
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 20
د قبر عذاب
د مسلمانانو د مختلفو مذهبي فرقو تر منځ په دې اړہ هم اختلاف دئ چي د قبر عذاب څنگه دئ؟ آيا مړى د برزخ د ژوند راحت او عذاب په قبر كي گوري كه په عليين او سجين كي؟ آيا له بدن نه د روح له وتلو وروسته د انسان بدن احساس لري او راحت او عذاب احساسوي؟ آيا روح له بدن نه بهر عذاب او راحت احساسولى شي؟ راشئ دا موضوع د قرآن او حديث په رڼا كي وڅېړو.
په قرآن كي يوازي يو آيت داسي دئ چي د برزخ د ژوند عذاب ته په كي اشاره شوې ده، آيت دا دئ:
ٱلنَّارُ يُعۡرَضُونَ عَلَيۡهَا غُدُوّٗا وَعَشِيّٗاۚ وَيَوۡمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ أَدۡخِلُوٓاْ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ أَشَدَّ ٱلۡعَذَابِ ٤٦ غافر:46
هغه اور چي سبا او ماښام به پرې وړاندي كېږي او د قيامت په ورځ به وويل شي: فرعونيان تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ.
دا آيت ښيي چي تر قيامت مخكي به فرعونيان په پر له پسې توگه له عذاب سره مخامخ كېږي.
كه څه هم بخاري دوه نور آيتونه هم په دې اړہ گڼي خو له هغوى نه د قبر عذاب نه ثابتېږي، آيتونه دا دي:
… وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِي غَمَرَٰتِ ٱلۡمَوۡتِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓاْ أَيۡدِيهِمۡ أَخۡرِجُوٓاْ أَنفُسَكُمُۖ ٱلۡيَوۡمَ تُجۡزَوۡنَ عَذَابَ ٱلۡهُونِ بِمَا كُنتُمۡ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيۡرَ ٱلۡحَقِّ وَكُنتُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِهِۦ تَسۡتَكۡبِرُونَ ٩٣ الانعام: 93
دا د روح قبضېدو حالت ته اشاره لري نه د قبر عذاب ته، له هيڅ برخي ئې د قبر عذاب نه ثابتېږي.
وَمِمَّنۡ حَوۡلَكُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مُنَٰفِقُونَۖ وَمِنۡ أَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعۡلَمُهُمۡۖ نَحۡنُ نَعۡلَمُهُمۡۚ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيۡنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٖ ١٠١ التوبه:101
دا په دنيا كي د منافقينو مكرر عذاب او په آخرت كي د دوى ستر عذاب ته اشاره كوي نه د قبر عذاب ته.
دا مطلب په لاندي روايت كي داسي راغلى:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ « إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا مَاتَ عُرِضَ عَلَيْهِ مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِىِّ، إِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَمِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيُقَالُ هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ». (بخارى:1379)
له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (له تاسو نه چي څوک مړ شي هستوگنځى ئې سهار او ماښام ورښودل کېږي، که جنتي وي د جنتيانو ځاى او که دوزخي وي د دوزخيانو ځاى او ورته ويل کېږي: دا ستا ځاى دئ، تر هغه چي الله تعالى دي د قيامت په ورځ راژوندى کوي.
دا روايت په بشپړ وضاحت سره ښيي چي د برزخ راحت او عذاب يو حقيقت دئ. خو په دې اړہ د محققينو تر منځ اختلاف شته چي له سبا او ماښام نه مراد زموږ د شپې ورځي سبا او ماښام دئ، كه بل څه، مړو ته خپل هستوگنځى يو ځل ورښودل كېږي كه مكرر، د مړى جسد ئې گوري او كه د ده روح؟، دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو:
د قبر عذاب حق دئ، هم د قرآن له وينا معلومېږي او هم گڼ شمېر روايات دا خبره كوي.
دا خبره يقيني ده چي احساس د روح كار دئ نه د جسد، كه په جسد كي روح نه وي د درد او عذاب احساس نشي كولى، حتى هغه مهال هم درد نه احساسوي چي د بدن د دردمني برخي رابطه له دماغ سره قطع شي، نه يوازي په دې حالت كي هيڅ څه نشي درك كولى بلكي گورئ چي د عصبي مزو په بې حسه كېدو سره درد نه احساسوي، پښه ترې اره كېږي خو دى پرې نه پوهېږي، نس ئې څيري كېږي د درد احساس هم نه كوي، د عملياتو په دوران كي نه پوهېږي چي جراح له ده سره څه كوي!!
