د الجزېرې له تلويزيون سره مركه

د الجزېرې له تلويزيون سره
د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر، محترم حکمتیار مركه
سؤال: د امريكايي او نورو بهرنيو ځواكونو په ضد مو جهاد اعلان كړ خو د هغه حكومت په ضد دي جهاد اعلان نه كړ چي د همدې امريكايي شتون په ترڅ كي رامنځته شوى دئ، دا هغه خبره ده چي طالبان هم پر تا انتقاد كوي ستا ځواب څه دئ؟
ځواب: په دې اړه څو خبري ضروري گنم:
الف: د افغاني حكومت په نامه داسي څه نشته چي څه اهميت ولري او د دې وړ وي چي د هغه په ضد جهاد اعلان شي. ما ته دا كار سم نه برېښي چي خپل وخت، فرصتونه او امكانات د همدې تش په نامه او بې ارزښته حكومت په ضد ضايع كړو.
ب: د دين حكم او د عقل تقاضى دا ده چي اصلي دښمن له فرعي او لومړى درجه خطرناك دښمن له دوهمي او درېيمي درجې دښمنانو تفكيك كړو.
ج: په دې كي بايد هيڅوك شك ونه لري چي كه د دې حكومت بهرني حاميان له ماتي سره مخامخ او له افغانستان وتلو ته اړ شي نو دا حكومت به د پنچر شوي ټاير په څېر د كوم گاډي په باډۍ كي اچوي او له ځان سره به ئي وړي.
د: طالبانو ته زما توصيه دا ده چي انتقادونه پرېږدي، كار ته راوړاندي شي د ويډيو كيسټونو په دكانونو كي د انفجار او د نجونو مكتبونو ته د اور اچولو پر ځاى دي د امريكايي فوځونو په ضد عملياتو ته ملا وتړي. بمونه د هغه دښمن په ضد استعمال كړہ چي ستا او ستا د ولس پر سر بمونه وروي. دا صحيح او معقول كار نه دئ چي د اصلي دښمن په ضد څه نه شې كولى نو د زړہ بړاسي د مكتبونو په سوزولو او د ويډيو كيسټو د دوكانو په ورانولو باسې. كه كوم بم لرې او د هغه د كارولو جرأت او همت لرې نو راشه چي زه ئې مناسب ځاى او وخت دروښيم.
دا حكومت د امريكايي فوځي شتون زېږنده دئ او د همدې فوځي شتون په پاى ته رسېدو سره به را نسكورېږي. نو په كار خو دا ده چي د ستونزي پر اصلي عامل تركيز وكړو.
و: آيا طالبان دا گمان كوي چي د هېواد واگي د دغه تش په نامه حكومت د چارواكو په لاس كي دي؟! كه داسي فكر وكړي نو دا به د دوى لويه اشتباه وي. دا چارواكي خو زموږ تر عادي افغانانو لا زيات بي واكه او محكوم دي، پر دوى خو امريكايان خپل هغه لاسونه پاكوي چي د مظلومو افغانانو په وينو سره دي؛ د امريكا اجير او ذليل جنگيالي دي؛ او د افغانانو خلاف ئې جنگوي، راشئ داسي څه وكړو چي دا مظلومان هم له دې ذلت او سپكاوي وژغورو؛ قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د كفر ائمه او سالارانو خلاف وجنگېږئ نه د عادي كافرانو خلاف:
وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ 12 التوبة
او كه ئې له خپلو ژمنو وروسته خپلي لوړي ماتي كړې او ستاسو په دين ئې ملنډي ووهلې نو د دغو كافرانو مشران ووژنئ، يقيناً چي دوى هيڅ داسي لوړه نه لري چي (له ماتولو ئې) ډډه وكړي.
