له اسلام آن لاين سره مركه

له اسلام آن لاين سره مركه
محترم ورور حكمتيار صاحب! ستاسو له نظره د 11/ سپتمبر د پېښو اصلي عاملين څوك دي او انگيزه به ئې څه وه؟
ځواب: د /11/ سپتمبر د سترو او حيرانوونكو پېښو اصلي عاملين همغه كسان دي چي الوتكي ئې وتښتولې او د پنتاگون او نړيوال تجارت سترو برجونو سره ئې وجنگولې او د يوه تصادف په نتيجه كي سپينه ماڼۍ ترې خوندي پاته شوه. د عملياتو اهداف او په دې كي د برخي اخيستونكو هويت دا ثابتوي چي نوموړي عمليات د امريكا د استعماري سياستونو په ضد يو عكس العمل وو. امريكا غواړي خپله لويي پر ټولي نړۍ تحميل كړي، عربي هېوادونه تر خپلي قبضې لاندي وساتي، هلته خپل نظامي حضور لا زيات پياوړى كړي، خپلي اډې مزيد خورې او ځواكمني كړي، د مظلومو فلسطينيانو د ځپلو او پر ټول فلسطين د صهيونستانو د كامل تسلط لپاره اسرائيل په مډرنو وسلو سمبالوي، په اسلامي نړۍ كي د ټولو اسلامي خوځښتونو د ځپلو لپاره هڅه كوي، په عربي هېوادونو كي موجود استبدادي مطلق العنان او ديكتاتوري رژيمونه د ولسونو په ضد حمايه كوي…… دغو سياستونو په ټولي نړۍ مخصوصاً اسلامي هېوادونو كي د امريكا په ضد حساسيتونه مزيد تقويه كړل، د نيويارك او واشنگټن د پېښو عوامل بايد د امريكا په خارجي سياست او د هغه پرضد د آزادي غوښتونكو ملتونو په قوي حساسيتونو كي ولټوو، داسي شهادت غوښتونكي عمليات له ستري او ځواكمني جذبې او سپېڅلې عقيدې پرته نشي ترسره كېدى، له دښمن غچ اخيستو لپاره ځان قرباني كولو ته هغه څوك چمتو كېدي شي چي دښمن سخت مجبور كړى وي او له ده ئې ژوره كركه په زړہ كي راولاړه شوې وي.
سؤال: ځيني مبصرين داسي گمان كوي چي شايد د دغو پېښو تر شا به په خپله د امريكايي چارواكو لاس وي، د دې لپاره چي خپل وسيع نظامي تحركات توجيه كړي او امريكايان د يوه لوى جنگ لپاره چمتو كړي، تاسو په دې اړه څه واياست؟.
ځواب: امريكايي چارواكو د سپتمبر له پېښو په امريكا او ټولي نړۍ كي د راولاړ شوو احساساتو او عواطفو غلطه استفاده وكړہ، د نړۍ د ټولو ستراتيژيكو او حساسو سيمو د نيولو لپاره ئې بډي بر وهلې، وسيع نظامي تحركات ئې پيل كړل، په عربي هېوادونو كي ئې خپلي زړي اډې پراخي كړي، خپلي جنگي بيړۍ ئې په خليج او د هند سمندر كي ځاى پر ځاى كړي، پر افغانستان د تېري لپاره چي هغوى كوم ترتيبات نيولي وو او كومه نيټه ئې ټاكلي وه هغه ئې گړندي او رادمخه كړہ، هغه هېوادونه ئې وگواښل چي د امريكا واكمني او لويي ته سر نه ټيټوي، عراق،كوريا،او ايران ئې د شرارت محور وگڼل او پر عراق د بريد لپاره ئې تيارى ونيولو. دوى له دې پېښو هومره غلطه استفاده وكړہ چي ډېر خلك ئې په دې شك كي واچول چي مبادا په خپله امريكايي چارواكو قصداً او د خپلو نظامي تحركاتو د توجيه لپاره دا پېښي نه وي ترسره كړي.
