سلایدرفلسطین

غزه کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه شهیدان شوي

ناصر روغتون هم تایید کړې چې په بله پېښه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه خیمه د برید له امله ۵ تنه شهیدان شوي دي.

 

غزه کې د اسرائیلي تروریستانو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه شهیدان شوي

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وایي، د اسراییل تروريستي رژیم د هوايي بریدونو او ډزو له امله د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۹ تنه شهیدان شوي، په داسې حال کې چې د اوربند او د برمته شویو د خوشې کېدو په تړاو نړیوال فشارونه هم زیات شوي دی.

خو اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس وايي، د اسراییلو مشران لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

په شهیدانو کې د نُصیرات په کډوالو کېمپ کې د دوو جلا بریدونو قربانیان شامل دي.

د العوده روغتون کارکوونکو ویلي چې په لومړي برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي شهیدان شوي او وروسته په همدغه کمپ کې ۱۵ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ناصر روغتون هم تایید کړې چې په بله پېښه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه خیمه د برید له امله ۵ تنه شهیدان شوي دي.

د غزې ښار د الشفا روغتون مشر، ډاکټر محمد ابو سلمیه، د اسوشیټېډ پرېس آژانس ته ویلي چې د دوی ټیمونه د اسراییلي ټانکونو له امله اندېښمن دي چې د روغتون شاوخوا سیمو کې ګرځي او د ۱۵۹ ناروغانو درملنې ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

موضوعات مشابه

Back to top button