اسلامیسلایدرمطالب مهم

شاهي كوټ مجاهدينو لخوا

 

شاهي كوټ مجاهدينو لخوا

شرعي فتوا

 

لیکوال: محترم حکمتیار

پر افغانستان د امريكا او بريتانيا له حملې ورسته د دې هېواد ديندار او په خداى مين كسان له خپلو علماوو او مشرانو مسلسل پوښتني كوي چي د دې نوي وضعيت په وړاندي د افغانانو ديني او مذهبي مسئوليت كوم دئ او له دې حالت د هېواد د ايستلو لار څه ده؟ موږ د افغانستان او اسلامي نړۍ د ټولو با ايمان او حقيقي علماوو په استازيتوب د دوى پوښتنو ته لاندي ځوابونه وايو او دا فتوى صادروو:

پر افغانستان د امريكا تر مشرۍ لاندي د كفري ځواكونو له تېري وروسته او په دې هېواد كي د دوى د مسلح ځواكونو له استقرار وروسته زموږ هېواد د دارالحرب حكم لري.

د شرعي نصوصو له مخي په دې حالت كي پر هر مسلمان؛ ښځه وي او كه نارينه وي، پر ټولو مسلح جهاد تر هغه فرض عين دئ چي د كفري ځواكونو سلطه پاى ته ورسېږي، د دوى فوځونه زموږ له خاوري ووځي او په آزاد او مستقل افغانستان كي د افغان مسلمان ملت د خوښي اسلامي نظام قائم شي. اوس پر افغانانو جهاد همغسي فرض دئ لكه د روسي قواوو په لاس د افغانستان د اشغال په وخت كي چي فرض وو. او هغه خلك چي د دوى ملگرتيا كوي دا كسان له شك او ترديد پرته د كمونستانو په څېر مباح الدم او واجب القتل دي، دوى بايد د كمونستانو په څېر وگڼل شي او د دوى په خلاف بايد همغه څه وشي چي له كمونستانو سره وشول، مگر دا چي توبه وكړي، د دوى له ملگرتيا لاس واخلي او د خپلي گناه او جرم د جبران لپاره د دښمن په خلاف وسله واخلي او د ژوند تر آخري سلگۍ په اخلاص او صداقت وجنگېږي.

الله تعالى فرمايي:

لَّا تَجِدُ قَوۡمٗا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ يُوَآدُّونَ مَنۡ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوۡ كَانُوٓاْ ءَابَآءَهُمۡ أَوۡ أَبۡنَآءَهُمۡ أَوۡ إِخۡوَٰنَهُمۡ أَوۡ عَشِيرَتَهُمۡ٢٢   المجادله

په خداى او د آخرت په ورځي ايمان لرونكى هيڅ قوم به هيڅ كله داسي ونه مومې چي له الله او د ده له رسول سره دښمني كوونكي سره دوستي وكړي، كه څه هم هغوى د دوى پلرونه وي، يا ئې زامن، يا ئې ورونه او يا ئې خپلوان وي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:

” مَنْ مَشَى مَعَ ظَالِمٍ يُقَوِّيهِ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ ظَالِمٌ فَقَدْ خَرَجَ مِنَ الْإِسْلَامِ ”

څوك چي له يوه ظالم سره د دې لپاره درومي چي د هغه ملاتړ وكړي، پداسي حال كي چي پوهېږي هغه ظالم دئ، يقيناً چي له اسلام وتلى.

د دې نصوصو په رڼا كي علماء دا فتوى وركوي چي ټول هغه كسان، ډلي او حكومتونه چي پر افغانستان د امريكا د وحشيانه حملې حمايت او ملگرتيا كوي او په دې جنگ كي ئې په يوه او بل ډول د امريكايانو‏ ملگرتيا او مرسته كړې؛ له اسلام وتلي او د الله تعالى له صريح حكم ئې بغاوت كړى. پداسي حال كي چي د امريكا د بم ورونو په نتيجه كي په زرگونو بې گناه افغانان په شهادت رسېد‏لي، په لسگونو زره هجرت ته اړ شوي او پر لسگونو جوماتونو په داسي حال كي بمونه ورول شوي چي خلك د لمانځه لپاره غونډ شوي او جمع ولاړہ وه، په دې حالت كي چي څوك د امريكا د حملې ملاتړ كوي، له امريكايانو‏ غواړي چي خپل بريدونه مزيد تشديد كړي، د خپلو فوځونو شمېر‏ زياد كړي، له كابل علاوه په نورو ښارونو كي هم خپل فوځونه ځاى پر ځاى كړي، نه د افغانانو په مرگ ژوبله خواشيني كېږي او نه د كليو، كورونو او جوماتونو په ورانېدو خفگان څرگندوي، دا كسان د هيڅ معيار له مخي نه د ايمان خاوندان گڼلى شو، نه د انساني عاطفې او نه هم د افغاني غيرت خاوندان. دوى الله تعالى، آخرت او ايمان ته شا كړې او خپل افغاني غيرت ئې په ډالرو پلورلى.

همدا راز پر ټولو افغانانو د هغو كسانو ملگرتيا، مرسته او ملاتړ فرض دئ چي د امريكايانو‏ او انگرېزانو خلاف مقابله كوي. د دغو مجاهدينو اسرار ساتل، دوى ته د دښمن او د هغه د پلانونو په اړه مفيد معلومات وركول، د دوى په خلاف د دښمن حملې شنډول، له دوى سره مالي، ځاني او نظامي مرستي كول، دوى ته پناه وركول، د دوى د ټپيانو معالجه او د دوى د شهيدانو درناوى؛ د فرد فرد باايمان افغان ديني او مذهبي دنده ده.

موږ ټولو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته بلنه وركوو چي د اسلام د دې ستر دښمن په خلاف په دې مقدس جهاد كي برخه واخلي، دا جهاد بايد تر هغه ادامه وكړي چي ټول بهرني فوځونه له افغانستان ووځي، د كفري ځواكونو او د دوى د گوډاگيانو سلطه پاى ته ورسېږي او په افغانستان كي داسي اسلامي حكومت قائم شي چي مشران ئې د ملت له لوري غوره شوي وي، شريعت ته التزام لري، د افغانستان له خپلواكي او اسلامي هويت دفاع كوي او په هېواد كي محمدي شريعت قائموي. د هر باايمان افغان بايد دا عقيده وي چي قادر الله الله تعالى به دا نوي اشغالگران د مخكينيو په څېر له ماتي او رسوايي سره مخامخ كوي او امريكا او ملگري به ئې د شوروي اتحاد په څېر په ذلت او رسوايي اخته كوي، مجاهدينو ته به پر دښمن برى وركوي او د يوه بل مغرور كفري ځواك د راپرزولو شرف او افتخار به د دوى په برخه كوي او په دې ترتيب به ټوله نړۍ او مظلوم ولسونه د امريكا له شر ژغوري.

موږ مجاهدينو ته وايو: خيرالناصرين الله تعالى ستاسو مل دئ، خپله ملا كلكه وتړئ، په لوى الله تعالى توكل وكړئ، په دې مو باور وي چي د مرگ، ژوند، ماتي او بري پرېكړي مالك الملك خداى صادروي.

حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ

موضوعات مشابه

Back to top button