
د سحر تعريف، ماهيت او حكم
د قرآن او حديث په رڼا كي
لیکوال: محترم حکمتیار، د حزب اسلامي مجاهد مشر
د امارت له راتگ وروسته؛ د كوډو بازار هم گرم شوى او په اړه ئې د فتوى گانو او بحثونو بازار هم؛ ځيني داسي څه وايي او ليكي لكه چي د ټگمارو كوډگرو مبلغ او مفتي وي؛ تأكيد كوي چي سحر حق دئ، انكار ترې كفر دئ، پر رسول الله صلى الله عليه و سلم هم سحر شوى وو…؛ د قرآن آيتونه به تحريفوي او د قرآن خلاف ضعيفو رواياتو به استناد كوي او د سحر او ټگمارو ساحرانو په گټه به تبليغات كوي.
راشئ وگورو چي زموږ په ټولني كي كوډي څه ته وايي او كوډگر چا ته او څوك چي د سحر او ساحر په اړه څه وايي؛ د خلكو تعبير څه وي؟
خلك كوډگر هغه چا ته وايي چي جامه او ظاهر ئې د ملا وي، د كوم جومات د امامت تر لاسه كولو ناكامه هڅه ئې كړې وي، د روزي موندلو له دې وسيلې او فرصت محروم شوى وي، بل كسب او كار نه شي كولى، له خپل محقر كور ئې د دم، تعويذ او كوډو شنډولو دكان جوړ كړى وي، فقر وهلي او جهل ځپلي بيماران هم ورته راځي او د شكرانې په بدل كي دم او تعويذ تر لاسه كوي او هغه هم چي څوك ئې خوښ شوى، غواړي آرمان ئې تر سره او د محبوب يا محبوبې زړه ورته مايل شي؛ داسي څوك كوډگر ته خاص ارزښت لري او ډېر څه ترې موندلى شي. هغه ته وايي: څو كارونه ته وكړه؛ باقي هر څه پر ما؛ إن شاء الله آرمان به دي ژر تر سره شي؛ د محبوبې د ږمنځي څو شاخونه او د سر څو وېښتان ئې او درېم دا چي تعويذ به د هغې د كور په كوم چاود كي ښخوې. هغه په لنډه موده كي او په تلوار سره دا هر څه ورته راوړي او په څنگ كي ئې څو نوي لوټونه د مقدماتي شكرانې په توگه مخي ته كښېږدي؛ كوډگر ئې ترې واخلي، خپل زوړ او زېړ كتاب پرانيزي، په يوه اوږده تار كي يولس غوټي ووهي او پر هري غوټي له څه ويلو وروسته دم وكړي؛ پيسې تر كتاب لاندي كښېږدي او د سحر دا توكي (غوټه شوى تار، د وېښتانو تارونه او د ږمنځي ښاخونه) په يوې سپيني ټوټي كي؛ په ډېر احتياط سره كښېږدي، پرې راتاو ئې كړې، په هر تاوولو كي څه وايي او چوف كوي؛ بند تعويذ ترې جوړ كړي او د ميني لېوني ته ئې وسپاري چي په خاص ځاى كي ئې ښخ كړي؛ … عوام دې ته سحر (كوډي) وايي؛ د منبر پر سر ئې په وار وار له خطيب اورېدلي چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم همداسي سحر او په همداسي د تار غوټو، د وېښتانو تارونو د ږمنځي ښاخونو كي كوډي شوې وې، دومره اغېز ئې پرې كړى وو چي انگېرله به ئې يو كار ئې كړى خو هغه به ئې نه وو كړى، حتى كله كله به داسي خيال ته ورتله چي خپلو مېرمنو ته ورغلى خو نه به وو ورغلى، دې حالت څو مياشتي دوام كړى، همدا راز له خطيبانو ئې اورېدلي چي د سليمان عليه السلام د لويي پاچايي راز په هغي جادويي گوتې (گوتمه) كي پروت وو چي له امله ئې پېريان ورته تسليم شوي وو؛ څه موده دا گوتې ترې وركه شوه او د پېريانو لاس ته ورغله؛ نو په دې سره ئې تر هغه پاچايي ترې ولاړه چي دا گوتمه ئې بېرته تر لاسه كړه. همدا راز هغوى له خطيبانو اورېدلي چي هاروت او ماروت دوه داسي فرشتې وې چي خلكو ته به ئې دا سحر ورښودلو چي مېرمن او خاوند ئې سره بېل كړي؛ نو چي په جومات كي او له منبر ئې د جادو او كوډو په اړه د خطيب او امام دا خبري اورېدلې وي، او دا هم چي كه څوك دا خبري ونه مني او د سحر له داسي تأثير انكار وكړي نو هغه كافر دئ او د قرآن او حديث منكر؛ دا خواركى به ولي د مرض له كبله هم كوډگر ته نه درومي او شكرانې به نه وركوي او د خپلو حاجتونو د پوره كولو او د هغو ستونزو د حلولو لپاره هم چي گومان كوي منشأ به ئې د چا له لوري كوډي وي؟!
د جادو او اغېز په اړه ئې دا ډول خبري هغه جاهلان خپروي او مني چي نه له قرآن خبر دي او نه له حديث او نه له دې چي داسي ويناوي او فتواوي څومره د حقيقت خلاف دي او پايلي ئې څومره بدي؛ او هغه ټگماران ئې تكراروي چي خلك غولوي او ورته وايي: جنابه! جادو حق دئ، انكار ترې كفر، پر رسول الله صلى الله عليه و سلم جادو شوى وو، ما ته راشه چي په يوه جادو سره ستا مرادونه تر سره كړم، سركښ محبوب درته تسليم كړم، كه د بل د كوډو له كبله بيمار شوى يې؛ كوډي راوباسم او د جادو اغېز شنډ كړم، خو دا ډېر گران كار دئ او شكرانه ئې لويه ده، له ما ډېر وخت، ډېر زحمت او ډېر مصرف غواړي، د سور سېرلي او سپين چرگ ويني، د زعفرانو زېړ رنگ، د ورېښمو ټوټه او دا او دا غواړي!! زعفران به زه راپيدا كړم، د سېرلي او سپين چرگ بندوبست به ته وكړې، د محبوبې د وېښتانو څو تارونه، د زړې ږمنځي څو ښاخونه او…. به هم ته راپيدا كړې، نور هر څه پر ما!!
په داسي حال كي چي قرآن وايي: سحر يوه دوکه ده؛ کار ئې د خلکو غولول او دوکه کول دي، په سحر سره نه څوك چا ته ضرر رسولى شي او نه گټه؛ د سحر د عدم اغېز په اړه د قرآن صريح او پرېكنده وينا دا ده:
… وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ١٠٢
… دا په داسي حال كي چي په دې (سحر) سره دوى د الله له اذن پرته هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو او په داسي حال كي چي هغه څه ئې زده كول چي تاوان ئې وررساوو او گټه ئې نه وررسوله او يقيناً په دې پوه شوي وو چي هر څوك دا (سحر) وپېري نو په آخرت كي به ئې هيڅ برخه نه وي او يقيناً چي ډېر بد دئ هغه څه چي خپل ځان ئې پرې وپلورو، كاش پوهېدلى.
د دې الهي كلام مهمي لارښووني دا دي:
- په سحر سره هيڅوك نشي كولى چا ته كوم ضرر ورسوي.
- د ضرر پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي؛ يو څه هغه مهال انسان ته ضرر اړولى شي چي الله تعالى همداسي غوښتي وي او دا سنت ئې وضع كړى وي چي فلان شى او كار د ضرر وسيله او سبب شي؛ خو الله تعالى نه د سحر په نامه داسي څه پيدا كړي چي د ضرر سبب وي او نه ئې ساحر ته په سحر سره چا ته د ضرر رسولو واك وركړى او نه بل چا ته. ځيني اشتباهاً يا عمداً مغالطه كوي او دا استثناء داسي تعبيروي چي گواكي ساحر كولى شي په خپل سحر سره بل ته ضرر ورسوي؛ مگر دا چي الله نه وي غوښتي؛ په داسي حال كي چي آيت ضرر رسول نفي كوي او إلا بِإذن الله د مزيد تأكيد لپاره ده نه د دې لپاره چي وښيي د سحر داسي صورت هم شته چي كېدى شي الله تعالى ضرر پرې مرتب كړي!! دا دقيقاً دې آيت ته ورته دئ:
إِنَّمَا ٱلنَّجۡوَىٰ مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ لِيَحۡزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَيۡسَ بِضَآرِّهِمۡ شَيۡـًٔا إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ١٠ المجادلة
دا نجوى يوازي د شيطان له لوري وي چي غواړي هغه پرې غمجن كړي چي ايمان ئې راوړى؛ په داسي حال كي چي هغوى ته د كوم ضرر رسوونكى نه دئ مگر د الله په إذن، نو مؤمنان دي پر الله توكل وكړي.