سؤال: د سپتمبر 11 پېښو په نړۍ واله سطحه په سياسي، اجتماعي، نظامي او فكري برخو كي څه مثبتي يا منفي اغېزې درلودې؟
ځواب- د سپتمبر 11 پېښو په نړۍ واله سطحه د ژوند په ډېرو برخو كي ژور تأثيرات درلودل چي ځيني ئې دا دي:
الف: نړيوالو ته ئې ثابته كړہ چي كه په چا زور زياتى وشي او له ځان دفاع ته مجبور كړى شي نو په خالي لاس هم د مغرورو ځواكونو پوزه په خاورو موښلى شي او څوك چي قرباني ته تيار شي داسي ستر كارونه كولى شي چي دښمن په هيڅ پر مخ تللې وسلې د هغه مخه نشي نيولى.
ب: امريكا هومره هم ځواكمنه او د مخالفينو له حملو خوندي نه ده لكه چي امريكايانو په خپله گمان كولو او يا ئي په دې اړه تبليغات كول او يا د دوى له تبليغاتو متأثره شوو كسانو گمان كولو. په يوه وخت د څلورو طيارو تښتول او له څلورو مهمو اهدافو سره جنگول، شايد د نړۍ په ډېر ضعيف هېواد كي چي ناتوانه او ناداره حكومت او گڼ شمېر ځواكمن مخالفين هم ولري ممكن نه وي.
ج: امريكا چي په ټولي نړۍ كي كوم هيبت او رعب خور كړى وو هغه ته كلكه صدمه ورسېده، د امريكا پر اقتصاد او بانكونو د نړۍ والو هغه باور او اعتماد ختم شو چي له دې پېښي مخكي ئې درلود، هر چا به خپلي شتمني امريكايي بانكونو ته انتقالولې، هومره چي د امريكايي بانكونو د شتمنيو لويه برخه هغه پانگي وې چي د اسلامي هېوادونو او درېيمي نړۍ امراوو، بډايانو او تاجرانو په خپلو هېوادونو كي د بي امنيتي او عدم ثبات له وېري او د امريكا پر ثبات او امنيت د باور او اعتماد له امله هلته انتقالولې، له دغو پېښو وروسته له امريكايي بانكونو د دغو پانگو د بېرته انتقال لړۍ پيل شوې.
هـ: امريكايي چارواكو په دغو پېښو سره د خپل سپكاوي د جبران لپاره داسي لار غوره كړې چي پايلي به ئې امريكا ته تر دغو پېښو هم لا زياتي خطر ناكي وي، له قهر، غصې او غرور ډك هغه چلن چي امريكايي چارواكي ئې د نړۍ له نورو هېوادونو سره كوي، دا به دوى ته حتماً د سپتمبر د پېښو د عاملينو په څېر نور همداسي ځواكونه را پيدا كوي. همدا راز هيڅوك بايد په دې كي شك ونه كړي چي كه امريكا د افغانانو په خلاف په خپلي ناروا جگړي كي ناكامه شوه او امريكايي ځواكونه له افغانستان وتلو ته اړ شول؛ ښايي د دې ماتي پايلي به همغسي وي لكه شوروي اتحاد چي ورسره مخامخ شو.
