جهان اسلامسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – څلورمه برخه

 

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: 4

 

څوك چي د عملي جهاد او د اسلام له دښمنانو سره د مخامخ نښتو تجربه لري هغوى پوهېږي چي ځيني خلك داسي وي: له دښمن سره د جگړو د وخت له رارسېدو مخكي په جگړي ټينگار كوي او وايي: بايد له دښمن سره د يوې پرېكنده نښتي له لاري خبره پاى ته ورسوو او ستونزه د تل لپاره حل كړو؛ دا رأى كله د ډېرو مخلصو او رښتينو مجاهدينو له لوري وي او كله د داسي چا له لوري چي دا ټينگار ئې له قوى ايمان او د الله په لار كي د قربانۍ له جذبې نه وي راولاړ شوى؛ بلكي له بيمار زړه راخوټېدلى وي؛ په دې بې وخته ټينگار سره غواړي چي ځان مخلص او انقلابي وښيي او په خپلو غلطو كړنو، غلطو باورونو او ويناوو پرده واچوي او خلكو ته وښيي چي كه اوس او د سختي ورځي له رارسېدو مخكي هغوى څه قصور لري؛ په عمل كي تر نورو شا ته پاته دي او د خپلو ديني او مذهبي دندو په اداء كولو كي لټي كوي؛ كله چي په دې اړه ورباندي اعتراض وشي نو وايي: كه له دښمن سره د نښتي او له دين د دفاع وخت راورسېدو نو موږ به تر ټولو مخلص ومومئ، زموږ په اخلاص او صداقت به هلته پوه شئ چي په لومړي خط كي مو توره په لاس او مټي بروهلې وگورئ!! وبه وينئ چي تر هر چا مخكي يو او په لومړي خط كي د دښمن مقابله كوو!! خو كله چي د جگړي اصلي وخت راورسېږي او په دې اړه صريح او واضح فيصله وشي او د قرآن صريح او واضح حكم د هغه غوښتنه وكړي؛ نو دا كسان به داسي ومومئ چي سخته وېره به ئې په څېرو او ويناوو كي څرگنده وي، خړي سترگي؛ د هغه چا په څېر چي د مرگ له وېري او هيبته بې هوشه شوى، له خلكو به داسي وېرېږي لكه له الله او حتى له خلكو به ئې وېره هومره وي چي له الله به دومره نه وېرېږي!! بيا به وايي: اوس خو د جگړي مناسب وخت نه دئ، ضروري وسائل نه دي برابر شوي، د ځواك او وسائلو له پلوه بايد زموږ او دښمن تر‌منځ توازن تأمين شي، څه نور وخت ته ضرورت لرو، بايد جگړه وځنډېږي!!

دوى جگړه او له دښمن سره مخامخ كېدل داسي گڼي لكه د مرگ په لوري چي خوځول كېږي، لكه مرگ چي تيار دوى ته خپل كومى پرانيستى وي او د مرگ نېټه ئې رارسېدلې وي!! وايي به: خداى ولي موږ ته د څه نوري مودې لپاره د ژوندي پاته كېدو موقع رانه كړه او داسي ژر ئې له جگړو سره مخامخ كړو!! لكه چي قرآن فرمايي:

يُجَٰدِلُونَكَ فِي ٱلۡحَقِّ بَعۡدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلۡمَوۡتِ وَهُمۡ يَنظُرُونَ٦   الأنفال

د همدې حقيقت په اړه ئې له هغه وروسته له تا سره (اې پيغمبره!) لانجه كوله چي څرگند شو، داسي لكه چي د مرگ په لوري بېول كېږي او دوى (ئې په خپلو سترگو) گوري.

دې خلكو ته فقط يو ځواب په كار دئ او هغه دا چي: له دنيا سره افراطي مينه مو له مرگ وېروي، آخرت مو هېر كړى، دنيا ته پر آخرت ترجيح وركوئ، له همدې كبله له مرگ وېرېږئ او له جنگ ډډه كوئ. د الله په عدالت باور نه لرئ، گمان كوئ چي الله به د مسلمانانو هلي ځلي او قربانۍ ضائع كړي؛ حال دا چي الله د وړې ذرې په اندازه هم په خپلو بندگانو ظلم نه كوي.

