
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 9
جومات ته د ښځو تگ
په دې اړہ ټول مسلمانان متفق دي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانې كي او د هغه تر رحلت پوري ښځي جومات ته تلې او د جَماعت په لمونځونو كي ئې له نارينه وو سره يو ځاى برخه اخيسته، داسي چي مخكي به نارينه، ورپسې ماشومان او د صفوفو په وروستۍ برخي كي به ښځي ودرېدې، د اختر په لمونځونو كي به ئې هم برخه اخيسته، او كله كله به رسول الله صلى الله عليه و سلم د دوى لپاره بېله غونډہ جوړوله او دوى ته به ئې ځانگړې موعظه اوروله. نه يوازي دا چي مسجد ته تلې او د جماعت په لمونځونو كي به ئې شركت كولو بلكي گڼ شمېر مېرمنو د امهات المؤمنين په شمول په غزواتو كي هم شركت كړى. په دې اړہ روايات دومره زيات او دومره صريح دي چي هيڅوك ترې انكار نشي كولى. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه حكم كړى، آيا په قرآن كي داسي لارښووني مومو چي جومات ته د ښځو د تلو جواز ترې استنباط شي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې اړہ څه لارښووني كړې؟
كه قرآن ته ځېر شو نو په دې خبري پوهېدا به راته گرانه نه وي چي قرآن مؤمنانو ته په جماعت د لمونځ كولو سپارښتنه كوي.
وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرۡكَعُواْ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ٤٣ البقره: 43
او لمونځ قائم كړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكو سره ركوع وكړئ.
په دې مبارك آيت كي د بې لارو او منحرفو دين پلورو يهودي علماوو څو نوري ځانگړتياوي بيانېږي: له الله سره ئې تعلق ضعيف او كمزورى وو، لمونځ ئې يا پرېښى او يا له حقيقي روح نه عاري او په شكلياتو لگيا ول، د دې پر ځاى چي زكات وركړي د زكات ترلاسه كول ئې عادت شوى وو، له عام ولس سره ئې هم اړيكي سستي شوې وې، له نورو سره ئې يو ځاى عبادت هم پرېښى وو، د همدې لپاره دوى ته د دغو څو خبرو امر شوى: لمونځ وكړئ، زكات وركړئ او له نورو ركوع كوونكو سره يو ځاى ركوع وكړئ، ستاسو د ټولو انحرافاتو علاج په همدې كي دئ. دا آيت ښيي چي له نورو لمونځ كونكو سره يو ځاى لمونځ كول يوه الهي وجيبه ده.
قرآن د جنگ ميدان ته څېرمه او د خطر په حالت كي هم د جماعت سپارښتنه كوي او فرمايي:
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمۡ فَأَقَمۡتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلۡتَقُمۡ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُم مَّعَكَ وَلۡيَأۡخُذُوٓاْ أَسۡلِحَتَهُمۡۖ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلۡيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمۡ وَلۡتَأۡتِ طَآئِفَةٌ أُخۡرَىٰ لَمۡ يُصَلُّواْ فَلۡيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلۡيَأۡخُذُواْ حِذۡرَهُمۡ وَأَسۡلِحَتَهُمۡۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ تَغۡفُلُونَ عَنۡ أَسۡلِحَتِكُمۡ وَأَمۡتِعَتِكُمۡ فَيَمِيلُونَ عَلَيۡكُم مَّيۡلَةٗ وَٰحِدَةٗۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِن كَانَ بِكُمۡ أَذٗى مِّن مَّطَرٍ أَوۡ كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓاْ أَسۡلِحَتَكُمۡۖ وَخُذُواْ حِذۡرَكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا ١٠٢ النساء: 102
او كه ته (اې پيغمبره!) له دوى سره وې او په لمانځه ورته ودرېدې، نو د دوى يوه ډله دي له تا سره ودرېږي او خپلي وسلې دي ورسره واخلي، نو كله چي ئې سجده وكړہ بيا دي له تاسو نه تر شا شي او هغه بله ډله چي لا ئې لمونځ نه دئ كړى هغه دي راشي او له تا سره دي لمونځ وكړي او خپل احتياطي تدابير دي ونيسي او اسلحه دي ورسره واخلي، كافران دا خوښوي چي تاسو له خپلو وسلو او مال متاع غافل شئ نو په يوواري درباندي رامات شي، خو كه له بارانه ځوريدئ يا بيمار وئ نو څه گناه درباندي نشته چي خپله وسله كېږدئ، خو احتياطي تدابير مو ونيسئ، بې شكه چي الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تيار كړى.
ېه دې آيت كي د صلوة خوف په اړہ لاندي لارښووني شوې.