سؤال: امريكايي چارواكو پر افغانستان د حملې لپاره دوه اهداف اعلان كړى وو: د طالبانو حكومت نسكورول او د القاعدې مراكز ختمول. اوس چي دوى دواړہ اهداف تر لاسه كړي نو د جنگ د دوام او په افغانستان كي د مزيد پاته كېدو لپاره څه توجيه لري؟
ځواب: د طالبانو د حكومت له نسكورېدو او په افغانستان كي د القاعدې د شتون له پاى ته رسېدو سره په دې هېواد كي د نظامي حضور پر دوام د امريكايي چارواكو بي دليله او بي منطقه ټينگار، د نوو اډو جوړول، د جگړو دوام، د وسلو د راټولولو هڅي، د طالب او القاعدې په تور د جهادي ډلو او شخصيتونو په ضد مسلسل عمليات، د جنگي جنايتكارانو او وطن پلورونكو ډلو او څېرو استخدام، په واك كي د كمونستانو د شريكولو هڅه او له كمونستو افسرانو د افغانانو په خلاف په جگړو كي استفاده….. دا ثابتوي چي د امريكايانو دا جگړہ يوازي د طالبانو او القاعدې په ضد نه ده بلكي دا يو بل صليبي جنگ دئ، د هر مسلمان په ضد جنگ چي لړۍ ئې له افغانستان پيل شوې، دوى د نړۍ په هر گوټ كي د ټولو هغو سيمو د نيولو لپاره ملا تړلې چي له نظامي، سياسي او اقتصادي لحاظه ستراتيژيك اهميت لري او پر هغوى د تسلط په نتيجه كي پر ټولي نړۍ د امريكا د تسلط لپاره لار هواره كېږي.
سؤال: داسي معلومېږي چي امريكايان له افغانستان وروسته اوس په عراق د حملې لپاره تيارى نيسي، ايران گواښي او له كوريا او عراق سره ئې د شيطاني محور غړي گڼي، آيا د دې معنى دا ده چي امريكا يو بل صليبي جنگ پيل كړى؟
ځواب- امريكا په هغو هېوادونو پسي رااخيستې او د دوى د گواښلو لپاره ئې بډي بروهلي چي يا د سړې جگړي په دوران كي د شوروي اتحاد په محور څرخېدل او يا بي طرفه او مستقل ول. په دې سره دوى غواړي چي د امريكا د زورځواكي په خلاف د بل محور د جوړېدو مخه ونيسي او په ټولي نړۍ كي د دې امكان د تل لپاره له منځه يوسي چي د امريكا د خوښي نوي نړۍ وال نظم، كوم وخت او د نړۍ په كوم گوټ كي له گواښ سره مخامخ شي. خو د امريكايي چارواكو لويه غلطي همدا ده. دوى په دې نه پوهېږي چي نه د امريكا په فكري او اخلاقي بنسټونو كي د نړۍ د مشرتابه وړتيا شته، نه ئې په اسلوب او تگلاري كي او نه ئې د چارواكو په شخصيت كي. د نړۍ مشرتوب چي د كومو وړتياوو غوښتنه كوي امريكايي نظام او امريكايي چارواكي له هغوى نه ډېر ډېر وروسته دي، محض د وژونكو وسلو په زور او يوازي له نظامي ځواك په استفادې سره چي څوك د دې هدف د تر لاسه كولو هڅه وكړي د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي.