په دې پوه شئ چي په كور كي ناستي سره او كلكو مورچلو او دنگو كلاگانو ته په پناه وړلو سره هم له مرگ نه شئ خلاصېدى؛ په هر صورت به د مرگ داعي ته لبيك وايئ.

همدا مطلب په دې آيتونو كي په مزيد وضاحت سره داسي بيان شوى:

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَوۡلَا نُزِّلَتۡ سُورَةٞۖ فَإِذَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٞ مُّحۡكَمَةٞ وَذُكِرَ فِيهَا ٱلۡقِتَالُ رَأَيۡتَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ يَنظُرُونَ إِلَيۡكَ نَظَرَ ٱلۡمَغۡشِيِّ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡمَوۡتِۖ فَأَوۡلَىٰ لَهُمۡ٢٠ طَاعَةٞ وَقَوۡلٞ مَّعۡرُوفٞۚ فَإِذَا عَزَمَ ٱلۡأَمۡرُ فَلَوۡ صَدَقُواْ ٱللَّهَ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ ٢١  محمد

20- او هغه چي ايمان ئې راوړى وايي: ولي كومه سوره نازله نه شوه (چي د جگړي اجازه وركړي) خو كله چي پرېكنده سوره نازله شوه او په هغې كي د جگړي يادونه وشوه نو د بيمارو زړونو خاوندان دي ليدل چي ستا لوري ته ئې داسي هك پك كتل لكه د مرگ له هيبته د بې سده كس ليدل، دوى ته خو غوره وه: 21- اطاعت كول او معروفه وينا؛ او كله چي كار مصَمَم شو كه ئې له الله سره صداقت كړى وى؛ دا حتماً ورته غوره وو.

د دې مزيد تفصيل (د قرآن پلوشې) د محمد سورې تفسير كي وگورئ.

فخر الدين الرازي د دې آيت په تفسير كي وايي: «هذا التقسيم بين فريقين يدلّ على أن المطالبة بالقتال لم تكن منحصرة في طائفة واحدة، بل منهم من كان يطلبه صدقاً، ومنهم من كان يطلبه رياءً، فافتُضح المنافقون حينما كتب القتال.»: د دوو ډلو تر‌منځ دا وېش؛ پر دې دلالت كوي چي د قتال مطالبه په يوې خاصي ډلي پوري مربوطه مطالبه نه وه؛ بلكي له دوى ځيني هغه وو چي په صدق او اخلاص سره ئې دا غوښتنه درلوده او ځيني ئې هغه چي په رياء سره ئې غوښتل؛ نو دا منافقين هغه مهال رسوا او بربڼد شول چي قتال فرض كړى شو.

ابن عاشور هم همدا خبره كوي او وايي: «… هؤلاء لم يكونوا كلّهم على سواء، بل كان فيهم مخلصون صادقون، وكان فيهم منافقون مراؤون، ففضح الله المنافقين بعد فرض القتال.»

نتيجه دا چي آيت د هغو کسانو په اړه دئ چي د قتال غوښتنه به ئې کوله؛ غوښتونكي دوې ډلي وې: 1- رښتيني مؤمنان؛ هغه چي په خپلي غوښتني کي صادق وو او د قتال له فرض كېدو وروسته ئې عملاً خپل صداقت ثابت كړ. 2- رياءکار او منافقين: هغه چي غوښتنه ئې دروغجنه او غير صادقانه وه. آيت همدغې دوهمي ډلي ته متوجه دئ، چي د قتال له فرض كېدو سره ئې ماهيت بربنډ شو.