- د لمانځه لپاره به خلك په دوو ډلو وېشل كېږي، يوه به په امام پسې اقتداء كوي او بله به پيره كوي.
- لومړۍ ډله به يو ركعت لمونځ وكړي او له سجدې وروسته به د پيرې لپاره تر شا شي. د لمانځه په وخت كي به خپله وسله له ځان سره لري.
- دوهمه ډله به راشي، اقتداء به وكړي او خپل لمونځ به پوره كړي. دوى ته ويل شوي چي هم به وسله له ځان سره لري او هم به احتياطي تدابير مراعاتوي، دا ځكه چي د پيرې كار بل ته حواله كول د احتياط تقاضاء كوي، هلته بايد لمانځه ته راشي چي نورو د پيرې كار پيل كړى وي.
- لومړۍ ډله به هغه وخت خپل پاته لمونځ تكميل كړي چي دوهمه ډله له لمانځه فارغه شي او د دوى ځاى ونيسي.
- لمونځ هم په دوو برخو وېشل شوى او يوازي يو ركعت ئې يوه برخه گڼل شوې، له دې معلومېږي چي د سفر او خطر په وخت كي د قصر لمونځ څلور ركعته نه دئ، يا دوه ركعته دئ يا درې. پيغمبر عليه السلام هم په سفر كي يوازي د ماښام لمونځ درې ركعته او د نورو وختونو دوه دوه ركعته لمونځ كړى.
دلته د خوف متوسط او منځنى حالت بيان شوى، په كم خطر كي يو ځاى جماعت كېدى شي او په زيات خطر كي جماعت پرېښودى شي، يوازي يوازي او حتى د قضاء كولو او وروسته اداء كولو اجازت شوى.
په دې حالت كي يوازي په هغه صورت كي له ځانه د وسلي لري كولو اجازه شوې چي يا له ورښت نه په تكليف وئ او يا دومره بيمار وئ چي د وسلې له حمل نه عاجز وئ.
په جمع د لمانځه دا سپارښتنه عامه ده، ټولو مؤمنانو ته راجع ده، يوازي د نارينه وو لپاره نه ده، د قرآن بل آيت په دې گواهي وركوي چي ښځي هم په دې سپارښتني كي شاملي دي، ځكه قرآن د مريم عليها السلام په اړہ فرمايي:
يَٰمَرۡيَمُ ٱقۡنُتِي لِرَبِّكِ وَٱسۡجُدِي وَٱرۡكَعِي مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ٤٣ آل عمران: 43
اې مريمې! خپل رب لره تسليم اوسه، سجده كوه او له ركوع كوونكو سره يو ځاى ركوع كوه.
د مريمي عليها السلام يادونه د دې لپاره راغلې چي وښيي يوه مؤمنه مېرمن بايد څنگه وي، مريم عليها السلام ته د عالم پر ټولو ښځو فضيلت وركړى شوى، قرآن هغه د مؤمنو مېرمنو لپاره د غوره مثال او بېلگي په توگه معرفي كوي او فرمايي:
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱمۡرَأَتَ فِرۡعَوۡنَ إِذۡ قَالَتۡ رَبِّ ٱبۡنِ لِي عِندَكَ بَيۡتٗا فِي ٱلۡجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرۡعَوۡنَ وَعَمَلِهِۦ وَنَجِّنِي مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ١١ وَمَرۡيَمَ ٱبۡنَتَ عِمۡرَٰنَ ٱلَّتِيٓ أَحۡصَنَتۡ فَرۡجَهَا فَنَفَخۡنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتۡ بِكَلِمَٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِۦ وَكَانَتۡ مِنَ ٱلۡقَٰنِتِينَ ١٢ التحريم: 11-12
او الله د مؤمنانو لپاره د فرعون د مېرمني مثال بيانوي چي وئې ويل: اې زما ربه! ما ته په خپلي خوا كي په جنت كي يو هستوگنځي جوړ كړہ او له فرعون او د ده له عمله مي وژغوره او له دغو ظالمانو مي وژغوره. او د عمران لور مريمي (مثال) چي د خپل فرج ساتنه ئې وكړہ، نو موږ له خپلي روح نه څه په كي پو كړل، د خپل رب ويناوي ئې رښتيني وگڼلې او د الله كتابونه ئې هم، او له غاړہ اېښودونكو څخه وه.
