د اكتوبر7 بله توره ورځ

د اكتوبر7 بله توره ورځ
پر افغانستان د امريكايي ځواكونو د وحشيانه بريد
د لومړۍ كليزي په مناسبت
لیکوال: محترم حکمتیار
پر افغانستان د امريكايي ځواكونو له بريد وروسته د دې هېواد د راتلونكي په اړه ځينو حلقو داسي گمان كولو چي افغانستان د امريكا په دائمي اډې بدلېږي، د امريكا د خوښي نظام به پر دې هېواد مسلط كېږي، نه د امريكا په خلاف د مقاومت امكان شته او نه د امريكا د لاس پوڅي رژيم نسكورول ممكن دي!! دې ډلي له روان بهير سره د تلو فيصله كړې وه، په دې قطار كي د سپرېدو لپاره له مخكينيو قطارونو او بسونو د راكوزېدو په حال كي وو، غوښتل ئې له مخكينيو ملگرو او صفوفو خپله رابطه قطع كړي او د امريكايانو په ډرېوري نوو بسونو كي د هغه مجهول مقصد په لوري وخوزېږي چي دوى په خپله نه بلكي امريكايانو ټاكلى!!
دې ډلي ځان ته توجيهات لرل، ويل ئې چي زموږ د هېواد او ولس وضعيت اوس او د امريكا د حملې په وخت كي هغه نه دئ چي د شوروي ځواكونو د حملې په وخت كي وو. ولس له جگړي ستړى شوى، د امريكا تر مشرۍ لاندي نړۍ وال ائتلاف هومره ځواكمن دئ چي په ټولي نړۍ كي حريف او رقيب نه لري. پاكستان زموږ هغه گاونډى هېواد چي د شوروي ځواكونو په خلاف د مقاومت په دوران كي د افغان ولس لوى پناه ځى او ستر ملاتړ وو اوس د امريكا په څنگ كي ودرېدلى او د افغانستان په اړہ ټول هغه څه كولو ته تيار دئ چي امريكايان ئې ترې غواړي، كه دا د حزب اسلامي په خلاف د طالبانو حمايت او ملاتړ وي او كه د طالبانو په خلاف جگړي كي امريكايانو ته نظامي اډې وركول او د پاكستان له زمکي او فضاء امريكايانو ته په خلاص لاس د استفادې اجازه وركول وي.
له بلي خوا ايران زموږ بل گاونډى هېواد، چي د امريكا په خلاف د افغان ولس د مقاومت د ملاتړ او حمايت طمع ترې كېده، اوس د امريكا تر مشرۍ لاندي د بين المللي ائتلاف د هڅو ملاتړ كوي، د شمال جبهه ئې دې ته وهڅوله چي په نظامي ډگر كي د امريكا د زمکنيو فوځونو په څېر عمل وكړي او په سياسي ډگر كي د بن هغه مذاكراتو كي برخه واخلي چي د امريكا تر مشرۍ لاندي ترسره شول او په نتيجه كي ئې له يوې خوا د افغانستان لپاره د امريكا د خوښي اداره جوړ شوه او د طالبانو اسلامي امارت او د شمال د جبهې اسلامي دولت ئې به يوه وخت كي نسكور كړل او له بلي خوا ئې افغانستان ته د بريتانيا تر مشرۍ لاندي د خارجي فوځونو د راتلو سند امضاء كړ. ايران مخكي د پښتنو په خلاف د تاجكانو تر قيادت لاندي د اقليتونو د ائتلافي جبهې ملاتړ كاوو، بيا ئې د امريكا په لاس د طالبانو د حكومت د نسكورېدو ملاتړ وكړ او اوس هغه حكومت په رسميت پيژني چي د بن د مذاكراتو په نتيجه كي جوړ شوى او د هغه د ساتني او حمايت لپاره بهرني فوځونه په افغانستان كي مستقر شوي.
