تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۶مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د امريكا عكس العمل

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۶


 

غربي آژانسونو په كلكه د حزب په خلاف او د ائتلافي جبهې په گټه هومره وسيع او درواغجن تبليغات كول چي د كابل راډيو د تبليغاتو ضرورت ئې منتفى كړي وو او كابل راډيو ته هم هغوى تبليغاتي مواد په لاس وركول. پدغو تبليغاتو كي په لاندي ټكو تركيز كېدو:

بايد وښيي چي جگړہ د مجاهدينو ترمنځ روانه ده او كمونستان پدې جگړي كي هيڅ ونډہ نلري.

مسعود او د ده ملگري ئې پداسي حال كي د كابل فاتحين او مدافعين معرفي كول چى: دوى پدې جگړي كي فقط د كمونستانو د جگړي لپاره د يوه پوشش حيثيت درلود، مسعود په خپله له كابل نه 80 كيلومتره لېري په جبل السراج كي وو او كابل ته ئې هم د داخلېدو لار نه درلوده او هم په كابل كي په ځان وېرېدو، خو بى بى سي به ويل چي مسعود د كابل په دروازوكي كابل ته د ننوتلو لپاره تيارى نيسي!! دوى په كابل كي دفاع نه، بلكه جگړہ او تېرى پيل كړي وو، ټوله جگړہ په هغو منطقو كي شوې چي د دوى د مخالفينو په لاس كي وي او دوى د هغوى د نيولو هڅه كړي، كه جگړہ په خيرخانه، كارته پروان او وزير اكبر خان مينه كي روانه وى او دا سيمي وراني شوې وى نو په رشتيا، دوى مدافعين او موږ تېرى كوونكي وو، خو كه جگړہ د كابل په جنوب او غرب كي په هغو منطقو كي شوې وي چي يا هزاره او يا پښتانه پكي مېشت‏ وو لكه: خوشحال مينه، رحمن مينه، پكتيا كوټ، قلعه چه، چهل ستون،كارته 3، كارته 4 او كارته سخي او فقط همدا منطقې په هغو حملو كي وراني شوې او خلك ئې هجرت ته مجبور شوي چي شوراى نظار او انډيوالانو ئې په لومړى سركي له حزب اسلامي سره او بيا له حزب وحدت سره درلودي، نو متعرض څوك او مدافع څوك دى؟

غربي آژانسونو، ورځپاڼو او راډيوگانو، د غربي هېوادونو مخصوصاً د امريكا د خارجه وزارت او سناتورانو او كانگرس مينانو، هغه ويناگاني او تبصرى خورولى چي ويل ئي، امريكا به پرى نږدې او يا بايد پرى نږدې چي كابل، د حزب اسلامي په لاس كي پرېوځي.

ما ته د پاكستان د آى اس آى پخوانى مسئول جنرال حميدگل، چي كابل ته د رباني په بلنه راغلى وو، په چهار آسياب كي، د يوې ليدني په دوران كي وويل: امريكا ته مي سفركړي وو، د سټيټ ډيپارټمنټ (خارجه وزارت) او د پنتاگون (دفاع وزارت) له مسئولينو سره مي تفصيلي خبري درلودي، په ټولو ليدنوكتنو كي ماته امريكايي مسئولينو وويل چي موږ حكمتيار پرى نښود چي كابل ته داخل شي او هيڅكله به ئې پرى نږدو چي په كابل حكومت وكړي!!

همدا راز د پاكستان د صوبه سرحد پخوانى گورنر جنرال فضل حق راته وويل: هغه وخت چي بوش لا د ريگن مرستيال وو او پاكستان ته ئې دوره كړې وه‏، په گورنر هاوس كي ئې د يوې خاصي غونډي په ترڅ كي، ستا(حكمتيار) په باره كي وويل: Eliminate this fanatic يعنى دا متعصب او لجوج( حكمتيار) ختم كړي” بايد له ځان سره پام وكړي”

امريكا په څو دليلونو د حزب اسلامي حكومت نشو زغملاي:

  • په اسلامي اصولو د حزب تأكېد.
  • د حزب نظم، قوت او په ولس كي قوي نفوذ او ژوري ريښي.
  • په اسلامي نړۍ كي د حزب پراخ محبوبيت.
  • د افغانستان په داخلي چارو كي د امريكا د لاس وهنو مخالفت.
  • په عراق باندي د امريكا د حملې غندنه.
  • د امريكا له جمهور رئيس ريگن سره له ملاقات نه زما ډډہ.
  • له هغه ائتلاف سره د حزب مخالفت چي د واشنگټن او مسكو په اشاره او موافقه جوړ شوى وو.
  • د ظاهرخان د راوستلو امريكائي پلان شنډول.

بايد دا ټكي توضيح كړم چي امريكا او پلويانو ئې تل دا هڅه كړي چي د ظاهرخان د بيا مسلط كولو لپاره لار اواره شي، دوى د ظاهرخان په راوستلو سره هغه خاصه طبقه په افغانستان مسلط كول غوښتل چي:

  • د دين په نسبت التزام نلري، په غرب پوري تړلي دي، غربي اخلاق او غربي افكار لري.
  • د جهاد په دوران كي په اروپا او امريكا كي پاتې شوي، قبله ئې واشنگټن ده او هماغه څه به په افغانستان او منطقې كي كوي چي امريكا ئې غواړي.

دوى پدې كار سره غواړي دنيا ته وښيي چي د افغانستان كشاله نه په كمونيزم حل شوه او نه په اسلام، بلكي په سلطنتي او شاهى نظام حل شوه، لږ تر لږہ پدې سره دوى د جهاد د تجربې ناكامول غواړي. همدا راز دوي، پدې كار سره په ايران كي دې ته د ورته تحول راوستلو لپاره لار آواروى، كه په افغانستان كي پس لدومره قربانيو، شهادتونو، هجرتونو، د اسلامي نظام په ځاي، زوړ شاهى نظام راتلاى شي ولي بايد دا تجربه په ايران كي هم پلى نشي.

مگر نگورئ كله چي د امريكا د غوښتني او اصرار په نتيجه كي، د بى نظيربوتو حكومت، سردار ولي ته بلنه وركوي چي د پاكستان دوره وكړي، له افغاني خانانو او قبايلى ملكانو سره د ليدني كتني غونډي ورته جوړوي او مزار، كندهار او ننگرهار ته ئې دلېږلو ناكامه هڅه كوي، په همدې وخت كي، په غير مترقبه توگه، د امريكا جمهور رئيس، بل كلنتن، د ايران د پخواني پاچا رضاشاه ځوي، رضا پهلوي سره گوري، دا جريان ښيي چي امريكا د افغانستان او ايران لپاره ورته پروگرام لري، دا ځكه چي غرب پرسته عناصر، پدې دواړو هېوادونو كي، په كوم منظم سياسي حزب كي ندي راغونډ شوي، د دوى لپاره د شاهى كورنۍ د غړو نه پرته بل محور نشته. په افغانستان كي له هري ډلي سره د امريكا مرستي پدې پوري مشروط وې چي د ظاهرشاه د راوستلو له امريكائي پلان سره توافق وكړي. شوراى نظار، شعلهء جاويد، افغان ملت، ملي جنبش او د طالبانو د جنبش له يوې ډلي سره دوى هلته خواخوږي ښودلې چي د دې پلان په اړہ ئې امريكا ئيانو ته اطمئنان وركړي.

ځيني كسان داسي گمان كوي چي زه يوازي پدې خاطر د ظاهرخان د پلان سره مخالفت كوم چي د ده په وخت كي په بند محكوم او محبس ته لېږدول شوى وم، خو حقيقت دا دى چي زموږ د هېواد لپاره څومره چىكارمل خطرناك وو همدومره ظاهر خطرناك دى، كه كارمل د روسانو د غلامۍ نښه وه، ظاهر د امريكا د غلامۍ نښه ده، له بيدينه وطن خرڅوونكو نه پرته بل څوك لدې پلان سره موافقه نشي كولي.

نور بیا…

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button