل كي يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ يَأْتِى أَهْلَهُ وَلاَ يَأْتِى په بل كي حَتَّى إِنَّهُ لَيُخَيَّلُ إِلَيْهِ قَدْ صَنَعَ الشَّىْءَ وَمَا صَنَعَهُ په يوه كي حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ أَوْ ذَاتَ لَيْلَةٍ (دلته د شك څرگندونه شوې او ويل شوي كومه ورځ يا كومه شپه!!) وَهْوَ عِنْدِى لَكِنَّهُ دَعَا وَدَعَا په بل كي حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ وَهْوَ عِنْدِى دَعَا اللَّهَ وَدَعَاهُ په بل كي فَقَالَ لِى ذَاتَ يَوْمٍ په بل كي وَإِنَّهُ دَعَا رَبَّهُ ثُمَّ قَالَ په يوه كي « يَا عَائِشَةُ، أَشَعَرْتِ أَنَّ اللَّهَ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په بل كي يَا عَائِشَةُ أَعَلِمْتِ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په بل كي أَشَعَرْتِ يَا عَائِشَةُ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په بل كي يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللَّهَ أَفْتَانِى فِى أَمْرٍ اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ، په بل كي « أَشَعَرْتِ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَفْتَانِى فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ فِيهِ په يوه كي أَتَانِى رَجُلاَنِ فَقَعَدَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رَأْسِى، وَالآخَرُ عِنْدَ رِجْلَىَّ په بل كي جَاءَنِى رَجُلاَنِ، فَجَلَسَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رَأْسِى وَالآخَرُ عِنْدَ رِجْلَىَّ په بل كي أَتَانِى رَجُلاَنِ، فَجَلَسَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رِجْلَىَّ وَالآخَرُ عِنْدَ رَأْسِى په يوه كي فَقَالَ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ مَا وَجَعُ الرَّجُلِ فَقَالَ مَطْبُوبٌ . قَالَ مَنْ طَبَّهُ قَالَ لَبِيدُ بْنُ الأَعْصَمِ په بل كي فَقَالَ الَّذِى عِنْدَ رَأْسِى لِلآخَرِ مَا بَالُ الرَّجُلِ قَالَ مَطْبُوبٌ . قَالَ وَمَنْ طَبَّهُ قَالَ لَبِيدُ بْنُ أَعْصَمَ، رَجُلٌ مِنْ بَنِى زُرَيْقٍ حَلِيفٌ لِيَهُودَ، كَانَ مُنَافِقًا . په بل كي ثُمَّ قَالَ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ مَا وَجَعُ الرَّجُلِ قَالَ مَطْبُوبٌ . قَالَ وَمَنْ طَبَّهُ قَالَ لَبِيدُ بْنُ الأَعْصَمِ، الْيَهُودِىُّ مِنْ بَنِى زُرَيْقٍ په بل كي فَقَالَ الَّذِى عِنْدَ رِجْلَىَّ لِلَّذِى عِنْدَ رَأْسِى مَا بَالُ الرَّجُلِ قَالَ مَطْبُوبٌ . په يوه كي يَعْنِى مَسْحُورًا . قَالَ وَمَنْ طَبَّهُ قَالَ لَبِيدُ بْنُ أَعْصَمَ په يوه كي قَالَ فِى أَىِّ شَىْءٍ قَالَ فِى مُشْطٍ وَمُشَاطَةٍ، وَجُفِّ طَلْعِ نَخْلَةٍ ذَكَرٍ . قَالَ وَأَيْنَ هُوَ قَالَ فِى بِئْرِ ذَرْوَانَ په بل كي قَالَ وَفِيمَ قَالَ فِى مُشْطٍ وَمُشَاقَةٍ . قَالَ وَأَيْنَ قَالَ فِى جُفِّ طَلْعَةٍ ذَكَرٍ، تَحْتَ رَعُوفَةٍ، فِى بِئْرِ ذَرْوَانَ » په بل كي قَالَ فِيمَا ذَا قَالَ فِى مُشْطٍ وَمُشَاطَةٍ، وَجُفِّ طَلْعَةٍ ذَكَرٍ . قَالَ فَأَيْنَ هُوَ قَالَ فِى بِئْرِ ذِى أَرْوَانَ » په بل كي قَالَ وَفِيمَ قَالَ فِى جُفِّ طَلْعَةٍ ذَكَرٍ فِى مُشْطٍ وَمُشَاقَةٍ، تَحْتَ رَعُوفَةٍ فِى بِئْرِ ذَرْوَانَ » په بل كي قَالَ فِيمَا ذَا قَالَ فِى مُشْطٍ وَمُشَاطَةٍ وَجُفِّ طَلْعَةٍ . قَالَ فَأَيْنَ هُوَ قَالَ فِى ذَرْوَانَ، وَذَرْوَانُ بِئْرٌ فِى بَنِى زُرَيْقٍ » په يوه كي فَأَتَاهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فِى نَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ فَجَاءَ فَقَالَ « يَا عَائِشَةُ كَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، أَوْ كَأَنَّ رُءُوسَ نَخْلِهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » په بل كي فَأَتَى النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم الْبِئْرَ حَتَّى اسْتَخْرَجَهُ فَقَالَ « هَذِهِ الْبِئْرُ الَّتِى أُرِيتُهَا، وَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » . په بل كي قَالَ فَذَهَبَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فِى أُنَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ إِلَى الْبِئْرِ، فَنَظَرَ إِلَيْهَا وَعَلَيْهَا نَخْلٌ، ثُمَّ رَجَعَ إِلَى عَائِشَةَ فَقَالَ « وَاللَّهِ لَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَلَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » په بل كي فَجَاءَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ «هَذِهِ الْبِئْرُ الَّتِى أُرِيتُهَا كَأَنَّ رُءُوسَ نَخْلِهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ، وَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ(له دې داسي معلومېږي لكه چي دا څا ئې په خوب او رؤيا كي ليدلى وي) په بل كي قَالَتْ فَأَتَاهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم ثُمَّ رَجَعَ إِلَى عَائِشَةَ فَقَالَ « وَاللَّهِ لَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَلَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » . په يوه كي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أَسْتَخْرِجُهُ قَالَ « قَدْ عَافَانِى اللَّهُ، فَكَرِهْتُ أَنْ أُثَوِّرَ عَلَى النَّاسِ فِيهِ شَرًّا » . فَأَمَرَ بِهَا فَدُفِنَتْ . په بل كي قَالَ فَاسْتُخْرِجَ، قَالَتْ فَقُلْتُ أَفَلاَ أَىْ تَنَشَّرْتَ . فَقَالَ « أَمَا وَاللَّهِ فَقَدْ شَفَانِى، وَأَكْرَهُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى أَحَدٍ مِنَ النَّاسِ شَرًّا » په بل كي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَأَخْرَجْتَهُ قَالَ « لاَ، أَمَّا أَنَا فَقَدْ عَافَانِى اللَّهُ وَشَفَانِى، وَخَشِيتُ أَنْ أُثَوِّرَ عَلَى النَّاسِ مِنْهُ شَرًّا » . وَأَمَرَ بِهَا فَدُفِنَتْ په بل كي فَأَمَرَ بِهِ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فَأُخْرِجَ . قَالَتْ عَائِشَةُ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَهَلاَّ – تَعْنِى – تَنَشَّرْتَ فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم« أَمَّا اللَّهُ فَقَدْ شَفَانِى، وَأَمَّا أَنَا فَأَكْرَهُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى النَّاسِ شَرًّا په بل كي فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَهَلاَّ أَخْرَجْتَهُ قَالَ « أَمَّا أَنَا فَقَدْ شَفَانِى اللَّهُ، وَكَرِهْتُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى النَّاسِ شَرًّا »

لكه چي گورئ په دې رواياتو كي ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا د كوډو توكي په خپل لاس راوايستل، ځيني وايي نورو ته ئې امر وكړ چي راوئې باسي، او دفن ئې كړي، ځيني وايي همداسي ئې پرېښودل او وئې ويل چي الله تعالى ما ته له دې پرته شفا راكړہ، ځيني ئې وايي چي عائشې رضى الله عنها ورته وويل آيا زه ئې راونه باسم، همدا راز گورئ چي په دې راوياتو كي د شك موارد هم تر سترگو كېږي، راوي يو ځاى وايي: كومه ورځ يا كومه شپه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زما خوا ته وو، په روايت كي د شك وينا د روايت اعتبار كموي، د ځينو له الفاظو داسي معلومېږي چي هغه څا، د هغه اوبه او پر سر ئې د كجوري ونه په خوب كي ليدلي وو، حال دا چي نور ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خوب كي يوازي دوه سړي ليدلي وو، همدا راز دلته ويل شوي چي د دې څاه پر سر د ولاړي وني څانگي داسي وې لكه د شيطانانو سرونه!! دا وينا له حقيقت سره اړخ نه لگوي، د هغه څاه د كجوري ونه به يقيناً د مدينې د نورو نو په څېر وه، كه نه نو په ډېرو رواياتو كي به دا راغلې وه چي كه څوك غواړي د شيطان د سر څرنگوالى ورته معلوم شي نو د ذَرْوَانَ د كوهي پر سر د ولاړي وني څانگي دي وگوري!!