د مريم عليها السلام روزنه په مدرسه او جومات كي شوې او هغه ستر شخصيت ترې جوړ شوى چي د انساني تاريخ له پيل تر پاى پوري هيڅ ښځه د هغې مقام ته نشي رسېدى، دې ته له نورو لمونځ كوونكو سره د لمونځ كولو سپارښتنه نه ځانگړې او خصوصي سپارښتنه ده او نه منسوخ شوې سپارښتنه. البته ښځو ته دا لارښوونه د نارينه وو له اړوند سپارښتني نه يوازي دومره توپير لري چي نارينه جومات ته پر تلو مكلف شوي او ښځو ته دا رخصت وركړى شوى چي كولى شي جومات ته ولاړي نشي او په خپل كور كي لمونځ وكړي، خو كه ئې وغوښتل جومات ته ولاړہ شي هيڅوك ئې د مخنيوي حق نه لري. دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي مكرره سپارښتنه ده چي د حجة الوداع په تاريخي او مهمي خطبې كي ئې هم د نورو سترو سترو او مهمو امورو تر څنگ يو ځل بيا تكرار كړہ.
راشئ هغه روايات هم له نظره تېر كړو چي په دې اړہ راغلي.
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ. قَالَتِ النِّسَاءُ لِلنَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم غَلَبَنَا عَلَيْكَ الرِّجَالُ، فَاجْعَلْ لَنَا يَوْمًا مِنْ نَفْسِكَ. فَوَعَدَهُنَّ يَوْمًا لَقِيَهُنَّ فِيهِ، فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ، فَكَانَ فِيمَا قَالَ لَهُنَّ ” مَا مِنْكُنَّ امْرَأَةٌ تُقَدِّمُ ثَلاَثَةً مِنْ وَلَدِهَا إِلاَّ كَانَ لَهَا حِجَابًا مِنَ النَّارِ “. فَقَالَتِ امْرَأَةٌ وَاثْنَيْنِ فَقَالَ ” وَاثْنَيْنِ “. (بخاري:102)
له ابو سعيد خدري رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: ښځو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: ستا په اړہ نارينه پر موږ برلاسي شوي (ستا د ويناوو په اورېدو كي دوى پر موږ وړاندي دي)، نو له خپل لوري موږ ته يوه ورځ ځانگړې کړہ، نو د دوى لپاره ئې د ملاقات يوه ورځ وټاکله، (په هغه ورځ ئې) دوى ته وعظ وکړ او په خاصو امورو ئې وگمارلې، د هغو خبرو په ضمن كي چي دوى ته ئې وكړې دا هم وه چي: (له تاسي نه چي د هري ښځي درې اولادونه ترې ومري، دا به له اور نه ورته پرده شي.) يوې ښځي وويل: که د چا دوه اولادونه ترې ومري؟ وئې فرمايل: که دوه ئې ومري هم.
دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 1249، 7310 له دغو توپيرونو سره: په يوه كي غَلَبَنَا عَلَيْكَ الرِّجَالُ او په بل كي ذَهَبَ الرِّجَالُ بِحَدِيثِكَ، په يوه كي فَاجْعَلْ لَنَا يَوْمًا مِنْ نَفْسِكَ، په بل كي فَاجْعَلْ لَنَا مِنْ نَفْسِكَ، يَوْمًا نَأْتِيكَ فِيهِ تُعَلِّمُنَا مِمَّا عَلَّمَكَ اللَّهُ، په يوه كي فَوَعَدَهُنَّ يَوْمًا لَقِيَهُنَّ فِيهِ او په بل كي فَاجْتَمَعْنَ، په يوه كي فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ او په بل كي فَعَلَّمَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَهُ اللَّهُ ثُمَّ قَالَ، په يوه كي تُقَدِّمُ ثَلاَثَةً مِنْ وَلَدِهَا او په بل كي تُقَدِّمُ بَيْنَ يَدَيْهَا مِنْ وَلَدِهَا ثَلاَثَةً او، په يوه كي دا الفاظ هم شته فَأَعَادَتْهَا مَرَّتَيْنِ ثُمَّ قَالَ ” وَاثْنَيْنِ وَاثْنَيْنِ وَاثْنَيْنِ ” خو، په بل كي نشته. په دغو كي 7310 روايت تر نورو جامع دئ.
د ابوهريره رضى الله عنه په يوه روايت کي راغلى چي: (هغه مړہ شوي اولادونه ئې لابالغ شوي نه وي).
عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ أَزْوَاجَ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم كُنَّ يَخْرُجْنَ بِاللَّيْلِ إِذَا تَبَرَّزْنَ إِلَى الْمَنَاصِعِ- وَهُوَ صَعِيدٌ أَفْيَحُ- فَكَانَ عُمَرُ يَقُولُ لِلنَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم احْجُبْ نِسَاءَكَ. فَلَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يَفْعَلُ، فَخَرَجَتْ سَوْدَةُ بِنْتُ زَمْعَةَ زَوْجُ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم لَيْلَةً مِنَ اللَّيَالِي عِشَاءً، وَكَانَتِ امْرَأَةً طَوِيلَةً، فَنَادَاهَا عُمَرُ أَلاَ قَدْ عَرَفْنَاكِ يَا سَوْدَةُ. حِرْصًا عَلَى أَنْ يَنْزِلَ الْحِجَابُ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ آيَةَ الْحِجَابِ. (بخاري:146)
له عائشې رضى الله عنها نه روايت دئ چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني رضي الله عنهن به د شپې له مخي د ضرورت رفع کولو لپاره بيدياوو ته چي پراخ او ارت ميدان وو وتلې، عمر رضى الله عنه به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل: مېرمني دي په حجاب وگماره، خو رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي نه کول، يوه شپه ماخستن د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمن سودة بنت زمعه رضى الله عنها چي يوه دنگه او لوړہ مېرمن وه بهر ووتله، عمر رضى الله عنه پرې غږ كړ چي اې سوده! ومي پېژندلې، دا د هغي تلوسې له امله چي د حجاب د حكم نازلېدو په اړہ ئې درلودو، نو الله تعالى د حجاب آيت نازل کړ.
دا روايت هم په بخاري كي په تكرار سره په دغو شمېرو147، 4795، 5237، 6240 او له دغو توپيرونو سره راغلى: په يوه كي فَأَنْزَلَ اللَّهُ آيَةَ الْحِجَابِ او په بل كي بَعْدَ مَا ضُرِبَ الْحِجَابُ، په يوه كي كُنَّ يَخْرُجْنَ بِاللَّيْلِ او په بل كي قَدْ أُذِنَ أَنْ تَخْرُجْنَ فِي حَاجَتِكُنَّ، او په بل كي قَدْ أَذِنَ لَكُنَّ أَنْ تَخْرُجْنَ لِحَوَائِجِكُنَّ “راغلي.
لكه چي گورئ په دې رواياتو كي شديد تعارض دئ: يو وايي چي دا پېښه د حجاب د حكم له نازلېدو مخكي رامنځته شوې او د همدې لپاره د حجاب آيت نازل شو او بل ئې وايي چي د حجاب آيت لا د مخه نازل شوى وو او سوده رضى الله عنها په حجاب كي د وتلو په سبب پېژندل شوې وه، يو وايي چي د حجاب آيت دغه مهال نازل شو او بل وايي چي دغه مهال رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وحي وشوه او مېرمنو ته ئې د حاجت لپاره بهر ته د وتلو اجازه وركړى شوه!!
امام بخاري رحمه الله له دغو متعارضو او متناقضو رواياتو نه د يوه د انتخاب په اړہ هيڅ نه دي ويلي، خو كه د قرآن په رڼا كي ئې وڅېړو نو په بشپړ يقين سره ويلى شو چي د حجاب اړوند آيت قطعاً په دې ارتباط نه دئ نازل شوى، قرآن په ډېر صراحت سره وايي چي د جلباب (پړوني) حكم په دې خاطر نازل شو چي منافقينو، مرجفينو او مفسدينو به هغه مېرمني ځورولې چي د لمانځه يا بل دې ته ورته ضروري كار لپاره به بهر ته وتلې، دوى ته ويل شوي چي پړونى پر ځان واچوي تر څو وپېژندل شي چي دا پاك لمنې او پرهيزگاري مېرمني دي او لوچكان ئې ونه ځوروي.
حجاب د شپې لپاره نه دئ، بلكي د ورځي لپاره دئ، د شپې له لوري او هغه هم ماخستن مهال نه څوك بې حجابه پېژندل كېږي او نه له حجاب سره، يوازي د قد او وني د لوړوالي له مخي د يو چا په اړہ گمان كېدى شي، د عمر رضى الله عنه له شأن ډېره لري ده چي د شپې له لوري او هغه هم په دغه حالت كي د پيغمبر عليه السلام پر مېرمني غږ وكړي.
دې ته مو هم بايد پام وي چي په كليوال ژوند كي او هغه مهال چي د كورونو منځ كي بيت الخلاوي نه وې نو د سړو لپاره به بېل لورى او د ښځو لپاره بېل لورى غوره كېدو، نه به نارينه د ښځو لوري ته وتل او نه به ښځي د نارينه وو لوري ته، او معمولاً به ښځي په گډہ سره وتلې.
