پیام رهبرسلایدرمطالب مهم

د امريكا د ديموكرات گوند مشر او په كانگرس كي د دې گوند غړو ته

 

پرانستى ليك

د امريكا د ديموكرات گوند مشر او په كانگرس كي د دې گوند غړو ته

 

لیکوال: محترم حکمتیار

دا ليك د افغان مظلوم او ځورېدلي ولس په استازيتوب او د امريكا د اوسني جمهور رئيس جورج ډبليو بش د هغه ماجرا غوښتونكي او جنگ زېږوونكي سياست په اړه تاسو ته ليكم چي كه مخنيوى ئې ونشي نو نړۍ او په خپله امريكا به له داسي خطرناكو پايلو سره مخامخ كړي چي جبران به ئې هيچا ته ممكن نه وي. د دې جنگ غوښتونكي سياست څو اړوند اړخونو ته ستاسو توجه رااړوو:

  • پر افغانستان د امريكا د ظالمانه او ناروا بريد، د غير نظاميانو بې رحمانه وژني، پر ښارونو، كليو او جوماتونو بمي او راكټي بريدونه، پر افغان ولس د يوه داسي منفور او رټل شوي مفسد اقليت تپل چي د جنگ او د هېواد د ورانولو عامل دئ، او… دا عوامل باعث شوو چي په افغانانو كي د امريكا متحده ايالاتو په ضد ژوره كركه او نفرت راولاړ شي. دې ژوري كركي ورو ورو د مسلحانه مقاومت بڼه غوره كړہ، خلكو په خپلو سترگو ليدل چي امريكايان‏ يوازي له طالبانو او القاعدې سره ضديت او عداوت نه لري بلكي له هر مسلمان، مجاهد او آزادي غوښتونكي سره دښمني لري، افغانان سپكوي، كورونه ئې لټوي، وسلې ترې اخلي، هغه ډلي حمايه كوي چي تر دوى وړاندي د روسانو په خدمت كي وو، د روسانو لپاره د افغان ولس په خلاف جنگېدل، د دغو ډلو رقيبان له طالبانو سره د ملگرتيا په اتهام نيسي، د خپلو اډو په محبسونو كي ئې ساتي او گوانتانامو ته ئې انتقالوي. د امريكايي فوځيانو چلن ئې داسي ليدو چي ځان د افغانستان فاتحان گڼي او پر دې هېواد د كاملي سلطې او واكمنۍ هڅه كوي او د ټولو هغو ځواكونو او شخصيتونو نيول، وژل او له هېواد شړل غواړي چي د خېل هېواد په آزادي او خپلواكي باور لري او پر دې ټينگار كوي چي بهرني ځواكونه دي د هېواد په كورنيو چارو كي له مداخلې ډډہ وكړي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي او خپلي ستونزي په خپله حل كړي. له افغانانو سره د امريكايي فوځيانو دا د تحقير، سپكاوي او تذليل چلن كه بل هر قوم او ولس ته د زغملو وي، خو سر لوړي او باعزته افغانان ئې نشي زغملى، دوى د عزت مرگ د ذلت او سپكاوي تر ژوند سل ځله غوره گڼي، هر حالت منلى شي خو د پرديو واكمني ته غاړہ نشي ايښودى. شايد د هغي غيرتي او با همته پښتنې مېرمني قصه به مو اورېدلې وي چي امريكايي كوماندو ئې د كور دړې ته ودرېدل او غوښتل ئې د تلاشي لپاره له اجازې پرته كور ته ننوځي، هغې ورباندي غږ كړ چي كور ته مه راننوځي، نارينه نشته، خو مغرورو كماندويانو د پښتنې مېرمني د گواښ پروا ونه كړہ، دړہ ئې ماته او كور ته ننوتل، د افغاني مېرمني غيرت او همت راوپارېدو، دا سپكاوى او تحقير ئې ونه شو زغملى، پر دوى ئې پرله پسې ډزي پيل كړې، دوه ئې ووژل او گڼ شمېر‏ ئې ژوبل كړل، نور په تېښته شول، كلى ئې محاصره كړ، له مركز ئې مرسته وغوښته، چي په نتيجه كي لومړى ايف 16 او ورپسې بى 52 طيارې د سيمي پر سر راڅرگندي شوې!! د امريكايي ځواكونو قومندان د كلي خلكو ته وويل: دا مېرمن به حتماً موږ ته سپارئ كه نه نو هوائي بريد ته چمتو شئ!! خو خلكو په ځواب كي ورته وويل: تاسو د بمونو ورولو