
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 7
آيا له طاق ركعتونو وروسته لنډہ ناسته ضروري ده؟
ځيني داسي گمان كوي چي دوهم او څلورم ركعت ته له پاڅېدا د مخه او د مخكني ركعت له وروستۍ سجدې وروسته بايد لنډہ ناسته وشي، دوى د دې ادعاء لپاره د بخاري په يوه داسي روايت استناد كوي چي د سند له مخي ډېر زيات غريب دئ، روايت داسي دئ:
عَنْ مَالِكُ بْنُ الْحُوَيْرِثِ اللَّيْثِىُّ أَنَّهُ رَأَى النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم يُصَلِّى، فَإِذَا كَانَ فِى وِتْرٍ مِنْ صَلاَتِهِ لَمْ يَنْهَضْ حَتَّى يَسْتَوِىَ قَاعِدًا. (بخارى:823)
له مالک بن حويرث رضى الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې پداسي حال کي په لمانځه ليدلى چي په طاق رکعت يعني اول او درېيم رکعت کي به تر هغه پوري له سجدې نه قيام ته نه لوړېدو چي ښه به نه وو ناست. يعني له کښېناستو وروسته به قيام ته پورته شو.
دا روايت د سند له مخي تر مطلق غريب اوښتى او په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري، محققين غريب روايات د احكامو په اړہ حجت نه گڼي، مگر دا چي د تأييد لپاره ئې كوم شاهد وموندل شي، د متن له پلوه له هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي: له سجدې نه راپورته كېدا به په تكبير سره وي، كه په طاق ركعتونو كي له وروستۍ سجدې وروسته ناسته وشي نو له ناستي وروسته ولاړېدا بل تكبير ايجابوي، دا ځكه چي د لمانځه هر حركت له يوه ږغ او وينا سره توأم وي، دا حركت به ولي په استثنائي توگه له كومي وينا او ږغ پرته ترسره كېږي؟!! ښايي مالك بن حويرث به د رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي ناسته په كوم استثنائي حالت كي ليدلې وي، لكه د بيمارۍ يا د زنگنو د درد په حالت كي. نه له بل صحابي نه داسي روايت شته او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي كولو امر كړى.
كه تاسو د تشهد لپاره د کښېناستلو اړوند روايت ته ځير شئ درته جوته به شي چي كله كله راوي د بل چا له كوم حركت نه ناسمه انتباه اخلي، هغه د بيمارۍ او كوم مشكل په وجه استثنائي حركت كړى وي او دې راوي داسي انتباه ترې اخيستې وي چي گواكي دا ئې دائمي عادت دئ!! روايت داسي دئ:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ أَنَّهُ أَخْبَرَهُ أَنَّهُ كَانَ يَرَى عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ رضى الله عنهما يَتَرَبَّعُ فِى الصَّلاَةِ إِذَا جَلَسَ، فَفَعَلْتُهُ وَأَنَا يَوْمَئِذٍ حَدِيثُ السِّنِّ، فَنَهَانِى عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ وَقَالَ إِنَّمَا سُنَّةُ الصَّلاَةِ أَنْ تَنْصِبَ رِجْلَكَ الْيُمْنَى وَتَثْنِىَ الْيُسْرَى. فَقُلْتُ إِنَّكَ تَفْعَلُ ذَلِكَ. فَقَالَ إِنَّ رِجْلَىَّ لاَ تَحْمِلاَنِى. (بخارى:827)
د عبدالله بن عمر رضى الله عنهما له زوى عبدالله رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: عبدالله بن عمر رضى الله عنهما ئې ليدو چي په لمانځه کي د کښېناستلو په وخت به ئې پلتۍ وهله، ما هم دا كار وكړ، زه دا مهال كم عمره وم، نو زه ئې له دې كاره منع كړم او وئې ويل: د لمانځه سنت دا دئ چي په ناستي كي خپله ښۍ پښه ودروې او كيڼه پښه دي تاو كړې (او ورباندي کښېنې)، ما ورته ويل: ته خو داسي كوې!! وئې ويل: زما پښې (كمزورې دي او) زما دروندوالى نه شي زغملى.
له دې روايت نه دوه خبري معلومېږي: 1- په تشهد كي د ناستي سنت دا دئ چي سړى ښۍ پښه ولاړہ وساتي او كيڼه پښه څملوي او پرې كښېني، احنافو د نارينه وو لپاره دغه صورت ته ترجيح وركړې، او د ښځينه وو لپاره هغه صورت ته چي پر كوناټي كښېني او پښې ښي لوري ته كږې كړي. 2- ښايي مالك بن حويرث رضى الله عنه هم رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي كوم استثنائي حالت كي ليدلى.
د عبدالله بن عمر رضى الله عنهما له وينا دوه خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي: 1- په دواړو جلسو كي به ناسته پر كيڼي پښې وي، كه داسي نه وى نو هغه به ورته ويلي وو چي په يوې جلسې كي داسي او په بلي كي داسي كښېنه، 2- ناسته به په كيڼي پښي وي ځكه هغه دا عذر وړاندي كړى چي زما پښه دا نشي تحمل كولى، كه ناسته پر كوناټي وى نو د دې خبري كولو ته ضرورت نه وو.
نور بیا …