سؤال: ځيني كسان پر افغانستان د امريكا د بريد پړہ پر طالبانو اچوي او وايي چي د دوى غلطو سياستونو هېواد له دې حالت سره مخامخ كړ او امريكا ته ئې پر افغانستان د حملې بهانه په لاس وركړہ. تاسو د دې نظر په اړه څه واياست؟
ځواب- زه له دي تحليل سره موافق نه يم. د افغانستان د پېښو بهير هم له دې تحليل سره اړخ نه لگوي، امريكا له افغانستان د روسي فوځونو تر وتلو لا د مخه دا سياست غوره كړ چي په افغانستان كي د اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي، له كرملين سره په دې اړه توافق ته ورسېدل، د روسي فوځونو له وتلو وروسته د نجيب د حكومت د پاته كېدو اساسي عامل همدا توافق وو. د حزب اسلامي په ضد د شمال جهادي- كمونستي ائتلاف د همدې مقصد لپاره جوړ شو، د طالبانو په لاس د جهادي ځواكونو مخصوصاً حزب اسلامي د ټكولو سياست د همدې لپاره غوره شو، په لومړي سر كي د طالبانو كلكه حمايه او د دې تحريك په گټه پراخ تبليغات او بيا په پاى كي كله چي د طالبانو حركت د دوى له كنترول ووت او په دې ونه توانېدل چي د خپلي خوښي قيادت پرې تحميل كړي او د خپلي خوښي سياستونو غوره كولو ته ئې اړ كړي نو د دوى په ضد پراخ منفي تبليغات او د شمالي ټلوالي سياسي او نظامي مرسته كول د هماغه زاړہ سياست بېل بېل پړاوونه وو. د امريكا د ناروا بريد ملامتي هغه كسان پر طالبانو اچوي چي غواړي له دې وحشيانه بريد دفاع وكړي او له امريكا سره د طالبانو په ضد خپله ملگرتيا توجيه كړي، دوى غواړي ووايي چي طالبان بايد د امريكايانو شرائطو ته تسليم شوي وى او په دې سره ئي پر افغانستان د دوى د حملې مخنيوى كړى وى؛ خو زما او دهر باايمان انسان له نظره د طالبانو د واكمني په تاريخ كي د دوى تر ټولو ستر او له افتخار ډك كار دا وو چي نه ئې د ظاهر خان واكمني ومنله او نه ئې اسامه تسليم كړ. په دې اړه د امريكا فشار ته تسليم نه شول. حقيقت دا دئ چي پر افغانستان د امريكا د بريد مسئوليت د هغو ډلو په غاړہ دئ چي د روسانو په وينا له امريكا سره ملگري شول، امريكا ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړہ او د امريكايي افسرانو تر قومندي لاندي د خپل ولس او خپلو داخلي رقيبانو په خلاف جنگېدو ته چمتو شول او د طالبانو په ضد د امريكا په څنگ كي د دوى د زمکنيو اجيرو جنگياليو په توگه ئې عمل وكړ. كه دوى نه وى امريكا به هيڅ كله پر افغانستان د تېري جرأت نه وو كړى او داسي ژر او په آساني سره به ئې افغانستان نه وو نيولى. د ايران د جمهور رئيس سيد محمد خاتمي دا وينا ده چي د ايران او د ايران تر حمايې لاندي د شمالي ائتلاف له مرستي پرته امريكا نه شو كولى چي داسي ژر او په دومره آساني سره په افغانستان كي د تروريزم په ضد خپلي جگړي كي برياوي تر لاسه كړي!!!
سؤال: آيا امريكا په افغانستان كي د شوروي اتحاد ناكامه تجربه نه تكراروي؟ آيا كولى شو ووايو چي دوى به هم له ورته پايلو سره مخامخ شي؟
ځواب: په دې كي هيڅ شك نشته چي امريكا په افغانستان كي د روسانو په پل گام ږدي، د دوى ناكامه تجربه تكراروي او د دوى د ناكام تېري له پايلو سره به مخامخ كېږي. زه چي همدا نن په افغاني ټولني مخصوصاً د مجاهدينو په ليكو كي د امريكايانو په ضد كومه كركه او نفرت گورم او د دوى په ضد ورځ په ورځ د پراخېدونكو نظامي عملياتو شاهد يم او بيا دا كركه او نفرت او دا پراخېدونكي نظامي عمليات او په دې كي د امريكايي ځواكونو مرگ ژوبله د روسانو د تېري له لومړيو ورځو سره مقايسه كوم په قطعي طور دي نتيجي ته رسېږم چي د امريكايانو ماته او له افغانستان وتل حتمي دي، ممكن نه ده چي امريكايان دا مرگ ژوبله د اوږدې مودې لپاره وزغملى شي. دا دئ د سپتمبر له پېښو يو كال تېر شو، په تېر يوه كال كي امريكايانو خپل ټول زور وآزمويلو، د افغانانو د وژلو او د دوى د جونگړو د ورانولو لپاره ئې خپلي آخرنۍ ماډل وژونكې وسلې وكارولې خو نه پر اوضاع مسلط شول، نه ئې د خپلي خوښي سوله او امنيت تأمين كړى شو او نه ئې د مقاومت د پيل، پراخېدو او تشديد مخه ونيولى شوه. دا دئ گورو چي نن د دوى پر اډو مسلسل بريدونه كېږي، گزمې ئې له كمينونو سره مخامخ كېږي، گاډي ئې په مينونو الوزول كېږي، نه ئې گزمې خوندي دي او نه قطارونه او باركونه.