شوق پوره كولى شئ خو موږ پرديو ځواكونو ته د يوې افغاني مېرمني د سپارلو تاريخي پېغور نه شو منلى!! زموږ د دود دستور له مخي تاسو ملامت ياست چي د دې مېرمني كور ته له اجازې پرته او د نارينه په غياب كي ننوتي ياست!! خير دئ كه له خپل دين او ناموس د دفاع له امله زموږ كلى د ارزگان د 7 كليو په څېر په بمونو وران شي!! آيا دا امريكايانو‏ ته د شرم او پېغور خبره نه ده چي د يوې افغاني مېرمني په خلاف له ايف 16 او بى 52 استفاده كوي؟!! باور وكړئ چي په ټول افغانستان كي ستاسو د جنگ همدا كيفيت دئ، ستاسو په ضد جنگېدونكي د همدې افغاني مېرمني په څېر دي، نه د طالبانو غړي دي او نه د القاعدې ملگري، له خپل عزت، خپلواكي، دين او ناموس د دفاع لپاره ستاسو په ضد مقاومت ته مجبور شوي، كه دوى ستاسو د ايف 16 او بى 52 طيارو مقابله نشي كولى نو دومره خو كولى شي چي دغى پښتنې مېرمني وكړل. د دغي پښتنې قصه او دې ته ورته په سلگونو نوري تلپاته قصې به تاسو ته ثابته كړې وي چي پر افغانستان حكومت كول او د دې هېواد دائمي اشغال هيچا ته كه هر څومره زورور او په آخرين ماډل وژونكو وسلو سمبال وي ممكن نه دئ!! متأسفانه د جورج ډبليو بش د ادارې مسئولين او هغه امريكايي افسران چي د افغانستان د رواني جگړي مسئوليت په غاړہ لري، خپل ملت ته د حقائقو له ويلو ډډہ كوي، دروغ وايي، خپل ولس غولوي او د حقيقت خلاف داسي راپورونه وركوي چي له امريكايي ولس سره دا گمان راپيدا كېږي چي گواكي افغانان امريكايي فوځيانو ته ښه راغلاست وايي او دوى ته قدم په قدم د گلانو گيډۍ وړاندي كوي. متأسفانه هلته په امريكا كي هم د داسي كسانو شمېر‏ ډېر كم دئ چي دوى ته ووايي: دا به څنگه ومنو چي زموږ د فوځي يرغل او وحشيانه بم ورونو په نتيجه كي دي د يوه مظلوم ملت 25000 بې دفاع او غير نظامي وگړي په قتل ورسېږي او هغوى دي د خپلو زامنو قاتلانو د انتقام پر ځاى هغوى ته ښه راغلاست ووايي او پر سر مخ ئې د گلانو پاڼي وشيندي!!
  • موږ گمان كوو چي جورج ډبليو بش غواړي د ټولي نړۍ د فاتح لقب وگټي، د دې كاذب شهرت د گټلو لپاره هم د مظلومو افغانانو له وينو سره لوبى كوي او هم د امريكا له راتلونكي سره، د خپل شوق پوره كولو لپاره ئې د هټلر او بريژنف په پل گام ايښى، د هغوى سياستونه او تگلاري ئې غوره كړې، خو شايد تاريخ تكرار شي او دى امريكا له همغو پايلو سره مخامخ كړي چي هيټلر جرمني ورسره مخامخ كړ او بريژنف اتحاد شوروي. كه بش او ملگري ئې د افغانستان له فتح كولو عاجز وي نو ټوله نړۍ به څنگه فتح كړي؟! امريكايي فوځ په شپږو لومړنيو مياشتو كي 72000 بمونه او راكټونه پر افغانانو وورول، 25000 بې گناه افغانان ئې ووژل، 17 مليارد ډالر ئې په جگړي مصرف كړل، خو له دې ټولو د دوى حاصل دا وو:
  • قدرت ئې له طالبانو د روس تر حمايې لاندي شمالي ټلوالي ته انتقال كړ. دا هغه كار وو چي روسانو او د دوى سيمه ايزو انډيوالانو په ډېرو مصارفو ونه شو كړى، خو امريكايانو‏ ورته وكړ. د افغانستان فاتح په حقيقت كي پوتين دئ نه بش. افغانستان نن د امريكا پلوه ډلو په لاس كي نه بلكي د روس پلوه ډلو په لاس كي دئ. امريكا داسي ډله په افغانستان كي نه لري چي پر دې هېواد د حكومت كولو توان او كفايت ولري، له كابارو او نايټ كلپونو راغونډ شوي