د طالبانو دې تگلاري له ډېرو افغانانو سره دا اندېښنې او پوښتني راولاړي كړې چي دوى ولي د مجاهدينو خلاف رامنځته شول، او ولي ئې خپل جنگ د مجاهدينو خلاف پيل كړ؟! د كمونستانو او شورويانو په وخت كي چېري ول؟ د امريكا د بريد په وړاندي ئې ولي څو ورځي مقاومت ونه كړ؟ په 35 ورځو كي له ټول شمال، كابل او كندهار ووتل؛ هغه هم په داسي حال كي چي لا په افغانستان كي هيڅ امريكايي سرتېرى نه وو پلي شوى؟! ولي څو كاله راكد او خاموش ول؟ او كله چي لمن خوره شوه او په ډېر ولاياتو كي پر امريكايي ځواكونو د بريدونو لړۍ تېزه او پراخه شوه؛ دوى هم ورو ورو راڅرگند شول خو دا مهال ئې هم د بهرنيو ځواكونو خلاف له جهاد او پر هغوى له بريدونو ډډه كوله؛ يا به ئې د كسټو دوكانونه سوزول او يا به ئې پر خواركيو افغان سرتېرو بريدونه كول؛ ځينو ئې پر مجاهدينو دومره بريدونه كړي چي نه ئې پر حكومتي ځواكونو كړي او نه پر بهرنيو ځواكونو!!
سؤال: آيا د اسامه بن لادن له تنظيم، القاعدې سره اړيكي لرئ او آيا له تهران تر راتلو وروسته دي له هغه سره ليدنه كتنه شوې؟ او د هغو عملياتو په اړه څه واياست چي په امريكا، يمن او نورو ځايونو كي ترسره شوي او ده ته منسوب كېږي او دى ئې هم تأييدوي؟
ځواب: موږ له طالبانو او د القاعدې له تنظيم سره تنظيمي اړيكي نه لرو، په دې عقيده يو چي په اسلامي نړۍ كي د امريكا په ضد روان مقاومت يوازي اسامه ته منسوبول او داسي انگېرل چي د ده په وژلو يا نيولو سره به دا مقاومت ختم كړى شي، دا د امريكايي چارواكو لويه غلطي ده. دوى په دې وينا سره هم ځان غولوي او هم خپل ولس. دا مقاومت په اصل كي يو داسي طبيعي رد العمل دئ چي د امريكايي چارواكو د غلطو، جنگ غوښتونكو او اسلام دښمنه سياستونو په ضد راولاړ شوى؛ دوى د مظلومو فلسطينيانو په ضد د اسرائيلو د وحشيانه تېري ملاتړ كوي، په اسلامي هېوادونو كي په خپل نظامي حضور ټينگار كوي، اسلام او اسلامي خوځښتونه د خپل استعماري گټو او لويي غوښتنو په وړاندي گواښ گڼي، په اسلامي نړۍ كي د مفسدو، بې دينه او ملحدو ډلو ټپلو مرسته كوي او نه پرېږدي چي د دې هېوادونو مظلوم او مقهور ولسونه د خپلي خوښي نظامونه او حكومتونه ولري او آزاد او خپلواك ژوند وكړي او… په دې صورت كي كه د اسامه په څېر په سلگونو لوى لوى شخصيتونه ووژني، بل او بل به د هغوى پر ځاى راوړاندي كېږي او همغه څه ته به ملا تړي چي نن ئې دوى كوي. امريكايان دي په دې پوه شي چي د شخصيتونو په ترور او وژلو سره دوى له اسلامي امت سره خپل مشكل نشي حل كولى.
دا هم بايد ووايم چي موږ د هر هغه تحريك ملاتړ كوو چي د اسلام د سر لوړي او د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې لپاره ئي ملا تړلې وي، د آزادۍ او خپلواكۍ لپاره مبارزه كوي او د ظالم او تېري كوونكي په ضد د مظلوم او مقهور انسان ملگرتيا كوي.
سؤال: آيا په اسلامي او عربي نړۍ كي د امريكا شتون ته په همغه سترگه گورئ چي اسامه ورته گوري؟
ځواب: په عربي او اسلامي نړۍ كي د امريكا د سياسي او نظامي حضور په اړه ټول اسلامي امت او اسلام ته متعهد افراد او احزاب ورته نظر لري، ټول دا غواړي چي امريكايي اډې دي ختمي شي، د دوى فوځونه دي ووځي، د دغو هېوادونو په كورنيو چاروكي دي لاسوهنه بنده كړي، دا هېوادونه دي خپلي مستعمرې، د وسلو د خرڅلاو بازار او د خپلو مصنوعاتو ماركيټ نه گڼي او د دې هېوادونو له ولسونو سره دي د غلامانو او اسيرانو په څېر چلن نه كوي.
