جهاد افغانستانسلایدرنوشته ها
نن د سلواغې ۲٦مه نېټه د باطل پر وړاندې د بريا او وياړ ورځ!

نن د سلواغې ۲٦مه نېټه
د باطل پر وړاندې د بريا او وياړ ورځ!
لیکوال: سمیع الله نهضتیار
د سلواغې ۲٦مه د افغان ولس د بريا او له وياړه ډکه ورځ ده؛ دا ورځ زموږ د تاريخ ترټولو ځلانده او له تاريخي پلوه د لوړ ارزښت لرونکي ورځ بلل کېږي.
د دې وياړلې ورځې مبارکي ټول افغان ولس ته وايو؛ الله تعالی دې ټولو هغو واقعي مجاهدينو ته په آخرت کې لوړې درجې او مقام ورکړي چې په دې ستر جهاد کې يې په ميړانې برخه اخيستې وه، د خپل شهامت، شجاعت، غيرت او ميړانې په پايله کې يې جهاد بريا ته ورسولو.
رښتيني مجاهدين هم د خپل ولس پر او هم د خپل رب پر وړاندې هسک او سرلوړي دي؛ د تاريخ هره پاڼه او هره کرښه د دوی په اتلوليو او ميړانو شاهدي ورکوي.
يقيناً چې د کمونيزم پر وړاندې مبارزه آسانه او کوچنی خبره نه وه؛ د کمونيزم تور وزر يوازي پر افغان خاوره نۀ بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو غوړېدلی وو؛ د افغانانو د سپيڅلې او سترې مبارزې په ترڅ کې ټوله نړۍ د کمونيزم له شره خوندي شوه او د بد بويه گنده مفکورې ټغر يې ټول شو؛ يوازي افغانان نۀ بلکې تر اروپا پورې ولسونه وژغورل شول.
په پای کې د دې سترې وياړلې ورځې مبارکي افغان ولس او هغو اتلو مجاهدينو ته وايم چې پخپل شجاعت سره يې د جهاد سنگرونه گرم ساتلي وو او په پايله کې يې روسي اشغالگر او د دوی کمونست گوډاگيان په گونډو کړل.