كسان د افغانستان په څېر هېواد باندي حكومت نشي كولى. پر افغانستان د بريد په نتيجه كي امريكايي چارواكو د هغو هېوادونو په گټه كار كړى چي: طالبان تر نورو هېوادونو دوى ته خطرناك برېښېدل او په تېرو كلونو كي ئې د طالبانو د ختمولو ډېري هڅي كړې او شمالي ټلوالي ته ئې پيسې او وسلې وركولې. هغه هېوادونه چي وايي: كه امريكا له موږ د افغانستان په څېر مرسته او ملگرتيا وغواړي نو داسي ملگرتيا ته د دنيا په هر گوټ كي چمتو يو، هغه چي وايي: كه موږ او زموږ تر حمايې لاندي د شمالي ټلوالي مرسته نه وى نو امريكا هيڅ كله په دې نه توانېده چي د افغانستان په جگړي كي په دومره آساني او سرعت سره دومره برياوي تر لاسه كړي!! همغه چي په انتقالي حكومت كي د خپلو پلويانو برخه تر خپل انتظار زياته گڼي!!
  • دوى تر اوسه شپږ سوه تنه په افغانستان كي نيولي او گوانتانامو ته ئې انتقال كړي، له دې شپږو سوو كسانو شپيته ئې هم د طالبانو او القاعدې غړي نه دي. رامز فيلډ د شمېر‏ په زياتولو سره خپلي نمرې زياتولې او پر خپلو ناكاميو د برغولي ايښودو او ناكامي ته د بريا رنگ وركولو لپاره ئې دا كسان نيولي. دوى نه طالبان او القاعده ختم كړي او نه ئې په داسي ناكامو سياستونو سره ختمولى شي. څوك چي د دغو ډلو په اړه ډېر كم معلومات هم ولري په دې پوهېږي چي دا ډلي د خاصو ټولنيزو حالاتو زېږنده دي. د دوى د مشرانو مخصوصاً د دوهمي او درېيمي درجې څو كسانو په نيولو، بندي كولو او وژلو سره نشي ختمېدى.
  • دوى د بريتانيا د ټينگار له امله مخلوع پاچا چي هم زوړ دئ، هم بيمار، هم پر هېواد له حكومت كولو عاجز او هم له مناسب او ضروري ملي حمايت محروم؛ د خپلو مټو، وسلو او پيسو په زور افغانستان ته راانتقال او په ارگ كي ئې ځاى پر ځاى كړ، خو په دې ونه توانېدل چي شاهي تاج پر سر وركښېږدي او پر تخت ئې كښينوي او په دې سره د ملكه اليزابت روح خوشحاله كړي چي دا دئ د ملكې په سيالانو كي يو بل نوم هم علاوه شو، هيڅوك بايد ونه وايي چي شاهي رژيمونه په ختمېدو دي او خپل ځاى جمهورى نظامونو ته پرېږدي!!
  • كه جورج ډبليو بش د خپلو برياوو د شمېرلو په ترڅ كي وايي: په امريكا كي د افعانستان اوسنى سفير د امريكا تابعيت لري” يعنى يو امريكايي د افغانستان سفير دئ”، زلمى خليلزاد افغاني الاصله امريكايي او زموږ د ملي امنيت غړى اوس په دې هېواد كي زما خاص استازى دئ!! حامد كرزى زموږ د تيلو د كمپنۍ يو مأمور اوس د دې هېواد جمهور رئيس دئ او… خو زه هغه ته وايم: داسي خبري يو وخت بريژنف هم كولې! په هغه وخت كي چي د افغانستان په زمکه او فضاء د شوروي ځواكونو واكمني وه، نو د KGB ډېر رسمي غړي د افغانستان واكمنان گڼل كېدل، خو دې كار نه بريژنف ته گټه ورسوله او نه ئې اتحاد شوروي ته. پداسي بوږنوونكو خبرو خو بايد جورج ډبليو بش د خجالت احساس كولى نه د افتخار او غرور احساس!! پر نورو هېوادونو تېرى او خپل جاسوسان ورباندي مسلط كول د شرم كار دئ نه د فخر او مباهات كار. بش بايد دې ته هم متوجه وي چي دا كسان يوازي ستاسو د نظامي حضور تر چتر لاندي او ستاسو د نظامي حضور تر وروستۍ ورځي شايد د هغو حلقو له نظره د افغانستان واكمنان وگڼل شي چي ستا په څېر فكر كوي. نه پوهېږو كوم باعقله او باضميره انسان به هغه څوك د يوه هېواد واكمن