
ټرمپ او د بګرام د نیولو شوق
لیکوال: محترم حکمتیار د ح.ا.ا مجاهد امير
ترجمه: خوجه سید حبیب الله (شفق)
د ټرمپ د وروستیو څرګندونو له مخې، په لندن کې د بريتانيا د صدراعظم سره په ګډه خبري کنفرانس کې ، ښکاره ده چې هغه د بګرام د نیولو شوق پیدا کړی او غواړي په دې ساده خو جنوني کار سره د “قهرمان” لقب ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې د غزې د نیولو شوق او هلته د ښکلي ساحل جوړولو هڅه، هغه ته د “عصر هټلر” لقب ورکړ!
هو ، موږ پوهیږو چې ته بګرام غواړې ؛ په خپل هدف کې قاطع او جدي یې او د پایلو له ډاره پرته یې غواړې ؛ خو په دې پوه شه چې دا سیاستونه دې د امریکا د زوال سبب ګرځي ، او تاریخ به تا د ستایلو وړ فاتح نه ، بلکې د امریکا بریژنف و بلي.
د ټرامپ د بګرام د نیولو تصمیم په اړه څو مهمې خبرې باید په پام کې ونیول شي:
امریکایي رسنۍ ادعا کوي چې امریکایي چارواکي د اسلامي امارت سره د بګرام د بیا پوځي حضور په اړه خبرې کوي؛ ممکن هدف یې د امریکایي هیئت کابل ته د استازیتوب سفر او د اسلامي امارت د دفاع وزیر دوحې ته تلل وي ، خو طالبانو دا ادعا په کلکه رد کړه ؛ د اسلامي امارت لوی درستیز په صریحو الفاظو د بګرام په اړه هر ډول مذاکره یا معامله رد کړه.
ټرمپ له لندن څخه د راستنیدو وروسته خپله نرمه لهجه له منځه یووړله او ګواښ یې وکړ چې که بګرام ورنکړل شي، بدې پېښې به رامنځته شي! دا سخت لهجه یې مخکې هم د ایران پر ضد کارولې وه.
د بګرام معامله دکمونستانو اوسیکولرانو د معاملې نه هیڅ توپیر نلري کمونستانو افغانستان په شوروي وپلوره او سیکولرانو امریکا سره ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک کړ .
ایا دا ممکنه ده چې د دې دوو ګروپونو پرته دې څوک دغه تاریخي ننگين کار ته غاړه کیږدي؟
ټرمپ د بګرام ارزښت د دې له نظره مهم ګڼي چې د چین د اټومي تاسیساتو سره نژدې دی؛ او دا بې شکه د چین پر ضد د جګړې اعلان ته ورته دی!
د چین سمدستي عکس العمل هم دا تحلیل تاییدوي.
امریکا د افغانستان د بیا نیولو لپاره بګرام ته اړتیا لري ، نه د چین د مقابلې لپاره .
که ترامپ واقعاً د چین سره د جګړې اراده درلودی ، نو آیا تایوان او سویلي کوریا، چې د چین په نږدې کې د امریکا د دوه اډو حیثیت لري ، ورته بس نه وې؟
امریکا د چین او روسیې سره د جګړې جرأت نلري ، حتی له شمالي کوریا سره هم له تصادم ډډه کوي.
امریکا ته وایو:
خپل ځواک د یو جګړه ځپلي هیواد لکه افغانستان او مظلوم غزې پر وړاندې مه ازمایئ ؛ دا به ستاسو لپاره ډېر شرمونکی او ننگین کار وي ؛ که همت لرئ ، مسکو او بېجینګ سره مقابله وکړئ! خو پام کوي چې د ویتنام جګړه او د امریکا ماتې هم په یاد ولرئ.
هېڅوک نشي کولی بګرام تاسو ته وسپاري؛ هغه کسان چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون یې لاسلیک کړی، دومره ذلیل شول چې حتی ستاسو د سیاحتي ویزې ارزښت هم نلري.
که تاسو ایران ته په شپه کې او په پټه د غلو پشان ورننوتۍ او د تاریخ تر ټولو لوی بمونه وغورځول ، خو هیڅ لاس ته راوړنه مو نه درلودله ؛ په داسې حال کې چې افغانستان لاهم ستاسو د هوايي ځواک تر کنټرول لاندې دی او هېڅوک مو د پوځي حضور مخه نشي نیولی؛ تاسو کولای شئ د ورځې په رڼا کې هم بګرام ته راشئ ، ځانګړو الوتکو B-2 او B-52 ته هیڅ اړتیا نشته؛ خو آیا دا تضمین لرئ چې د مخکې نه به هم د بد حالت سره مخ نشئ؟
افغانانو ته درواغ مه وایئ ؛ ستاسو ولسمشر د مطبوعاتو او د بريتانيا د صدراعظم په حضور کې وايي: بګرام غواړو؛ او کله چې امریکا ته راستنیږي، په سخت لهجه وايي: بګرام ته عاجل اړتیا ده! خو د امریکایي هیئت يوه غړی چې د اسیرانو د خلاصون په نامه کابل ته استول شوی و، وايي:
“موږ محدود حضور غواړو، یوازې د تروریزم پر ضد عملیات لپاره.
” کوم تروریزم؟
همدا تاسو وي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې مو د طالبانو پر وچولي د تروریستۍ ټاپې وهلې، خو په پای کې مو کابل او ټول افغانستان هغوی ته وسپاره !
یوازې څو ورځې مخکې مو ویل چې طالبان د داعش پر وړاندې بریالي دي، او د داعش مرکزونه له افغانستانه پاکستان ته تللي؛ نو څه بدلون راغلی چې په لږه موده کې داعش بیا افغانستان ته ستون شو او اوس د امریکایي ځواکونو د اړتیا خبره کېږي؟
ښکاري چې دا متغیره څرګندونې د لابیزو تبلیغاتي کار دی، نه د امریکا.
وړاندیز کوو چې د دې زور زیاتي نه ډډه وکړئ ؛ خپل ځواک د سولې د تامین لپاره وکاروئ ، نه د جګړو او شرارت لپاره.
نه افغانان د بګرام د نیولو ګواښ درسره منلای شي او نه د وینزویلا خلک .
د وینزویلا خلک له خپل ولسمشر سره ولاړ دي او د مقابلې لپاره تیار دي؛ افغانان به هم شا ته پاتې نه شي!
باور لرو هر هغه چا چې په صادقانه توګه د شوروي او ناټو پر ضد ج،هاد کړى وي ، بیا به د هر مغرور یرغلګر پر وړاندې ج،هاد وکړي او هېڅوک به د هغه چا سره ملګرتیا ونکړي چې دښمن ته سر ټیټوي او تسلیمیږي .