همدا راز د (وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ) معنى قطعاً داسي نه ده لكه چي دوى ئې انگېري؛ او وايي: له ځواكمن او زورور دښمن سره جنگېدل داسي دي لكه په خپل لاس ځان په تهلكه كي غورځول؛ او گواكي الله تعالى په دې آيت سره مؤمنان له داسي كار منع كړي؛ دا تعبير او تفسير په بشپړه توگه بې بنسټه، تحريف ته ورته او د آيت د حقيقي تفسير خلاف دئ. راشئ د دې آيت په وړاندي لږ مكث او توقف وكړو او وگورو چي صحيح تفسير ئې څه دئ؛ آيت داسي دئ:

وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ وَأَحۡسِنُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٩٥

او د الله په لار كي انفاق وكړئ او په خپل لاس ځان په هلاكت كي مه اچوئ او احسان وكړئ چي الله محسنين خوښوي.

دلته د آيت په سر كي د الله تعالى په لار كي د انفاق امر شوى؛ له (في سبيل الله) مراد د الله تعالى په لار كي جهاد او قتال دئ؛ او ورپسې؛ عدم انفاق داسي گڼل شوى لكه په خپل لاس ځان تباه كول.

د الله په لار كي به د سر او مال له قربانۍ دريغ نه كوئ؛ د عدم قربانۍ له كبله له تباهۍ سره مخامخ كېږئ، په خپل لاس ځان په دې تباهي كي مه غورځوئ، له جهاد او د الله په لار كي له قربانۍ ډډه د تباهي او هلاكت باعث او د دښمن په لاس د سپكاوي او تذليل سبب كېږي، په هيڅ پلمه او بهانه به له دې ډډه نه كوئ. عجيبه ده چي ځيني له دې څركند او كاملاً واضح آيت په زور او په ناحقه توگه داسي څه راباسي چي آيت د همدې ادعاء او تعبير د رد لپاره راغلى؛ د دوى تعبير داسي دئ چي له زورور دښمن سره مقابله؛ په خطر كي ځان اچول، له كم عدد او عدة سره د ځواكمن او په وسلو سمبال دښمن مخي ته ودرېدل؛ ځان په هلاكت كي غورځول دي او قرآن هغه تحريم كړي!! او ظالمانو! دا غلط تعبير مو د آيت له كوم لفظ او كومي برخي راايستلى؟ ولي د خپلي غلطي ادعاء لپاره د قرآن څرگند آيت تحريفوئ، ولي باطلي رأى ته د حق جامه وراغوندئ؛ همغسي چي قرآن فرمايي:

يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لِمَ تَلۡبِسُونَ ٱلۡحَقَّ بِٱلۡبَٰطِلِ وَتَكۡتُمُونَ ٱلۡحَقَّ وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ٧١   آل عمران

اې كتابيانو! ولي حق له باطل سره خلطوئ، ( باطل ته د حق جامه وراغوندئ) او حق پټوئ، په داسي حال كي چي پوهېږئ.

يقيناً چي دوى خپلو غلطو ويناوو او فتوى وو ته د حق بڼه وركوي؛ نه په ناپوهۍ كي بلكي عمداً او په داسي حال كي چي ښه پوهېږي؛ هم ئې رأى او ادعاء غلطه ده او هم ئې استدلال او استناد؛ هم حق څرگند دئ او هم باطل؛ په پېژندو او تفكيك كي ئې څوك اشتباه نه كوي؛ فرعون د موسى عليه السلام په حقانيت پوهېدو او ابوجهل د محمد عليه السلام؛ مخالفت ئې له عقل نه؛ بلكي له هوس او شيطاني اغراضو راټوكېدلى وو.

د دغو ښاغليو استدلال ډېر ډېر ناسم او غلط دئ، دلته عدم انفاق او له قربانۍ ډډه كول د هلاكت باعث معرفي شوي، له دې دا مفهوم اخيستل چي د زورور او ځواكمن دښمن له مقابلې بايد ډډه وشي او يا په دې سره د شهادت طلبانه عملياتو په ضد استدلال كول؛ ډېر غلط او شرمناك استدلال دئ، نه د ايمان خاوند داسي استدلال كولى شي او نه د عقل او پوهي خاوند؛ كه داسي وى نو قرآن به يو مسلمان د لسو كافرانو پر مقابلې نه مكلف كولو، د مسلمانانو د ترغيب لپاره به ئې د ابراهيم عليه السلام هغه قصه نه بيانوله چي په يوازي سر ئې د نمروديانو بتان رانسكور كړل، دا به ئې نه ويل:

كم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَت فِئَةً كثِيرَةَ بِإِذْنِ اللهِ وَ اللهُ مَعَ الصبرِينَ:

د الله په اذن سره څومره لږكي ټولگي په لوى ټولگي غالب شوي، الله خو له صابرانو سره دئ.