د دې آيت لارښووني دا دي:
- نجوى اكثراً شيطاني منشأ لري، هغه څوك د پټو مركو ضرورت احساسوي او د خپلو خبرو له څرگندولو وېرېږي چي موخي او عزائم ئې بد وي.
- شيطان خپل ملگري د دې لپاره پټو مركو ته هڅوي چي غواړي مؤمنان پرې غمجن كړي.
- شيطان او ملگري ئې په دې پټو غونډو او نجوى سره مؤمنانو ته هيڅ تاوان نه شي رسولى، مگر د الله په إذن.
- مؤمنان دي پر الله توكل وكړي.
دلته هم إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ د استثناء لپاره نه ده؛ بلكي د مزيد تأكيد لپاره ده؛ د آيت د پاى دا فقره (وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ: او مؤمنان دي پر الله توكل وكړي)؛ همدا تأكيد مزيد تقويه كوي.
- نو الله تعالى داسي سحر نه دئ پيدا كړى چي د تاوان او گټي رسولو سبب او وسيله وي؛ سحر فقط يوه غولوونكې لوبه ده؛ نه د گټي او تاوان رسولو وسيله؛ كه د ضرر سبب وى او ساحر كولى شو په دماو تعويذ چا ته ضرر ورسوي؛ نو فرعون به د مصر له ماهرو ساحرانو يوه يا څو كسانو ته ويلي وو چي پر موسى داسي كوډي وكړئ چي سبا د مجادلې په ميدان كي له څه ويلو هم عاجز وي او له څه كولو هم؛ نه خپله ژبه خوځولى شي او نه لاس پښې؛ نه دا چي سبا د خلكو په وړاندي كومه لوبه وښيي او بيا موسى عليه السلام ته د مقابلې موقع وركړي؛ كه سحر دم او تعويذ وى نو يقيناً چي ساحرانو به همدا لار غوره كوله؛ خو هغوى داسي لوبه وښوده چي خلكو د دوى هغه پړي او لكړي چي پر زمكه ئې وغورځولې داسي وانگېري چي خوځېږي؛ په حقيقت كي نه خوځېدل؛ د خلكو دوكه شوو سترگو خوځنده گڼل؛ د سحر واقعي ماهيت همدا دئ؛ نه په دم او تعويذ سره د يو څه حقيقت بدلول او چا ته تاوان رسول.
- په قرآن كي د موسى عليه السلام قصه تر بل هر پيغمبر په ډېر تفصيل سره راغلې؛ او دا نه د محض قصې په توگه بلكي د يوه عظيم پيغمبر د مبارزې د لوړو ژورو د اغېزمن عملي او لارښود تاريخ او تجربې په توگه، د ده معراج او د طور غره په لمنو كي د الله تعالى په حضور مشرف كېدا؛ موږ ته معراج حقيقت راښيي، له ساحرانو سره د ده د عملې مقابلې پيل دا راښيي چي د تاريخ په لوړو ژورو كي به تل د هر مؤمن او خدايپال تحريك په وړاندي د طاغوت له لوري استخدامېدونكې هره ډله به د هغو ساحرانو په څېر وي چي د فرعون له لوري د موسى عليه السلام مقابلې ته غوره شوې او جوړه شوې وه؛ د ټگمار او كرايي مذهبي مشرانو ډله، هغه چي د فرعون په امر راغونډېږي، د خدايپال موسى مقابله كوي، اجر او بدله له فرعون غواړي، تر ټولو لوړه هيله او طمع ئې دا وي چي د درباريانو په فهرست كي ونيول شي؛ لكه چي قرآن فرمايي:
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُواْ لِفِرۡعَوۡنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ٤١ قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ٤٢ الشعراء
نو كله چي جادوگران راغلل فرعون ته ئې وويل: كه موږ برلاسي شو نو آيا موږ ته به حتماً څه انعام او اجوره راكول كېږي؟! وئې ويل: هو! او په هغه صورت كي خو به تاسو (دربار ته) د مقربينو په ډله كي وئ!!
دا مبارك آيتونه موږ ته لارښوونه كوي چي هغه مذهبي مشران چي د طاغوتي نظامونو په خدمت كي وي او د خپلي دندي اجوره له دغو نظامونو تر لاسه كوي، د همدې نظامونو د حكامو په امر د حقپالو خلاف د مقابلې ميدان ته لېږل كېږي او د طاغوت په امر د حقپالو مقابله كوي؛ هغوى د فرعون د سحره وو په څېر دي، اجير او مزدور مبلغين دي، مذهب ئې د طاغوت خدمت، هدف ئې اجوره تر لاسه كول او تر ټولو لوړ آرمان او مقصد ئې د طاغوت دربار ته تقرب وي!!
هو؛ ساحر يو دوكه مار (مداري) دئ، هنر ئې د جعلي مذهب تر پوښښ لاندي د خلكو غولول، د حاكم نظام او طاغوت په خدمت كي، د حقپالو خلاف د جبهې مقدمة الجيش، همغسي لكه چي ظاهر خان د اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) خلاف جمعيت علماء محمدي جوړ كړ او همغسي لكه چي غرب د واقعي مجاهدينو خلاف د انگريزي پيرانو او سركاري ملايانو ډلي جوړي او وجنگولې او كمونست نجيب د شئون اسلامي په نامه وزارت جوړ كړ او په وار وار ئې ويل چي موږ تر 20000 زياتو د جوماتونو امامانو او ملايانو ته معاش وركوو.
قرآن موږ ته وايي: د مصر د ټولو ماهرو جادوگرانو كمال او ټول گډ ځواك دا وو چي پړي او لكړي پر ميدان وغورځوي او داسي څه وكړي چي تماشاچيانو ته د خوځنده مارانو په څېر وبرېښې؛ همدا او بس؛ يا لكه نن چي موږ د مداريانو داسي لوبه په تلويزيون کي گورو چي يو کس د لوى صندوق پر سر ولاړ ښيي، په کڅوړي کي ئې واچوي، د کڅوړي خوله کلکه وتړي، همداسي ئې له کڅوړي سره په صندوق کي واچوي، د صندوق دړه وتړي او کلپ ئې کړي، بيا بل کس په همداسي تړلې کڅوړي کي د همغه صندوق پر سر وښيي؛ بيا په سريع توگه يوه توره پرده د څو ثانيو لپاره د خلکو او دې صحنې تر منځ حائل شي، او داسي وښيي چي دا نوى کس له خپلي کڅوړي سره صندوق ته ننوتلى، خو چي پرده لري کړي نو همغه لومړنى کس له کڅوړي راووځي او کله چي د صندوق سر پرانيزي نوى کس له تړلې کڅوړي راوباسي!! دا لوبه د 21 پېړۍ خلکو ته د فرعون د ټولو ماهرو کوډگرو تر هغه جادو ډېره حيرانوونکې وي، ځيني لاسونه پړکوي او د ځينو له ډېر تعجب او حيرت خولې خلاصي پاته شوې وي؛ ساحر يعني مداري او سحر يعني د غولولو يوه لوبه؛ نه بل څه، د قرآن په اصطلاح د خلكو سترگي غولول:
… فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ سَحَرُوٓاْ أَعۡيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسۡتَرۡهَبُوهُمۡ وَجَآءُو بِسِحۡرٍ عَظِيمٖ١١٦ الأعراف
… نو كله چي ئې (خپلي لكړي او پړي) وغورځول؛ د خلكو سترگي ئې وغولولې او وئې وېرول او ستر جادو ئې وړاندي كړ.