څه چي ويل ئې ممكن دي يوازي دا دي چي ښايي عمر رضى الله عنه غوښتل چي د پيغمبر عليه السلام مېرمني هيڅكله له كوره بهر ونه وځي، خو الله تعالى هغوى ته له جلباب سره د وتلو اجازه وركړہ، ځكه نو په روايت كي ويل شوي چي الله تعالى دوى ته د ضرورت لپاره د وتلو اجازه وركړہ، په قرآن كي هم يوازي دغه د وتلو د اجازې آيت مومو، د نه وتلو حكم او آيت نشته، نه صراحتاً او نه اشارتاً، هغه آيت چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمنو ته وايي: (و قرن فِي بيوتكن و لا تبرجن تبرج الجاهلية الاولى: او په خپلو كورونو كي تم شئ او د مخكني جاهليت په څېر ځان له سينگار سره مه څرگندوئ). د دې آيت معنى هيڅكله دا نه ده چي له كوره هيڅ مه وځئ، كه داسي وى نو امهات المؤمنين به جومات ته نه تللې، جهاد ته به نه وتلې، حج ته به نه تللې، د پيغمبر عليه السلام د موعظو اورېدو ته به نه ورتلې.
په دغو متعارضو رواياتو كي دا روايت غوره او ارجح برېښي:
عَنْ عَائِشَةَ- رضى الله عنها- قَالَتْ خَرَجَتْ سَوْدَةُ بَعْدَ مَا ضُرِبَ الْحِجَابُ لِحَاجَتِهَا، وَكَانَتِ امْرَأَةً جَسِيمَةً لاَ تَخْفي عَلَى مَنْ يَعْرِفُهَا، فَرَآهَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ فَقَالَ يَا سَوْدَةُ أَمَا وَاللَّهِ مَا تَخْفَيْنَ عَلَيْنَا، فَانْظُرِى كَيْفَ تَخْرُجِينَ، قَالَتْ فَانْكَفَأَتْ رَاجِعَةً، وَرَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فِي بَيْتِى، وَإِنَّهُ لَيَتَعَشَّى. وَفي يَدِهِ عَرْقٌ فَدَخَلَتْ فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي خَرَجْتُ لِبَعْضِ حَاجَتِى فَقَالَ لِي عُمَرُ كَذَا وَكَذَا. قَالَتْ فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَيْهِ ثُمَّ رُفِعَ عَنْهُ وَإِنَّ الْعَرْقَ فِي يَدِهِ مَا وَضَعَهُ فَقَالَ ” إِنَّهُ قَدْ أُذِنَ لَكُنَّ أَنْ تَخْرُجْنَ لِحَاجَتِكُنَّ “. بخاري: 4795
له عائشې رضى الله عنها روايت دئ چي د حجاب له لازمېدو وروسته، سوده رضى الله عنها (په حجاب كي) د كوم ضرورت لپاره بهر ووتله، هغه دنگه مېرمن وه، چا چي پېژندله نو پرې پټه نه پاتې كېده، عمر رضى الله عنه وليده او ورته وئې ويل: اې سوده! والله چي پر موږ پټه نه پاتې كېږې، وگوره څنگه وځې! وايي: هغه بېرته راستنه شوه، په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زما په كور كي وو او ماښامنى ئې خوړلو او په لاس كي ئې غوښين هډوكى وو، هغه راغله او وئې ويل: يا رسول الله! زه د ځينو اړتياوو لپاره بهر ووتلم او (عمر رضى الله عنه) دا دا راته وويل، (عائشه رضى الله عنها) وايي: الله تعالى هغه ته وحي وكړہ، بيا په داسي حال كي ترې لوړہ شوه چي هغه غوښين هډوكى ئې لا په لاس كي وو او وئې فرمايل: يقيناً چي تاسو ته د خپلو حاجتونو او اړتياوو لپاره د وتلو اجازه دركړى شوې.
د دې روايت له مخي دوه خبري كولى شو: لومړى دا چي مخكنى روايت ناقص دئ، د پېښي په اړہ ئې وينا دقيقه نه ده او دوهم دا چي د توجيه وړ نه برېښي چي عمر رضى الله عنه به د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې وينا له اورېدو وروسته هم په خپلي رأيي ټينگار كړى وي!! او ښځي به ئې جومات ته له تلو منع كړې وي.
حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ حَرْبٍ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ أَيُّوبَ قَالَ سَمِعْتُ عَطَاءً قَالَ سَمِعْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ قَالَ أَشْهَدُ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم- أَوْ قَالَ عَطَاءٌ أَشْهَدُ عَلَى ابْنِ عَبَّاسٍ- أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم خَرَجَ وَمَعَهُ بِلاَلٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ، وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِى الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلاَلٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخاري: 98)
له ابن عباس رضى الله عنهما نه روايت دئ چي: يو ځل رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي (د نارينه وو له ليکو يا منځ نه) ووت چي بلال رضى الله عنه هم ورسره وو (ښځو ته ورغى) گمان ئې وكړ چي ښځو د ده وعظ او نصيحت نه دئ اورېدلى، نو هغوى ته ئې وعظ وکړ، د صدقې ورکولو امر ئې ورته وکړ، نو ښځو خپلي لښتۍ او گوتې د صدقې په توگه اچولې او بلال رضى الله عنه په خپلي لمن کي راټولولې.