يو كس چي د لسو مقابله كوي په حقيقت كي شهادت طلبانه عمليات كوي، د ده او هغه چا تر‌منځ هيڅ توپير نه شته چي بمونه په ځان پسې تړي او د دښمن هغه ځاى ته ځان رسوي او داسي گوزار وركوي چي له بلي لاري ورته ممكن نه وي.

له دې آيت مخكي ويل شوي چي كه څوك په تاسو تېرى وكړي نو تاسو هم بالمثله ځواب وركړئ:

(فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ)

دا ښيي چي په دې وروستي آيت كي له انفاق مراد د دښمن په ضد جهاد كي مال مصرفول دي. كه دا دواړه آيتونه يو ځاى او د يوه مضمون د متصلو برخو په توگه په پام كي ولرو نو له دې دوه خبري معلومېږي: لومړۍ دا چي له انفاق په دې ځاى كي د دښمن په خلاف په جهاد كي د مال انفاق مراد دئ او دا مطلب په گوته كوي چي د جهاد پر سامان او وسائلو د مال د نه مصرفولو عاقبت خطرناك او په خپل لاس ځان مرگ ته سپارل دي او دوهمه خبره دا چي له دښمن سره بالمثله معامله جائزه ده.

د قرآن له گڼ شمېر آيتونو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له سنت او عملي ژوند او د ډېرو پيغمبرانو عليهم السلام له هغو قصو چي په قرآن كي راغلې؛ د دې رأى خلاف څرگندي لارښووني مومو؛ تر دې وړاندي چي په دې ارتباط دا لارښووني خپلي مخي ته كښېږدو او قضاوت وكړو؛ بايد وگورو چي دا نن په فلسطين كي څه روان دي؛ دا ظلم، وحشت او جنايت چي نن هلته روان دئ؛ په تاريخ كي ئې هيڅ بېلگه نه مومو؛ كله پيل شوى؛ چا پيل كړى، اسرائيل د چا د وسلو، جهازونو، بمونو، راكټونو او پيسو په زور جنگېږي، د كومو هېوادو له سياسي، مالي او نظامي حمايت برخمن دئ؛ دا يوازي د اسرائيل جنگ نه دئ؛ په حقيقت كي د هغو جنگ دئ چي د اسرائيلي صهيونستانو دا جاني او وحشي حكومت ئې په سيمي كي د دې لپاره تأسيس كړ او د دنيا له گوټ گوټ ئې يهودان ورانتقال كړل؛ چي په سيمي كي د دوى ژاندارم ترې جوړ شي؛ عربان پرې ووېروي او د اسرائيل د حاميانو په وړاندي خضوع او سر ټيټولو ته ئې اړ كړي؛ خليج ته د ټرامپ سفر او له دريو هېوادونو د نژدې 3.2 ټريليون ډالر؛ په امريكا كي د پانگوني او د امريكايي وسلو پېرلو تړونونه تر‌لاسه كړل؛ او د پټو ډاليو تر څنگ ئې له يوه ښاغلي داسي تشريفاتي بوينگ الوتكه هم تر‌لاسه كړه چي ارزښت ئې 400 مليون ډالر وو؛ دا پر غزې د امريكايي درنو بمونو د ورولو له كبله وو؛ په ډېرو اسلامي هېوادو كي حكومتونو ولسونو ته د غزې په حمايت كي د تظاهراتو اجازه ورنه كړه، خطيبانو ته امر شوى وو چي د فلسطين د پېښو په اړه به له څه ويلو او حتى دعاء كولو ډډه كوي، چا چي جسارت كړى او څه ئې ويلي زنداني شوي او معلومه نه ده چي بېرته به له زندان ژوندي راوځي كه نه؛ په استخباراتو پوري تړلې سلفي ډلي، په واز كومي د غزې د مقاومت او د سوريې د مجاهدينو د بريا په وړاندي هغه څه ويلي چي د اسرائيل يهودي مفتيان ئې هم په ويلو شرمېږي!! يقيناً چي تر دوى هغه يهودان ډېر شرف لري چي د