او وايي: په ټولي نړۍ كي داسي هېواد نشته چي په افغانستان كي د امريكا د نظامي حضور مخالفت وكړي او د امريكا په ضد مقاومت كي د افغانانو تر څنگ ودرېږي.
دا حلقه داسي فكر كوي چي له حزب اسلامي پرته د افغانانو ټولي سياسي ډلي په څرگند يا مخفي توگه او په يوه او بل ډول د امريكايانو د حضور ملاتړ كوي، نو ځكه د دوى له نظره د امريكايانو په خلاف هغه څه كول ممكن نه برېښي چي افغانانو د روسي ځواكونو په خلاف وكړل.
د دې حلقې په مقابل كي بلي ډلي داسي فكر كولو چي د امريكا په ضد به حتماً هماغه څه كېږي چي د روسانو په خلاف وشول او امريكا به هرو مرو له هماغه برخليك سره مخامخ كېږي چي شوروي ځواكونه او شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. د دې ډلي دلائل دا دئ:
- دا د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت دئ چي هر ځواك ته ئې د عروج او طغيان يو خاص حد ټاكلى؛ هيڅ كله يو طاغوتي ځواك داسي نه پرېږدي چي د اوږدې مودې لپاره پر ټولي نړۍ حكومت وكړي. قرآن داسي حالت د فساد عامل گڼي او وايي چي الله جل شأنه د دې فساد د مخنيوي لپاره طاغوتي ځواكونه په زوال محكوموي، د دوى فساد په بل ځواك دفع كوي، كه نه نو ټوله نړۍ به له تباهي سره مخامخ كېږي، د عبادت او د خداى د يادولو او لمانځلو ټول ځايونه به ورانېږي.
وَلَوۡلَا دَفۡعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعۡضَهُم بِبَعۡضٖ لَّهُدِّمَتۡ صَوَٰمِعُ وَبِيَعٞ وَصَلَوَٰتٞ وَمَسَٰجِدُ يُذۡكَرُ فِيهَا ٱسۡمُ ٱللَّهِ كَثِيرٗاۗ وَلَيَنصُرَنَّ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ٤٠ الحج
او كه دا الهي سنت نه وى چي ځيني خلك د ځينو نورو په ذريعه دفع كوي نو كليساوي، د رهبانانو او يهودو د عبادت ځايونه او جوماتونه چي د خداى نوم په كي زيات يادېږي، ټول به وران شوي وو.
- كه شوروي ځواكونه او د وارسا د پكت گڼ شمېر مسلح قطعات چي د روسانو په څنگ كي افغانستان ته لېږل شوي وو، پلازمېنه او ټول لوى ښارونه د دوى په واك كي وو او د تېري په لومړنيو مياشتو كي پر افغانستان داسي مسلط شول چي زموږ گاونډيو او ټولو نړيوالو گمان كاوو چي افغانستان د تل لپاره د شوروي په كومي كي پريووت، نور نه مقاومت ممكن دئ او نه د افغانستان د آزادي احتمال شته!! خو پس له لنډي مودې مقاومت پيل شو، ورو ورو ئې لمن خوره شوه، په هر ځاى كي پر روسي فوځونو بريدونه پيل شول، روسان په خپلو نظامي اډو كي پاته كېدو ته اړ او ښارونو ته له كوزېدو له دې كبله منع شول چي په هيڅ افغان ئې اعتماد نه شو كولى، حتى له خپلو نژدې كمونستو ملگرو وېريدل. هيڅ دليل نشته چي همدا كار دي له امريكايانو او انگرېزانو سره ونشي!! دا خبره د منلو نه ده چي هلته دا كار ممكن او اوس نا ممكن دئ. پداسي حال كي چي افغانانو نه په هغه وخت كي دومره جنگي تجربه درلوده، نه دومره وسائل او نه هومره قوي روحيه چي نن ئې لري.
