خبرهای خارجیسلایدرفلسطین

په تل ابیب کې د خلکو جوشېدلی پاڅون؛ زرګونو اسراییلیانو د غزې جګړې او د نتنیاهو سیاستونو پر ضد شعارونه ورکړل

 

د اسراییلي رژیم دننه د ناراضګۍ په دوام، تېره شپه زرګونو اسراییلي ښاریانو په تل ابیب کې سره راټول شول څو د بنيامين نتنیاهو د خونړۍ جګړې د دوام او پراختیا پر ضد غږ پورته کړي.

معترضینو په زوره غوښتنه وکړه چې دا ظالمانه جګړه ژر ختمه شي، د مظلومو فلسطینیانو وژنه ودرول شي، او پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي. دغه راټولونه په داسې وخت کې و چې اسراییل په غزه کې دوه کاله جګړه کوي، خو نه يې کومه امنيتي ګټه ترلاسه کړې او نه د نتنیاهو حکومت مشروعیت پاتې شوی.

کارپوهان وايي دا اعتراضونه به د اسراییلو په سیاسي جوړښت کې لویې ستونزې راولي؛ ستونزې چې د نظامي ناکامیو، نړیوالو فشارونو او په غزه کې د خلکو د کړاو له امله رامنځته شوي. دا حرکتونه ښيي چې د اشغالګرو واک ورو ورو کمزوری کېږي.

موضوعات مشابه

Back to top button