
شاهي كوټ مجاهدينو لخوا
شرعي فتوا
لیکوال: محترم حکمتیار
پر افغانستان د امريكا او بريتانيا له حملې ورسته د دې هېواد ديندار او په خداى مين كسان له خپلو علماوو او مشرانو مسلسل پوښتني كوي چي د دې نوي وضعيت په وړاندي د افغانانو ديني او مذهبي مسئوليت كوم دئ او له دې حالت د هېواد د ايستلو لار څه ده؟ موږ د افغانستان او اسلامي نړۍ د ټولو با ايمان او حقيقي علماوو په استازيتوب د دوى پوښتنو ته لاندي ځوابونه وايو او دا فتوى صادروو:
پر افغانستان د امريكا تر مشرۍ لاندي د كفري ځواكونو له تېري وروسته او په دې هېواد كي د دوى د مسلح ځواكونو له استقرار وروسته زموږ هېواد د دارالحرب حكم لري.
د شرعي نصوصو له مخي په دې حالت كي پر هر مسلمان؛ ښځه وي او كه نارينه وي، پر ټولو مسلح جهاد تر هغه فرض عين دئ چي د كفري ځواكونو سلطه پاى ته ورسېږي، د دوى فوځونه زموږ له خاوري ووځي او په آزاد او مستقل افغانستان كي د افغان مسلمان ملت د خوښي اسلامي نظام قائم شي. اوس پر افغانانو جهاد همغسي فرض دئ لكه د روسي قواوو په لاس د افغانستان د اشغال په وخت كي چي فرض وو. او هغه خلك چي د دوى ملگرتيا كوي دا كسان له شك او ترديد پرته د كمونستانو په څېر مباح الدم او واجب القتل دي، دوى بايد د كمونستانو په څېر وگڼل شي او د دوى په خلاف بايد همغه څه وشي چي له كمونستانو سره وشول، مگر دا چي توبه وكړي، د دوى له ملگرتيا لاس واخلي او د خپلي گناه او جرم د جبران لپاره د دښمن په خلاف وسله واخلي او د ژوند تر آخري سلگۍ په اخلاص او صداقت وجنگېږي.
الله تعالى فرمايي:
لَّا تَجِدُ قَوۡمٗا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ يُوَآدُّونَ مَنۡ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوۡ كَانُوٓاْ ءَابَآءَهُمۡ أَوۡ أَبۡنَآءَهُمۡ أَوۡ إِخۡوَٰنَهُمۡ أَوۡ عَشِيرَتَهُمۡ٢٢ المجادله
په خداى او د آخرت په ورځي ايمان لرونكى هيڅ قوم به هيڅ كله داسي ونه مومې چي له الله او د ده له رسول سره دښمني كوونكي سره دوستي وكړي، كه څه هم هغوى د دوى پلرونه وي، يا ئې زامن، يا ئې ورونه او يا ئې خپلوان وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
” مَنْ مَشَى مَعَ ظَالِمٍ يُقَوِّيهِ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ ظَالِمٌ فَقَدْ خَرَجَ مِنَ الْإِسْلَامِ ”
څوك چي له يوه ظالم سره د دې لپاره درومي چي د هغه ملاتړ وكړي، پداسي حال كي چي پوهېږي هغه ظالم دئ، يقيناً چي له اسلام وتلى.
د دې نصوصو په رڼا كي علماء دا فتوى وركوي چي ټول هغه كسان، ډلي او حكومتونه چي پر افغانستان د امريكا د وحشيانه حملې حمايت او ملگرتيا كوي او په دې جنگ كي ئې په يوه او بل ډول د امريكايانو ملگرتيا او مرسته كړې؛ له اسلام وتلي او د الله تعالى له صريح حكم ئې بغاوت كړى. پداسي حال كي چي د امريكا د بم ورونو په نتيجه كي په زرگونو بې گناه افغانان په شهادت رسېدلي، په لسگونو زره هجرت ته اړ شوي او پر لسگونو جوماتونو په داسي حال كي بمونه ورول شوي چي خلك د لمانځه لپاره غونډ شوي او جمع ولاړہ وه، په دې حالت كي چي څوك د امريكا د حملې ملاتړ كوي، له امريكايانو غواړي چي خپل بريدونه مزيد تشديد كړي، د خپلو فوځونو شمېر زياد كړي، له كابل علاوه په نورو ښارونو كي هم خپل فوځونه ځاى پر ځاى كړي، نه د افغانانو په مرگ ژوبله خواشيني كېږي او نه د كليو، كورونو او جوماتونو په ورانېدو خفگان څرگندوي، دا كسان د هيڅ معيار له مخي نه د ايمان خاوندان گڼلى شو، نه د انساني عاطفې او نه هم د افغاني غيرت خاوندان. دوى الله تعالى، آخرت او ايمان ته شا كړې او خپل افغاني غيرت ئې په ډالرو پلورلى.
همدا راز پر ټولو افغانانو د هغو كسانو ملگرتيا، مرسته او ملاتړ فرض دئ چي د امريكايانو او انگرېزانو خلاف مقابله كوي. د دغو مجاهدينو اسرار ساتل، دوى ته د دښمن او د هغه د پلانونو په اړه مفيد معلومات وركول، د دوى په خلاف د دښمن حملې شنډول، له دوى سره مالي، ځاني او نظامي مرستي كول، دوى ته پناه وركول، د دوى د ټپيانو معالجه او د دوى د شهيدانو درناوى؛ د فرد فرد باايمان افغان ديني او مذهبي دنده ده.
موږ ټولو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته بلنه وركوو چي د اسلام د دې ستر دښمن په خلاف په دې مقدس جهاد كي برخه واخلي، دا جهاد بايد تر هغه ادامه وكړي چي ټول بهرني فوځونه له افغانستان ووځي، د كفري ځواكونو او د دوى د گوډاگيانو سلطه پاى ته ورسېږي او په افغانستان كي داسي اسلامي حكومت قائم شي چي مشران ئې د ملت له لوري غوره شوي وي، شريعت ته التزام لري، د افغانستان له خپلواكي او اسلامي هويت دفاع كوي او په هېواد كي محمدي شريعت قائموي. د هر باايمان افغان بايد دا عقيده وي چي قادر الله الله تعالى به دا نوي اشغالگران د مخكينيو په څېر له ماتي او رسوايي سره مخامخ كوي او امريكا او ملگري به ئې د شوروي اتحاد په څېر په ذلت او رسوايي اخته كوي، مجاهدينو ته به پر دښمن برى وركوي او د يوه بل مغرور كفري ځواك د راپرزولو شرف او افتخار به د دوى په برخه كوي او په دې ترتيب به ټوله نړۍ او مظلوم ولسونه د امريكا له شر ژغوري.
موږ مجاهدينو ته وايو: خيرالناصرين الله تعالى ستاسو مل دئ، خپله ملا كلكه وتړئ، په لوى الله تعالى توكل وكړئ، په دې مو باور وي چي د مرگ، ژوند، ماتي او بري پرېكړي مالك الملك خداى صادروي.
حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ


