
وتـل
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۷
بالآخره د روسي فوځونو و تل پيل شول، كابل او نورو مراكزو ته د خورو ورو قطعاتو د راغونډولو او بيا په لويو لويو قطارونو كي د شمال او سرحد په لوري د هغوى د لېږدولو په دوران كي، دلارو په دواړو خواوو كي د مجاهدينو په مراكزو مسلسلى او درنې بمبارۍ كېدې، خو لدې سره سره مجاهدينو هغوى آرام نه پرېښودل او پرله پسې حملې ئې ورباندي كولې، دې حالت هرستنېدونكي روسي فوځي ته د جگړي د پاى د څرنگوالى، د روسي فوځونو د وتلو د لاملونو او د دوى په نسبت د افغان ولس د احساس جامع تصور وركولو او پدې ئې پوهول چي د روس ملت او واكدارانو ته د افغان ولس پيغام، د گلونو په هغو آميلونو كي چي په كابل كي د روسي افسرانو په غاړہ كي وليدل او يا د گلانو په هغو گيډيو كي چي افغاني كمونستانو د دوى په ټانكونو ايښودل تمثيل كېده او كه د گوليو په هغه باران كي چي د وتلو په وخت او د لارو په اوږدو كي د مجاهدينو له خوا پدوى ورېدي؟ ښايي د مجاهدينو د دغه واقعى استقبال په وجه وو چي كله د 1988 كال د فبرورى په 15 آخري روسي فوځي د افغانستان له پولى نه د شوروي اتحاد په لوري تېرېدو نو شا ته ئې د كتلو شوق نه درلود او د فوځونو قومندان اعلان وكړ چي روسان به بيا افغانستان يا بل پردي هېواد ته د فوځونو د لېږلو غلطى تكرار نكړي!! كه د وتلو په وخت كي يوازي د گلونو په شيندلو او د گلونو په گيډيو او آميلونو استقبال شوي وى او د لاري په اوږدوكي ئې پرله پسې گولى د غوږونو څنگ ته نه وى تېري شوې، ممكن د دې خبري د كولو ضرورت ئې نه وى احساس كړي…
په هغه ورځ چي كله دا خبره د دنيا د ټولو راډيوگانو په څپو كي اعلان شوه چي دا دى د روسي فوځونو آخري فرد، د افغانستان له پولى نه واوښت په ما عجيب حالت راغي، د شكرسجده مي په ځاى كړہ، څو ركعته لمونځ مي وكړ، مسلسل او ټوله ورځ مي له سترگو نه بې اختياره اوښكي بهېدى، دا نه د خوشحالۍ اوښكي وې نه د خپل شهيد پلار، وروڼو او همسنگرو شهيدانو د رايادولو اوښكي او نه هم د دې آرمان اوښكي چي كاش زموږ شهيدان ژوندي وى او د برى دا صحنه ئې په خپلو سترگو ليدلې وى، بلكي دا د رحمان رب د وسيع او بې انتهاء پيرزويني له احساس نه راخوټېدونكې د شكر اوښكي وي، ما په خپل ټول وجود سره او د زړہ په سلول سلول سره د هغه لوى آرمان د ترسره كېدو ننداره كوله چي هر چا ته ناشونى معلومېدو، خو زما زړہ تل گواهى راكوله چي دا آرمان به تر سره كېږي، د زړہ دا ډاډمن شهادت به مي تل په غونډو، ويناگانو، ليكونو كي په وار وار څرگندېدو او ويل به مي چي روسي فوځونه به حتماً زموږ له هېواد نه په وتلو مجبورېږي، نن هماغه خبره رښتونې شوې وه.
زه ډېر ماشوم وم، خوكله چي پوه شوم د روم او فارس په شان دوه ستري امپراطورۍ د پيغمبر عليه السلام په لاس نسكورى شوي، ما الله ته دا دعا پيل كړہ او تل به مي د هر لمانځه نه وروسته تكراروله چي (خدايه په ما د روس او امريكا زوال وگورې او په زوال كي ئې ما ته لويه ونډہ راپه برخه كړې) نن د خپلي هغي زړى مكررى دعا د يوې برخي د تحقق او اجابت شاهد وم. پدې خاطر مي له سترگونه د شكر اوښكي بهېدي، اميد مي دا دى چي، د دعا گانو منونكى رب، زما د دعا هغه دوهمه برخه هم ترسره كړي.
نوربیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