همدا د قرآن له نظره د سحر ماهيت دئ؛ څوك چي سحر له دې پرته په بلي بڼي تعبيروي او دم او تعويذ ئې گڼي؛ نو له شك پرته دروغ وايي؛ په ټول قرآن كي داسي څه نه مومو چي وښيي كېدى شي سحر چا ته د تاوان يا گټي رسولو، بيمارولو يا روغولو وسيله شي، يا ساحر پرې ځانته گټه تر لاسه كړي؛ بر عكس وايي: کوډگر ته تاوان رسوي خو هيڅ گټه نه رسوي؛ د غولېدلي انسان جيب او شكرانې ته ئې سترگي وي او همدا ئې د خپل كسب حاصل. دوى كه د سحر په حمايت كي په غلطه او انحرافي توگه د قرآن آيتونه وړاندي كوي يا پر هغو ضعيفو، موضوعي او شاذ رواياتو استناد كوي چي هم ئې سند د اعتبار وړ نه وي او هم ئې محتوى له قرآني لارښوونو سره متعارض؛ وجه ئې همدا له غولېدلو او جاهلو انسانانو شكرانې او اجورې تر لاسه كول دي؛ دوه مثالونه ئې ستاسو مخي ته ږدم:
1- په قرآن کي د سحر په ارتباط څو آيتونه راغلي چي يو او مفصل ئې دا دئ:
وَٱتَّبَعُواْ مَا تَتۡلُواْ ٱلشَّيَٰطِينُ عَلَىٰ مُلۡكِ سُلَيۡمَٰنَۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيۡمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحۡرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلۡمَلَكَيۡنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ وَمَٰرُوتَۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ١٠٢ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ وَٱتَّقَوۡاْ لَمَثُوبَةٞ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ خَيۡرٞۚ لَّوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ١٠٣ البقره
او د هغه څه متابعت ئې پيل كړ چي شيطانانو به د سليمان (عليه السلام) د پاچاهي (په اړه) لوستل، دا په داسي حال كي چي سليمان كفر نه وو كړى، بلكي په خپله دا شيطانان كافران شوي وو، خلكو ته ئې جادو او هغه څه ورښودل چي د بابل په دوو ملائكو: هاروت او ماروت نازل شوي وو، (دې ملائكو) په داسي حال كي چي دوى به هيچا ته څه تعليم نه وركاوو مگر دا چي ورته ويل به ئې: موږ (خو د يوه) امتحان (سبب او وسيله) يو، نو ته مه كافر كېږه، خو دوى له دې دواړو هغه څه زده كول غوښتل چي په هغه سره نارينه او مېرمن ئې سره بېل كړي، دا په داسي حال كي چي په دې سره دوى د الله له اذن پرته هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو او په داسي حال كي چي هغه څه ئې زده كول چي تاوان ئې وررساوو او گټه ئې نه وررسوله او يقيناً په دې پوه شوي وو چي هر څوك دا وپېري نو په آخرت كي به ئې هيڅ برخه نه وي او يقيناً چي ډېر بد دئ هغه څه چي خپل ځان ئې پرې وپلورو، كاش پوهېدلى؛ او كه دوى ايمان راوړى وى او تقوى ئې غوره كړې وى نو د الله له لوري ثواب ډېر غوره دئ، كاش پوهېدلى.
د سحر په اړه د دې مباركو آيتونو لارښووني دومره جامع او دقيقي دي چي ويلى شو د سحر د ماهيت د پېژندلو لپاره يوازي همدا آيتونه كفايت كوي؛ لارښووني ئې دا دي:
- بني اسرائيلو له خپلو پيغمبرانو سره خپلي ژمني او د الله تعالى د كتاب لارښووني شا ته غورڅولې وې او په عوض كي ئې په هغه څه پسي روان شوي وو چي انسي او جني شيطانانو به د سليمان عليه السلام د لويي پاچايي د تأسيس د عواملو په اړه خلكو ته تلقينول.
- سحر د جني او انسي شيطانانو كار دئ.
- همدغو جني او انسي شيطانانو د سحر په اړه خلك غولولي او هغوى ته ئې دا دروغ ويلي چي: 1- د سليمان عليه السلام ستره پاچايي د سحر په مرسته رامنځته شوې وه؛ 2- هاروت او ماروت خلكو ته داسي سحر ښودلو چي په مرسته ئې كولى شو مېرمن له خپل خاوند بېله كړي.
- قرآن وايي: د دغو شيطانانو دا دواړه خبري غلطي او دروغجني وې؛ نه سليمان عليه السلام دا د كفر كار (سحر) كړى او نه هاروت او ماروت.
- قرآن وايي: وَمَا كَفَرَ سُلَيۡمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحۡرَ: سليمان د كفر كار (سحر) نه وو كړى، بلكي په خپله دا شيطانان كافران شوي وو. او د هاروت او ماروت په اړه فرمايي: وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ: (دې ملائكو) به هيچا ته څه تعليم نه وركاوو مگر دا چي لومړى او تر څه وړاندي به ئې ورته ويل: موږ (خو د يوه) امتحان (سبب او وسيله) يو، نو ته مه كافر كېږه)؛ يعني هاروت او ماروت نه يوازي هيچا ته سحر نه دئ ښودلى بلكي هر چا ته به ئې لومړۍ وينا دا وه: په سحر سره ځان مه كافر كوه.
- خو دا خلك په اخلاقي فساد كي دومره غرق وو چي له همدې فرشتو به ئې هم د داسي څه زده كولو هڅه او غوښتنه كوله چي د بل مېرمن ترې بېله او تر لاسه كړي. ځينو متأسفانه د آيت سياق او سباق ته له پام پرته او په ډېره غلطه توگه دا برخه (فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦ) داسي تعبير كړې چي گواكي خلكو به له دغو فرشتو داسي سحر زده كولو چي مېرمن او خاوند ئې سره بېل كړي؛ دا يقيناً يوه كركجنه مغالطه ده او د آيت له مجموعي لارښوونو سره قطعاً اړخ نه لگوي؛ ځكه د دې آيت په ټولي وروستۍ برخي كي له دې ځاى (وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ) تر پايه ويل شوي چي فرشتو هر چا ته تر هر څه ښودلو وړاندي ويلي: په سحر كولو سره ځان مه كافر كوه؛ د سحر ښودنه د جني او انسي شيطانانو كار وو؛ خو هغوى به خپل سحر هم سليمان عليه السلام ته منسوبولو او هم هاروت او ماروت ته؛ كه څوك په سليم زړه او شفاف ذهن سره دې آيتونه ته ځير شي؛ نو هيڅكله به داسي ناسم او د آيتونو ضد تعبير ترې راونه باسي او له هيچا به ئې ونه مني چي سليمان عليه السلام يا هاروت او ماروت سحر كړى يا ئې چا ته سحر ښودلى.
دا آيتونه د يوه داسي بشپړ مضمون په ضمن كي راغلي چي د بني اسرائيلو په څېره كي د يوه بې لاري او منحرف ديندار ولس څو سترو سترو انحرافاتو ته اشاره شوې: په خپلو ژمنو نه ودرېدل، د الله كتاب داسي شا ته غورځول لكه چي په هيڅ څه ئې نه پوهېږي او د الله د كتاب پر ځاى كوډو، جادو او تعويذونو ته مخه كول، دا حرام كارونه نه يوازي حلال گڼل بلكي د سليمان عليه السلام هغه ستره واكمني؛ چي بېلگه ئې په تاريخ كي نه ده ليدل شوې، د يوې جادوئې گوتې (گوتمه) او د كوډو او منتر نتيجه گڼل، نه د ده او د ده د مجاهد پلار داؤد عليه السلام د جهادونو نتيجه، د دوى لويه مشغله دا وي چي په كوډو سره د مېړه او مېرمني تر منځ ئې بېلتون راولي. بني اسرائيل هم ورو ورو له الهي دين لري شول، په دوى كي فكري او اخلاقي انحرافات راپيدا شول، له اخلاقي لحاظه هومره پرېوتل چي يو د بل ناموس ته په كمين كي كښېناستل، يو به په دې لټه كي وو چي څنگه د بل مېرمن د ځان لپاره ترې رابېله كړي، د الله كتاب ئې شا ته وغورځاوو، كوډو، جادو او تعويذونو ته ئې مخه كړه. الله تعالى د اتمام حجت لپاره دوى ته دوې ملائكي د انسانانو په څېره كي ولېږلې، چي دوى له انحرافاتو، جاهلانه دودونو او كافرانه مشغلو وژغوري او دوى ته ووايي چي كوډو او جادو ته په پناه وړلو سره مه كافران كېږئ، خو دوى له ملائكو هم د هغه څه زده كولو هڅه كوله چي ښځه له خپل خاوند پرې بېله كړى شي.
دا آيتونه په واضح الفاظو د سحر دا ډول اغېز ردوي او وايي چي د گټي او تاوان پرېكړہ د الله تعالى له لوري كېږي نه د جادوگرانو په جادو سره!!
