
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 6
آيا په لوړ ږغ آمين ويل جائز دي؟
يوه بله فرعي موضوع چي ځينو غرضي او مرضي كړيو د اختلاف وسيله ترې جوړہ كړې دا ده چي آيا مقتدي او امام به آمين په لوړ غږ وايي كه په ټيټ غږ؟ راشئ وگورو چي صحيح رأيه كومه ده او زموږ درنو ائمه وو او فقهاءو په كوم دليل يوه رأيه ترې غوره كړې.
ځيني كسان د بخاري په دې روايت استناد كوي او وايي چي امام او مقتدي به په لوړ ږغ آمين وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم قَالَ « إِذَا أَمَّنَ الإِمَامُ فَأَمِّنُوا فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ تَأْمِينُهُ تَأْمِينَ الْمَلاَئِكَةِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ». (بخارى:781)
له ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (کله چي امام آمين وايي، نو تاسي هم آمين ورسره وايئ، ځکه که د چا آمين د ملائکو سره برابر شي، نو تېر گناهونه ئې ورته بخښل کېږي).
دا روايت د سند له مخي ډېر غريب دئ، په صحابه وو كي يو، په تابعينو كي دوه او په تبع تابعينو كي يو راوي لري، د دې په مقابل كي نور روايات داسي دئ چي وايي: كله چي امام و لا الضالين ووايي تاسو آمين ووايئ: إذَا قَالَ الْإِمَامُ وَلَا الضَّالِّينَ، فَقُولُوا: آمِينَ.
له ابو هريره رضى الله عنه نه دا روايت هم راغلى چي وايي: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: (إذَا قَالَ الْإِمَامُ وَلَا الضَّالِّينَ، فَقُولُوا: آمِينَ)
عن أبي صالح عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: إذا قال الإمام (و لا الضالين فقولوا آمين).
د مدينې فقهاءو د أبو هريرة رضى الله عنه يوه روايت ته ترجيح وركړې، خو امام ابو حنيفه او امام مالك بل روايت ته. دوى او نور ائمه چي وايي آمين دي په ټيټ ږغ ويل كېږي په دې روايت هم استناد كوي:
عن سلمة بن كهيل عن حجر أبي العنبس عن علقمة بن وائل عن أبيه: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم لما بلغ (غير المغضوب عليهم ولا الضالين قال: آمين وأخفى صوته.
علقمه بن وائل له خپل پلار نه روايت كوي چي وايي: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم (غير المغضوب عليهم ولا الضالين) ته ورسېدو نو آمين ئې په ټيټ ږغ ووايو.
امام ابو حنيفه رحمه الله وايي چي په څلورو ځايونو كي به امام خپل ږغ ټيټوي: سبحانك اللهم، تعوذ، بسم الله او آمين.
د مرقاة المفاتيح مصنف وايي: حمل أئمتنا ما ورد من رفع الصوت على أول الأمر للتعليم ثم لما استقر الأمر عمل بالإخفاء والله أعلم.. ثم إن الأصل في الدعاء الإخفاء لقوله تعالى: (ادعوا ربكم تضرعا وخفية) ولا شك أن آمين دعاء، فعند التعارض يرجح الإخفاء بذلك وبالقياس على سائر الأذكار والأدعية: زموږ ټول أئمه په دې نظر دي چي په جهر سره آمين ويل په لومړيو كي او خلكو ته د ښووني او تعليم لپاره وو، بيا كله چي كار مستقر شو (خلك پرې پوه شول) نو په خفيه ويلو ئې عمل پيل شو،… له دې نه علاوه په دعاء كي اخفا او په ټيټ ږغ دعاء كول اصل دئ ځكه چي الله تعالى فرمايي: (خپل رب ته په زاريو او ټيټ ږغ سره دعاء وكړئ)، په دې كي شك نشته چي آمين دعاء ده، نو د تعارض په صورت كي په آمين ويلو كي اخفا او ټيټ ږغ غوره دئ، له نورو اذكارو او دعاگانو سره په قياس).
متأسفانه اوس داسي خلك راپيدا شوي چي د بخاري په دغه غريب روايت به عمل كول داسي گڼي لكه په كوم صريح آيت، لكه چي آمين ويل تر فرض هم اوښتى وي!! په داسي حال كي چي نه پوهېږي د دې روايت وزن او اعتبار څومره دئ، ولي د امام ابو حنيفه او امام مالك په څېر سترو سترو فقهاوو هغه ته يا اعتبار نه دئ وركړى او يا ئې د ابتدائي دور مربوط گڼلى او د دې پر ځاى ئې هغه روايت معتبر گڼلى چي د خفيه آمين سپارښتنه كوي، دې ته هم اعتناء نه لري چي امام ابو حنيفه ته له صحابه وو نه روايات رسېدلي او امام بخاري ته له پنځم نسل نه!! دوى ته تر ټولو مهم مسائل همدا آمين بالجهر، رفع اليدين، قرائت خلف امام، لاس پر سينه يا پر نامه اېښودل، په قيام كي پښې څومره لري لري اېښودل اساسي مسائل برېښي، تر فرائضو هم مهم، هغه هم نه د دې لپاره چي دا رأيه ئې پر بلي مضبوطه او مستدله موندلې بلكي د مادي اغراضو او له بډايو عربو هېوادو نه د زهر زقوم ترلاسه كولو لپاره!! موږ له هغو خلكو څخه نه گيله لرو او نه اعتراض پرې كوو چي يو روايت تر بل ورته غوره او ارجح معلوم شوى او عمل پرې كوي، خو له هغو خلكو كركه لرو چي له دغو فرعي مسائلو نه د اختلاف وسيله جوړوي او په ډېرو حساسو شېبو كي د اختلاف راولاړولو په موخه دا فرعي قضايا عنوانوي!! له دوى نه به هيڅكه وانه ورئ چي د عربو د اوسنيو فرعونانو او ابوجهلانو په ضد څه ووايي، د دغو هيوادو د حكامو فساد، ظلم، عياشي د پرديو په وړاندي ذلت او د خپلو ولسونو په وړاندي بې رحمي او ظلم ته گوته ونيسي، په عربو هېوادو كي د امريكايانو د نظامي اډو يادونه وكړي، پر افغانستان او عراق د صليبي ځواكونو يرغلونه وغندي، خو د امام ابو حنيفه په ضد به په ډېر جسارت او سپين سترگتوب سره بد ورد وايي او د احنافو مذهب به د حديث خلاف گڼي، دا په داسي حال كي چي د قرآن يو آيت به سم نشي ژباړلى، د يوه حديث له سمي او دقيقي ترجمې نه به عاجز وي، د بخاري د رواياتو تر منځ توپيرونه او تعارضات به نشي درك كولى او د متعارضو رواياتو له منځ نه د يوه د انتخاب استعداد به نه لري، خو داسي به مغرور وي چي د امت فقهاءو او ائمه وو ته به په سپكه سترگه گوري، د كوم جومات په كنج كي به ئې څو مظلوم طالب العلمان راغونډ كړي وي، د دوى په نامه به له خلكو پيسې راټولوي، همدا به ئې د معيشت د تأمين ذريعه وي، خو د همدغو مظلومانو له ايمان او عقل سره به لوبي كوي او د مذاهبو په ضد به ئې پاروي.
نور بیا …