- د امريكا په خدمت كي د افغاني ډلو ائتلافي جبهه به ډېر ژر له ژورو او پخلا نه كېدونكو اختلافاتو سره مخامخ كېږي، اختلافات به ئې مسلحانه شخړو ته رسېږي، شرائط به يو ځل بيا د يوه بل ملي پاڅون او عمومي قيام لپاره برابرېږي.
د دې جبهې په ليكو كي چي څوك راټو ل شوي اكثريت ئې بې هدف، بداخلاق، مفسد او غله دي، همدا اوس ئې په ټولو سيمو كي د غارت، د خلكو ځورلو، د خلكو پر سر، مال او ناموس د تېري بازار تود كړى. ممكن نه دئ چي دا وضعه د اوږدې مودې لپاره دوام وكړي.
- د امريكا تر مشرۍ لاندي بين المللي ائتلاف هم نشي كولى چي د تل لپاره دوام وكړي. د طالبانو تر نسكورولو د دوى هدف مشترك وو، خو اوس چي د طالبانو حكومت نسكور شوى، د افغانستان د راتلونكي او په دې هېواد كي د امريكايي فوځونو د پاته كېدو په سر به په همدې ائتلاف كي د داسي اختلاف شاهد يو چي ورو ورو به تشديد كېږي. په دې اختلاف چي كوم نتائج مرتب كېدى شي هغه له هيڅ با درايته او پوه انسان پټ نه دي.
- امريكايانو چي په كومي بې رحمۍ، قساوت او وحشت سره عمل كړى، پر جوماتونو د لمانځه په وخت كي بمونه ورول، پر كليو بريدونه، بې گناه خلك وژل، په سلگونو اسراء لاس تړلي او يو ځايي وژل، د افغانستان په خاوري كي مستقل محبسونه جوړول، كيوبا ته د جنگي اسراوو انتقال، له كابل د مسلح افغاني قطعاتو ايستل، د هغو ډلو مشران سپكول چي د دوى ملگرتيا ئې كړې،… دا ټول حتماً او بې له شكه خپل عكس العملونه لري، افغانان به حتماً خپل غچ اخلي، افغانان هيڅ كله د پرديو تسلط نه مني، تل د پرديو د سلطې په خلاف راولاړ شوي، له لنډي مودې وروسته به د پرديو په خلاف حساسيتونه او د دوى د نادودو په مقابل كي عكس العمل؛ عملي بڼه غوره كوي او په مسلحانه مقاومت به بدلېږي.
دا دئ عملاً گورو چي مقاومت پيل شوى، په ډېره چټكتيا وده كوي او لمن ئې له يوې سيمي بلي ته خورېږي. كه په تېرو دريو مياشتو كي د مقاومت وضع، پر امريكايي ځواكونو د مجاهدينو مسلسل بريدونه او په دې بريدونو كي د امريكايانو تلفات له هغه څه سره مقايسه كړو چي د شوروي اتحاد ځواكونه د تېري په لومړيو دريو مياشتو كي ورسره مخامخ شول؛ نو په څرگند طور به وگورو چي هم پر امريكايانو د بريدونو شمېر زيات دئ او هم ئې تلفات، او د مجاهدينو تكتيكونه پاخه او تلفات ئې له هيڅ سره برابر. آيا له امريكا وېرېدونكو او له قدير او خيرالناصرين خداى مأيوسو كسانو ته دا خبره كفايت نه كوي چي نن او پس له هغه چي د مقاومت له پيل فقط درې مياشتي تېرېږي، امريكايي فوځونه هره ورځ تر پنځو زيات خپل مړي او ژوبل كسان بگرام ته انتقالوي!! او دا پداسي حال كي چي لا تر اوسه مقاومت يوازي په كندهار، كنر، خوست، پكتيا او پكتيكا كي تشديد شوى او په كابل، لوگر، ننگرهار كي ئې لومړۍ څريكي څرگندي شوې او نورو ولاياتو ته ورو ورو په خورېدو دئ، الحمدلله هلته هم مجاهدين ځانونه برابروي او ډېر ژر به وگورئ چي په دغو سيمو كي هم د نورو سيمو په څېر د شديد مقاومت لمن خوره شي. زه باور لرم چي كه مقاومت په همدې شكل دوام وكړي نو امريكايانو ته به ډېره گرانه وي چي د اوږدې مودې لپاره په افغانستان كي پاته كېدو ته زړہ ښه كړي او دا ورځ په ورځ زياتېدونكي تلفات وزغمي. زه هيڅ گمان نكوم چي امريكا دي دا تلفات تر يوه كال زيات وزغملى شي. د دې احتمال ډېر ضعيف دئ چي امريكا دي د راتلونكي بل اكتوبر اوومه په افغانستان كي ولمانځي.