كله چي روح له كالبوته ووځي نو يا عليين ته وړل كېږي يا سجين ته، نو پوښتنه دا ده چي مړى د قبر راحت او عذاب څنگه احساسوي؟ آيا دا معامله د ده له روح سره كېږي كه د ده له بدن سره كه له دواړو سره؟ له دواړو سره خو يوازي په هغه صورت كي ممكنه ده چي د روح رابطه له بدن سره پاتې وي، كه د عصب د يوه مزي په قطع كېدو يا بې حسه كېدو سره زموږ روح د اړوند غړي درد او عذاب نشي احساسولى نو له ټول بدنه د روح د وتلو په صورت كي به عذاب څنگه درك كوي؟ اما روح له بدنه پرته هم درد او خوشحالي احساسوي، د انسان خوب ئې يوه بېلگه ده، په خوب كي د انسان روح لري لري سفرونه كوي، له ښكلو منظرو نه خوند اخلي او له بدو ځورېږي، هيبتناكي او وېرونكې منظرې ئې دومره وارخطا كړي چي زړہ ئې په چاودېدو شي، او خوشحالوونكي منظرې ئې دومره ښاد كړي چي په جامو كي نه ځائېږي او زړہ ئې غواړي والوزي، خو بدن ئې په خپلي خوا كي او د بړستني څنگ ته ډېر جريانات نه احساسوي. د دې معنى دا ده چي روح له بدن نه لري او بېل هم احساس لري خو بدن له روح پرته له احساس نه محروم شي.
د انسان بدن د روح لپاره فقط يو كالبوت دئ، له مرگ وروسته بدن وروست شي، په خاورو كي تجزيه شي، د بدن برخي ئې د نورو ژوو، حيواناتو او نباتاتو خوراك شي، خو روح ئې سالمه او روغه پاتې وي، رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي چي د شهيد روح ته د شنو مرغانو په څير كالبوت وركړى شي، جنت ته درومي او مېوې ئې خوري، له دې نه معلومېږي چي د مؤمنانو او كافرانو روح ته هم داسي مناسب كالبوت وركول كېږي چي د قبر راحت او عذاب احساس كړي.
قرآن په دغو آيتونو كي موږ ته دا حقيقت داسي انځور كړى:
أَوۡ كَٱلَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرۡيَةٖ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحۡيِۦ هَٰذِهِ ٱللَّهُ بَعۡدَ مَوۡتِهَاۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِاْئَةَ عَامٖ ثُمَّ بَعَثَهُۥۖ قَالَ كَمۡ لَبِثۡتَۖ قَالَ لَبِثۡتُ يَوۡمًا أَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٖۖ قَالَ بَل لَّبِثۡتَ مِاْئَةَ عَامٖ فَٱنظُرۡ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمۡ يَتَسَنَّهۡۖ وَٱنظُرۡ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجۡعَلَكَ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِۖ وَٱنظُرۡ إِلَى ٱلۡعِظَامِ كَيۡفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكۡسُوهَا لَحۡمٗاۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعۡلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ٢٥٩ البقره:259
او يا لكه هغه چي په يوه داسي كلي تېر شو چي په خپلو بامونو راپرېوتى وو، وئې ويل: الله به دا له خپلي داسي مړيني نه وروسته څنگه بياراژوندي كوي، نو الله هغه په سل كلن مرگ مړ كړ، بيا ئې بېرته راژوندى كړ، ورته وئې ويل: څومره وځنډېدې، وئې ويل: يوه ورځ ځنډېدلى يم او يا خو د يوې ورځي يوه برخه، وئې فرمايل: داسي نه ده، بلكي سل كاله ځنډېدلى يې، نو خوراك او څښاك ته دي وگوره چي نه دي گنده شوي او خره ته دي وگوره او دا د دې لپاره چي تا د خلكو لپاره يوه نښه وگرځوو او هډوكو ته ځير شه چي څنگه ئې خوځوو او بيا ئې په غوښي پټوو، نو كله چي ورته څرگنده شوه، وئې ويل: (اوس) ښه پوهېږم چي الله په هر څه ښه قادر دئ.
دا د الله يو مؤمن بنده وو، (كه څه هم په يوه روايت كي عزير ﷵ گڼل شوى، هغه چي يهودانو د الله زوى گڼلو) په سفر روان وو، د خوراك او څښاك لپاره څه توښه ورسره، په يوه وران او نسكور شوي زاړہ كلي تېرېدو، هرې خوا ته ئې د كليوالو وراسته هډوكي تر سترگو شول، ناڅاپه ئې دا خبره په زړہ كي ورتېره شوه چي الله تعالى به دا وراسته هډوكي څنگه بيا راژوندي كوي، الله تعالى غوښتل هم د ده دا پوښتنه ځواب كړي او هم د ده په واسطه هغه خلك قانع كړي چي بياژوندون ئې نه منلو، د همدې لپاره ئې هغه په سل كلن مرگ محكوم كړ، سل كاله وروسته ئې بيا راژوندى كړ، پوښتنه ئې ترې وكړہ، دلته څومره وځنډېدې؟ ځواب ئې وركړ: نه پوهېږم، ښايي يوه ورځ يا خو د يوې ورځي يوه برخه، الله تعالى ورته وفرمايل: نه دلته سل كاله ځنډېدلى يې، د سورلۍ ورستو هډوكو ته وگوره، خو خوراك او څښاك ته دي سترگي واړوه چي روغ رمټ پاته دي، وگوره چي څنگه دا وراسته هډوكي خوځوم، غوښه ورباندي راټوكوم او بيا ئې راژوندى كوم، دغه مؤمن بنده د دې صحنې په ليدو سره د خپلي پوښتني ځواب ترلاسه كړ او وئې ويل: اوس ښه پوه شوم چي الله په هر څه قادر دئ.
