سلایدرمطالب مهممقالات محترم حکمتیار

د پكتيا جگړي

 

د پكتيا جگړي

 

لیکوال: محترم حکمتیار

د لويي پكتيا مهمه سيمه په وروستيو كلونو كي له داخلي جگړو خوندي وه. له يوې خوا د دې سيمي قومي جوړښت د داسي جگړو اجازه نه وركوله، له بلي خوا د دې سيمي جهادي مشران او هغه سياسي ډلي چي د جهاد په دوران كي ئې په دې سيمي ‌كي فعال حضور او رغنده ونډہ درلوده، د دغو جگړو مخنيوى كاوو. د كابل ائتلافي ادارې ډېره هڅه وكړہ چي جگړي دې سيمي ته راانتقال كړي، خو په دې موفقه نه شوه. ځينو قوم خرڅوونكو هم له دې ادارې سره لاس يو كړ، پيسې ئې تر لاسه كړي، غوښتل ئې دلته هم د جگړو اور بل كړي، خو د دوى هڅي ناكامي كړى شوې. كه د كابل په لويديځ كي په چهارآسياب، چهل ستون، بالا حصار او بگرامي كي د مجاهدينو قوي مورچلي نه وى او مجاهدين د ائتلافي ادارې د بريدونو په وړاندي نه وى حائل شوى، نو دا جگړي به ډېر د مخه دې سيمي ته را انتقال شوي وې.

متأسفانه ځينو حلقو، مخصوصاً په لويي پكتيا كي دا تبليغات كول چي د كابل جگړہ د اقتدار لپاره روانه ده!! دوى ټول اړخونه ملامتول، ټول جهادي ځواكونه، حتى هغه چي پكتيا ئې د جگړو له اور خوندي ساتلې وه، د دوى د تبليغاتو تر حملو لاندي وو. دا تبليغات د هغو حلقو له خوا روان وو چي يا ئې په جهاد كي هيڅ برخه نه وه، يا له اسلامي جهاد سره موافق نه وو، يا ئې نه غوښتل چي زموږ په هېواد كي د مجاهدينو په لاس اسلامي نظام قائم شي، يا هغه چي د زړو رژيمونو پلويان وو، له كمونستانو او شاهي رژيم سره ئې خواخوږي وه، له تېرو رژيمونو ئې امتيازات تر لاسه كړي وو، د دغو رژيمونو بيا اعاده ئې غوښتله، جهادي ځواكونه ئې د دې رژيمونو د بيا اعادې په وړاندي خنډ گڼلو، جهادي شخصيتونو د دوى او د دوى د اسلافو زاړہ اجتماعي موقعيتونه اشغال كړي وو، غوښتل ئې هغه موقعيت بېرته تر لاسه كړي، د دې لپاره ئې دا سياسي ځواكونه او دا شخصيتونه د جگړو عامل معرفي كولو،.له صحنې ئې د دوى د حذفولو او په ټولني كي د دوى د اعتبار د ختمولو هڅه ئې كوله، ځان ئې صلح غوښتونكي او مجاهدين ئې جگړماران، جنگ غوښتونكي او د قدرت لېوال گڼل.

دا حلقې د امريكا له حملې وروسته فعالي شوې، د امريكايي فوځونو  شتون  دوى ته جرأت وركړ، صحنې ته راووتل، پايڅې ئې را پورته كړې، هر چا ته ئې ويل چي اوس زموږ وار دئ، خپل مخالفين ئې په امريكايي بم ورونو وېرول، د سټلايټ تلفونو په ذريعه ئې له امريكايي افسرانو سره ارتباط ټينگ وو، امريكايي جنگي الوتكو ته ئې كوردينات وركول، د مخالفينو كلي او كورونه ئې د طالبانو او القاعده د مراكزو په نامه معرفي كول او له امريكايانو ئې د دې سيمي پر جوماتونو، كليو، كورونو، د جرگو او مركو پر ځايونو د بم ورونو غوښتني كولې، په دې بم ورونو كي په سلگونو بې گناه كسان په قتل ورسېد‏ل. دوى حالات داسي وليدل چي اوس به د پكتيا ولس هرومرو د دوى لويي ته سر ټيټوي، د دوى واكمني به مني او د دوى له سلطې د سرغړاوي او مخالفت جرأت به نكوي!! د همدې لپاره ئې په پكتيا كي چي د جرگو سيمه ده او تل ئې مشران د جرگو او مركو له لاري غوره شوي، ځان په خپل سر او د خلكو له موافقې پرته، واكمن او واكدار اعلان كړ، ټوپک ته ئې لاس كړ او پكتيا ئې د خپلي مطلقه واكمنۍ لاندي سيمه اعلان كړہ، پر گرديز ئې بريد وكړ او دلته ئې د هغي جگړي اور بل كړ چي دښمنانو له اوږدې مودې راهيسي د هغې لپاره هڅه كوله. خو پكتياوال هغه خلك نه دي چي زور ځواكي ته تسليم شي، د بم ورونو له وېري د پرديو گوډاگيانو ته سر ټيټ كړي. پر گرديز د دغو ډلگيو بريد پيل شو، نه حمله كوونكو دا گمان كولو چي په گرديز كي به د دوى په وړاندي مقاومت وشي او نه هم د دوى امريكايي بادارانو. د دوى انگېرنه دا وه چي په زرمت، نكي، نيازيو كلا او نورو سيمو د امريكايي طيارو وحشيانه بريد به دا خلك هومره وېرولي وي چي د گرديز په آسمان كي د امريكايي طيارو له راڅرگندېدو سره سم به هر راز مقاومت پاى ته رسېږي او حمله كوونكي به سرلوړي، له خپل درې رنگه “تور، سور، شين” بيرغ سره گرديز ته ننوځي او خپله بريا به لمانځي. خو داسي ونه شول، له خپلو په وينو لړلو سرو جامو سره په شا وتمبېدل، تقريباً پنځوس مړي او په لسگونو ټپيان ئې تر شا پرېښودل. دا جگړہ د هماغه خلكو له خوا پيل شوه او پر گرديز په سلگونو راكټي د هماغه چا له خوا وورېدل چي پرون ئې هره جگړہ غندله، د جگړو ټول ملامت او سلامت اړخونه ئې په يوه ډول محكومول او دا ادعاء ئې كوله چي د زاړہ او مخلوع پاچا په وخت كي قراري، آرامي او سوله وه، يوازي د هغه د بيا راتلو په صورت كي سوله راتلى شي. خو خلك اوس گوري چي د هماغه زاړہ او مخلوع پاچا پلويان د جگړو هومره لېوال دي چي پر پكتياوالو د امريكايي بم ورونو ملاتړ كوي، پر گرديز راكټي وروي، د جرگو او مركو خبره ئې شاته غورزولې او د ټوپک په زور او د امريكايي جنگي طيارو تر چتر لاندي پر پكتيا د حكومت كولو هڅه كوي.

 

————–

آرشیف:

11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار

موضوعات مشابه

Back to top button