د امريكايي فوځونو په وتلو چي كوم خطرناك نتائج مرتب كېږي شايد امريكا ته ئې جبران همدومره گران وي لكه روسانو ته. او په دې مقاومت كي د مجاهدنو د بريا اثرات به په افغانستان او ټولي اسلامي نړۍ كي تر هغه ډېر ژور او پراخ وي چي د شوروي ځواكونو په ضد ئې شاهد وو.
له هغو كسانو سره چي د يرغلگرو ځواكونو په څنگ كي د خپل ولس په خلاف جنگېدلي او د دوى د مټو په زور قدرت ته رسېدلي او له افغانانو سره ئې د اسلام، مروت، پښتونولي او افغانيت خلاف هغه څه كړي چي د ډېرو بي ننگه او بي غيرته كسانو په تاريخ كي ئې هم مثال نه شو موندلى، د بهرنيو فوځونو له وتلو وروسته به له دوى سره هماغه څه كېږي چي له دوى سره ښايي او د دوى له سلف سره شوي. كاش دوى د كمونستانو له تجربو پند او عبرت اخيستي وى او د هغوى پر پلونو له گام ايښودو ئې ډډہ كړې وى.
هغه كسان چي د امريكا په لاس له جوړ شوي نظام سره د ملگرتيا اراده لري او په دې بهير كي ځانته د ځاى پيدا كولو هڅه كوي، دوى خپل تاريخ داغجن كوي او خپلي ټولي هغه جهادي هڅي په اوبو لاهو كوي چي له اسلام د دفاع په خاطر ئې د پرديو كفري ځواكونو په خلاف كړې وې. نه پوهېږو دوى به خپل عمل څنگه توجيه كوي، ولي ئې دا كار د روسانو په وخت كي ونه كړ؟ څنگه د روسانو په لاس جوړ شوي نظام كي برخه اخيستل ورته حرام برېښېدو خو په امريكايي نظام كي برخه اخيستل ورته جائز برېښي!! څنگه د روسانو په خلاف جهاد ورته فرض معلومېدو خو د امريكايانو او انگرېزانو په خلاف جهاد ورته اشتباه برېښي!! نه پوهېږو دوى هغه څوك څنگه ملامتوي چي نن د امريكا په خلاف د مقاومت پلوي كوي، پداسي حال كي چي پرون او د روسانو په خلاف ئې د ده د مقاومت ستاينه كوله؟!!
كه څوك خپل ټول عمر په محبس كي او يا له هېواد لري په هجرت كي تېر كړي، دا حالت ئې تر دي ډېر غوره دئ چي په يوه داسي نظام كي د مأمور په توگه كار وكړي چي د پرديو په لاس جوړ شوى او د حفاظت لپاره ئې كفري ځواكونه زموږ په ملك كي مېشت شوي او پر افغانانو بمونه وروي. دا كسان دي په دې پوه شي چي له كافر سره د موالات او ملگرتيا په صورت كي نه الله تعالى د دوى ايمان قبلوي او نه ئې لمونځ او روژہ. د شريعت له نظره هغه څوك د كافرانو له ډلي گڼل كېږي او مباح الدم دي چي د كافر په څنگ كي له مسلمان سره جنگېږي. د دوى هيڅ دليل او عذر نه منل كېږي. د مجبوريت په صورت كي دوى ته د كفر كلمې ويلو رخصت وركړى شوى خو دا اجازه نه ده وركړى شوې چي د كافرانو په څنگ كي د مسلمانانو په ضد وجنگېږي.