دلته څو پوښتني راولاړېږي:

  • كه واقعاً پر رسول الله صلى الله عليه و سلم كوډي شوې وي نو دا خو ډېره لويه حادثه وه، ولي په ټولو صحابه وو كي يوازي يوه كس دا خبره كړې ده، دا خبره خو بايد گڼ شمېر صحابه وو روايت كړې وى!! لږ تر لږہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم نورو بيبيانو هم دا خبره كړې وه، له صحابه وو څخه بايد ډېر تابعينو ته هم رسېدلې وى، ولي په تابعينو كي هم له هشام او د ده له پلار پرته بل راوي نه لري؟!!
  • قرآن خو وايي چي سحر د اشياءو ماهيت نشي بدلولى، هسي د خلكو د غولولو يوه ننداره وي چي يو شى په بلي بڼي كي گوري، آرام پراته شيان د خوځېدونكو په څير ورته برېښي!! په ټول قرآن كي داسي آيت نه مومو چي د سحر داسي اغېز ترې ثابت شي چي يو انسان بيمار كړي، د هاروت او ماروت په قصې كي د سحر داسي اغېز په بشپړہ توگه ردوي او وايي: دوى په كوډو سره چا ته ضرر نشو رسولى، ضرر يوازي د الله تعالى په إذن سره انسان ته رسېدى شي نه د جادوگر په كوډو سره.
  • كه د موسى عليه السلام عصا د فرعون د ډېرو ماهرو كوډگرو ټول سحر شنډولى شو او دوى ټولو په گډہ موسى عليه السلام ته هيڅ ضرر نشو رسولى نو يو يهودي كوډگر به څنگه توانېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ضرر ورسوي؟!! رسول الله صلى الله عليه و سلم خو موږ ته داسي دعاگاني راښودلې چي په ويلو سره ئې هم د شيطان له شره خوندي پاته كېږو او هم د كوډگرو او د هر مضر شي له شره، او څرگنده ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً دا دعاگاني ويلې نو له دې سره سره څنگه ومنو چي دغو كوډو پر هغه اغېز كړى وو؟!!
  • يهودو او مشركينو ولي يوازي دا يو ځل پر ده باندي كوډي وكړې؟!! ولي ئې تر دې وړاندي او ورسته دا كار نه دئ كړى؟!!
  • دا خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم عصمت تر پوښتني لاندي راولي او ډېرو ته دا شك راپيدا كوي چي ښايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم به ډېر ځلي نور هم كوډي شوې وي او د كوډو تر اغېز لاندي به ئې داسي خبري كړې وي چي د ده اصلي خبري نه دي!! آيا په داسي مهمي اعتقادي مسئلې كي داسي غريب روايت منلى شو چي په صحابه وو او تابعينو كي يو يو راوي لري، په ټول قرآن كي نه يوازي كوم شاهد ورته نه مومو بلكي له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري، په متن كي ئې هم كافي ستونزي شته، ځيني ئې يو څه وايي او ځيني بل څه؟!!

