د امت له ورځپاڼي سره د محترم حکمتیار مركه

د امت له ورځپاڼي سره
د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امير، محترم حکمتیار مركه
د “امت” درنې ورځپاڼي خپله يوه ځانگړې گڼه “د افغانستان د روان بحران د حل عملي لاري” لپاره مختص كړې او په همدې اړہ ئې له ورور حكمتيار غوښتي چي خپل نظريات وليكي. ميثاق ايثار وغوښتل چي د دوى ځواب خپلو لوستونكو ته وړاندي كړي. دا تاسو او دا هم د ورور حكمتيار ځوابونه:
محترم ورور احتشام سعيد قريشي السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د افغانستان د روان بحران د حل په اړہ ستاسو پوښتني ته هلته سم او دقيق ځواب ويلى شو چي د دې بحران اصلي اسباب وپيژنو او په دې پوه شو چي د بحران د پيل داخلي او خارجي عوامل څه وو او د دوام اسباب ئې كوم.
د افغانستان جگړہ اوس هم او له دې د مخه هم له بهر تپل شوې جگړہ وه، دا جگړہ مسكو پيل كړہ، د روسي فوځونو د وتلو په وخت كي واشنگټن او مسكو په گډہ فيصله وكړہ چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه په هره بيه ونيسي، دوى لومړى كوشش وكړ چي نجيب په اقتدار كي پاته شي چي همدا د جگړي د دوام باعث شو او كله چي نجيب استعفاء كولو ته اړ شو نو دوى په مسكو پوري تړلو كمونستانو او په امريكا پوري له تړلو ډلو ائتلافي جبهه جوړہ كړہ او له همدې ائتلاف ئې د جگړي د دوام په لار كي استفاده وكړہ. د طالبانو له راپيدا كېدو وروسته تاسو وليدل چي كله د شمال جبهه له ماتي سره مخامخ شوه نو همدغو ځواكونو طالبان تر فشار لاندي نيولي وو چي د شمالي جبهې په خلاف خپل بريدونه متوقف كړي. حتى مسكو او واشنگټن د ملگرو ملتونو د امنيت له شورى دا پرېكړہ تر لاسه كړہ چي د طالبانو په خلاف يو طرفه محاصره اعمال شي او مسكو ته د دې مجوز وركړي چي د شمال له جبهې سره په خلاص لاس او بې درېغه نظامي مرسته وكړي. تاسو په دې پوهېږئ چي له بهرنۍ مرستي پرته هيڅ افغانى ډله په دوامداره توگه جگړہ نشي كولى. دا ډلي د هغو ملكونو د نظامي او مالي مرستو په طفيل جگړو ته دوام وركوي چي په دې منطقې كي خپلي گټي د افغانستان د جگړي په دوام كي لټوي، د دې جگړي اور ته لمن وهي او جگړماري ډلي ئې د همدې مقصد لپاره استخدام كړې.
دا حقائق دغه خبره ثابتوي چي د افغانستان جگړہ نه داخلي جگړہ ده، نه قومي او مذهبي جگړہ، نه د قدرت د تر لاسه كولو لپاره د سياسي ډلو جگړہ، بلكي له بهر تحميل شوې جگړہ ده. د بحران لپاره د مناسب او عملي حل پيدا كولو لپاره بايد دا ټول حقائق په پام كي وساتو.
موږ تل دا خبره كړې چي د افغانستان بحران هلته حل كېدى شي چي:
- د افغانستان په كورنيو چارو كي بهرنۍ لاسوهني متوقف شي.
- افغان ولس ته د دې فرصت وركړى شي چي له بهرني فشار او لاسوهني پرته خپل برخليك وټاكي.
د امريكا له حملې وروسته چي كوم نوى وضعيت را پيدا شوئ او بحران ته ئې نوي او پراخ ابعاد وركړي، له دې حالت د هېواد د ايستلو دوې لاري دي:
1ـ كه امريكا د جنگ په دوام ټينگار وكړي، د افغانستان د نيولو او له هغه د يوې نظامي اډې د جوړولو او په دې هېواد د يوه لاس پوڅي حكومت د تحميل له ارادې لاس وانخلي نو د افغانانو په وړاندي له مقاومت پرته بله لار نشته، افغانان مجبور دي له خپل دين، مقدساتو، خپلواكي او هېواد دفاع وكړي. هيله ده افغان ولس په دې مقاومت كي يوه بله تاريخي بريا تر لاسه كړي او امريكا د شوروي اتحاد په څېر له ماتي سره مخامخ شي.