وگڼي چي شخصى امنيت ئې هم پردي ساتي، په ټول هېواد كي په هيڅ هېوادوال اعتماد نشي كولى او داسي داخلي ځواك په نظر نه ورځي چي د دوى امنيت په ارگ كي تأمين كړى شي!! او چي كله د امريكايي كماندو محافظينو په حفاظت كي خپل ولايت او خپل قوم ته درومي نو ورباندي بريد كېږي!! كه امريكايي فوځونه د پوره يوه كال مسلسل جگړي په نتيجه كي په دې ونه توانېدل چي يا خپل امنيت په افغانستان كي تأمين كړي او يا د هغه كسانو چي دوى پر دې هېواد مسلط كړي، هم د دوى پر باركونو او گزمو بريدونه كېږي او هم د دوى تر حمايې لاندي شخصيتونه او وزيران ترور كېږي او په جمهور رئيس ئې بريد كېږي!! آيا همدا خبره جورج ډبليو بش او د ده ملگرو ته كفايت نه كوي چي د افغانستان په ارتباط خپل سياست غلط وگڼي او په هغه كي تجديد نظر وكړي؟!!
  • د جورج ډبليو بش ملگرو د امريكايي ولس د غولولو لپاره ويل: ظاهر خان په افغاني ټولني كي محبوبيت لري او هغه يوازينى غير متنازع فيه شخصيت دئ چي د افغانانو بېلي بېلي پرگنې ورباندي راغونډيدى شي!! حال دا چي دى تر ټولو زيات متنازع فيه كس دئ، افغانان شايد په بل هر شخصيت راغونډيدلى شي خو په ظاهر خان نه. افغانستان ته د ده د راستنولو همدا يوه لار وه چي بش غوره كړہ: د افغانستان اشغال، په افغانستان كي د 20000 بهرنى فوځ استقرار، د پلازمېني په شمول ټول مهم ښارونه، هوائي ميدانونه او ستراتيژيك نقاط نيول او بيا دى په نظامي طيارې كي د بهرنيو مسلح ځواكونو تر حمايې لاندي كابل ته انتقالول!! امريكايان‏ په دې ونه توانېدل چي له هغي لويي جرگې ده ته رأيه تر لاسه كړي چي د همدې مقصد لپاره جوړہ شوې وه، پداسي حال كي چي د دې قلابى لويي جرگې غړي د افغان ولس له لوري نه بلكي د هغه كميسيون له لوري غوره شوي وو چي امريكايي چارواكو جوړ كړى وو!! مخلوع پاچا د رياست لپاره كانديد وو او يوه ورځ د مخه ئې رسماً اعلان كړى وو چي هر خدمت ته چمتو دئ!! خو د بش خاص استازي زلمي خليلزاد د همدې فرمايشي لويي جرگې د غړو احساسات او تمايلات داسي وموندل چي د ظاهر خان كانديدېدل به د ده او امريكا لپاره د لوى خجالت باعث شي، نو ځكه ئې د ده د كانديدېدو مخه ونيوله او دا بيان ئې وركړ چي پاچا هيڅ كله د كانديدېدو شوق نه دئ كړى!! په دې لويي جرگې كي ټولو هغو كسانو چي حامد كرزي ته ئې رأى وركړې په حقيقت كي ئې د ظاهر خان خلاف رأى وركړې.
  • امريكايي چارواكي د جگړو د روان وضعيت او پايلو په اړه هم داسي خبرونه وركوي چي حقائق له امريكايي ولس او نړيوالو پټ وساتي او هغوى وغولوي، دوى پر خپلو مركزونو او گزمو د ټولو راكټي حملو او بريدونو په اړه په ورته الفاظو وايي: راكټونه له هدف څو سوه متره لري ولگېدل، مالي او ځاني تلفات ئې نه درلودل، بريد د القاعدې او طالبانو د پاته شونو له خوا شوى، يو كس دوه كسه سطحي زخميان شوي چي ځيني ئې له معمولي معالجي وروسته خپلو دندو ته گرځېدلي او دې ته ورته خندونكي خبري!! خو افغانان پر دغو خبرو تمسخر كوي او وايي دې ته ورته خبري مو څو كاله د مخه له روسانو اورېدلې او اوس ئې له امريكايانو اورو. امريكايي چارواكي دومره دروغ وايي چي د روسانو مخ ئې سپين كړ، د روسانو د مرگ ژوبلي شمېر‏ هلته اعلان شو چي دوى له افغانستان ووتل او شايد د امريكايانو‏ د مړو حقيقي شمېر‏ به هم هلته اعلان شي چي د امريكايانو‏ راتلونكي حكومت د بش د حريفانو په لاس كي پرېوځي. افغانان وايي: شايد د امريكا د خاصو ځواكونو غړي هغه حراميان وي چي مور او پلار نه لري او امريكايي چارواكي دې ته نه اړ كېږي چي د دوى مرگ ژوبله اعلان كړي كه نه نو موږ خو هره ورځ د دوى تلي شوې ويني گورو، د دوى تخريب شوي گاډي گورو، زخميان او مړي ئې گورو، پدوى د بريدونو شاهد يو، د دوى په اډو د راكټونو بارانونه روان دي، د دوى په گزمو بريدونه كېږي، له هر بريد وروسته گورو چي د پېښي ځاى محاصره شي، د ايف 16 طياري ئې په سر دورې كوي، هليكوپتري راورسېږي، مړي او زخميان پورته كړي، خو امريكايي چارواكي نه په بريد اعتراف كوي او نه د مړو او زخميانو شمېر‏ اعلانوي. خو زه تاسو ته وايم: دري مياشتي كېږي چي پر امريكايي ځواكونو بريدونه پيل شوي، دا بريدونه نه د طالبانو د پاته شونو له خوا دي او نه د القاعدې، دا د هغو افغانانو له خوا پيل شوي چي خپلوان ئې د امريكايانو‏ په لاس وژل شوي، كورونه ئې وران شوي، پر كليو او جوماتونو ئې بمونه ورېدلي، كورونه ئې تلاشي شوي، دوى او كورني ته ئې سپكاوي شوى، شخصي وسلې ئې ترې اخيستل شوې، دا هماغه افغانان دي چي له روسانو سره هم له همدې امله وجنگېدل. دا بريدونه په همدغو دريو مياشتو كي هغه حد ته رسېد‏لي چي د روسانو په ضد د لومړيو دريو مياشتو تر مقاومت ئې هم شدت زيات دئ، هم پراخوالى او هم د دښمن تلفات. دا اوس هره ورځ د امريكايي فوځيانو د تلفاتو تخميني شمېر‏ تر پنځو زيات دئ او ورځ په ورځ د زياتېدو په حال كي دئ. د كندهار، خوست او كنر په هر ولايت كي تر اوسه د امريكايانو‏ د مړو شمېر‏ كم له كمه د كويټ په جگړي كي د امريكايي فوځيانو د مرگ تر شمېرې‏ دوه برابره زيات دئ، په دې هر ولايت كي تر څلوېښتو زيات امريكايان‏ په قتل رسېد‏لي، همدا راز په پكتيكا او پكتيا كي د امريكايانو‏ د مړو شمېر‏ مخ په زياتېدو دئ، تر اوسه ستاسو د مرگ ژوبلي شمېر‏ تر 620 تنه زيات دئ، چي په دې كي 190 مړي او پاته زخميان دي. ډېر ژر به وگورئ چي د دې مقاومت لمن نورو ولاياتو ته هم خوره شي. په نورو ولاياتو كي د مقاومت د كموالي وجه د امريكايي فوځونو د حضور كموالى دئ نه دا چي د هغو سيمو خلكو كي د خپلواكي د غوښتني جذبه مړاوي شوې او يا ئې د پرديو په مقابل كي حساسيت لږ دئ.
  • تاسو د بش له ادارې پوښتنه وكړئ چي دا د څه لپاره او د كوم سياسي مصلحت له مخي امريكايي فوځونه د افغانستان د پښتنو په ضد چي د ولس 65% نفوس تشكيلوي په جگړي كي ښكېل شوي او ولي د پښتنو په ضد له اقليتونو او هغو ډلو استفاده كوئ چي تر تاسو وړاندي د روسيې تر مشرۍ لاندي سيمه ايز ايتلاف ترې استفاده كوله؟ دا ولي ټولي جگړي په شرق او جنوب كي او پښتون مېشت سيمو كي دي؟ ولي ستاسو ځواكونه يوازې پدغو سيمو كي ځاى پر ځاى او په جگړہ بوخت دي؟ طالبانو خو په شمال هم واكمني كړې، هلته ئې هم ډېر غړي او خواخوږي درلودل، د څه لپاره هلته نه ستاسو فوځونه ځاى پر ځاى شوي، نه په جگړہ بوخت دي، نه كورونه تلاشي كوي او نه وسلې راټولوي؟ دا د څه لپاره تاسو د شمالي ټلوالي مسلح قطعات جنوب او شرق ته د پښتنو په خلاف د جگړو لپاره له ځان سره بيايئ او د دوى كورونه پرې پلټئ او وسلې ترې غونډوئ؟ دا ولي تاسو كمونيست جنرالان او د دوى په خدمت كي مصروف د مليشو هغه ځواكونه استخدام كړي چي لاسونه ئې تر څنگلو د مظلومو افغانانو په وينو سره دي؟ د روسانو په خدمت كي ايتلاف ولي نن ستاسو په خدمت كي دئ او روسان چي له چا سره جنگېدل نن تاسو ورسره جنگېږئ؟ ځواب ئې څرگند دئ، څوك چي غلامي ته سر نه ټيټوي په آزادي او خپلواكي باور لري، ستاسو له نظره همدومره بد دي لكه د روسي ښكېلاكگرو له نظره او د دوى معامله به له تاسو سره همغسي وي لكه له روسانو سره.
  • افغانان چي كله له امريكا غږ راديو، آزادي يا بي بي سي دا تبليغات اوري چي پر افغانستان د امريكا له حملې وروسته د ديموكراسي په لوري لومړى گام اخيستل شوى، د نجونو ښوونځي پرانستل شوي، موسيقي آزاده شوې، د ويديو كستونو دوكانونه پرانستل شوي او د هندي فلمونو نندارې بيا پيل شوې، د چادري په سركولو او د ږيري پرېښودو جبري احكام لغو شوي… نو افغانان خپلو منځونو كي وايي: موږ خو د امريكايي ديموكراسي او روسي ديموكراسي تر منځ په فرق پوه نه شو، هغوى هم خپل نظامي تېرى د ارتجاع او امپرياليزم په خلاف د ديموكراتيكو ځواكونو او ديموكراسي پلوه ډلو د حمايې حركت گڼلو او د واقعي او ولسي ديموكراسي په لور ئې لومړى گام شمېر‏لو او تاسو د دوى په پل گام ږدئ، نظامي تجاوز ته د ديموكراسي په لوري د لومړي گام نوم وركوئ، د هغوى لومړى كار هم همدا وو چي ښځي چادري له سره لري كړي او سړي خپلي پگړۍ، موسيقي، د ښځو سندري، نڅا، نايټ كلپونه عام شي او ږيره پرېښودل، تسبيح گرځول او د سپينو جامو اغوستل جرم وگڼل شي او د حبس او مرگ سزا پرې مرتبه شي، هر شيخ، ملا، حاجي، پير او صوفي او هر د ږيري خاوند؛ انقلاب ضد او مباح الدم وگڼل شي، تاسو هم همدا كار كوئ، ستاسو پوځونه چي په كوم كلي بريد كوي نو لمړى هدف ئې د ملا نيول وي، د هر مسلمان او مجاهد نوم د دوى په تور فهرست كي ليكل شوى!! كه هغوى د كور، كالي او ډوډۍ شعارونه وركول او په عمل كي ئې كور ورته گور او كالي ورته كفن كړ، تاسو هم ډېر كلي په هدېرو بدل كړل، ډېر جوماتونه مو له خاورو سره برابر كړل، د قلعه جنگي ډله ايز قتل او هلته د 700 اسيرانو وژل، د كندز د اسيرانو بې رحمانه وژنه او په زرگونو كسان په ډله ايزو قبرونو كي ښخول،… ستاسو په امر تر سره شوي او دا هغه څه دي چي روسي افسرانو په افغانستان كي وكړل، موږ افغانان پر هغي ديموكراسي لعنت وايو چې: د نظامي تېري او اشغال زېږنده وي، د پرديو د خوښي واكمنان پر ټولني تحميل كړي، قدرت وطن پلورونكو ته وسپاري، دروسانو په لاس روزل شوې د خاد جهنمي شبكه يو ځل بيا واك ته ورسوي او د افغانانو د بيا نيولو، ځورولو او وژلو موقع وركړي، جنگي جنايتكاران، غله او داړہ ماران پر ولس مسلط كړي.
  • امريكا خو حتى د افغانستان هغه شتمنۍ هم له منځه يووړې چي په تېرو درويشت كلونو جگړو كي نه وې تخريب شوې. يو مثال ئې د آريانا هوائي شركت هغه طيارې دي،چي په ټولو تېرو جنگونو كي خوندي پاته شوې وې، خو د افغانستان پر ټولو نظامي او ملكي ميدانونو د امريكايي طيارو د بم ورونو په نتيجه كي وسوزېدې. امريكايانو‏ د دې خسارې د جبران لپاره حتى د هند په اندازه هم مرسته ونه كړہ، دهلي خو له پاكستان سره د رقابت په خاطر يوه زړہ طياره آريانا هوائي شركت ته وركړہ، خو امريكا په داسي حال كي هيڅ مرسته ونه كړہ چي د افغانستان د ورانولو لپاره ئې تر ننه 17 مليارده ډالر مصرف كړي او تر دې زيات مصرف ته ئې ملا تړلې!! موږ افغانانو او هيڅ باعقله انسان ته د امريكايي چارواكو دا تگلاره د فهم وړ نه ده، دوى ولي له بې وزلو افغانانو سره خپل زور آزمويي! ولي د وران او جنگ ځپلي افغانستان د مزيد ورانولو لپاره خپلي آخرين ماډل وژونكې او تخريبونكې وسلې استعمالوي؟ دا ولي د دوى اقتصادي او نظامي برلاسي او د بل فقر، لوږہ، ضعف او ناتواني د دې پر ځاى چي په دغو سخت زړو كي د ترحم او عاطفې احساس راوپاروي، برعكس په دوى كي تكبر، غرور او بد مستي راولاړوي!! او د خپل رعب او هيبت تر اغېز لاندي د خلكو له راوستو او د دوى له ځورولو لذت اخلي؟! دوى دي ووايي چي په دې اوږدې مودې كي له مرگ، ژوبلي، خوف، وېري او بې امنيتي پرته ئې افغانانو ته څه راوړي؟! تاسو به د طالبانو د اقتدار په لومړيو شپو ورځو كي ويل: د افغانستان په تېر تاريخ كي هيڅ كله دومره امنيت نه وو تأمين شوى لكه د طالبانو په دور كي چي د دوى تر واكمنۍ لاندي سيمو كي تأمين شو!! دوى په دې وتوانېدل چي د يوه فرمان په صادرولو سره په ټولو دغو سيمو كي د كوكنارو د كر مخه ونيسي، خو تاسو او ستاسو تر حمايې لاندي انتقالي اداره نه د امنيت په تامينولو موفقه شوې او نه د كوكنارو د كر په مخنيوي كي، نن نه په لويو لارو كي امنيت شته، نه په لويو ښارونو كي او نه په انتقالي ادارې كي د شاملو ډلو تر تسلط لاندي سيمو كې، عام افغانان خو پرېږدئ، د دوى ډله ايزي وژني، پر مال، ځان او ناموس تېري خو پرېږدئ، حتى د ملگرو ملتونو د اړوند ادارو مأمورين هم خوندي نه دي. مگر د اخضر ابراهيمي هغه وينا ستاسو لپاره د شرم او پېغور خبره نه ده چي وايي: د دوى د ادارې په يوه ښځينه مأموري څو څو ځله په ډله ايزه توگه جنسي تېري شوى، دا تېرى د ده په وينا د هغي ډلي له خوا شوى چي تاسو ته تر ټولو زياته نژدې ده او تاسو تر ټولو زيات په هغې اعتماد او حساب كوئ او همغه ډله چي د رونالد رمزفيلد په امر ئې تاسو ته دا شرائط برابر كړل چي 700 كسان په قلعه جنگي كي ووژنئ او تر 1000 زيات ئې په خپله ووژل او د شبرغان په ډله ايزو قبرونو كي ئې ښخ كړل!!
  • د انتقالي ادارې تر جوړېدو وروسته په افغانستان كي هومره كوكنار كرل شوي چي د هېواد په اوږده تاريخ كي سابقه نه لري، تاسو چي د كوكنارو د فصلونو د ړنگولو لپاره كومي پيسې دې ادارې ته وركړې هغه چارواكو په خپلو منځونو كي وويشلې او د نړۍ د غولولو لپاره ئې هغه فصلونه وران كړل چي څلور ځله ترې اپيم ټول شوي وو.
  • بش زموږ گاونډي هېوادونه د افغانستان په ضد په خپلي ناروا جگړي كي ښكېل كړل او په دې سره ئې د ټولي سيمي د هېوادونو تر منځ د دښمني تخم وكرلو او دغو هېوادونو ته ئې په داخل كي نه حل كېدونكي ستونزي راولاړي كړي. څوك چي د نړۍ د مشرتابه اهليت ولري هغه په هېوادونو كي فتنې نه راولاړوي، برعكس له خپل رسوخ د فتنو په ختمولو كي استفاده كوي، څوك چي د فتنو اورونه بلوي، دا گمان دي نه كوي چي د دې اور له بڅركو به د ده لمن خوندي پاته شي، څوك چي بل په خپل كور كي آرامي ورځي ته نه پرېږدي دا گمان دي نه كوي چي دى به د بل په كور كي آرامه شپه تېره كړي. د امريكايانو‏ خير په دې كي دئ چي له قيد، شرط او ځنډ پرته له افغانستان ووځي، د افغانانو د مزيد وژلو، كړولو، په افغانستان كي له تل پاتي كېدلو او پر دي هېواد د يوه لاس پوڅي حكومت له تپلو لاس واخلي. په دې كي هيڅ شك مه كوئ چي په افغانستان كي به ستاسو د پاته كېدو همغه پايلي وي چي شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. شايد مسكو د همدې لپاره پر افغانستان د امريكا د بريد ملاتړ وكړ او شمالي ټلوالي ته ئې وظيفه وركړہ چي ستاسو خوا ته ودرېږي او ستاسو تر قومندې لاندي د خپل ولس په خلاف وجنگېږي. دا يو داسي خطرناك دام وگڼئ چي روسانو د غچ اخيستو لپاره ستاسو د پښو مخي ته غوړولى.
  • جورج ډبليو بش پر عراق د نظامي بريد په گواښ سره له يوې خوا غواړي چي دا ثابته كړي چي پر افغانستان د ده حمله يوه كاميابه تجربه وه چي بايد په نورو هېوادونو كي هم تكرار شي، له بلي خوا غواړي وښيي چي په دې جنگ غوښتونكي سياست سره هغه د امريكا گټي تأمينوي او له احتمالي خطر د امريكا د ژغورلو لپاره پر عراق حمله كوي؛ خو حقيقت دا دئ چي پر افغانستان د امريكايي ځواكونو بريد يوه ناكامه تجربه وه، په دې بريد سره امريكايانو‏ هيڅ نه دي تر لاسه كړي، نه د طالبانو او القاعدې د مشرانو په نيولو او وژلو موفق شول، نه ئې داسي حكومت جوړ كړى شو چي د امريكا گټي تأمين كړى شي، نه ئې جگړہ پاى ته ورسوله او نه ئې په دې هېواد كي د خپلي خوښي سوله او امنيت تأمين كړى شوه. د بش ادارې په دې جگړو سره امريكايانو‏ ته د خپلو زامنو له مرگ ژوبلي او د امريكا په ضد د افغانانو او ټولي نړۍ له ژوري كركي او نفرت پرته بل څه نه دي تر لاسه كړي. له جناب بش سره كه د امريكايانو‏ د مستقبل انديښنه وى نو هغوى ته به ئې رښتيا ويلي وو او په دې به ئې اعتراف كړى وو چي پر عراق د حملې مقصد ئې دا دئ چي د دې هېواد د تيلو غني زېرمي تصرف كړي، نه دا چي وايي: له عراق امريكا ته خطر متوجه دئ، كه په دې هېواد بريد ونشي نو اتمي او كيمياوي وسائل به جوړ او د امريكا په ضد به ئې استعمال كړي!! خو نړيوال وايي: دا څنگه امريكا له هغو هېوادونو وېره نه لري چي مخكي تللي اتمي، كيمياوي او بيولوژيكي وسائل لري، نه له روس وېره لري او نه له چين او نه پر اسرائيلو اعتراض كوي چي كافي اتمي، كيمياوي او بيولوژيكي وسلې جوړوي!! دا پداسي حال كي چي عراق د جنگ او اوږدې محاصرې له كبله نه د داسي وسلو د جوړولو مالي توان لري او نه فني، هغه پر خپلي خاوري د امريكايي طيارو د پرله پسې بم ورونو مخه هم نشي نيولى، اتمي بم به څنگه جوړ كړى شي!!؟ موږ گمان نه كوو چي هيڅ هوشيار او په حقائقو پوه انسان به دا جرأت وكړي چي پر افغانستان د حملې تجربه يوه كاميابه تجربه وگڼي او په بل ځاى كي د هغې د تكرار سپارښتنه وكړي.

په آخر كي بايد تاسو ته ووايم: په كندهار كي پر كانادايي ځواكونو د دوو امريكايي پيلوټانو له بمي او راكټي بريد او د خپلو څلورو كانادايي ملگرو له وژلو بايد حدس ووهئ چي نورو امريكايي پيلوټانو به د خپلو بدمعاشيو په نتيجه كي څومره بې دفاع افغانان په قتل رسولي وي؟

حكمتيار

د افغان سوله غوښتونكي ولس په استازيتوب

 

 

—————–

آرشیف:

11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار

 

موضوعات مشابه

Back to top button