د تورخم لارې د تړل کېدو دوام؛ کاپیسا کې په ټنونو انار خراب شوي
د کرنې او مالدارۍ خونه دا ننګونې تاییدوي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د افغانستان د کرنیزو سوداګرو او بڼوالو د ملاتړ لپاره د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو د جوړولو هڅې وکړي.

د تورخم لارې د تړل کېدو دوام؛ کاپیسا کې په ټنونو انار خراب شوي
کاپیسا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال وايي، د تورخم لارې بندېدو له امله د دغه ولایت د انارو ډېری حاصلات خراب شوي.
دغه سوداګر له اسلامي امارت غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
سوداګر، پیوستون وایی: «هر سوداګر ته له ۵۰۰ زرو کم زیان نه دی رسېدلی، هر سوداګر ته له ۵۰۰ زرو تر سل او دوه سوه زرو زیان رسېدلی دی.»
بل سوداګر، اکاجان وایی: «هر سوداګر سره په ټنونو مال و، ډېر مال تورخم ته لاړ، یوازې له دغې اډې لس موټر تللي وو، چې زما پکې دولس کرېټه انار و.»
د کرنې او مالدارۍ خونه دا ننګونې تاییدوي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د افغانستان د کرنیزو سوداګرو او بڼوالو د ملاتړ لپاره د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو د جوړولو هڅې وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجيزاده په دې اړه و ویل: «تر اوسه هم سوداګر په لار کې بند پاتې دي. زموږ وړاندیز دا دی چې حکومتونه باید پر یو او بل باور ولري او سوداګر هم باید په حکومت باور ولري خو له بده مرغه زموږ سوداګر د ګاونډي هېواد پر حکومت باور نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان رسېدلی او په شاوخوا ۵۰۰ موټرو کې بار د هېواد تازه مېوې او سبزيجات خوسا شوي دي.