نتنياهو جنايات غندي، نسل وژنه ئې گڼي، د جنگ فوري خاتمه غواړي؛ تر دغو دين پلورونكو د اروپا او امريكا هغه زلميان (نجوني او هلكان) ډېر شرف لري چي له مظلومو فلسطينيانو د حمايت او د اسرائيلي جناياتو د غندني لپاره په وار وار سړكونو ته راوځي، تظاهرات كوي، د فلسطينيانو بيرغونه رپوي، د آزاد او مستقل فلسطين شعارونه وركوي؛ د هغو حكامو عكسونه سوزوي چي د نتنياهو ملاتړ كوي؛ نيول كېږي، وهل كېږي، زنداني كېږي، له تحصيل محرومېږي… خو د مظلومو فلسطينيانو له حمايت لاس نه اخلي. په داسي حال كي چي د اروپا، او نورو هېوادونو زلميان او عام ولس په ټولو سترو سترو ښارونو كي دومره ستر ستر؛ حتى مليوني تظاهرات وكړل چي په تاريخ كي ئې بېلگي نه شو موندلى؛ ولي ټول اسلامي امت؛ په ځانگړې توگه عربي هېوادو يوازي پرېښي، د عربو ډېرى هېوادونه د دې پر ځاى چي د فلسطينيانو مرسته وكړي؛ په پټه او څرگنده توگه؛ د اسرائيل مرسته كوي، دا دئ نژدې دوه كاله كېږي چي غزه له زمكي، فضاء او بحر محاصره ده، په دې محاصرې كي ځيني اسلامي هېوادونه عملاً شريك دي، ځيني ساكت دي، ځيني هغه څه كوي چي امريكا ئې ترې غواړي، ډېر ښه ئې هغه دئ چي كله كله د اسرائيل جنايات وغندي!! ولي ځيني ليكوالان د دې جنگ په اړه داسي څه ليكي او په داسي صيغه ئې ليكي چي د جنگ پړه د حماس پر مجاهدينو اچوي؟ مقاومت ئې د ديني لارښوونو او عقلي معيارونو خلاف ثابتولو هڅه كوي؟! په داسي حال كي چي دا جنگ نه نن پيل شوى، نه د اسرائيل د اوسني تحميلي او جعلي هېواد له جوړېدو وروسته؛ بلكي تر ميلاد وړاندي پيل شوى؛ د مسيحيانو سپېڅلي كتاب بايبل كي به وگورئ چي د يهودانو له لوري د فلسطينيانو خلاف څومره خونړۍ جگړي شوې او د دوى مذهبي كتابونو د فلسطينيانو د عام وژني او نسل وژني په اړه څومره كركجن او وحشيانه هدايات وركړي؛ دا به وگورئ چي هغوى ته ئې ويلي: كله چي د فلسطينيانو پر سيمي مسلط شئ؛ نو ټول نر، ښځي او ماشومان ئې له تيغ تېر كړئ؛ يوازي پېغلي ئې د ځان لپاره ژوندۍ وساتئ؛ راشئ څو بېلگي ئې له نظره تېري كړو:

  1. اعداد تر دې سرليك (له مديانيانو انتقام) لاندي ليكي: خداى موسى ته وويل: له مديانيانو په دې خاطر انتقام واخلئ چي قوم ئې بت لمانځلو ته وهڅاوو، بيا به ته مرې… موسى له هري قبيلې زر جنگيالي وغوښتل، دولس زره جنگيالي ئې جنگ ته ولېږل، … د مديانيانو ټول سړي ووژل شول، له پنځو پاچايانو او بلعام سره، .. د اسرائيليانو فوځ ټولي ښځي او ماشومان اسيران كړل، رمې او مالونه ئې تالان، ښارونه، كلاگاني او كلي ئې وران كړل، اسيران او غنايم ئې د موسى خوا ته راوړل، موسى د فوځ پر افسرانو غصه شو چي ولي مو د دوى ښځي ژوندۍ پرېښې، دوى خو همغه خلك دي چي د بلعام نصيحتونه ئې ومنل، چي قوم ئې بت لمانځلو ته تيار كړ او زموږ خلك ئې په بلا او مصيبت اخته كړل، نو ټول زامن او مېړوښي ښځي ووژنئ او يوازي پېغلي د ځان لپاره ژوندۍ پرېږدئ!!