څوك چي وايي سحر حق دئ، معنى ئې دا ده چي په قرآن كي د سحر او ساحرانو (جادو او جادوگرانو) يادونه شوې، د فرعون كوډگرو د موسى عليه السلام مقابله كړې، خپل پړي او عصاگاني ئې اچولي ول او خلكو ته داسي برېښېدلي وو چي خوځېږي، همدا او بس، نه دا چي جادو كول يا سم او جائز كار دئ او يا په جادو سره څوك كولى شي بل ته گټه يا ضرر ورسوي، قرآن دا دواړہ خبري ردوي، وايي: نه جادو جادوگر ته گټه رسولى شي او نه جادوگر په خپل جادو سره بل ته تاوان رسولى شي، جادوگر به هيڅكله او په هيڅ ځاى كي بريالى نشي، قرآن په دې اړہ فرمايي:

فَأَوۡجَسَ فِي نَفۡسِهِۦ خِيفَةٗ مُّوسَىٰ ٦٧ قُلۡنَا لَا تَخَفۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٦٨ وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ ٦٩ طه: 67-69

نو موسى په خپل زړہ كي وېره احساس كړہ، ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چي همدا ته برلاسى يې، او هغه شى وغورځوه چي ستا په لاس كي دئ، چي هغه څه ښوى تېر كړي چي دوى جوړ كړي، يقيناً هغه څه چي دوى جوړ كړي د كوډگر مكر دئ، او جادوگر چي هر چېري ورشي بريا نشي موندلى.

له دې مباركو آيتونو څو خبري معلومېږي:

  • د كوډگرو له لوري ښودل شوې ننداره دومره هيبتناكه وه چي موسى عليه السلام په خپل زړہ كي وېره احساس كړہ، دلته دا نه دي ويل شوي چي آيا پر ځان وېرېدلى، كه له دې چي په مسابقې كي به برلاسى نشي او كه په دې چي خلك به دوكه شي او د جادوگرانو تر اغېز لاندي به راشي؟! خو له وروستۍ فقرې معلومېږي چي وېره ئې په مسابقې كي د خپلي بريا په اړہ وه، ځكه الله تعالى فرمايي: ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چي همدا ته برلاسى يې.
  • د الله تعالى له لوري موسى عليه السلام ته ويل شوي چي د خپل لاس عصا وغورځوي، چي دا به ټول هغه پړي او عصاگاني ښوى تېري كړي چي دوى د خوځنده مارانو په څېر ښودلي.
  • دلته ويل شوي چي جادو هسي يوه دوكه او غولونه وه، د فرعون د ماهرو جادوگرانو دا لوبه د لاس هنر وو نه د جادو اغېز، دا په حقيقت كي يو مكر وو نه بل څه، د پړو او عصاگانو حقيقت نه دئ بدل شوى بلكي خلك غولول شوي او د خوځنده مارانو گمان ئې پرې كړى!! د آيت دا برخه چي وايي: جادوگر چي هر چېري ورشي بريا نشي موندلى، دا حقيقت مزيد واضح كوي او ښيي چي د جادوگر مكر او كيد د څو شېبو داسي غولونكې ننداره ده چي نه ده ته كومه گټه رسوي او نه بل ته. ‏د گټي او تاوان پرېكړہ د الله تعالى له لوري كېږي.

همداراز قرآن د هاروت او ماروت د قصې په ترڅ كي فرمايي چي بني اسرائيلو به له دوى د داسي څه زده كولو هڅه كوله چي په هغه سره سړى او د هغه مېرمن سره بېل كړي خو دوى په خپل سحر سره نه ځان ته كومه گټه رسولى شوه او نه بل ته كوم تاوان:

وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ١٠٢

البقره: 100

(دې ملائكو) به هيچا ته څه تعليم نه وركاوو مگر دا چي ورته ويل به ئې: موږ (خو د يوه) امتحان (لپاره راغلې) يو، نو ته مه كافركېږہ، خو دوى له دې دواړو هغه څه زده كول چي په هغه سره نارينه او مېرمنه ئې سره بېل كړي، دا په داسي حال كي چي په دې سره دوى د الله له اذن پرته هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو او په داسي حال كي چي هغه څه ئې زده كول چي تاوان ئې وررساوو او گټه ئې نه وررسوله.

