
د بينظير او عرفات په غونډي كي
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۹
د افغانستان په اړہ د بينظيربوتو دگوند دريځ د هغي غونډي له خبرو آترو نه معلومولى شي چي د ياسرعرفات په افتخار د جوړي شوې مېلمستيا په پاى كي ما لدوى سره درلوده. په غونډي كي د بې نظير په شمول نصرت بوتو، د بهرنيو چارو وزير، جنرال بابر د كورنيو چارو وزير او د آى اس آى مسئول او ياسرعرفات او د ده د هيئت غړو برخه درلوده، د ياسر عرفات د غوښتني په اساس ما ته پدې مېلمستيا او غونډي كي بلنه راكړل شوې وه، بې نظيربوتو غوښتل چي د دواړو طرفونو گډہ خبره د ياسرعرفات په ذريعه وشي، هغه ماته مخ كړ او وئى ويل: “ته ځوان ئې او روښانه راتلونكې لرې…په خپلو د غو بچيانو (كمونستانو) رحم وكړہ، دوى مؤقتا په خپلي غېږ كي ونيسه، په يوه گډ ائتلافي حكومت توافق وكړي او پدې ترتيب روانه جگړہ پاى ته ورسوي، بيا انتخابات وكړي، په انتخاباتو كي طبعاً او له شكه پرته، ملت تا ته رأى دركوي…“
ما ورته وويل: زموږ د هېواد وضعيت داسي دى چي د مجاهدينو او نجيب ترمنځ د ائتلافي حكومت د جوړېدو هيڅ امكان نشته، بايد په يوې داسي طرحى فكر وكړو چي عملي وي او واقعاً او د تل لپاره د جگړي عوامل او امكانات پاى ته ورسوي. هغه وويل: نو تاسو دواړہ ظاهرشاه د مؤقتي مودې لپاره د سمبول په حيث ومني، اصل قدرت به ستاسو په لاس كي وي.
ما وويل: “د ظاهرشاه د راتلو هيڅ چانس نشته، نه ئې مجاهدين مني او نه هغه د افغانستان په شان د كړكېچنوحالاتو د سمبالولو استعداد او توان لري، په كوم چاچى هيڅ توافق نشي راتلاى هغه ظاهرشاه دى. د حل عملي او آسانه لار دا ده چي يوه داسي مؤقت حكومت ته قدرت انتقال شي چي ټولو طرفونو ته د منلو وړ وي او له منل شوو صالح افغاني شخصيتونو نه جوړ شوى وي. د پاكستان په شان موږ هم يوه مصطفى جتويي ته ضرورت لرو، ټولو وخندل (جتوئى په پاكستان كي د مؤقت حكومت صدر اعظم ټاكل شوى وو): ما علاوه كړہ: بيا دي انتخابات تر سره شي. هغه كسان چي گمان كوي په افغانستان كي انتخابات يا عملي ندي يا سابقه نلري اشتباه كوي، په افغانستان كي د انتخاباتو سلسله د ظاهرشاه په دور كي پيل شوې او څو ځله انتخابات تر سره شوي،كه افغانستان ته ورته، د نړۍ د نورو هېوادونو اوږدې داخلي جگړي، لكه د جنوبي افريقا او كمبوديا په څېر منازعات، د انتخاباتو له لاري حل كېدى شي او هلته ائتلافي حكومتونه غيرعملي گڼل كېږي، ولي د افغانستان بحران په همدې ترتيب حل نشي”؟!
د هغي غونډي په پاى كي ياسرعرفات له بينظيربوتو نه وغوښتل چي د ده (ياسرعرفات) او امريكا ترمنځ منځگړيتوب وكړي! داسي معلومېده چي ياسرعرفات په هماغو شپو ورځو كي د خپلي پخوانۍ تگلاري له نتائجو نه مأيوسه شوى وو، د حماس د انقلابي خوځښت وسيع تحركات او ورځ په ورځ زياتېدونكى نفوذ ئې د الفتح سازمان لپاره جدي خطر گڼلو او غوښتل ئې د امريكا له لاري له اسرائيلو سره كوم توافق ته ورسېږي”
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