سؤال: آيا ستاسو، طالبانو او ابن لادن تر منځ د تعاون خبره صحيح ده او آيا د يوې متحدي جبهې د جوړېدو په اړه څه هڅه شوې؟
ځواب: زه تل د دې خبري جدي او كلك پلوي وم او يم چي د هېواد دننه او د ټولي نړۍ د اسلامي ځواكونو تر منځ يوه پراخه او متحده جبهه جوړہ شي. مخكي مي هم د دې جبهې د جوړېدو ضرورت احساسولو او اوس هم. هيله ده دا ستر او مقدس هدف بلآخره تر لاسه كړو او په دې لار كي چي كومي مخلصانه هڅي رواني دي هغه خپله نتيجه وركړي، خو دا بايد ناچار او په تأسف سره ووايم چي د طالبانو سره په لوړہ كچه نه مذاكرات شوي او نه كومه موافقه. اما زه په دې باور يم چي ډېر ژر به ټول مخلص مجاهدين په يوه متحد صف كي راغونډېږي او په گډہ به له خپل دين، عزت، وطن او ولس دفاع كوي.
سؤال: آيا له نورو افغاني ډلو مخصوصاً په انتقالي حكومت كي له شاملو ډلو سره تماس لرئ؟ او د امريكايانو په څنگ كي د هغو كسانو ودرېدل څنگه تعبيروئ چي مخكي د روسانو په ضد جنگېدلي؟
ځواب: په انتقالي حكومت كي له شاملو ډلو سره له دې کبله له تماس ځان ساتو چي له يوې خوا دا كار څه گټه نه لري، له بلي خوا هغوى د امريكايانو ملگرتيا وكړہ، په خپل هېواد ئې د پرديو د حملې ملاتړ وكړ او په يوې داسي ادارې كي شامل شول چي د امريكايانو په لاس جوړہ شوې، د ارگ حفاظت او ساتنه ئې د امريكايي ځواكونو په لاس كي او د هېواد ټول هوائي ميدانونه د بهرنيو ځواكونو په اختيار كي. موږ ته د امريكايانو ملگرتيا، د كفري ځواكونو په لاس جوړ شوي حكومت كي شاملېدل او د هغې تر سلطې لاندي ژوند كول، د دغو ځواكونو برلاسي ته سر ښكته كول؛ حرام او د دين منافي برېښي، زموږ له نظره اوس افغانستان دارالحرب دئ او د هېواد د آزادي او د يرغلگرو فوځونو د ايستلو لپاره جهاد په ټولو افغانانو فرض دئ، زموږ او د دغو ډلو تر منځ نه تفاهم څه گټه لري او نه تر هغه توافق ممكن دئ چي دوى له خپلو كړو نادم شي او په خپلو غلطو سياستونو كي تجديد نظر وكړي.
دا هغه ډلي دي چي يا ئې د روسانو سره اور بندونه كړي وو او په تېرو كلونو كي ئې له روسانو وسلې او پيسې تر لاسه كولې او يا هغه چي په سياست كي هرڅه جائز گڼي، د مذهبي احكامو په نسبت تر التزام سياسي مصلحتونو او وقتي گټو ته ترجيح وركوي او په دې كي څه حرج او اشكال نه گوري چي دښمن ته د دوستي لاس اوږد كړي او د داخلي حريف د پرزولو لپاره له بهرني دښمن مرسته وغواړي، د “ولاء” او “براء” په اړه د دوى ناقص تصور دوى ته د داسي كار كولو اجازه وركوي. ځيني نور بيا داسي دي چي دي كار ته د “تقيي” نوم وركوي او هغه جائز گڼي.
سؤال: د امريكا د كانگرس په نامه ستا خط څه تأثير او نتيجه درلوده؟
ځواب: له هغه پرانستي ليك زموږ هدف دا وو چي له دې لاري ځيني هغه حقائق نړۍ والو ته ورسوو چي امريكايي چارواكي ئې له خپل ولس او نړۍ والو پټ ساتي، هغوى ته ووايو چي د امريكايانو د ادعاء برعكس، دوى پر افغانستان له خپل ناروا او وحشيانه تېري هيڅ نه دي تر لاسه كړي، دوى د روسانو ناكامه تجربه تكراروي او د همغو پايلو سره به مخامخ كېږي چي روسان ورسره مخامخ شول. نړۍ وال بايد پوه شي چي په افغانستان كي د امريكا جنگي ماشين په ټپه ودرېدلى، د دې هېواد په دلدل كي نښتى، ټولي هڅي ئې ناكامه شوې، نه د مقاومت په ځپلو موفق كېدي شي او نه د خپلي خوښي امنيت راوستى شي او نه جگړہ پاى ته رسولى شي. دا دئ له يوه كال هڅو وروسته هم پر دوى د مجاهدينو بريدونه روان دي، ورځ په ورځ تشديد كېږي، نه ئې گزمي خوندي دي او نه باركونه.