د بايبل دا وينا سل په سلو كي غلطه او د حقيقت خلاف ده؛ خو نتنياهو او د صهيونستانو نور سياستوال او د دوى متعصب مذهبي مشران؛ په همدې غلطي، غير انساني او ديني لارښوونو خلاف وينا استناد كوي او د فلسطينيانو خلاف خپل جنايتونه توجيه كوي. دلته څو خبري په پام كي ولرئ:

  • د قرآن له وينا معلومېږي چي اسرائيليانو د موسى عليه السلام په ژوند كي جهاد نه دئ كړى، كله چي ده جهاد ته بللي؛ دوى د رد ځواب وركړى.
  • د بايبل له نورو برخو هم معلومېږي چي دوى څلوېښت كاله په صحرا كي لالهانده ژوند كړى. بايبل ليكلي چي خداى لوړە كړې وه چي د اسرائيليانو دا نسل به پرې نږدې موعود زمكي ته داخل شي.
  • په دې اساس په يقين سره ويلى شو چي د اعداد دا قصه بې بنسټه، سراسر جعلي او د بايبل د مخكينيو ويناوو خلاف ده.
  • څنگه ممكنه ده چي د موسى عليه السلام په څېر يو ستر پيغمبر به د زرهاوو ښځو او ماشومانو د وژلو فيصله كوي؟!
  • اعداد څو سطره وروسته ليكي چي ټول افسران موسى عليه السلام ته راغلل او وئې ويل: موږ خپل ټول جنگيالي وشمېرل، له موږ په دې جنگ كي يو كس هم نه دئ وژل شوى!! دا خبره كافي ده چي ووايو: دا قصه له ځانه جوړە شوې او حقيقت نه لري؛ څنگه به دا منو چي په دومره ستر جنگ كي د اسرائيليانو يو تن هم نه دئ وژل شوى؟!
  • اصلاً د بايبل ليكونكى په دې جعلي قصې سره اسرائيليانو ته دا درس وركوي چي د جنگ په دوران كي هم او له برلاسي وروسته به هم په هيچا رحم نه كوئ، ټول نارينه، ماشومان او ښځي به وژنئ، يوازي پېغلي به ژوندۍ پرېږدئ، ښارونه او كلي به ورانوئ… ټول هغه كارونه درته جائز دي چي د موسى عليه السلام په وخت كي ستاسو فوځ له مديانيانو سره وكړل. صهيونستان چي نن له مظلومو فلسطينيانو سره څه كوي؛ د دغي جعلي قصې يوه بېلگه ده!!
  • كوم بلعام چي د اعداد په وينا ئې نورو ته هره ښېرا او دعاء منل كېده او د دريو قومونو د برخليك په اړە ئې وړاندويني كړې وې، دلته ئې د موسى عليه السلام له قوله مشرك او بت لمانځونكى معرفي كوي!! او بيا وايي چي پخپله په دې جنگ كي ووژل شو!!
  • د اعداد كتاب په پاى كي ټول مخكينى بحث په اختصار سره رااخلي او خلاصه ئې وړاندي كوي او بيا د موعود زمكي حدود او د اسرائيليانو د هري قبيلې برخه ټاكي او په همدې سره پاى ته رسي.
  • ما د اعداد كتاب د بايبل په ټولو كتابونو كي تر ټولو مسخره، له تناقضاتو ډك او په خرافاتي خبرو لړلى كتاب وموند، خو ښايي د بايبل منونكو ته به تر ټولو جالب او غوره كتاب همدا وي!!