دا روايت په تكرار سره په دغو شمېرو962، 964، 975، 977، 979، 989، 1431، 1449، 4895، 5249، 5880، 5881، 5883، 7325 او له دغو توپيرونو سره راغلى: په پورتني كي دا نه دي ويل شوي چي ښځو ته له وعظ نه مخكي لمونځ شوى، بيا خطبه وركړى شوې، خو په ځينو نورو كي دا مطلب ويل شوى، په دې كي دا هم نه دي ويل شوي چي د بلال په څادر يا لمن كي به ئې خپلي گاڼې غورځولې خو په نورو كي دا مطلب هم راغلى، په يوه كي يوازي دومره ويل شوي چي د عيد لمونځ مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم، ابوبكر، عمر او عثمان رضى الله عنهم سره كړى ټولو به له خطبې مخكي لمونځ كاوو.، په يوه كي دا هم ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د الممتحنه د سورې دا آيت ولوستو: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ ) الآيَةَ كله چي ترې فارغ شو نو وئې فرمايل: آيا تاسو همدا بيعت كوئ؟ يوې ځواب وركړ چي هو؛، په يوه كي ويل شوي چي د كمكي اختر لمونځ ئې وكړ او په بل كي راوي شك كوي چي د كمكي اختر كه د لوى اختر لمونځ.
د دې روايت په اړہ څو خبري توجه غواړي: د دې روايت په اصلي مطلب هلته سم پوهېدى شو چي نور روايات هم وگورو، د نورو رواياتو په رڼا كي راته جوته كېږي چي دا د اختر لمونځ وو، پيغمبر عليه السلام لومړى لمونځ كړى، بيا ئې خطبه ويلې، بيا د خلكو له منځه تېر شوى او د ښځو د لمانځه ځاى ته ورغلى، هغوى ته ئې بيا وعظ كړى، د صدقې وركولو ته ئې هڅولې او هغوى خپلي گاڼې صدقه كړې.
دا او دې ته ورته گڼ شمېر روايات ښيي چي د پيغمبر عليه السلام په دوران كي ښځو د جماعت په لمونځونو كي شركت كولو، د ودرېدو ځاى ئې بېل او د نارينه وو تر شا وو، پيغمبر عليه السلام د هغوى روزني ته خاصه توجه كوله، د اختر په لمانځه كي له عامي خطبې وروسته د ښځو خوا ته ورغلى او هغوى ته ئې بيا وعظ كړى. خو متأسفانه اوس حالت داسي دئ چي ښځي مېلو، ودونو، زيارتونو ته تلى شي، نه خاوندان او خپلوان پرې اعتراض كوي او نه واعظان، خو جومات ته ئې تگ ممنوع دئ!! څوك چي وايي اوس د فساد او فتنو دور دئ نو ځكه جومات ته د ښځو تگ ښه نه دئ!! هغوى ته وايو:
- له فساد او فتنو نه د ښځو د مخنيوي لار خو دا ده چي هغه جومات ته راشي او وعظ واوري.
- څوك وايي چي د پيغمبر عليه السلام په وخت كي تر نن نه فتنې لږي وې؟! دا خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي له حقائقو بې خبر وي، په مدينه كي ښځي هغه مهال جومات ته تللې چي محدود شمېر كسانو ايمان راوړى وو، قرآن وايي چي ډېر ځلي به منافقينو، مرجفينو او د بيمارو زړونو خاوندانو هغه ښځي ځورولې چي جومات ته به تلې، د دغو مفسدينو له امله ئې ښځي جومات ته له تلو منع نه كړې بلكي امر ئې ورته وكړ چي له جلباب سره جومات ته ولاړي شي.
- آيا څوك دا حق لري چي ووايي: اوس د فتنې دور دئ نو ښځي دي حج نه كوي، يا د حج په دوران كي دي مخ او لاسونه هم پټوي؟ كه دا حق نه لرو نو له جومات نه ئې څنگه منع كوو؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم خو د خپل مبارك ژوند په وروستيو شېبو او په خپلو وروستنيو خطبو كي فرمايلي: كه ستاسو ښځي غواړي چي په جومات كي لمونځ وكړي نو مخنيوى ئې مه كوئ!!!
