
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 5
آيا په امام پسي د مقتدي قرائت جائز دئ
دې ته مو پام وي چي د يوې رأيي پلويانو دغو رواياتو ته صحيح ويلي او د بلي رأيي پلويانو مخكنيو ته، د اسنادو له مخي د دغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړہ وروستۍ پرېكړہ كه محال نه وي نو ډېره گرانه ده، دومره چي د امت محققينو په تېرو څوارلسو پېړيو كي ونشوى كړى. خو كه د قرآن په رڼا كي د دې رواياتو په اړہ قضاوت وكړو نو ويلى شو:
- څوك چي په امام پسي لمونځ كوي د امام قرائت ورته كافي دئ.
- په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ.
- په خفيه لمونځونو كي په امام پسي قرائت داسي دئ لكه له قرائت نه پرته نور تكبيرات او تسبيحات ويل.
- كه څوك په ركوع كي امام ومومي ركعت ئې بشپړ گڼل كېږي او اعاده ورباندي نشته، ځكه د لمانځه ټولي هغه برخي ئې بشپړي كړې دي چي په قرآن كي ورته اشاره شوې: تكبير تحريمه، قيام، ركوع او سجده، يوازي قرائت ترې پاته شوى او دا نقيصه هم په دې سره رفع شوې چي د امام قرائت د ده قرائت گڼل شوى.
دا خبره هم په پام كي ولرئ چي ځيني وايي: د الحجر په سورې كي د 87 آيت معنى دا ده چي د فاتحې سوره د قرآن په نامه ياده شوې، آيت دا دئ:
وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَٰكَ سَبۡعٗا مِّنَ ٱلۡمَثَانِي وَٱلۡقُرۡءَانَ ٱلۡعَظِيمَ ٨٧ الحجر:87
خو دا لويه اشتباه ده، دلته له سبعاً من المثانى نه مراد د فاتحې سوره ده او له القرآن العظيم نه ټول قرآن، دا تعبير په بشپړہ توگه غلط دئ چي څوك د دې آيت په استناد د فاتحې سوره د ټول قرآن په نامه ياده كړي. كه د فاتحې سورې ته د قرآن نوم وركړى شي نو بيا خو به د فاقرءوا ما تيسر من القرآن معنى دا وي چي د فاتحي يوه آسانه برخه ولولئ!! او په لمانځه كي به د دې سورې يوه برخه ويل هم كافي شمېرل كېده!! خو هيڅوك د دې خبري جسارت نه كوي!!
د بخاري له مخكني روايت نه وروسته چي كوم روايت زموږ مخي ته راځي ښيي چي د فاتحې لوستل فرض نه دي ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه سړي ته د لمانځه په اړہ د نورو لارښوونو په ضمن كي وويل: بيا له قرآنه داسي آسانه برخه ولوله چي حفط دي وي، كه فاتحه فرض وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به ورته ويلي وو چي لومړى فاتحه ولوله او بيا يوه آسانه برخه د قرآن!!
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم دَخَلَ الْمَسْجِدَ، فَدَخَلَ رَجُلٌ فَصَلَّى فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم فَرَدَّ وَقَالَ « ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ ». فَرَجَعَ يُصَلِّى كَمَا صَلَّى ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ « ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ » ثَلاَثًا. فَقَالَ وَالَّذِى بَعَثَكَ بِالْحَقِّ مَا أُحْسِنُ غَيْرَهُ فَعَلِّمْنِى. فَقَالَ « إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْتَدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، وَافْعَلْ ذَلِكَ فِى صَلاَتِكَ كُلِّهَا ».
له ابوهريره رضى الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم جومات ته راغى، پدې وخت کي يو سړى هم جومات ته راغى او لمونځ ئې وکړ، (دا شخص خلاد بن رافع زرقي رضى الله عنه وو)، بيا ئې پر رسول الله صلى الله عليه و سلم سلام واچاوو، رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې د سلام ځواب ورکړ او ورته وئې فرمايل: (لاړ شه، لمونځ وکړہ ځکه تا لمونځ نه دئ کړى)، هغه ولاړ او د مخکي په شان نې لمونځ وکړ، بيا راغى او پر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې سلام واچاوو، رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: (لاړ شه، لمونځ وکړہ، ځکه تا لمونځ نه دئ کړى) دا كار درې ځلي تکرار شو، هغه سړي وويل: قسم په هغه ذات چي ته ئې په حقه راليږلى يې ما خو تر دې ښه لمونځ زده نه دئ، نو را وئې ښيه؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (کله چي لمانځه ته پاڅېدلې، نو تکبير ووايه، بيا له قرآنه داسي آسانه برخه ولوله چي حفط دي وي، بيا رکوع وکړہ، تر هغه په ركوع كي پاته شه چي ډاډہ او آرام شې، بيا پورته شه او سم صحيح ودرېږہ، بيا سجده وکړہ ښه په آرامۍ سره بيا له سجدې نه پورته شه او ښه آرام کښېنه، دا کار دي په ټول لمانځه کي کوه).
له دې روايت نه معلومېږي چي د فاتحې لوستل فرض نه دي، كه فرض وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً دې سړي ته د هغې يادونه كړې وه!! څوك چي وايي دا حديث په بل نسخ شوى د خپلي ادعاء لپاره هيڅ موجه دليل نه لري.
نور بیا …