دې ته مو پام وي چي ځينو د 102 آيت د مطلب په پوهېدو كي يا اشتباه كړې يا ئې عمداً غلط تعبير كړى؛ تعبير ئې داسي دئ چي گواكي هاروت او ماروت خلكو ته جادو ورښودو او داسي څه ئې ورښودل چي په مرسته ئې كولى شو مېړه او مېرمن ئې سره بېل كړي!! په داسي حال كي چي دا فرشتې د الله تعالى له لوري د اتمام حجت لپاره لېږل شوې وې؛ مثال ئې هغو فرشتو ته ورته دئ چي د لوط عليه السلام قوم ته د زلميانو په بڼه كي لېږل شوې وې؛ نه لوط عليه السلام په لومړي سر كي وپېژندلې او نه تر ده وړاندي ابراهيم عليه السلام؛ د قوم مفسدينو د لوط عليه السلام كور محاصره كړ او له هغه ئې همدا زلمي غوښتل؛ د بني اسرائيلو دغه قوم هم له هاروت او ماروت داسي كوډي او تعويذونه غوښتل زده كړي چي له امله ئې كومه ښايسته مېرمن له خپل خاوند بېله كړي او په تر لاسه كولو كي ئې بريالى شي؛ جني او انسي شيطانانو دوى ته ويل: د سليمان عليه السلام هغه ستره پاچايي د يوې جادويي گوتې له كبله وو او هاروت او ماروت هم خلكو ته داسي جادو ورښودو چي له كبله ئې هر څوك توانېدو په يوه دم او تعويذ د خپلي خوښي محبوبه تر لاسه كړي؛ خو قرآن د دغو جني او انسي شيطانانو دا دواړه خبري ردوي او وايي: (…وَمَا كَفَرَ سُلَيۡمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحۡرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلۡمَلَكَيۡنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ…: دا په داسي حال كي چي سليمان د كفر لار نه وه غوره كړې، بلكي په خپله دا شيطانان كافران شوي وو، خلكو ته ئې جادو او هغه څه ورښودل چي د بابل په دوو ملائكو: هاروت او ماروت نازل شوي وو،)؛ دا آيت موږ ته وايي چي سليمان عليه السلام دا د كفر عمل (سحر) نه دئ كړى او ورپسې وايي: هاروت او ماروت نه يوازي خلكو ته سحر نه دئ ښودلى بلكي هر چا ته ئې بلا استثناء ويل: په سحر سره ځان مه كافر كوه. فرمايي: وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ … (دې ملائكو) به هيچا ته تر هغه څه نه ښودل چي وبه ئې ويل: موږ (خو د يوه) امتحان (سبب او وسيله) يو، نو ته مه كافر كېږه، خو دوى به له دې دواړو هغه څه زده كول غوښتل چي په هغه سره نارينه او مېرمن ئې سره بېل كړي، دا په داسي حال كي چي په دې سره دوى د الله له اذن پرته هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو او په داسي حال كي چي هغه څه ئې زده كول چي په خپله دوى ته ئې تاوان رساوو او گټه ئې نه وررسوله او يقيناً په دې پوه شوي وو چي هر څوك دا وپېري نو په آخرت كي به ئې هيڅ برخه نه وي او يقيناً چي ډېر بد دئ هغه څه چي خپل ځان ئې پرې وپلورو، كاش پوهېدلى.
په دې آيت كي څو مهمي لارښووني ځلېږي:
دوى د الله تعالى كتاب داسي شا ته غورځولى وو لكه چي هيڅ نه پرې پوهېدل او پر ځاى ئې د هغو جني او انسي شيطانانو متابعت پيل كړى وو چي خپل شيطنت او شيطاني خبري به ئې سليمان عليه السلام ته منسوبولې؛ او ورته ويل به ئې: د هغه لويه پاچايي د سحر له كبله وه؛ په دې توگه به ئې هغوى دوكه كول او سحر ته به ئې هڅول؛ همدا راز به ئې دا سحر هاروت او ماروت ته منسوبولو په داسي حال كي چي هغوى به هر چا ته ويل: كوډي د كافرانو كار دئ؛ نو د هغوى په څېر مه كېږه. د قرآن وينا داسي ده: (وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ): (دې ملائكو) به هيچا ته تر هغه څه نه ښودل چي وبه ئې ويل: موږ خو يو امتحان يو، نو ته مه كافر كېږه؛ دا څرگنده او واضح فقره ښيي چي د هغو ښاغلو انتباه او رأى کاملاً غلطه ده چي گواکي فرشتو خلکو ته سحر ښودو! حاشا و كلا چي الله تعالى به فرشتې په دې گمارلې وي چي خلكو ته داسي كوډي ورزده كړي چي په هغه سره مېړہ او مېرمن ئې سره بېل كړى شي!! دا هم د الله تعالى په اړہ تور دئ او هم د فرشتو په اړہ، دا خو ستره گناه ده، فرشتې په خپله دوى ته وايي چي مه كافران كېږئ، نو څنگه به هغوى ته داسي كوډي ورښيي؟! د آيت معنى دا ده چي دغو مفسدينو به حتى له فرشتو هم د داسي څه زده كولو هڅه كوله چي سړى او د ده مېرمن سره بېل كړى شي، يوه به غوښتل چي د بل مېرمن ترې بېله كړي او پر خپل ځان ئې مينه كړي، نو د همدې لپاره به ئې كوډو ته پنا وړہ؛ حتى غوښتل ئې چي له فرشتو هم دغسي څه زده كړي، په همدې موخه فرشتو ته ورتلل نو د فرشتو لېږنه د دوى لپاره اتمام حجت وو او له دې وروسته په الهي عذاب اخته شوي.
2- د سحر د مدافع وكيلانو بل مستمسك د الفلق سورې څلورم آيت دئ په داسي حال كي چي په دې آيت كي فقط دومره ويل شوي: (وَمِن شَرِّ ٱلنَّفَّـٰثَٰتِ فِي ٱلۡعُقَدِ: د نفاثات في العقد له شره الله ته پنا وړم)؛ ځينو مفسرينو د نفاثات في العقد په اړہ ويلي چي له دې مراد هغه كوډگري ښځي دي چي تارونه به ئې غوټه كول، په هري غوټي كي به ئې پو كول او په دې توگه به ئې پر خلكو كوډي كولې!! خو كه دوى وپوښتل شي: دا تفسير مو له چا اورېدلى او څه دليل لرې چي همدا تفسير صحيح دئ؟ د دې آيت له كوم لفظ او فقرې مو دا مطلب تر لاسه كړى او آيا په ټول قرآن كي داسي څه مومئ چي دا تعبير او تفسير تأييد كړي؟ ولي ٱلنَّفَّـٰثَٰتِ د ښځينه کوډگرو په معنى ژباړئ؟ مگر يوازي ښځي كوډي كوي؛ نه نارينه؟ مگر تاسو نه وايئ چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه نارينه يهودي كوډگر جادو كړى وو؟ ولي ٱلنَّفَّـٰثَٰتِ چي د النفاثه جمه ده په خپلي اصلي معنى (ډېر او ماهر پو كوونكي) نه ژباړئ؛ لكه علَّامات چي د علَّامه جمع ده او معنى ئې ډېر ستر عالم دئ؛ نه ښځينه عالمه؛ چي په دې سره دواړه ماهر پو كوونكي (نارينه او ښځينه) احتواء كوي؟ دې پوښتنو ته هيڅ قانع كوونكى ځواب نه لري؛ په داسي حال كي چي د دې فقرې واضح او حقيقي شرح او تفسير د الناس سورې په څلورم آيت كي زموږ په وړاندي ايښودل شوى، كوم څه ته چي د الفلق په سورې كي د (ٱلنَّفَّـٰثَٰتِ فِي ٱلۡعُقَدِ) نوم وركړى شوى په ورپسې سوره كي او همغسي په څلورم آيت كي د (ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ) په نامه ياد شوى او ورپسې په پنځم او شپږم آيتونو كي په تفصيل سره معرفي شوى: (ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ ٱلنَّاسِ، مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ: هغه چي د خلكو سينو كي وسوسې اچوي؛ كه له پېريانو وي كه له خلكو)؛ دا دواړہ سورې د محتوى له پلوه په بشپړہ توگه سره ورته دي، او دواړہ په يوه نامه (معوذتين) يادي شوې؛ د الناس سوره په حقيقت كي د الفلق سورې د همدغه (ٱلنَّفَّـٰثَٰتِ فِي ٱلۡعُقَدِ) شرح او تفسير دئ چي په ترڅ كي ئې هغه ډېر خطرناك دښمن معرفي شوى چي دنده ئې د خلكو په سينو كي وسوسې اچول دي. د دې تفصيل (د قرآن پلوشې) تفسير كي وگورئ.
3- د سحر په اړه نه يوازي په ټول قرآن كي نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي څه مومو چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم يا بل پيغمبر يا بل انسان كوډي شوې او د كوډو د اغېز له كبله بيمار شوى؛ او گواكي كوډي د دم او تعويذ په بڼه كي وي او له لري په غياب كي پر انسان اغېز كوي؛ بلكي د موسى عليه السلام په ارتباط موږ ته وايي: د مصر ټول ماهر جادوگران؛ د فرعون په امر راغونډ شول؛ خو ونه توانېدل موسى عليه السلام ته هيڅ ضرر ورسوي؛ د مقابلې په دوران كي ئې لومړى جادوگرانو ته وويل چي خپل كمال وښيئ؛ د هغوى ټول كمال دومره وو چي پړي او لكړي ئې وغورځولې او داسي لوبه ئې جوړه كړې وه چي خلكو ته دا پړي او لكړي خوځنده وبرېښي؛ دومره چي پر موسى عليه السلام ئې هم وېره راوستې؛ او الله تعالى هغه ته فرمايلي: لكړه دي وغورځوه؛ او هغې د جادوگرانو ټول پړي او لكړي ښوى تېر كړي. قرآن نه دي ويلي چي پر موسى عليه السلام كوډي او دم او تعويذ شوى؛ بلكي وايي: د فرعون كوډگرو يوه داسي لوبه ښودلې چي خلكو ته پر زمكه پراته پړي او لكړي خوځنده برېښېدلي.
سحر په رواياتو كي
معمولاً ځيني داسي وي چي كله د خپلو غلطو باورونو او ادعاء گانو لپاره په قرآن كي كوم دليل او مستمسك ونه مومي؛ خو سره له دې چمتو نه وي خپله غلطي تصحيح او ناسم باورونه او غلطه ادعاء پرېږدي؛ نو داسي رواياتو ته هم له پناه وړلو ډډه نه كوي چي هم په بشپړه توگه د قرآن خلاف وي او هم د عقل، علم او عملي واقعيتونو؛ دوى د رواياتو په ټولو كتابونو كي يوازي يو روايت داسي موندلى چي وايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينه كي د يوه يهودي له لوري كوډي شوې وې، دومره اغېز ئې پرې كړى وو چي دروندوالى او كسالت به ئې احساساوو او كله كله به ئې گمان كولو چي فلان كار ئې كړى خو حقيقتاً به ئې هغه كار نه وو كړى!!
راشئ د بخاري هغه شاذ روايت هم وڅېړو چي كوډگر او پلويان ئې پرې استناد كوي؛ روايت دا دئ:
حَدَّثَنِى مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى حَدَّثَنَا يَحْيَى حَدَّثَنَا هِشَامٌ قَالَ حَدَّثَنِى أَبِى عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُحِرَ حَتَّى كَانَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ صَنَعَ شَيْئًا وَلَمْ يَصْنَعْهُ. بخاري 3175
محمد بن المثنی ما ته ويلي: يحيی موږ ته وويل: هشام موږ ته وويل چي زما پلار له عائشې دا وينا راته كړې چي پر نبي صلى الله عليه و سلم جادو شوی وو؛ دومره چي هغه به انگېرله چي ګواکي يو کار ئې کړی، حال دا چي هغه به ئې نه وو کړی.
دا روايت چي په بخاري كي شپږ ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 3268، 5763، 5765، 5766، 6063، 6391، د سند له مخي داسي دئ چي په صحابه وو او تابعينو كي يوازي يو يو راوي لري: عروه او عائشه رضي الله عنها، دوى ته چي كومو ورپسې راويانو دا روايت منسوب كړى د هغوى په رواياتو كي جدي او پراخ توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي؛ كه ومنو چي دا توپيرونه د وروستيو راويانو د اشتباهاتو او عدم دقت له كبله رامنځته شوي؛ كېدى شي د مات گوډ عذر په توگه ومنل شي؛ خو له هغو چي غلو كوي او وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول روايات هم وحي ده او د الله تعالى له لوري ورته ويل شوي؛ د منلو وړ نه ده؛ كه دا وحي وي نو څنگه 7 راويانو يوه موضوع په داسي الفاظو بيان كړې چي تر منځ ئې دومره ژور او پراخ توپيرونه دي؟ د وحي په اړه خو رسول الله صلى الله عليه و سلم دومره محتاط وو چي فوراً به ئې د وحي كاتبان راغوښتل، هغوى ته به ئې نازل شوي آيتونه بيانول او هغوى به ليكل، او همدا قرآن له صحابه وو تر موږ پوري په داسي بشپړي بڼي كي رارسېدلي چي يو لفظ او حرف ئې هم نه دئ بدل شوى!! ولي امام بخاري يو روايت له 7 راويانو په مختلفو او متعارضو الفاظو او تركيبونو رانقل كړي؟ ولي ئې تر ټولو غوره او دقيق نه دئ ترې غوره كړى؟ د يوه كلام او جملې په الفاظو او تركيب كي تغيير حتماً په معنى او مفهوم كي تغيير رامنځته كوي، آيا څوك دا خوښوي چي د ده يا د ده د پلار وينا دي څوك په داسي الفاظو وړاندي كړي چي ده نه دي كارولي؟!
د دې تكراري رواياتو تر منځ ځيني جدي توپيرونه او تعارضات دا دي: په يوه كي ويل شوي: حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ أَوْ ذَاتَ لَيْلَةٍ؛ وَهْوَ عِنْدِى لَكِنَّهُ دَعَا وَدَعَا؛ (دلته د شك څرگندونه شوې او ويل شوي كومه ورځ يا كومه شپه!! په روايت كي د شك موارد د هغه اعتبار كموي)، په بل كي د شپې نه؛ بلكي يوازي د ورځي يادونه شوې: حَتَّى إِذَا كَانَ ذَاتَ يَوْمٍ وَهْوَ عِنْدِى دَعَا اللهَ وَدَعَاهُ په بل كي فَقَالَ لِى ذَاتَ يَوْمٍ په بل كي وَإِنَّهُ دَعَا رَبَّهُ ثُمَّ قَالَ په يوه كي «فَأَتَاهُ جِبْرِيلُ بِالْمُعَوِّذَتَيْنِ په بل كي أَتَانِى رَجُلاَنِ فَقَعَدَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رَأْسِى، وَالآخَرُ عِنْدَ رِجْلَىَّ په بل كي جَاءَنِى رَجُلاَنِ، فَجَلَسَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رَأْسِى وَالآخَرُ عِنْدَ رِجْلَىَّ په بل كي أَتَانِى رَجُلاَنِ، فَجَلَسَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رِجْلَىَّ وَالآخَرُ عِنْدَ رَأْسِى په يوه كي فَقَالَ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ مَا وَجَعُ الرَّجُلِ فَقَالَ مَطْبُوبٌ، په يوه كي فَأَتَاهَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه و سلم فِى نَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ فَجَاءَ فَقَالَ « يَا عَائِشَةُ كَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، أَوْ كَأَنَّ رُءُوسَ نَخْلِهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » په بل كي فَأَتَى النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم الْبِئْرَ حَتَّى اسْتَخْرَجَهُ فَقَالَ « هَذِهِ الْبِئْرُ الَّتِى أُرِيتُهَا، وَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ». په بل كي قَالَ فَذَهَبَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فِى أُنَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ إِلَى الْبِئْرِ، فَنَظَرَ إِلَيْهَا وَعَلَيْهَا نَخْلٌ، ثُمَّ رَجَعَ إِلَى عَائِشَةَ فَقَالَ « وَاللهِ لَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَلَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ » په بل كي فَجَاءَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ «هَذِهِ الْبِئْرُ الَّتِى أُرِيتُهَا كَأَنَّ رُءُوسَ نَخْلِهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ، وَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ (له دې داسي معلومېږي لكه چي دا څاه ئې په خوب او رؤيا كي ليدلى وي خو په نورو كي خبره نه ده شوې)؛ په بل كي قَالَتْ فَأَتَاهَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه و سلم ثُمَّ رَجَعَ إِلَى عَائِشَةَ فَقَالَ « وَاللهِ لَكَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةُ الْحِنَّاءِ، وَلَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ». په يوه كي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ أَفَلاَ أَسْتَخْرِجُهُ قَالَ « قَدْ عَافَانِى اللهُ، فَكَرِهْتُ أَنْ أُثَوِّرَ عَلَى النَّاسِ فِيهِ شَرًّا». فَأَمَرَ بِهَا فَدُفِنَتْ. په بل كي قَالَ فَاسْتُخْرِجَ، قَالَتْ فَقُلْتُ أَفَلاَ أَىْ تَنَشَّرْتَ. فَقَالَ « أَمَا وَاللهِ فَقَدْ شَفَانِى، وَأَكْرَهُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى أَحَدٍ مِنَ النَّاسِ شَرًّا » په بل كي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ أَفَأَخْرَجْتَهُ قَالَ « لاَ، أَمَّا أَنَا فَقَدْ عَافَانِى اللهُ وَشَفَانِى، وَخَشِيتُ أَنْ أُثَوِّرَ عَلَى النَّاسِ مِنْهُ شَرًّا ». وَأَمَرَ بِهَا فَدُفِنَتْ په بل كي فَأَمَرَ بِهِ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم فَأُخْرِجَ. قَالَتْ عَائِشَةُ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ فَهَلاَّ – تَعْنِى – تَنَشَّرْتَ فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم« أَمَّا اللهُ فَقَدْ شَفَانِى، وَأَمَّا أَنَا فَأَكْرَهُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى النَّاسِ شَرًّا په بل كي فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ فَهَلاَّ أَخْرَجْتَهُ قَالَ « أَمَّا أَنَا فَقَدْ شَفَانِى اللهُ، وَكَرِهْتُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى النَّاسِ شَرًّا » او په بل كي د كرهت او اكره پر ځاى خشيت راغلي.
په دې رواياتو كي ژور توپيرونه، تعارضات او تناقضات تر سترگو كېږي، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم دا د كوډو توكي په خپل لاس راويستل، ځيني وايي چي عائشې رضي الله عنها وويل: آيا زه ئې راونه باسم؟ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم ورسره موافقه ونه کړه، ځيني وايي: علي رضي الله عنه ئې ولېږو چي راوئې باسي، ځيني وايي نورو ته ئې امر وكړ چي راوئې باسي؛ او دفن ئې كړي، ځيني وايي همداسي ئې پرېښودل او وئې ويل چي الله تعالى ما ته له دې پرته شفاء راكړہ، همدا راز گورئ چي په دې رواياتو كي د شك موارد هم تر سترگو كېږي، راوي يو ځاى وايي: كومه ورځ يا كومه شپه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زما خوا ته وو؛ په نورو كي يوازي د ورځي يادونه شوې؛ په روايت كي د شك وينا د روايت اعتبار كموي، د ځينو له الفاظو داسي معلومېږي چي هغه څاه، د هغه اوبه او پر سر ئې د كجوري ونه په خوب كي ليدلي وو، حال دا چي نور ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خوب كي يوازي دوه سړي ليدلي وو، ځيني وايي چي جبرئيل عليه السلام ورته راغلى او د كوډو په اړه ئې معلومات وركړي، ځيني بيا وايي چي دوه فرشتې د سړيو په بڼي كي ورته راغلې او هغوى په خپلو منځونو كي ويلي: په دې سړي څه شوي؟ ځيني ئې وايي: دا دوه سړي ئې په خوب كي ليدلي؛ په دې كي هم اختلاف دئ چي له دې دواړو كوم يوه پوښتنه كړې او كوم يوه ځواب وركړى؛ هغه چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سر لوري ته ولاړ يا ناست وو او كه د پښو لوري ته؛ همدا راز دلته ويل شوي چي د دې څاه پر سر د ولاړي وني څانگي داسي وې لكه د شيطانانو سرونه!! دا وينا له حقيقت سره اړخ نه لگوي، د هغه څاه د كجوري ونه به يقيناً د مدينې د نورو ونو په څېر وه، كه نه نو په ډېرو رواياتو كي به دا راغلې وه چي كه څوك غواړي د شيطان د سر څرنگوالى ورته معلوم شي نو د ذَرْوَانَ د كوهي پر سر د ولاړي وني څانگي دي وگوري!! په ځينو رواياتو كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا څاه او اوبه ئې هم په خوب كي ليدلي وو؛ خو نور بيا دا خبره نه كوي. په يوه روايت كي د أُثَوِّر صيغه راغلې او په نورو كي د أُثِيرَ او يُثِير، په ځينو كي أَنْ أُثِيرَ عَلَى النَّاسِ مِنْهُ شَرًّا» او په ځينو كي أَنْ أُثَوِّرَ عَلَى النَّاسِ فِيهِ شَرًّا او په ځينو كي أَنْ أُثِيرَ عَلَى أَحَدٍ مِنَ النَّاسِ شَرًّا (نه مِنه او نه فِيه)؛ د بخاري په رواياتو كي د څاه سيمه د ذَرْوَانَ په نامه ياده شوې خو د مسلم په رواياتو كي د (ذي أروان) په نامه، په ځينو رواياتو كي وَكَرِهْتُ او فَأَكْرَهُ او په ځينو كي وَخَشِيتُ په ځينو كي فَأَمَرَ بِهَا فَدُفِنَتْ په ځينو كي ثُمَّ دُفِنَتْ الْبِئْرُ (يعني څاه دفن او پټ كړى شوى)
ما ته ووايئ: دا روايت به منو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د سحر په اړه جبرئيل عليه السلام خبر كړى او كه هغه چي وايي دوو فرشتو په خوب كي يوې بلي ته د جادو په اړه معلومات وركړي او رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې خبري اورېدلې؛ په دې دواړو روايتونو كي به يا يو صحيح وي او بل حتماً غلط او يا دواړه ناسم؛ په هغو رواياتو كي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله له څو صحابه وو سره څاه ته ورغى، د كوډو توكي ئې راوايستل او دفن ئې كړل؛ يا هغه چي د صحابه وو يو ټولى ئې ولېږو چي دا كار وكړي، يا هغه چي وايي علي رضي الله عنه ئې ولېږو، يا هغه چي وايي: نه په خپله تللى او نه ئې بل څوك لېږلى؛ يا هغه چي وايي: عائشې رضي الله عنها ورته وويل: آيا زه ورنشم چي راوئې باسم؟ خو اجازه ئې ورنه كړه؛ په دغو كي به يا يوازي يو صحيح وي او يا ټول ناسم؛ آيا څوك شته چي موږ ته ووايي: كوم روايت تر نورو غوره او سم دئ او د كوم دليل له مخي؟! ولي امام بخاري د يوې موضوع په ارتباط داسي متعارض روايات راوړي چي هيڅوك نشي كولى غوره او صحيح ئې په كي پيدا كړي؛ ولي ئې ټول د صحيح په نامه ياد كړي؟ په دوو او تر دوو زياتو متعارضو رواياتو كي خو يا يوازي يو صحيح كېدى شي او يا ټول ناصحيح.
بخاري د الفلق سورې نزول هم په دې پېښي پوري مربوط گڼلى؛ دا ئې اړوند روايت دئ:
عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ، عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَصَابَهُ شَيْءٌ، حَتَّى كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ أَنَّهُ كَانَ يَفْعَلُ الشَّيْءَ وَمَا فَعَلَهُ، (وفي رواية: حَتَّى كَانَ يَرَى أَنَّهُ يَأْتِي النِّسَاءَ وَلَا يَأْتِيهِنَّ)، فَانْتَبَهَ مِنْ نَوْمِهِ فَقَالَ: ” يَا عَائِشَةُ، إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى أَفْتَانِي فِيمَا اسْتَفْتَيْتُهُ، أَتَانِي آتِيَانِ، فَقَعَدَ أَحَدُهُمَا عِنْدَ رَأْسِي، وَالْآخَرُ عِنْدَ رِجْلَيَّ، فَقَالَ أَحَدُهُمَا لِلْآخَرِ: مَا بَالُ الرَّجُلِ؟ قَالَ: مَطْبُوبٌ، قَالَ: وَمَنْ طَبَّهُ؟ قَالَ: لَبِيدُ بْنُ عَاصِمٍ، قَالَ: فِيمَ؟ قَالَ: فِي مُشْطٍ وَمُشَاطَةٍ، قَالَ: وَأَيْنَ؟ قَالَ: فِي جُفِّ طَلْعَةٍ تَحْتَ رَعُوفَةٍ فِي بِئْرِ ذَرْوَانَ “. قَالَتْ: ” فَأَتَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْبِئْرَ، فَاسْتَخْرَجَهُ، وَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَذِهِ الْبِئْرُ الَّتِي رَأَيْتُهَا كَأَنَّ مَاءَهَا نُقَاعَةٌ مِنَ الْحِنَّاءِ، وَكَأَنَّ نَخْلَهَا رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ» . قَالَتْ عَائِشَةُ: فَقُلْتُ لَهُ: أَلَا تَنْتَصِرُ؟ قَالَ: «أَمَّا أَنَا فَقَدْ شَفَانِي اللَّهُ، وَأَكْرَهُ أَنْ أُثِيرَ عَلَى أَحَدٍ شَيْئًا» ، قَالَتْ: «وَنَزَلَتْ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ، مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، حَتَّى خَتِمَتِ السُّورَةَ» أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مُحَمَّدٍ، وَمُسْلِمٌ مِنْ حَدِيثِ هِشَامٍ
هشام بن عروه له خپل پلار او هغه له عائشې رضي الله عنها روايت کوي چي «پر رسول الله صلى الله عليه و سلم څه شوي وو؛ تر دې چي انگېرله به ئې يو كار ئې كړى خو هغه به ئې نه وو كړى؛ (په بل روايت كي ويل شوي: تر دې چي انگېرله به ئې خپلو مېرمنو ته ورغلى، حال دا چي نه به وو ورغلى). بيا چي له خوبه راويښ شو؛ وئې فرمايل: اې عائشې! بېشکه الله تعالی ما ته د هغي خبري ځواب راکړ چي ما ترې پوښتلي وو. ما ته دوه کسان راغلل، يو زما د سر لوري ته کښېناست او بل زما د پښو لوري ته، يوه ئې بل ته وويل: د دې سړي څه حال دئ؟ هغه وويل: جادو پرې شوی؛ وئې ويل: چا جادو پرې کړی؟ وئې ويل: لبيد بن عاصم؛ وئې ويل: په څه کي؟ وئې ويل: په ږمنځي او هغو وېښتانو كي چي په ږمنځي كي پاته کېږي؛ وئې ويل: چېري دي؟ وئې ويل: د کجوري د غوټۍ په تش پوښ کي، د ذروان د څاه د تل تيږي لاندي» عائشه وايي: نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه څاه ته لاړ، هغه (توکي) ئې راوايستل او رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «دا هماغه څاه (کوهى) دئ چي ما (په خوب كي) ليدلى وو، اوبه ئې داسي ښکاري لکه د نكريځو په دوړو (سرې شوې) اوبه، او كجوري ئې داسي لکه چي د شيطانانو سرونه»؛ عائشه وايي: ما ورته وويل: آيا بدله (انتقام) نه اخلې؟ وئې فرمايل: « ما ته خو الله شِفاء راکړې ده؛ او زه دا نه خوښوم چي كوم چا ته څه (تاوان) رامنځته كړم»؛ عائشې وويل: بيا « قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ، مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، …» تر پايه نازله شوه.»