سؤال: تراوسه ستاسو ډلي كوم عمليات تر سره كړي؟ او د دغه او هغه عملياتو تر منځ څه مقايسه كولى شئ چي د روسانو په خلاف مو ترسره كول؟
ځواب: زما دعاء دا ده چي د امريكايي فوځونو په خلاف مي په جهاد كي ونډہ تر هغي ونډي ډېره زياته او ځلانده وي چي د روسي فوځونو په ضد لوي الله جل شأنه زما په برخه كړہ، هيله ده الله جل شأنه ما په ټولو هغو عملياتو كي شريك محسوب كړي چي تر اوسه ترسره شوي او يا په راتلونكي كي تر سره كېږي.
كه د تېرو څو مياشتو عمليات له هغو عملياتو سره مقايسه كړو چي د روسي فوځونو په ضد د دوى د تېري په لومړيو څلورو مياشتو كي ترسره شوي نو په څرگند طور به وگورو چي اوس هم د عملياتو شمېر زيات دئ او هم د دښمن تلفات، په اوسنيو عملياتو كي د مجاهدينو جنگي مهارت او نظامي بصيرت او تجربه ډېره ځلانده ليدل كېږي، مگر نه گورئ چي دښمن د زياتو امنيتي تدابيرو سره سره په دې نشي توانېدي چي عمليات كوونكي ونيسي او يا د دوى د راتلونكو عملياتو مخنيوي وكړي.
سؤال: آيا د داسي پراخ ولسي ملاتړ احساس كوئ؟
ځواب: الحمدلله زموږ ولس مسلمان دئ، په اسلام غيرت كوي، له اسلام د دفاع په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دئ، اسلامي حكومت او د اسلام تر سيوري لاندي ژوند غواړي، له مجاهد سره مينه لري، له هغه چا متنفر دي چي دښمن ته تسليم شي.
سؤال: ستاسو په اړہ د پاكستان سياست څنگه څېړئ، آيا د امريكا په ضد ستاسو په جنگ كي د گاونډيو هېوادونو د تعاون توقع لرئ؟
ځواب: افغانان له پاكستان او ټولو هغو هېوادونو كلكه گيله لري چي پر افغانستان د امريكا د وحشيانه تېري ملاتړ كوي او هغوى ته ئې تسهيلات وركړي او خپلو پلوي افغاني ډلو ته ئې ويلي چي د امريكايانو تر قومندي لاندي د افغان ولس په خلاف وجنگېږي. متأسفانه له دوى ځينو له امريكا د وېري په وجه دا دريځ غوره كړ او ځينو نورو له دې کبله چي له امريكا سره د ملگرتيا له لاري امتيازات تر لاسه كړي او ځينو نورو په دې خاطر چي دوى د طالبانو حكومت نه خوښولو او د هغه پر ځاى ئې داسي حكومت غوښتو چي د دوى ملي او محلي گټي تأمين كړي او د هغه په تركيب كي د دوى پلوي ډلي په زړہ پوري ونډہ ولري.
تاسو پوهېږئ چي روسيه او چين په خپلو هېوادونو او مركزي آسيا كي له اسلامي خوځښتونو سره ستونزي لري، په افغانستان كي اسلامي حكومت د دې ستونزي د تشديد لامل گڼي، د امريكا د وسلو او پيسو په زور د دې خطر ختمول خوښوي، ايران او روسيه د امريكا په لاس جوړ شوي افغاني ادارې كي د خپلو پلوي ډلو برخه هومره په زړہ پوري گڼي چي له نورو لارو ئې دوى ته داسي برخه نه شوى تر لاسه كولى. پاكستان له هند، روسيې او ايران سره رقابتونه لري، پر امريكا اتكاء ته ځان اړ گڼي، هومره چي كه واشنگټن د هري ډلي د جوړولو او ملاتړ امر وركړى؛ كه څه هم دا د شمال ټلواله وي، د هغې ملاتړ كوي او كه د دوى په لاس د جوړي شوې ډلي د ختمولو قومنده وركړي نو همدې ته ځان مجبور گڼي.