سؤال: پداسي حال كي چي د امريكا لويي غوښتنه، چين، روسيه، كوريا، ايران، عراق او ټوله اسلامي نړۍ او ډېر نور هېوادونه تهديدوي، ولي په نړيواله كچه د امريكا په ضد د مقاومت گډہ جبهه نشي جوړېدى؟ ټول په دې پوهېږي چي امريكا پر افغانستان د تسلط له لاري غواړي پر مركزي آسيا او ټولي سيمي خپله واكمني تحميل كړي، نو ولي د امريكايانو په ضد د افغانانو مرسته نكوي، ولي د امريكا ملاتړ كوي؟
ځواب: دا كار بايد شوى وى خو د ځينو خاصو عواملو په وجه نه روس او نه چين دې ته زړہ ښه كوي او نه ايران، ځيني عوامل ئې شايد دا وي.
الف: روسان د روسيې دننه او د مركزي آسيا په هغو ملكونو كي چي د شوروي اتحاد په دوران كي د مسكو تابع وو، اسلام او اسلامي خوځښتونه ځان ته ستر او اساسي گواښ گڼي، دې ته ترجيح وركوي چي دا گواښ د امريكا د وسلو، پيسو او فوځونو په زور وځپل شي، مسكو د افغانستان په خلاف د امريكا د جگړي ملاتړ او مرسته د يوې دقيقي محاسبې له مخي كړى او كوي ئې، ښايي هغه وخت لا ډېر لري وي چي روسيه د غچ اخيستلو لپاره په سيمي كي له امريكا ضد احساساتو؛ د خپل مخكيني رقيب په ضد استفاده وكړي، روسان دې ته هم متوجه دي چي دامريكا د بريد په نتيجه كي چي د دوى تر حمايي لاندي شمالي ټلوالي ته څه په لاس ورغلي دا له بلي لاري په لاس نه شوى ورتلى.
ب: چين هم په تركستان كي له استقلال غوښتونكو مسلمانانو سره اوږده ستونزه لري، په افغانستان كي د يوه اسلامي حكومت قائمېدل د دې ستونزي د تشديد لامل گڼي، نو كه امريكا د دې ستونزي په حل كېدو كي د دوى مرسته كوي ولي به د هغې ملاتړ نه كوي.
جواب: د ايران اصلاح طلب او ليبرال چارواكي دې ته ترجيح وركوي چي د افغانستان په سر له امريكا سره معامله وكړي، دوى په افغانستان كي د امريكا مرسته وكړي او امريكا په ايران كي د محافظه كارانو په ضد د دوى ملاتړ وكړي. د ايران دغي حلقي ته د افغانستان روان وضعيت، د امريكايانو په لاس د طالبانو د حكومت نسكورېدل او د امريكا تر حمايې لاندي انتقالي ادارې كي د شيعه ډلو ونډہ په زړہ پوري برېښي. ځيني مبصرين خو لا دا هم وايي چي ښايي د ايران اوسني چارواكي دې ته ترجيح وركړي چي د عراق په اړہ هم هغه څه وكړي چي د افغانستان په اړہ ئې وكړل. دا ملكونه شايد خپل سياست بدل كړي خو اوس نه، بلكي په يوې داسي مخكي تللې مرحلې كي چي د امريكا د حتمي ماتي نښي ډېري څرگندي شي او د امريكا په لاس د تپل شوي حكومت دوام په خطر كي ولوېږي. افغانان نبايد په اوسنۍ مرحلې كي له دغو هېوادونو د امريكا په ضد د څه كولو انتظار ولري، بايد له خپلو ذاتي امكاناتو په استفادې سره د هېواد د آزادولو او د وضعيت د بدلولو لپاره ملا وتړي.