په دې قصې كي د بياژوندون او برزخ په اړہ څو بنيادي او اساسي خبرو ته ځواب ويل شوى دئ:
يوه له هغو خبرو نه چي د بيا ژوندون په اړہ د انسان ذهن تر خپل سيوري لاندي نيسي او باور كول ورته گرانوي، د اوږدې زمانې تېرېدل دي، كه په يوه مړي يوه دوه ورځي تېري شوې وي بياژوندى كېدل ئې ورته دومره گران نه برېښي لكه د هغه چي اوږده موده ورباندي تېره شوې وي، د دغي قصې په ترڅ كي ويل شوي چي زمانه نسبي امر دئ، له يوه نه تر بل او له يوه حالت نه تر بل ئې وضع بدلېږي، ويښ او ويده، مړ او ژوندى، لټ او تېز ته يو شان نه وي، هغه زمانه چي يوه ته په يوه حالت كي بې انتهاء برېښي بل ته د څو ثانيو او دقيقو وي، كومه فاصله چي مېږي ته بې انتهاء برېښي د يوې مرغۍ لپاره د څو ثانيو وي، كه په يوه اطاق كي له يوه ويده او ويښ نه چي ټوله شپه ئې په خوب او ويښه تېره كړې، پوښتنه وكړئ، ويښ به درته وايي: ډېره اوږده شپه وه، لټ په لټ اوښتم، سخته راباندې تېره شوه او ويده به درته وايي زه نه يم پوهېدلى چي شپه څنگه تېره شوه او څومره خوب مي كړى، دې مؤمن بنده ته عملاً وښودى شو چي سل كاله ورته يوه ورځ او حتى تر هغه هم كم، د يوې ورځي څو گنټې معلوم شول، قرآن همدغه حقيقت ته په څو نورو مواردو كي هم اشاره كړې او فرمايي: د الله لپاره يوه ورځ هومره ده لكه ستاسو پنځوس زره كاله، دا تاسو يئ چي كلونه او پېړۍ درته اوږده زمانه برېښي او په واړہ ذهن مو د دې سيورى پروت دئ چي په مړو باندي د اوږدې مودې له تېرېدو وروسته به څنگه بيا راژوندي كېږي. د نسبيت په هكله د قرآن دغه خبره دولس پېړۍ وروسته، د المان يوه ساينس پوه انشټين، د ساينس په ژبه وكړہ او په دې سره ئې د فزيك د پلار نوم وگاټو.
دوهم څه چي په دې اړہ د انسان ذهن ته راځي هغه دا دئ چي په مرگ سره د انسان ټول بدن په خاورو بدل شي، د اوږدې زمانې په تېرېدو سره ئې له غوښي او هډوكو نه هيڅ اثر پاته نشي، دا به څنگه بېرته راژوندى كېږي؟ په دې قصې كي هغه مؤمن بنده ته وښودى شو چي د انسان وجود دوه برخي لري، جسد او روح، په مرگ سره ئې يوه برخه له منځه ځي خو بله برخه ئې روغه رمټه پاته كېږي، دا داسي وگڼه لكه (ستا سورلۍ) او (خوراك څښاك) يو ختم شوى وو خو بل روغ رمټ پاته وو، ستا جسد د روح لپاره داسي دئ لكه ستا دغه سورلۍ او ستا روح داسي لكه دا خوراك څښاك او ستا د قوت او ځواك منبع، په مرگ سره ستا هر څه له منځه نه ځي، يوه برخه روغه رمټه پاته كېږي، روح له منځه نه ځي، يوازي د روح سورلۍ خپل حالت بدل كړي، غوښه او هډوكي ئې په خاوره كي تجزيه شي، دا بياژوندون داسي وگڼئ لكه چي په مني كي ټول نباتات ومري، وراسته او په خاوره بدل شي، په خاوره كي مونږ ته د دوى هيڅ اثر په نظر نه راځي، ټول ژمى ورباندي تېر شي، خو په پسرلي كي په يوه باران سره له زمكي سر رااوچت كړي.