افغانان له امريكا سره د جنگ په دوران كي نه له خپلو گاونډيو د مرستي او تعاون هيله كولى شي او نه د نړۍ له كوم بل هېواد. دوى به فقط د خپل رب په تأييد او نصرت تكيه كوي او له خپلو ذاتي امكاناتو په استفادي سره به مقاومت ته دوام وركوي.
شايد څه موده وروسته او پداسي مرحلې كي چي د امريكا د ماتي نښي ښې څرگندي شي او زموږ گاونډيان او د امريكا رقيبان وگوري چي امريكايي فوځونه په يوه ناكام جنگ كي داسي ښكېل شوي چي يا به ډېر ژر د وتلو پرېكړہ كوي او يا به د قطعي ماتي خطرناكوعواقبو ته انتظار كوي، شايد په همداسي يوې مرحلې كي ځيني هېوادونه د مقاومت مرستي ته راوړاندي شي، د روسانو په ضد تېر مقاومت كي هم همداسي وشول.
سؤال: په دې اړه څه فكر كوئ چي امريكايان ستا په لټه كي دي او د پاكستاني او امريكايي امنيتي ځواكونو له خوا د شمشتو كمپ تلاشي څنگه گڼئ چي ستا پلويان په كي اوسېږي.؟
ځواب: په دې اړه څو خبري په پام كي ولرئ او بيا په خپله فيصله وكړئ.
الف: امريكا د هر مسلمان شخصيت او هر اسلامي ځواك دښمن ده، هغه مسلمان شخصيت چي امريكايي چارواكي ئې دښمن ونه گڼي بايد په خپل ايمان او د اسلام په نسبت په خپل تعهد كي شك وكړي.
ب: امريكا خو زما په ضد هم د شمالي ټلوالي مرسته كوله او هم د طالبانو.
جواب: ايران ئې دې ته اړ كړ چي له هغه هېواد زما د وتلو فيصله وكړي او د ايران له چارواكو ئې غوښتي وو چي يوازي زما په وتلو اكتفاء ونه كړي بلكي داسي څه وكړي چي زه امريكايانو ته په لاس ورشم!! خو چي زه په خپله او د ايراني چارواكو له خبرولو پرته ووتم او افغانستان ته راغلم نو د جورج ډبليو بش خاص استازي زلمي خليل زاد؛ څو ځله په مطبوعاتي كنفرانسونو كي وويل: د حكمتيار ايستل، د ايران د حسن نيت نښه نه بلكي موږ ته د مشكلاتو د راپيداكولو په مقصد وو.
د: كله چي زه هېواد ته راغلم نو له مخكيني اعلان پرته ئې پر ما راكټي حمله وكړہ، د سي آى اې مشر اعلان وكړ چي پر حكمتيار زموږ د يوې بي پيلوټه طيارې لخوا راكټي حمله وشوه، دى بچ شو، خو څلور لوړ پوړي ملگري ئې په قتل ورسېدل. رامز فيلډ د امريكا د جنگ وزير هم دا حمله تأييد كړہ او جورج ډبليو بش په دې اړه وويل: امريكا به په هر هغه چا له حملې ډډہ ونه كړي چي زموږ ځواكونه له گواښ سره مخامخ كړي.
ه_: امريكايي چارواكي داسي گمان كوي چي د دوى په ضد روان بريدونه پس له هغه پيل شول چي زه داخل ته راغلم او د بهرنيو فوځونو په ضد مي جهاد اعلان كړ، دوى فكر كوي چي نه په طالبانو كي د دا راز مقاومت تجربه او كفايت شته او نه د القاعدې غړي؛ اوس او د طالبانو د حكومت له نسكورېدو وروسته په هېواد كي داسي عمليات تر سره كولى شي.
و: گڼ شمېر ولايتونه ئې په ما پسي لټولي، كنر ته ئې تر 800 پوري خاص ځواكونه ولېږل، د كنر ټولي دري ئې ولټولې، نورستان ته ولاړل، وردگ، ميدان او غزني ئې ولټولو، د لوگر ځيني سيمي ئې تلاشي كړې، كاپيسا او مزار ته ئې جاسوسان ولېږل…. د دغو سيمو چارواكو ته ئې ويل: موږ ته اطلاع رسېدلې چي حكمتيار دې سيمي ته راغلى، د ده ټلفوني تماسونه مو كشف كړي… د همدې لپاره دلته تلاشي ضروري گڼو.
سؤال: د امريكايانو تلفات څومره دي.