د بايبل دا قصه هم ولولئ: سامسون (د بايبل يهودي اتل) څه موده وروسته يو سېرلى د هديې په توگه له ځان سره واخيست او د خپلي (فلسطيني) مېرمني كور ته ورغى، خو سخر ئې كور ته د ننوتلو اجازه ورنه كړە او ورته وئې ويل: ما گمان وكړ چي ته ترې كركه لرې نو ځكه مي بل چا ته په نكاح وركړە… د هغې خور ترې ښايسته ده، كولى شې هغه په نكاح كړې!! سامسون نارې كړې!! اوس چي پر فلسطينيانو كومه بلا راولم ملامت به نه وم!! بهر ولاړ، درې سوه گېدړان ئې ونيول، جوړە جوړە ئې له لكيو سره وتړل، د هري جوړې منځ كي ئې يو مشعل كېښود، بيا ئې اور ورواچاوو او د فلسطينيانو په فصلونو او پټيو كي ئې پرېښودل او په دې كار سره د فلسطينيانو ټول فصلونه او د زيتون باغونه وسوزېدل… فلسطينيانو له يوه بل پوښتل: دا كار چا كړى؟ … ورته معلومه شوه چي سامسون كړى… نو دوى هغه ښځه او پلار ئې ژوندي وسوزول!! كله چي سامسون له دې پېښي خبر شو، لوړە ئې وكړە چي هرو مرو به د دې غچ اخلم…پر فلسطينيانو ئې بريد وكړ او ډېر ئې ترې ووژل…بيا په سوري كي پټ شو… فلسطينيانو سيمه محاصره كړە… د سيمي خلك مجبور شول چي سامسون ونيسي او لاس تړلى ئې فلسطينيانو ته وسپاري…سامسون ورته وويل: صحيح ده خو تاسو مي مه وژنئ…نو په دوو پړو ئې وتړلو او له ځانه سره ئې روان كړ…كله چي د رامة ليحي كلي ته ورسېدو؛ فلسطينيانو د ده په ليدو سره چيغي وهل پيل كړل … په دې وخت كي د خداى روح پر سامسون كښېنستله او پړي داسي وشړېدل لكه نري تارونه چي وسوزي او سره بېل شي…نو په دې وخت كي ئې د يوه مړە خره د ژامي هډوكى راواخيست او په دې سره ئې زر تنه فلسطينيان ووژل!! بيا ئې دا سرود ووايو: د خره د ژامي په هډوكي مي، له مړو ډېرانونه جوړ كړل، د خره د ژامي په هډوكي مي، يو زر سړي ووژل.. بيا ئې هډوكى لري واچاوو… زه گمان کوم چي د ليحي معنى ژامه ده؛ په عربي کي ژيري ته لحية ويل شوي چي پر ژامي راشنه کېږي او د رامة معنى د عربي رمي ته ورته؛ لري غورځول دي؛ نو دا كلى ځكه په عبري كي رامة ليحي ياد شوى چي سامسون همدلته د خره د ژامي هډوكى لري غورځولى وو.

بايبل به له خرافي، جعلي او درواغجنو قصو ډك ومومئ، داسي قصې لكه چي وايي: سامسون په داسي حال كي د يوه معبد دوه ستني د لاس په زور ونړولې چي په سترگو ړوند وو، لاس او پښې ئې تړلې وې، د دواړو ستنو تر‌منځ درول شوى وو، په دغو ستنو داسي چت ولاړ وو چي درې زره فلسطينيان ترې لاندي راغونډ شوي وو، ده دواړو ستنو ته زور وركړ، ونړېدې، چت راپرېوت او ټول خلك د ده په شمول ترې لاندي ووژل شول!!

نن چي نتنياهو او اسرائيلي سرتېري په غزه کي کوم جنايتونه کوي؛ د بايبل د دغو دروغجنو او جعلي قصو عملي مصداق دئ او ښيي چي دوى همدغو جناياتو ته د مذهبي دود او خصلت په سترگه گوري.

 

نوربیا …

موضوعات مشابه

Back to top button