تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۱۰ برخه

 

د مؤقت حكومت د خارجه وزير په توگه

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۱۰


ما په مؤقت حكومت كي د خارجه وزير په توگه خپل كار په جدي توگه پيل كړ، په هغي مرحلې كي زموږ په وړاندي دوه مهم هدفونه پراته وو: په اسلامي كنفرانس كي د افغانستان خالي څوكۍ تر لاسه كول او د اسلامي نړۍ د يو شمېر ملكونو له خوا د مؤقت حكومت په رسميت پېژندل.

د دې لپاره ما شخصاً د يوه گډ هيئت په سركي د ايران، سعودي، ليبيا، عراق، ماليزيا، سنگاپور، بروناي، بنگله ديش، اندونيزيا، آستراليا او چين دوره وكړہ او ډېرو نورو ته مو هيئتونه ولېږل.

ما غوښتل چي تر ټولو د مخه ايران زموږ مؤقت حكومت په رسميت وپېژني، د همدې لپاره مي لومړى سفر ايران ته وو، ايراني مسئولينو ته مو وويل چي راشي دا تاريخي گام تاسو اوچت كړي او دا افتخار تاسو تر لاسه كړي چي د مجاهدينو حكومت مو تر ټولو د مخه په رسميت وپېژندلو، پدې سره به هم په اسلامي نړۍ كي ستاسو اعتبار ته گټه ورسېږي او هم به په افغان ولس كي ستاسو په نسبت د ميني او احترام جذبه تقويه شي، هغوى ته مي وويل چي د نجيب حكومت حتماً او ډېر ژر نسكورېږي، د مجاهدينو حكومت به په نږدې راتلونكې كي د هغه ځاى نيسي، ښه به دا وي چي په كابل كي تر استقرار نه د مخه هغه په رسميت وپېژني، پدې سره به مجاهدين د تل لپاره ستاسو مرهون وي. خو ايران پدې ارتباط دوه مشكله درلودل:

الف: په مؤقت حكومت كي، په ايران كي د مستقر شيعه تنظيمونو عدم شموليت.

ب: له مسكو سره د تهران د نږدې روابطو له خړ پړ كېدو نه د دوى تشويش.

ما له يوې خوا هڅه وكړہ چي دا تنظيمونه حتماً په يوه څه راضى كړو او په مؤقت حكومت كي ئې شركت ته تيار كړو او له بلي خوا د تهران مسئولين پدې قانع كړو چي د مؤقت حكومت په ارتباط خپل دريځ د شيعه تنظيمونو په شموليت او عدم شموليت پوري ونه تړى، خو متأسفانه پدې موفق نشوم.

د اسلامي كنفرانس په غونډي كي، مجاهدينو ته د افغانستان د خالى څوكۍ د سپارلو په ارتباط د هغو هېوادونو او هيئتونو د مخالفت د مخنيوى لپاره چي له مسكو سره ئې نږدې روابط درلودل، موږ د ليبيا او عراق د موافقې ترلاسه كول ضروري وگڼل، د همدې لپاره ما شخصاً د دې دواړو ملكونو دوره وكړہ، له معمرالقذافى او صدام حسين سره مي تفصيلي ليدني كتني وشوې له دواړو څخه مي قطعى اطمئنان ترلاسه كړ، ما د دواړو استقبال او تائيد د خپل انتظار نه ډېر ډېر اوچت وموندو.

يوازنى طرف چي د مخالفت وېره مي ترې درلوده د الفتحى هيئت وو، د همدې لپاره مي له ياسرعرفات سره تلفوني خبري وكړي او له هغه نه مي وغوښتل چي كه تائيد او ملاتړ نشي كولى لږ تر لږہ بايد مخالفت ونكړي.

د دغو هلو ځلو په نتيجه كي موږ له يوې خوا په اسلامي كنفرانس كي د افغانستان څوكۍ تر لاسه كړہ چي ډېر زيات اهميت ئې درلودو او له بلي خوا څلورو ملكونو زموږ مؤقت حكومت په رسميت وپېژندو.

متأسفانه د بې نظير بوتو حكومت، پدې خاطر چي واشنگټن ناراضه نشي زموږ په مؤقت حكومت له اعتراف نه ډډہ وكړہ، د ډېرو نورو هېوادونو د عدم اعتراف وجه يا د پاكستان عدم اعتراف وو او يا د امريكا مخالفت.

بينظيربوتو ويل چي كه مجاهدين ځيني لوى ښارونه ترلاسه كړي او يا د دوى حكومت داخل ته انتقال شي پاكستان به ئې په رسميت وپېژني، پداسي حال كي چي مجاهدينو د كنر، خوست، تخار او پكتيكا په شان مهم ولايتونه نيولى وو.

 

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button