ځواب: د امريكايانو د مړو او زخميانو مجموعي شمېر له 670 زيات شوى. په دې ورځو كي د دوى د تلفاتو تخميني شمېر هره ورځ پنځه كسه دئ، د دوى تلفات ورځ په ورځ زياتېږي.
سؤال: په پاكستان كي د اسلامي احزابو برياوي څنگه گڼئ؟
ځواب: دا يو ښه انكشاف دئ، موږ په دې خوشحاله شوي يو چي پاكستاني ولس اسلامي گوندونو ته رأي وركړې. په دې نوي انكشاف سره ټول افغانان مخصوصاً هغه افغانان چي په خپل هېواد كي اسلامي حكومت غواړي ډېر خوشحاله شوي دي.
د انتقالي ادارې هغه رسمي موقف چي د خارجه وزارت لخوا اعلان شو او په هغه كي ويل شوي چي موږ د پاكستان په انتخاباتو كي د بنسټ پاله ډلو برياوو مشوش كړي يو….. دا بيان د افغان مسلمان ولس د عواطفو او احساساتو ترجماني نه كوي، د انتقالي ادارې چارواكو د خپلو بهرنيو حاميانو د خوشالولو لپاره دا خبره كړې.
دا هم بايد ووايم چي د طالبانو د حكومت په نسكورېدو او په ټولي نړۍ كي د اسلامي ځواكونو په ضد د فشار، گواښ او تهديد مخكيني بهير؛ ټول مسلمانان مأيوس كړي وو او د دوى روحيه ئې سخته مړاوي كړې وه خو د امريكا په ضد د مقاومت له پيل وروسته او د هغو برياوو په نتيجه كي چي د مجاهدينو په برخه شوې د مسلمانانو روحيه بېرته راژوندۍ شوه، كه د الله تعالى په فضل سره امريكايي ځواكونه له ماتي سره مخامخ شي نو په دې سره به په ټولي نړۍ كي د اسلامي تحريك روحيه هومره اوچته شي چي د نړۍ په هيڅ ځاى كي به هيڅوك د دوى د بري مخه ونشي نيولى. امريكا له همدې وېرېږي او د همدې لپاره ئې د روسي فوځونو له وتلو وروسته په افغانستان كي د يوه اسلامي حكومت له جوړېدو د مخنيوي لپاره له مسكو سره لاس يو كړ، شمالي ټلواله ئې جوړہ او د جگړو اور ئې بل كړ.
سؤال: پر عراق د حملې لپاره د امريكا د تياري په اړه ستاسو دريځ څه دئ؟
ځواب: پر عراق د امريكا بريد داسي گڼو لكه پر افغانستان د دوى وحشيانه تېرى. موږ لا د مخه ويلي وو چي د اسلامي نړۍ برخليك د افغانستان په جنگ پوري تړلى دئ كه امريكا په دې جگړي كي بريالۍ شي او خپلو موخو ته ورسېږي نو بيا به په بل ځاى كي د امريكا په وړاندي مقاومت ممكن نه وي، دوى به خپل ټول مخالفين او د امريكايانو په اصطلاح “باغي حكومتونه” او د “شر محورونه ” يو په بل پسي ټكوي.
خو كه له ماتي سره مخامخ شول نو بيا به نه يوازي په بل ځاى كي له داسي بريد ډډہ كوي بلكي ټوله اسلامي نړۍ به د امريكا له شر ژغورل كېږي.
هر چا ته بايد دا خبره جوته وي چي په افغانستان كي د مقاومت امكانات هومره پراخ او ځلانده دي چي د اسلامي نړۍ په بل هيڅ هېواد كي ئې مثال نه شو موندلي.
زه په دې هم يقين لرم چي كه تر راتلونكو مياشتو پوري امريكا پر عراق خپل بريد وځنډولو نو څو مياشتي وروسته به دوى په افغانستان كي له داسي حالت سره مخامخ شوي وي چي په بل هېواد كي ښكېل كېدو ته به زړہ نه ښه كوي.
سؤال: آيا د مدنيتونو تر منځ د جگړي احتمال گورئ او آيا دا جگړہ عملاَ پيل شوې؟
ځواب: هو؛ دا جگړہ عملاَ پيل شوې او دا جگړہ به د تل لپاره روانه وي. زه گمان كوم څوك چي له دې جگړي انكار كوي او د مدنيتونو تر منځ د تفاهم شعارونه وركوي، هغوى ځان غولوي او غولوونكي شعارونه زمزمه كوي. د تفاهم دا شعار په اصل كي غرب د دې لپاره عنوان كړى چي نور د دوى د تهذيب، تمدن او كلتور په وړاندي له بې ځايه مقاومت لاس واخلي او د دوى برلاسي ته تسليم شي.