د دې متعارضو رواياتو په اړه څو پوښتني راولاړېږي:
- له دغو رواياتو به كوم يو صحيح گڼو او د كوم دليل او حجت له مخي؟! د يوې موضوع په اړه يو روايت راغلى؛ لومړى راوي ئې هم يو؛ دوهم ئې هم يو؛ اما تر منځ ئې دومره ژور توپيرونه، تعارضات او تناقضات چي ډېر محتاط محدثين او شارحين ئې هم له تلفيق او تطبيق عاجز دي!!
- آيا داسي غريب روايت عقلاً او ايماناً منلى شو چي نه ئې راوي شاهد لري او نه په ټول قرآن كي داسي آيت مومو چي اشارتاً د دې روايت ادعاء ترې ثابته شي؟!
- كه واقعاً پر رسول الله صلى الله عليه و سلم كوډي شوې وې نو دا خو ډېره لويه حادثه وه، ولي په ټولو صحابه وو كي يوازي يوه كس دا خبره كړې ده؟ دا خبره خو بايد گڼ شمېر صحابه وو روايت كړې وى!! لږ تر لږہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم نورو بيبيانو هم بايد دا خبره كړې وى، له صحابه وو بايد ډېرو تابعينو ته هم رسېدلې وى؛ ولي په تابعينو كي هم له هشام او د ده له پلار پرته بل راوي نه لري؟!
- دا بايد په پام كي ولرو چي په همدې بې بنسټه رواياتو كي راغلي چي د جادو دا تأثير نژدې 6 مياشتي دوام كړى!! او اغېز ئې هم داسي وو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د هغه د مېرمنو تر منځ ئې عادي انساني اړيكي هم متأثره كړې وې!! څنگه داسي مهمه پېښه په ټولو صحابه وو کي له يوه کس پرته بل هيچا ته نه ده منسوب شوې؟! دا روايت خو وايي چي جادو پر ده او ذهن ئې دومره ژور اغېز کړى وو چي له يوې خوا ئې له خپلو مېرمنو سره اړيکي متأثره شوې وې او له بلي خوا به ئې کله کله داسي انگېرله چي يو کار ئې کړى خو هغه به ئې نه وو کړى!!
- په داسي حال كي چي قرآن موږ ته وايي: د مصر ټول ماهر جادوگران په گډه ونه توانېدل موسى عليه السلام ته ضرر ورسوي؛ يو يهودي ساحر څنگه وتوانېدو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خپل سحر سره صدمه ورسوي؟!
- قرآن خو وايي چي سحر هسي د خلكو د غولولو يوه ننداره او لوبه وي چي يو شى په بلي بڼي كي گوري، آرام پراته شيان د خوځېدونكو په څېر ورته برېښي!! يعني چي سحر د اشياءو ماهيت نشي بدلولى؛ په ټول قرآن كي داسي آيت نه مومو چي د سحر داسي اغېز ترې ثابت شي چي يو انسان بيمار كړي، د هاروت او ماروت په قصې كي د سحر داسي اغېز په بشپړہ توگه ردوي او وايي: دوى په كوډو سره چا ته ضرر نشو رسولى، ضرر يوازي د الله تعالى په إذن سره انسان ته رسېدى شي نه د جادوگر په كوډو سره. قرآن وايي:
قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلۡقِيَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنۡ أَلۡقَىٰ ٦٥ قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى 66 طه
وئې ويل: اې موسى! يا ئې ته وغورځوه او يا به موږ هغه شو چي لومړى ئې غورځوي؛ وئې ويل: نه؛ بلكي تاسو ئې وغورځوئ؛ نو هغه مهال د دوى د سحر له كبله د دوى پړي او لكړي داسي ورته وبرېښېدې چي گواكي ځغلي.
د قرآن د وينا له مخي جادوگرانو په خپل جادو سره د خلكو سترگي داسي غولولې چي پر زمکه پراته پړي او لکړي ئې د مارانو په څېر خوځنده گڼلي!! د پړو په ماهيت كي څه تبديلي نه ده راغلې بلكي د خلكو په سترگو اغېز پرېوتى. يعني جادوگرانو په خپل جادو سره يوازي دومره څه كړي چي پر زمكي پراته پړي او لكړي موسى عليه السلام او نورو ته داسي برېښېدلي چي گواكي خوځي او ځغلي، د دوى په جادو سره د دغو شيانو په ماهيت كي څه تبديلي نه ده راغلې، حقيقتاً له ځاى نه خوځېدل بلكي د خلكو ذهن ته داسي ورغلي چي دا پړي او لكړي د مارانو په څېر ځغلي.
دقيقاً دغسي لكه نن چي كوم مداري داسي هيبتانكي صحنې تمثيلوي چي له وېري او هيبت ئې د ماشومانو او بې خبره خلكو وېښتان ورته زيږ شي او زړه ئې دربېږي؛ داسي ښيي چي له خولې لويه ډبره راوباسي؛ لومړى ډبره وروښيي؛ بيا د خپل لاس په هنر داسي وښيي چي دا لويه تيږه ئې له كومي ښوى تېره كړه او بيا ئې بېرته راوباسي؛ په حقيقت كي ئې فقط خلك دوكه كړي وي. تش ډبى به خلكو ته وښيي؛ سپين دسمال به په كي كښېږدي او ناڅاپي به تماشاچيانو ته وښيي چي سپينه كوتره ترې راووتله.
د سحر د اغېز په اړه په ټول قرآن كي درې ځايه څه ويل شوي؛ چي يو ئې همدغه آيت دئ، بل ئې د الاعراف د سورې پورتني ته ورته او په همدې مناسبت راغلى. آيت دا دئ:
قَالَ أَلۡقُواْۖ فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ سَحَرُوٓاْ أَعۡيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسۡتَرۡهَبُوهُمۡ وَجَآءُو بِسِحۡرٍ عَظِيمٖ ١١٦ الاعراف
وئې ويل: وئې غورځوئ؛ نو كله چي دوى وغورځول د خلكو سترگي ئې په جادو (سره دوكه) كړې، وئې وېرول او ستر جادو ئې وړاندي كړ.
دا آيت ښيي چي د جادوگرانو ټول هنر او كمال دومره وو چي خلكو ته ثابت شيان خوځنده وبرېښي!! كه له دې پرته دوى بل څه كولى شو؛ نو د مدينې د يهودي كوډگر په څېر به ئې پر موسى عليه السلام جادو كړى وو!! نه مخامخ مقابلې ته ضرورت وو او نه د پړو او لكړو غورځولو ته؛ څو وېښتان به ئې دم كړي وو!!
د جادو ماهيت بايد د قرآن د آيتونو په رڼا كي درك كړو؛ بايد كلك باور ولرو چي جادوگر هيچا ته ضرر نشي رسولى؛ دا ځكه چي قرآن همدا خبري كړې.