- څوك چي وايي د عمر رضى الله عنه په وخت كي دا پرېكړہ وشوه چي ښځي دي جومات ته نه ځي! هغوى ته وايو: دا نه د يوه حكم د تغيير په معنى اخيستى شو او نه د تعطيل په معنى، يوازي دومره ويلى شو چي كه دا ادعاء صحيح وي نو دا پرېكړہ هغه مهال د خاصو ظروفو او شرائطو په وجه شوې، داسي نه ده چي د دې پرېكړي مخالفت حرام او ناجائز وي او نن چي د اسلام او مسلمانانو مصلحت دا تقاضاء او غوښتنه كوي چي د ښځو ديني او اخلاقي روزني ته لازياته توجه وشي او له نورو خواوو ئې مخ جومات ته واړوو نو دا كار حرام او ناروا وگڼو!! حرام هغه دي چي الله تعالى او د هغه رسول حرام كړي.
ځيني وايي: كاش اوس داسي جوماتونه او داسي واعظان وى چي د ښځو روزنه وكړى شي،… د كومي فتنې له مخي چي د ښځو لمونځ په كور كي غوره گڼل شوى كېدى شي هغه په جومات كي د ننه احتمالي فتنه وي نه د لاري په اوږدو كي. د دوى په ځواب كي بايد ووايو: كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ښځو ته ويلي وى چي ستاسو لمونځ تر جومات نه په كور كي غوره دئ نو يوه ښځه به هم جومات ته نه وه تللې، د ښځو له عمل او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ويناوو معلومېږي چي د پيغمبر عليه السلام تر رحلت پوري ښځي جومات ته راتلې، او رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپلي وروستۍ خطبې كي دا سپارښتنه كړې ده چي كه ښځو غوښتل جومات ته ولاړي شي مخنيوى ئې مه كوئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم حتى د عمر رضى الله عنه دا مطالبه ونه منله چي ويل ئې: يا رسول الله! خپلي مېرمني دي بهر ته له وتلو منع كړہ، رسول الله صلى الله عليه و سلم له څه ځنډ نه وروسته وفرمايل: ما ته وحي شوې چي دوى منع نه كړم. موږ يوازي د دومره څه ويلو حق لرو چي ووايو: جوماتونه بايد داسي جوړ شي چي هم د ښځو د لمانځه ځاى بېل وي او هم ئې د تگ راتگ لاره بېله وي، خو هغه حلال كار نشو حرامولى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دئ تحريم كړى. د عمر رضى الله عنه په اړہ په رواياتو كي راځي چي هغه له كوره د ښځو له وتلو او د جومات ته تلو سره موافق نه وو، خو عملاً ئې حالت داسي وو چي دى به مخكي جومات ته روان وو او مېرمن به ئې ورپسې وه خو هغه ئې منع كولى نشوى.
عن أُمُّ عَطِيَّةَ انها َسَمِعتِ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم يَقُولُ ” يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ، أَوِ الْعَوَاتِقُ ذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ، وَلْيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ وَدَعْوَةَ الْمُؤْمِنِينَ، وَيَعْتَزِلُ الْحُيَّضُ الْمُصَلَّى”. قَالَتْ حَفْصَةُ فَقُلْتُ الْحُيَّضُ فَقَالَتْ أَلَيْسَ تَشْهَدُ عَرَفَةَ وَكَذَا وَكَذَا. (بخاري:324)
له ام عطيه رضى الله عنها نه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه مي اورېدلي چي وئې فرمايل: (نوې رسېدلې ښځي، او ستري يا په پرده کي ناستي ښځي، او حائضې ښځي دي وځي او د خير په کارونو (د عيد لمونځ) او د مسلمانانو په دعاء کي دي گډون کوي، خو حائضې ښځي دي له مصلى نه گوښه ودرېږي، حفصه وايي: ومي ويل: آيا حائضې ښځي هم؟ دې وويل: آيا حايضې ښځي عرفات او…او… ته نه حاضرېږي؟!
دا روايت هم شپږ ځلي نور په دغو شمېرو 351، 971، 974، 980، 981، 1652او له دغو توپير سره په بخاري كي راغلى: په يوه كي يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ، أَوِ الْعَوَاتِقُ ذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ، وَلْيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ وَدَعْوَةَ الْمُؤْمِنِينَ، په بل كي أُمِرْنَا أَنْ نُخْرِجَ الْحُيَّضَ يَوْمَ الْعِيدَيْنِ وَذَوَاتِ الْخُدُورِ، فَيَشْهَدْنَ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَدَعْوَتَهُمْ او په بل كي كُنَّا نُؤْمَرُ أَنْ نَخْرُجَ يَوْمَ الْعِيدِ، حَتَّى نُخْرِجَ الْبِكْرَ مِنْ خِدْرِهَا، حَتَّى نُخْرِجَ الْحُيَّضَ فَيَكُنَّ خَلْفَ النَّاسِ، فَيُكَبِّرْنَ بِتَكْبِيرِهِمْ، وَيَدْعُونَ بِدُعَائِهِمْ يَرْجُونَ بَرَكَةَ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَطُهْرَتَهُ، په يوه كي دا هم راغلي قَالَتِ امْرَأَةٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِحْدَانَا لَيْسَ لَهَا جِلْبَابٌ. قَالَ لِتُلْبِسْهَا صَاحِبَتُهَا مِنْ جِلْبَابِهَا، لكه چي گورئ په دغو روايتونو كي ويل شوي چي موږ ته به امر كېدو چي د عيد د لمانځه لپاره ووځو، پيغلي، زړې او حتى حائضې به هم وتلې، په خپل ټاكلي ځاى كي به ودرېدې، په لمانځه كي به ئې برخه اخيستله، حائضې به له مصلى بهر په يوه گوښه كي وې او دا صحنه به ئې ليدله، يوې مېرمني له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پوښتنه كړې وه چي كه څوك جلباب ونه لري او د همدې لپاره د عيد لمانځه ته ونه وځي څه گناه پرې شته؟ ورته وئې فرمايل: خپلي خورلړي دي جلباب ورواغوندي.
