
د مسكو پيغامونه
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۶
مسكو د خپلو هيئتونو په ذريعه او له ډېرو نورو لارو نه موږ ته پدې مرحله كي گڼ شمېر پيغامونه ولېږل، يو ځل گرباچوف خپل ډېر اعتمادى مشاور، د خبرو آترو لپاره د مسكو د رسمي پيغام د انتفال لپاره پاكستان ته راولېږو، په اسلام آباد كي د حزب د نمايندگي په دفتر كي مي لده سره ليدنه كتنه وشوه. د هغه دخبرو لنډيز داسي وو:
1: گرباچوف په كلكه تصميم نيولى چي شوروي فوځونه حتماً له افغانستان څخه و باسي، پدې كي هيڅ شك مه كوي.
2: روسي جنگي اسيران موږ ته وسپاري، دا كار به دگرباچوف دريځ د هغو ځواكونو په خلاف پياوړى كړي چي په افغانستان كي د شوروي فوځونو د پاتې كېدو پلويان دي.
3: بايد د وطن له گوند سره چي كافي بدلونونه پكي راغلي او سابقه كمونستي تگلاره ئې پرېښي، گډ حكومت جوړ كړي، موږ پدې اړہ ستاسو ترمنځ وساطت كولى شو.
4: كه د وطن گوند په اقتداركي شريك نه وي څنگه به د دې گوند د غړو ژوند تضمينوو؟
5: موږ نشو كولى د وطن گوند ټولو غړو او د نجيب د حكومت دومره لوى شمېر پلويانو ته پناه وركړو، دوى بايد په خپل هېواد كي په ډاډ او اطمئنان سره پاتې شي.
6: آيا مسكو د شوروي فوځيانو د وتلو نه وروسته له افغانستان سره د خپلي عنعنوي دوستي په دوام حساب كولى شي؟
7: آيا په افغانستان كي خو به د شوروي اتحاد په خلاف د دښمني او مخالفت اډہ نه جوړېږي؟
8: لدې سره ئې زياته مينه وه چي پوه شي آيا د مسكو ـ كابل ترمنځ دوستانه تعلقات مخصوصاً د وسلو پلورلو په ارتباط به په خپل سابقه حال پاتې وي كه نه؟
چى كله ما په خبرو پيل وكړ، پدې پلمه زما خوا ته رانږدې شو چي گواكي په كومي جگړي كي ئې د غوږ پردې صدمه ليدلى او له لېري نه خبره نه اوري! زما د ځوابونو خلاصه دا وه:
1: دفوځونو وتل تر هرچا د مخه ستاسو په گټه ده.
2: د فوځونو د وتلو په مهال وېش او د افغانستان د بحران د حل لټولو لپاره بايد تاسو له مجاهدينو سره خبرو ته ناست وى نه له هغه چا سره چي د مجاهدينو ترجماني او نمايندگي نشي كولى.
3: د وطن له گوند سره ائتلافي حكومت جوړول نه عملي او ممكن كار دى او نه د بحران د حل لار، چا چي تاسو ته د داسي ائتلاف د امكان په اړہ اطمئنان دركړي وي، د افغانستان د حاكم ذهني او عيني وضعيت په اړہ ئې بې بنياده او غلط راپور دركړي.
4: موږ عمومي عفوه اعلان كړي، د وطن گوند دي له همدې عفوى نه استفاده وكړي، د دوى لپاره همدا امتياز كفايت كوي، پدې اړہ تفاهم كېدى شي.
5: د دې خبري سل په سلو كي اطمئنان دركوو چي افغانستان به ستاسو په خلاف د امريكا په نظامي اډې نه بدلېږي.
6: د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د راتلونكو اړيكو څرنگوالى د مسكو په چلند او دريځ پوري اړہ لري، كه مسكو په خپل سياست كي تجديد نظر وكړي، تېر اشتباهات جبران كړي، ديوه خاص ټولگي په ځاى د ټول افغان ولس سره دوستي وغواړي، پدې صورت كي مسكو د افغانستان په دوستي حساب كولى شي.
7: جنگ ځپلي، خوار افغانستان ته د خپلو ټولو زړو وسلو په نوو وسلو بدلول، هغه هم په لنډہ موده كي ناشونى كار دى.
8: د جنگي اسراوو په اړہ به موږ له مشورى نه وروسته تاسو ته د خپل تصميم اطلاع دركړو.
9: د افغانستان د بحران د حل يوازنۍ عملي لار دا ده چي قدرت يوه داسي مؤقت غيرائتلافي حكومت ته انتقال شي چي كابينه ئې له غيرمتنازع فيها دريمگڼو شخصيتونو نه جوړہ شوې وي او بيا انتخابات تر سره شي.