په دې كي هيڅ شك نشته چي په سيمي كي د امريكا د نظامي حضور اصلي هدف يوازي دا نه دئ چي افغانستان د دوى په دائمي نظامي اډې بدل شي او په دې هېواد كي د خپلي خوښي نظام تحميل كړي، برعكس د افغانستان له لاري د مركزي آسيا پر حساسي سيمي او غني زېرمو د تسلط لپاره او په دې سيمي د روسيي د مجدد تسلط د مخنيوي لپاره؛ دلته خپل حضور ضروري گڼي. دوى پر افغانستان له بريد د مخه د مركزي آسيا تقريباً ټولو هېوادونو كي نفوذ وكړ او په ځينو كي ئې ستري نظامي اډې جوړي او خپل گڼ شمېر ځواكونه ئې ځاى پر ځاى كړل. ويلى شو چي دوى دا هېوادونه له افغانستان د مخه او له جگړي پرته تر خپلي نظامي اغېزي لاندي راوستي.
په دې كي هم هيڅ شك نشته چي د امريكا دا جگړہ او په سيمه كي د دوى د نظامي حضور اصلي هدف د مركزي آسيا د تيلو په زېرمو تسلط دئ، دا جگړہ په اصل كي د تيلو د كمپنيو جگړہ ده، د طالبانو د حكومت له نسكورېدو وروسته نه په افغانستان كي د دوى نظامي تواجد او حضور د توجيه وړ دئ او نه په مركزي آسيا او ټولو هغو سيمو كي چي له طالبانو او القاعدې سره د مقابلې تر نامه لاندي ئې هلته خپل فوځونه ځاى پر ځاى كړي،
سؤال: كه امريكايان په دې وتوانېږي چي په افغانستان كي د اوږدې مودې لپاره پاته شي، دا به افغانانو ته كومي ستونزي راولاړي كړي او د افغاني ټولني ديني، اخلاقي، اجتماعي او سياسي جوړښت ته به څومره صدمه ورسوي او د بدو او خطرناكو اغېزو لمن به ئې څومره خوره وي؟ او كه له ماتي سره مخامخ شول نو د دې ماتي پايلي به څه وي؟
ځواب: په افغانستان كي د امريكا نظامي حضور چي كومي ستونزي افغانانو ته را ولاړي كړې دي له هيڅ افغان پټي نه دي، دوى زموږ هېواد اشغال كړ، زموږ خپلواكي او ملي حاكميت ئې ترپښو لاندي كړ، د ټولني مفسد عناصر، غله، داړہ ماران او وطن پلورونكي ئې پر افغانانو مسلط كړل، د جهادي ځواكونو او شخصيتونو د ختمولو، وژلو، شړلو، له صحني ايستلو او د ټولني په سياسي او اجتماعي چارو كي د دوى د فعالي ونډي د مخنيوي لپاره ئې له هيڅ هڅي ډډہ ونه كړہ، د يوه يوه كس د وژلو لپاره ئې مكمل كلي او جوماتونه وران كړل او په لويو لويو كاروانونو ئې بمونه وورول، د قومونو تر منځ ئې د دښمني تخم وكرلو، يو ئې د بل په خلاف وجنگولو، تاجك ئې د پښتون په ضد او شمال ئې د جنوب په خلاف راوپارولو، د افغانستان او پاكستان تر منځ ئې د دښمني او بې اعتمادي داسي فضاء راپيدا كړہ چي په ډېرو كلونو او ډېرو هڅو ئې چاره نشي كېدى.