په دې كي ډېر لوى حكمت دئ، له داسي غونډو نه انسان ډېر زيات متأثره كېږي، د همدې لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمنو ته امر كاوو چي په دغو غونډو كي برخه واخلي. ډېره عجيبه ده چي د داسي څرگندو نصوصو په شته والي كي ځيني خلك جومات ته د ښځو تلل ناروا گڼي!! حفصه بنت سيرين وايي زما د خور مېړہ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په دولسو غزواتو كي برخه اخيستي وه چي په شپږو كي ئې زما خور هم ورسره وه، هغوى به مريضان او زخميان تداوي كول.
عَنِ عَائِشَةَ قَالَتْ لَقَدْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يُصَلِّي الْفَجْرَ، فَيَشْهَدُ مَعَهُ نِسَاءٌ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ مُتَلَفِّعَاتٍ فِي مُرُوطِهِنَّ ثُمَّ يَرْجِعْنَ إِلَى بُيُوتِهِنَّ مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ. (بخاري:372)
له عائشې رضى الله عنها نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به چي د سهار لمونځ کاوو يو شمېر مسلماني مېرمني به هم په داسي حال کي چي ځانونه به ئې پخپلو ټكريو کي نغښتي وو لمانځه ته راتللې، له لمانځه وروسته به بېرته خپلو کورونو ته تللې او هيچا به نه پيژندلې چي څوک دي.
دا روايت هم درې ځلي نور په دغو شمېرو 578، 867، 872 او له دغو توپيرونو سره راغلى: په يوه كي مُتَلَفِّعَاتٍ فِي مُرُوطِهِنَّ، په بل كي مُتَلَفِّعَاتٍ بِمُرُوطِهِنَّ، په يوه كي ثُمَّ يَرْجِعْنَ إِلَى بُيُوتِهِنَّ مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ، په بل كي يُصَلِّي الصُّبْحَ بِغَلَسٍ فَيَنْصَرِفْنَ نِسَاءُ الْمُؤْمِنِينَ، لاَ يُعْرَفْنَ مِنَ الْغَلَسِ، أَوْ لاَ يَعْرِفُ بَعْضُهُنَّ بَعْضًا او په بل كي فَيَنْصَرِفُ النِّسَاءُ مُتَلَفِّعَاتٍ بِمُرُوطِهِنَّ، مَا يُعْرَفْنَ مِنَ الْغَلَسِ او په بل كي مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ، له دې توپيرونو سره سره د رواياتو مطلب يو دئ او هغه دا چي مسلماني مېرمني به جومات ته تللې، د سحر په لمانځه كي به ئې هم برخه اخيسته، رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سحر لمونځ په داسي وخت كي كاوو چي تر لمانځه وروسته به هم لا دومره تياره وه چي مېرمني به نه پېژندل كېدې.
له دې روايت نه دوه تعبيرونه شوي: يو دا چي مېرمني به په ټكريو كي داسي پټي وې چي چا به نه پېژندلې او بل دا چي دومره تياره به وه چي دوى به نه پېژندل كېدې، لومړى تعبير په دې دليل كمزورى او ناسم دئ چي خبره د سحر د تيارې (غلس) ده؛ نه په جامه كي د پټېدو څرنگوالى، له دې روايته نه يوازي دا مطلب نشي اخيستل كېدى چي د ښځو مخونه به پټ وو بلكي په خلاف د دې ښيي چي د دوى مخونه به لوڅ وو خو د تيارې په وجه به نه پېژندل كېدې. لومړۍ ادعاء به په هغه صورت كي صحيح گڼل كېده چي د (غلس: تياره) يادونه نه وى شوې يا د سحر له لمانځه پرته د ټولو لمونځونو يا د ورځي د كوم لمانځه يادونه شوې وى.



