د افغانستان د سرپرست حکومت د پاکستاني پلاوي د راتګ راپورونه رد کړل

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستاني پلاوي د راتګ راپورونه رد کړل
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه بېاساسه وبلل چې ګواکې یو پاکستاني لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. دغه وزارت وایي، دا معلومات د «شایعاتو او ناسمو سرچینو» پر بنسټ خپاره شوي او له واقعیت سره تړاو نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ (۳۰ میزان) په خپل پیغام کې چې په اېکس کې خپور شوی، لیکلي:
«هیڅ پلاوی د پاکستان له لوري کابل ته نه دی راغلی. ټول هغه راپورونه چې د دې سفر په اړه خپاره شوي، له حقیقت څخه لرې او بېاساسه دي.»
ښاغلي فطرت زیاته کړه، په وروستیو ورځو کې د سرپرست حکومت چارواکو د پاکستان له هېڅ پلاوي سره رسمي لیدنه نه ده کړې.
یادې څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، ګواکې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی، څو د افغانستان د سرپرست حکومت له استازو سره د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو اړیکې د تورخم د تګ راتګ د محدودیتونو، سرحدي تاوتریخوالو او سیمهییزو سیاسي کړکېچونو له امله یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.
شنونکي باور لري چې دا دریځ ښيي، د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم د بېاعتمادیو له فضا سره مخ دي او د متقابل باور د رامنځته کولو لپاره پر دوامدارو او روڼو خبرو اترو ټینګار ته اړتیا ده.