غربي تمدن اوس د نورو په ضد د تهاجم او تعرض په حال كي دئ، غواړي نور له دفاعي حالت لاس واخلي، له دفاعى حالت د نورو د ايستلو ښه اسلوب همدا دئ چي په هغوى كي د روغي جوړي او تفاهم روحيه را ولاړہ شي او له مقاومت او دفاع غافل شي، په اسلامي نړۍ كي چي څوك دا شعارونه زمزمه كوي يا گمارل شوي كسان دي او يا ناپوه او د دې شعارونو له مضرو اثراتو بې خبره. نه پوهېږم د توري لاندي او پداسي حال كي چي دښمن د خپلو توپونو خولي ستا په لوري توجيه كړي، د تفاهم معنى به څه وي؟ په دې حالت كي چي څوك له دښمن سره د تفاهم خبره كوي يا به جبون او بې همته وي يا غير متعهد او د داسي تفاهم له خطرناكو عواقبو بې خبره.
ما ته وواياست: پداسي حال كي چي امريكا په اكثرو اسلامي هېوادونو كي نظامي اډې جوړي كړې، د نړۍ ټول ستراتيژيك ځايونه ئې عملاً او د وسلو په زور اشغال كړي، بش د بل صليبي جنگ اعلان كوي، د ايتاليا صدر اعظم وايي: موږ كمونيزم ته ماته وركړہ اسلام ته به هم ماته وركوو!! د جرمني خارجه وزير وايي: په افغانستان كي د شريعت نفاذ نه منو… او پداسي حال كي چي په افغانستان كي جنگ روان دئ، پر عراق د حملې لپاره تيارى نيول كېږي، ايران د شيطاني محور جزء گڼل كېږي…. په دې جنگي حالت كي به د تفاهم معنى څه وي؟ او څوك چي دا شعارونه وركوي مقصد ئې څه دئ؟
همدا راز ما ته ووايئ: پداسي حال كي چي امريكا د افغانانو د گمراه كولو لپاره د امريكا غږ او راډيو آزادي 24 ساعته نشرات لري، دا نشرات نه يوازي له بهر د لنډو څپو له قوي ټرانسميټرو خپرېږي بلكي په افغانستان كي د امريكا له نظامي اډو د FM په څپو هم مكرر او منظم خپرېږي، هر افغان، پښتون وي كه تاجك، د دنيا په هر گوټ كي دا خپروني د شپي او ورځي په 24ساعتونو كي اورېدى شي، دوى چي له دغي لاري كوم زهر خوروي هر پوه او بااحساسه انسان ورباندي پوهېږي، له دې علاوه دوى په كابل كي گڼ شمېر ورځپاڼي او مجلې تغذيه او اكمالوي، بريتانيا، فرانسه او جرمني هم دې ته ورته كار كوي، دوى خپله هره خبره، هره تبصره، د خپلو مخالفينو په ضد هر راز زهرجن او درواغجن تبليغات، اخلاقي فساد او په الحاد او بي ديني ولاړ كلتور ته بلنه، موسيقي، نڅا، د ښځي او نارينه تر منځ آزاد جنسي تعلق او د غربي فرهنگ او كلتور د نورو ځانگړتياوو لوري ته خلك هڅول… د دې لپاره هر وخت او په پراخه پيمانه كار كولى شي، د خلكو له فقر او نادارۍ اعظمي گټه اخيستى شي، دې ته ورته كار دوى په افغانستان او په نورو اسلامي هېوادنو كي كوي، خو ما ته ووايئ چي د دې په مقابل كي د مدنيتونو تر منځ د تفاهم پلويان څه كولى شي.
سؤال: آيا تاسو هم د ابن لادن په څېر فكر كوئ چي اوسنى جنگ يو بل صليبي جنگ دئ؟
ځواب: په دې كي هيڅ شك نشته چي دا يو بل صليبي جنگ دئ، د فلسطينيانو په ضد جنگ، د افغانستان جنگ، د سودان جنگ او د عراق راتلونكى جنگ د هماغه صليبي جنگ بېلي بېلي برخي دي چي جورج ډبليو بش اعلان كړى.
—————–
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