2ـ خو كه امريكا له جگړي پرته د بحران له حل سره موافقه وكړي، په دې صورت كي بايد د سولي د اعادې لپاره لاندي اقدامات وشي:
- د امريكا او بريتانيا هوائي بريدونه دي متوقف شي.
- امريكا او روسيه دي په دې خبري توافق وكړي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي به له مداخلې لاس اخلي، له هيڅ افغانى ډلي سره به مالي او نظامي مرسته نه كوي او د افغانستان گاونډي هېوادونه به دې ته اړ كوي چي نه به په خپله د دې هېواد په كورنيو چارو كي مداخله كوي او نه به نورو ته اجازه وركوي چي د دوى د زمکي او فضاء له لاري افغانستان ته وسلې او مهمات ولېږي.
- افغان ولس ته اطمئنان وركړى شي چي نړۍ دوى ته موقع وركوي چي خپل مشكل په خپله حل كړي. افغانان په آساني كولى شي د هغو مسلح ځواكونو سلطه پاى ته ورسوي چي د پرديو د مټو په زور ئې دوى يرغمل نيولي.
- ټول هغه ځواكونه چي په افغانستان كي د جگړي د خاتمي او د سولي د اعادې پلوي كوي، بايد له افغانانو سره مرسته وكړي چي لومړى يوه داسي شورى جوړہ كړي چي د افغان ولس د ټولو پرگنو له واقعي او منتخبو استازو جوړہ شوې وي. دې شورى ته به د افغانستان د هري ولسوالۍ او د هغو افغانانو منتخب استازي معرفي كېږي چي له هېواد بهر په پاكستان، ايران، مركزي آسيا، اروپا، امريكا او عربى هېوادونو كي مېشت وي.
- دا منتخبه شورى به لومړى يو موقت حكومت جوړوي، بيا به د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تدوين او تصويب كوي، د ملي اردو د تشكيل او د يوې مستقلي ځواكمني ستري محكمې د جوړولو په اړہ به مناسب تصاميم نيسي.
- موقت حكومت به تر دوو كلونو دوام كوي؛ د دوو كلونو په پاى كي به د نوي اساسي قانون مطابق آزاد انتخابات ترسره كېږي او قدرت به منتخب حكومت ته انتقالېږي.
افغانان نه انتصابي شورى مني او نه د پرديو په لاس جوړ شوي حكومتونه. زموږ گاونډي هېوادونه دا حق نه لري چي د افغانانو لپاره د خپلي خوښي حكومت جوړ كړي او هر يو په دې حكومت كي خپلي لاس پوڅي ډلي ته په زړہ پوري برخه وغواړي. داسي حكومت به د پرديو حكومت وي نه د افغانانو، هر حكومت چي د يوې منتخبي شورى له لوري جوړ نشي او په تركيب كي ئې د گاونډيو او ذيدخلو هېوادونو شرائط مراعات شي، د تېرو حكومتونو په څېر به د كړكېچ او بحران عامل وي نه د سولي د تأمين ذريعه.
په همدې خاطر موږ په دې خبري ټينگار كوو چي لومړى بايد د افغان ولس يوه ممثله شورى جوړہ شي او همدا شورى دي د موقت حكومت او ټولو نورو قضاياوو په اړه تصميم ونيسي.
موږ په دې باور يو چي د امريكا په خلاف د افغان ولس مقاومت په اصل كي د اسلام او كفر جگړہ ده، د اسلامي امت برخليك د دې جگړي په پايلو پوري تړلى دئ، كه مسلمانان په دې جگړي كي بريالي شول؛ ټوله اسلامي نړۍ به د امريكا له سلطې آزاده او د امريكا له شر ژغورل كېږي. او كه خداى مه كوه امريكا او متحدين ئې په دې جگړي كي بريالي شول، د امريكايانو غرور او تكبر به هغه پړاو ته ورسېږي چي پر ټولي نړۍ له كاملي سلطې پرته به په بل څه راضى نشي، خپل مخالفين او هر هغه ملك به مجازات كوي چي د دوى سيادت نه مني.
په افغانستان او په افغان ولس كي دا وړتيا شته چي د امريكا د تېري په وړاندي مقاومت وكړي، د امريكا عزائم شنډ كړي او د شوروي ځواكونو په څېر امريكايي ځواكونه هم له ماتي سره مخامخ كړي. ښايي الله تعالى دا اراده كړې چي دا مغرور او شرير ځواك په افغانستان كي د سرې امپراطورۍ په څېر له ماتي سره مخامخ كړي او نړۍ د هغه له شر وژغوري.