هغه كسان چي د كفري ځواكونو په لاس جوړ شوي داسي نظام ته اسلامي نظام وايي او د اسلامي حكومت نوم ورباندي ږدي چي د مشر ساتنه ئې امريكايي كوماندو كوي، د پلازمېني امنيت ئې د هغو كفري ځواكونو په لاس كي دي چي وايي: په افغانستان كي د شريعت نفاذ د منلو نه دئ!! او پداسي حال كي چي د هېواد آسمان او زمکه د همدې ځواكونو په واك كي، ټول هوائي ميدانونه او ستراتيژيك نقاط د دوى په اختيار كي، په خپل سر او د افغانانو له اجازي او موافقي پرته، هر څوك نيولي او وژلي شي، په داخل كي محبسونه لري او په سلگونو بې گناه بنديان ئې د نړۍ په نورو ځايونو كي خپلو محبسونو ته انتقال كړي…. دا دين خرڅوونكي مفتيان يا له اسلام بې خبره دي او يا اصلاً ايمان نه لري. دوى له خداى سره خدعه كوي او خپل ملت غولوي.
متأسفانه ځيني نور بيا داسي دي چي د اصلي دښمن په ضد د څه كولو همت او جرأت نه لري خو د خپل زړہ بړاسي يا د ويډيو كسټو په دوكانونو كي په انفجاراتو سره باسي او يا د مكتبونو په سوزولو سره!! ځيني نور خو په داخلي جگړو كي ډېر غښتلي او تورزن وو خو د يرغلگرو خلاف جگړو ته ئې ملا ماته او توره په غلاف كي ده !! او ځيني نور له يوې خوا دښمن سره يو ځاى شوي او له بلي خوا په داخلي تصفيو كي مصروف دي او خپل ملگري ترور كوي او د سياسي او تبليغاتي اغراضو لپاره حتى له دې هم ډډہ نكوي چي تر خپل تسلط لاندي ښارونو كي انفجارات وكړي او همغه بې گناه ښاريان په وينو كي ورغړوي چي دوى ئې د سر او مال د خوندي ساتلو ذمه وهلې!! همدا دوى وو چي ډاكټر عبدالرحمن او حاجي عبدالقدير ئې ترور كړل او د اطلاعات او كلتور وزارت مخي ته ئې انفجارات وكړل!!
موږ يو ځل بيا ټولو هغه افغانانو ته بلنه وركوو چي اسلام ته وفادار دي، د اسلام له دښمنانو سره د ملگرتيا او د دوى په وړاندي د سكوت او سازش په نتيجه كي خپل دين، ايمان او آخرت نه تباه كوي، د خپل هېواد استقلال او خپلواكي غواړي او د پرديو فوځونو په شتون رضايت او دوى ته تسليمېدل او د دوى ملگرتيا د ايمان او عقيدې منافي گڼي او د امريكايانو په ضد جهاد همداسي گڼي لكه د روسانو په ضد، دوى ته بلنه وركوو چي يوه بل ته د وروري لاس وركړي او د جهاد لپاره ملا وتړي او په دې باور ولري چي قدير خداى به د دوى مرسته كوي، پر دښمن به دوى ته برى وركوي او امريكا او بي دينه ملگري به ئې له همغه شوم برخليك سره مخامخ كوي چي روسان او د دوى كمونست ملگري ئې ورسره مخامخ كړل.
—————–
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