پوښتنه دا ده چي يهودو او مشركينو ولي يوازي دا يو ځل پر رسول الله صلى الله عليه و سلم كوډي وكړې؟! ولي ئې تر دې وړاندي او وروسته دا كار نه دئ كړى؟!
دا خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم عصمت تر پوښتني لاندي راولي او ډېرو ته دا شك راپيدا كوي چي ښايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم به ډېر ځلي نور هم كوډي شوې وي او د كوډو تر اغېز لاندي به ئې داسي خبري كړې وي چي د ده اصلي خبري نه دي!! آيا په داسي مهمي اعتقادي مسئلې كي داسي غريب روايت منلى شو چي په صحابه وو او تابعينو كي يو يو راوي لري، په ټول قرآن كي نه يوازي كوم شاهد ورته نه مومو بلكي له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري، په متن كي ئې هم كافي ستونزي، ركاكتونه او تناقضات شته، ځيني ئې يو څه وايي او ځيني د هغه خلاف بل څه؟!
څوك چي وايي سحر حق دئ او انکار تري کفر؛ معنى ئې دا ده چي په قرآن كي د سحر او ساحرانو (جادو او جادوگرانو) يادونه شوې، د فرعون كوډگرو د موسى عليه السلام مقابله كړې، خپل پړي او لكړي ئې اچولي ول او خلكو ته داسي برېښېدلي وو چي خوځېږي، همدا او بس، اما هغه چي سحر ئې دکان دئ او همدا ئې د روزي وسيله ده!! هغوى له دې وينا چي سحر حق دئ؛ غلط تعبير لري او خپلي حرامي كړني پرې توجيه كوي؛ معنى ئې دا نه ده چي جادو كول يا سم او جائز كار دئ او يا په جادو سره څوك كولى شي بل ته گټه يا ضرر ورسوي، قرآن دا دواړہ خبري ردوي، وايي: نه جادو جادوگر ته گټه رسولى شي او نه جادوگر په خپل جادو سره بل ته تاوان رسولى شي، جادوگر به هيڅكله او په هيڅ ځاى كي بريالى نشي، قرآن په دې اړہ فرمايي:
فَأَوۡجَسَ فِي نَفۡسِهِۦ خِيفَةٗ مُّوسَىٰ ٦٧ قُلۡنَا لَا تَخَفۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٦٨ وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ ٦٩ طه
نو موسى په خپل زړہ كي وېره احساس كړہ، ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چي همدا ته برلاسى يې؛ او هغه شى وغورځوه چي ستا په لاس كي دئ، چي هغه څه ښوى تېر كړي چي دوى جوړ كړي، يقيناً هغه څه چي دوى جوړ كړي د كوډگر مكر دئ او جادوگر چي هر چېري ورشي بريا نشي موندلى.
له دې مباركو آيتونو څو خبري معلومېږي:
- د كوډگرو له لوري ښودل شوې ننداره دومره هيبتناكه وه چي موسى عليه السلام په خپل زړہ كي وېره احساس كړہ، دلته دا نه دي ويل شوي چي آيا پر ځان وېرېدلى، كه له دې چي په مسابقې كي به برلاسى نشي او كه په دې چي خلك به دوكه شي او د جادوگرانو تر اغېز لاندي به راشي؟! خو له وروستۍ فقرې معلومېږي چي وېره ئې په مسابقې كي د خپلي بريا په اړہ وه، ځكه الله تعالى فرمايي: ومو ويل: مه وېرېږہ، يقيناً چي همدا ته برلاسى يې.
- د الله تعالى له لوري موسى عليه السلام ته ويل شوي چي د خپل لاس عصا وغورځوي، چي دا به ټول هغه پړي او لكړي ښوى تېري كړي چي دوى د خوځنده مارانو په څېر ښودلي.
- دلته ويل شوي چي جادو هسي يوه دوكه او غولونه وه، د فرعون د ماهرو جادوگرانو دا لوبه د لاس هنر وو نه د جادو اغېز، دا په حقيقت كي يو مكر او كيد وو نه بل څه، د پړو او لكړو حقيقت نه دئ بدل شوى بلكي خلك غولول شوي او د خوځنده مارانو گمان ئې پرې كړى!! دا اوس چي مداريان څه ښيي؛ د لاس کمال دئ، د الفاظو او د څه ويلو اغېز نه دئ، نن چي د تلويزيون پر صفحه د مداريانو عجيبي لوبي گورئ، دا د مداري هنر دئ نه د الفاظو او كلماتو تأثير او په مرسته ئې حيرانوونكې كړني؛ هغه پوهېږي چي رنگ رنگ پردې څنگه تنظيم او وكاروي چي له كبله ئې د تماشاچي انسان سترگي وغولېږي؛ د صحنې ځيني برخي وگوري او ځيني نه؛ يوازي هغه وگوري چي مداري ئې ليدل غواړي خو هغه برخي نه چي له ليدونكو او تماشاچيانو ئې پټول غواړي؛ مثلاً: مداري تاسو ته داسي صحنه ښيي چي يوه مېرمن ئې په منځ دوه ځايه کړله، يوه برخه ئې يوې خوا ته پرېوتله او بله ئې بلي خوا ته، ټول ليدونكي وارخطا شوي، گمان ئې كړى چي همدا كار شوى؛ خو وروسته گوري چي مداري داسي صحنه ښيي چي دا مېرمن بېرته جوړه شوې او روغه رمټه ودرېدلې؛ دا فقط د لاس هنر او په رنگ رنگ پردو سره د سترگو غولولو هنر دئ؛ نه بل څه؛ مداري پوهېږي چي يو تور شى چي تر شا ئې ورته توره پرده وي؛ د انسان سترگي د هغه خوځېدا او حركت نشي ليدلى؛ مداري فقط د صحنو جوړولو هنر زده كړى؛ نه دا چي په خپل سحر سره د يوه شي ماهيت بدلولى شي.
- د آيت دا برخه چي وايي: جادوگر چي هر چېري ورشي بريا نشي موندلى، دا حقيقت مزيد واضح كوي او ښيي چي د جادوگر مكر او كيد د څو شېبو داسي غولوونكې ننداره ده چي نه ده ته كومه گټه رسوي او نه بل ته. د گټي او تاوان پرېكړہ د الله تعالى له لوري كېږي.
قرآن سحر د دوكې او خدعې په معنى كارولى او فرمايي:
قُلْ مَنْ بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلا يُجَارُ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 88 سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ 89 المؤمنون
ووايه: هغه څوك دئ چي د هر څه واكمني ئې په لاس كي ده او هغه پناه وركوي او د ده خلاف پناه نشي وركول كېدى؛ كه پوهېږئ؟ حتماً به ووايي: دا كارونه ټول الله ته مختص دي، ووايه: نو له كومه كوډي درباندي كېږي (دوكه كېږئ)؟
په دې مباركو آيتونو كي د توحيد په اړه څو ستري لارښووني د پوښتني او ځواب په بڼي كي انځور شوې، په دې توگه؛ وئې پوښته:
هغه څوك دئ چي د هر څه واكمني ئې په لاس كي ده او هغه پناه وركوي او د ده په وړاندي هيڅوك چا ته پناه نشي وركولى؛ كه پوهېږئ؟ حتماً به ووايي: دا د الله تعالى دي. يعني واكمني هم د ده په لاس كي ده او پناه وركول هم د ده كار دئ، نو ورته ووايه: (أنى تسحرون: نو له كومه كوډي درباندي كېږي؟ دا وروستۍ فقره ځينو درنو مفسرينو داسي تعبير كړې چي دلته سحر د دوكه كولو او غولولو په معنى راغلى او مراد ئې دا دئ چي تاسو چا غولولي يئ چي پر آخرت ايمان نه راوړئ؟ په داسي حال كي چي تاسو ټولو پورتنيو پوښتنو ته همغه ځواب وركوئ چي پيغمبر ئې درته وايي، تاسو دا منئ چي زمكه او د هغې هر څه د الله دي، د اوو آسمانونو خاوند او د ستر عرش خاوند الله دئ، د هر څه واكمني د الله په لاس كي ده او هغه پناه وركوي او د ده په وړاندي هيڅوك چا ته پناه نشي وركولى، نو ولي او څه د دې باعث شوى چي دوكه شئ؟!
دعاء كوم چي الله تعالى زموږ مظلوم ولس او يتيم امت؛ د دجالانو، ټگمارانو، د خرافاتو حاميانو، د سحر مدافعانو او د اسلام تر نامه لاندي د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له شر وژغوري. آمين
حكمتيار
۱۶ ثور ۱۴۰۵ هـ ش



