سلایدرمطالب مهممقالات محترم حکمتیارنوشته ها

امريكايي چارواكو ته توصيه

 

امريكايي چارواكو ته توصيه

لیکوال: محترم حکمتیار

امريكايي چارواكو ته توصيه كوم چي د شوروي ځواكونو ناكامه تجربه مه تكراروئ. افغانستان ته ننوتل آسان دي خو وتل گران. دلته ډېرو خپل سر خوړلى، ډېر په هسك سر راغلي خو په ټيټو سترگو وتلي، كه له خپل دښمن غچ اخلئ له افغانستان بهر ئې واخلئ.

دا خبره هېره نه كړئ چي تاسو د “سټار وار” اعلان وكړ، نه روسان وتوانېدل ستاسو مخه ونيسي، نه ستاسو اروپايي انډيوالان، نه چين او نه هم اسلامي هېوادونه، خو دا دئ د 19 زلميانو د استشهادي عملياتو په نتيجه كي هغه د ستورو جگړہ او د فضائي ډال جوړولو كيسه پاى ته ورسېد‏ه، آيا دا به غوره نه وه چي لا دمخه مو په سټار وار “Star War” سره د گڼ شمېر‏ هېوادونو د ناراضه كولو پر ځاى د دوى غوښتني منلې وى او له دې كار مو لاس اخيستى وى. همدا راز په كار ده چي په افغانستان د تېري نه كولو په اړہ همدا نن د نړيوالو غوښتنه جدي وگڼئ او له دې لاس واخلئ.

كه څه هم د كابل د نيولو او هلته د خپل ببرك كارمل د تپلو ښه پلمه په لاس درغلې خو نه افغانان هومره ناپوه دي چي نه پوهېږي تاسو لا ډېر د مخه د همداسي كار اراده درلوده او نه هم نړيوال هومره ناپوه دي چي نه پوهېږي دا د تروريزم په خلاف عمليات نه بلكي د افغانستان د اشغال عمليات دي.

مگر نړيوال نه گوري چي تاسو همدا اوس اوس د نړۍ د ډېر قبيح او شنيع تروريزم ملاتړ كوئ، تر اسرائيلو به ستر تروريست څوك وي؟! څوك نه پوهېږي چي د نيويارك او واشنگټن استشهادي عمليات يا له اسرائيلي تروريستانو ستاسو د قبيح ملاتړ عكس العمل وو، يا د نورو ولسونو په خلاف ستاسو د تېري او تجاوز عكس العمل او يا ستاسو د داخلي اختلافاتو نتيجه. كه د تروريزم مخنيوى كوئ، نو اسرائيل پر خپل ځاى كښينوئ او د مظلومو فلسطينيانو په خلاف د دوى وحشيانه عمليات متوقف كړئ.

روسانو ته مي توصيه دا ده چي پر افغانستان د ناجائز بريد په كار كي د امريكايانو‏ ملاتړ مه كوئ، له دې تاسو ته هيڅ گټه نه رسېږي، پرېږدئ له امريكا سره هماغه څه وشي چي له شوروي اتحاد سره وشول.

افغاني شاه پرستانو ته وايم: د امريكايي ټانكونو پر سر كابل ته د رسېد‏و شوق مه كوئ او د كمونستانو په څېر د خپل ولس او هېواد په خلاف د پرديو په جگړي كي برخي اخيستو ته زړہ مه ښه كوئ.

هغو ته چي پيسې او وسلې له روسانو تر لاسه كوي خو امريكايانو‏ ته په افغانستان د فوري بريد بلنه وركوي او وايي چي موږ هر خدمت ته چمتو يو، ډېر كارونه كولى شو، څو زره مسلح كسان دركولى شو، دوى ته وايو: روسانو ته مو چي تر ننه كوم خدمت كړى او د خپل ولس او هېواد په خلاف چي د دوى د مټو په زور د دوى د گټو لپاره جنگېدلي ياست؛ همدا درته كفايت كوي، نور له مظلومو افغانانو لاس واخلئ، په دې پوه شئ چي كه روسانو كابل ته بيا ونه رسولئ امريكايان‏ مو نه رسوي، امريكا خپل مخلص خدمتگاران لري، تاسو ته په هغوى ترجيح نه دركوي.

افغانانو ته مي پيغام دا دئ چي هيله ده الله تعالى رڼا راولي او دا توره شپه پاى ته ورسوي.

موضوعات مشابه

Back to top button