دا آيتونه په واضح الفاظو د سحر دا ډول اغېز ردوي او وايي چي د گټي او تاوان پرېكړہ د الله تعالى له لوري كېږي نه د جادوگرانو په جادو سره!!! دې ته مو پام وي چي دغو دوو فرشتو خلكو ته داسي جادو نه ورښودو چي په هغه سره مېړہ او مېرمن ئې سره بېل كړى شي، حاشا و كلا چي الله تعالى به فرشتې په دې گمارلې وي چي خلكو ته داسي كوډي ورزده كړي، دا هم د الله تعالى په اړہ تور دئ او هم د فرشتو په اړہ، دا خو ستره گناه ده، فرشتې په خپله دوى ته وايي چي مه كافران كېږي، نو څنگه به هغوى ته داسي كوډي ورښيي؟!! د آيت معنى دا ده چي دغو مفسدينو به حتى له فرشتو هم د داسي څه زده كولو هڅه كوله چي سړى او د ده مېرمن سره بېل كړى شي، يوه به غوښتل چي د بل مېرمن ترې بېله كړي او پر خپل ځان ئې مينه كړي، نو د همدې لپاره به ئې كوډو ته پناه وړہ حتى غوښتل ئې چي له فرشتو هم دغسي څه زده كړي، په همدې موخه فرشتو ته ورتگ د دوى لپاره اتمام حجت وو او په همدې سره په الهي عذاب اخته شوي. د جادو د دا ډول اغېز خبري هغه ټگماران تكراروي چي خلك غولوي او ورته وايي: جنابه! جادو حق دئ، انكار ترې كفر، پر رسول الله صلى الله عليه و سلم جادو شوى وو، ما ته راشه چي په يوه جادو سره ستا مرادونه ترسره كړم، سركښ محبوب درته تسليم كړم، كه د بل د كوډو له كبله بيمار شوى يې كوډي راوباسم او د جادو اغېز شنډ كړم، خو دا ډېر گران كار دئ، او شكرانه ئې لويه ده، له ما ډېر وخت، ډېر زحمت او ډېر مصرف غواړي، د سور سېرلي او سپين چرگ ويني، د زعفرانو زېړ رنگ، د ورېښمو ټوټه او دا او دا غواړي!!! زعفران به زه راپيدا كړم، د سېرلي او سپين چرگ بندوبست به ته وكړې، د محبوبې د وېښتانو څو تارونه، د زړې ږمنځي څو ښاخونه او …. به هم ته راپيدا كړې، نور هر څه پر ما!!!

د ځينو خلكو په ذهن كي به ښايي دا اندېښنه راولاړہ شي چي په قرآن كي ويل شوي چي د نفاثات في العقد له شره الله ته پناه يوسو، او ځينو مفسرينو د نفاثات في العقد په اړہ ويلي چي له دې څخه مراد هغه كوډگري ښځي دي چي تارونه به ئې غوټه كول او په هري غوټي كي به ئې پو كول او په دې توگه به ئې پر خلكو كوډي كولې!! د دوى د انديښنې رفع كولو لپاره بايد ووايو: دا د الفلق د سورې په څلورم آيت كي راغلې فقره ده، د دې فقرې شرح او تفسير د الناس سورې په څلورم آيت كي زموږ په وړاندي اېښودل شوي، كوم څه ته چي په يوې سورې كي د نفاثات في العقد نوم وركړى شوى په ورپسې سوره كي او همغسي په څلورم او پنځم آيتونو كي د الوسواس الخناس الذي يوسوس في الصدور الناس په الفاظو ورته اشاره شوې، دا دواړہ سورې د محتوى له پلوه په بشپړہ توگه سره ورته دي، او دواړہ په يوه نامه؛ معوذتين يادي شوې. د دې تفصيل د الفلق د سورې په تفسير كي وگورئ.