دا د ښكېلاكگرو ځواكونو عادت دئ چي سيمي ته په راتلو سره هم او په تلو سره هم د نيول شوو سيمو ولسونو ته حل نه كېدونكې ستونزي راپيدا كړي. بريتانيا چي په نيمي وچي كي كوم زهر وشيندل او روسانو چي په مركزي آسيا او افغانستان كي په خپل خطرناك شتون سره كوم كړاوونه وزېږول؛ هر چا ته څرگند دي، روسان زموږ له هېواد ووتل خو د دوى په غېږ كي روزل شوي ناافغانان تر اوسه د جگړو د اور په بل ساتلو كي فعاله ونډہ لري. كه امريكايان خداى مكړہ زموږ په هېواد كي او په دې حساسي سيمي كي د اوږدې مودې لپاره د پاته كېدو چانس تر لاسه كړي او د ټولني په رگونو كي د خپلو زهرو د تزريق موقع په لاس ورشي، پر الحاد او اخلاقي فساد ولاړ خپل زهرجن او تباه كوونكى كلتور او فرهنگ خور او له دين، مذهب، اخلاق، غيرت او ملي هويت پردي عناصر پر ټولنه مسلط كړى شي، د ټولني فكري، اخلاقي، سياسي او اجتماعي زعامت دوى ته وسپارل شي، په دې لار كي له خنډ سره مخامخ نشي، په خلاص لاس، ډاډ او اطمئنان سره د ټولني د مخكيني فكري او اجتماعي جوړښت د بدلولو او د خپلي خوښي په قالب كي د اچولو مجال ورته ميسر شي او په دې وتوانېږي چي په يرغمل شوو ولسونو كي د دين په نسبت التزام سره مينه، له غلامي او د پرديو سلطې لاندي ژوند كركه او نفرت پدوى كي ختم كړي، په دې صورت كي به د امريكا په نظامي شتون داسي خطر ناك نتائج مرتب شي چي جبران به ئې ممكن نه وي، خو كه دا نظامي شتون د دغو ولسونو ديني او ملي احساسات راوپاروي او دا احساسات په مقاومت بدل شي او د مقاومت په نتيجه كي دښمن ته د ټولني په رگونو كي د خپل زهر شيندلو فرصت په لاس ورنشي، په دې سره د دې نظامي حضور د خطرناكو پايلو مخنيوي كېدي شي.
سؤال: د امريكا په خلاف مقاومت پيل شوى او لمن ئې د خورېدو په حال كي ده، آيا دا حالت به همداسي دوام وكړي او كه به امريكايي ځواكونه پس له څه مودې د مقاومت په ځپلو موفق شي؟
ځواب: ما ته د پيل شوي روان مقاومت وضعيت داسي معلومېږي چي بايد راتلونكي ته زيات هيله من وو. دا مقاومت تقريباً دري مياشتي مخكي پيل او پر امريكايي ځواكونو او د دوى پر اډو او گزمو بريدونه شروع شول، له دې د مخه ټول بريدونه د امريكايانو له لوري وو، په دې دريو مياشتو كي پر امريكايي ځواكونو هومره حملې شوې چي د روسانو په ضد د لومړيو مياشتو له بريدونو سره نشي مقايسه كېدي. په دې مودې كي د امريكايي ځواكونو تلفات په ورته مودې كي د روسانو تر تلفاتو ډېر زيات وو. دا نن چي ستاسو سؤالونو ته ځواب وايم او د امريكايي ځواكونو په ضد د عملياتو له پيل كېدو فقط دري مياشتي تېرېږي، د دوى د فوځيانو د مرگ ژوبلي تخميني شمېر، هره ورځ تر پنځو زيات دي. تر اوسه خو مقاومت لا ځواكمن كېږي او لمن ئې له يوې سيمي بلي ته خورېږي. زه ډاډہ يم چي دا مقاومت به دوام كوي او هغي مرحلې ته به رسېږي چي امريكايي ځواكونه له افغانستان وتلو ته اړ كړي.
—————–
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