(نفاثات) له نفث څخه د پو كولو په معنا او د نفاثه جمع ده، چي يا د (علامه) په څېر د زيات پو كوونكو نارينه وو په معنا ده، يا جمع مؤنث يعنى پو كوونكې ښځي او يا د پو كوونكو ډلو په معنا ده. او (عُقَد) د عقده جمع او معنا ئې غوټه ده. دې معانيو ته په پام سره د مفسرينو تر منځ درې رأيي زمونږ مخي ته راځي: 1- مراد ئې هغه جادوگري ښځي دي چې د جادو او كوډو لپاره تار غوټه غوټه كړي او په هري غوټي كې پو كړي، 2- د زمخشرى او ابو مسلم اصفهاني له نظره په (النفاثات فى العقد) سره هغو ښځو ته اشاره شوې چي په خپلو كرشمو، عشوه او ناز نخرو سره نارينه داسي تر اغېز لاندي نيسي او په خپل دام كي ئې اچوي لكه چي جادو پرې شوى وي. درېيمه رأيه دا ده چي له (النفاثات فىالعقد) څخه هغه ډلي مراد دي چي عقده من افراد پاروي، د دوى په عقدو كي پو كوي، د ناراضيانو په لټه كي وي تر څو ئې تحريك كړي، احساسات ئې راوپاروي، عقدې ئې وروپړسوي، په هغو غرضي او مرضي وگړو پسي گرځي چي خپلو ناروا غرضونو ته نه دي رسېدلي، په زړہ كي عقدې لري، دوى ئې په شا وټپوي او د مسلمانانو په ليكو كي د فتنو راولاړولو لپاره ترې استفاده وكړي. كه د الفلق د سورې د آيتونو تسلسل ته پام وكړو نو له ورايه برېښي چي دا (النفاثات فىالعقد) له هغه وروسته خپل فعاليت پيلوي چي تياره خوره شي او هغه وخت عقدې پړسوي چي ځيني په ړندوونكې فتنې اخته شي، كله چي مغشوش شرائط راشي او ځينو خلكو ته د حق او باطل ترمنځ تفكيك گران شي نو دغو پو كوونكو ته مناسب شرائط برابر شي، مټي رابډ وهي او د عقده منو خلكو په راپارولو بوخت شي. حقيقت دا دئ چي د (نفاثات فى العقد) اطلاق نه په عشوه گرو ښځو صحيح دئ او نه په هغو كوډگرو ښځو چي په تعويذ او د تار په غوټو كي پو كوي.

چا چي دا آيت د پورتني روايت له مخي تفسير كړى؛ دې ته ئې پام نه دئ كړى چي په روايت كي ياد شوى جادوگر نارينه دئ نه كومه ښځينه جادوگره!! دې ته ئې هم توجه نه ده كړې چي د دې سورې په هيڅ برخي كي د جادو او جادوگر يادونه نه ده شوې، دلته د همدې سورې له دغه آيت وروسته په ورپسې آيت كي د حاسد يادونه شوې او دا په واضح توگه ښيي چي نفاثات في العقد هم د حاسد په څېر كينه كښ او كينه پاروونكى وگړي دي، نه جادوگري ښځي.

د الناس د سورې په څلورم او پنځم آيتونو كي ويل شوي (من شر الوسواس الخناس الذي يوسوس فى صدورالناس: د هغه وسوسه اچوونكي له شره چي په وار وار راځي، هغه چي د خلكو په سينو كي وسوسې اچوي) او دا دقيقاً د (النفاثات فىالعقد) معنا او شرح ده. د قرآن په ډېرو نورو آيتونو كي هم گورو چي د (نفاثات فىالعقد) او (الذي يوسوس فى صدورالناس) مفهوم افاده كوي، دا ټول هغي ډلي ته اشاره كوي چي د صف دننه د فتنو راولاړولو لپاره هڅي كوي، د توبې په سوره كي په دې اړہ داسي راغلي:

لَوۡ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمۡ إِلَّا خَبَالٗا وَلَأَوۡضَعُواْ خِلَٰلَكُمۡ يَبۡغُونَكُمُ ٱلۡفِتۡنَةَ وَفِيكُمۡ سَمَّٰعُونَ لَهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ ٤٧ التوبة: 47

كه ستاسو په ليكو كي وتلي وى نو له تاوانه پرته به ئې بل څه نه وو درزيات كړي، خامخا به ئې د فتنو په لټه كي په تاسو كي ځغلول كول او په تاسو كي د دوى لپاره اورېدونكي شته، الله د ظالمانو په حال ښه پوه دئ.

نو په بشپړ ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو چي نه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم جادو شوى او نه د جادو له كبله بيمار شوى، او نه جادوگر كولى شي په خپل جادو سره چا ته گټه يا تاوان ورسوي. جادو يوه دوكه ده او جادوگر يو ټگمار او دوكه مار انسان. او دا همغه څه دي چي قرآن ئې موږ ته لارښوونه كوي.

موضوعات مشابه

Back to top button