اسلامیسلایدرسیاسیمطالب مهم

د بدر فرشتې او لنگوټې!!

 

 

آيا په بدر کي فرشتې ليدل شوې؟

د بدر فرشتې او لنگوټې!!

 

لیکوال: محترم حکمتیار، د حزب اسلامي مجاهد مشر

د فتوى گانو تور بازار كي يو ښاغلى پاڅېدلى او د لنگوټې په اړه ئې داسي نادره فتوى وركړې چي گواكي هغو فرشتو چي د بدر په جنگ كي ئې شركت كړى؛ سپيني لنگوټي ئې پر سر وې او همدې ته په پام سره رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي پر تاسو (مسلمانانو) د پگړۍ پر سر كول لازم دي!! له دين د دفاع ايماني مسئوليت دې ته اړ كړم چي دې ښاغلي ته ځواب ووايم؛ كه څه هم نه په ځواب ارزي او نه پر داسي مسائلو له داسي خلكو سره د بحث وخت.

جنابه! لومړى خو تا دا جسارت كړى چي د قرآن د څرگند آيت خلاف دي فتوى وركړې؛ قرآن ټولو مؤمنانو ته په خطاب كي فرمايي: تاسو دا فرشتې نه دي ليدلې؛ نو چي ټولو مؤمنانو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شمول نه دي ليدلې؛ له لنگوټې، څرنگوالي او رنگ ئې څنگه خبر شول؟! فرشتې له نور پيدا شوې او د انسان په څېر نه دي چي سر ولري او پگړۍ پرې وتړل شي؛ د قرآن په دغو دريو څرگندو آيتونو كي ويل شوي چي د مؤمنانو مرستي ته لېږل شوې فرشتې داسي وې چي دوى نه دي ليدلې: التوبه 26 او40 آيتونه او الاحزاب 9 آيت؛ آيتونه دا دي:

ثُمَّ أَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودٗا لَّمۡ تَرَوۡهَا وَعَذَّبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلۡكَٰفِرِينَ ٢٦   التوبة

بيا الله خپله ډاډېينه پر خپل رسول او پر مؤمنانو نازله كړه او هغه فوځونه ئې ولېږل چي تاسو نه ليدل او هغه ئې تعذيب كړل چي كافران شوي وو او همدا د كافرانو سزا ده.

إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدۡ نَصَرَهُ ٱللَّهُ إِذۡ أَخۡرَجَهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ثَانِيَ ٱثۡنَيۡنِ إِذۡ هُمَا فِي ٱلۡغَارِ إِذۡ يَقُولُ لِصَٰحِبِهِۦ لَا تَحۡزَنۡ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَاۖ فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَيۡهِ وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٖ لَّمۡ تَرَوۡهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلسُّفۡلَىٰۗ وَكَلِمَةُ ٱللَّهِ هِيَ ٱلۡعُلۡيَاۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ٤٠   التوبة

كه ئې مرسته ونه كړئ نو يقيناً چي الله هغه مهال هم د ده مرسته وكړه چي كافرانو په داسي حال كي وايست چي د دوو دوهم وو، هغه مهال چي دواړه په يوه غار (سوړي) كي ول، هغه مهال چي خپل ملگري ته ئې ويل: غم مه كوه، يقيناً چي الله له موږ سره دئ، نو الله خپله ډاډېينه پرې نازله كړه او په داسي لښكرو ئې د ده ملاتړ وكړ چي نه مو ليدل؛ او د كافرانو شعار ئې ټيټ كړ او د الله شعار خو (تل) لوړ دئ؛ او الله باحكمت غالب دئ.

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ جَآءَتۡكُمۡ جُنُودٞ فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِيحٗا وَجُنُودٗا لَّمۡ تَرَوۡهَاۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرًا٩  الأحزاب

اې هغو چي ايمان ئې راوړى! پر تاسو د هغه مهال الهي پېرزوينه درياد كړئ چي لښكري درته راغلې؛ نو موږ سيلۍ پرې ولېږله او داسي لښكري چي تاسو ونه ليدلې، او الله د هغه څه ښه ليدونكى وو چي تاسو كول.

آيا ډېره عجيبه نه ده چي قرآن درې ځله او په تأكيد سره وايي چي د مؤمنانو مرستې ته د بدر، احزاب او حنين په جگړو كي لېږل شوې فرشتې هيچا نه دي ليدلې؛ خو يو كندهارى ښاغلى پاڅېږي او ادعاء كوي چي نه يوازي دا فرشتې ليدل شوې بلكي د دوى د پگړيو رنگ او د وهلو څرنگوالى هم ليدل شوى!! رنگ ئې سپين او شمله ئې شا ته د اوږو تر منځ ځړېدلې وه!! خو د ده په څېر ځيني نور بيا وايي: رنگ ئې تور، سور او زرغون وو!! آيا دا د ايمان خلاف جسارت نه دئ چي څوك د الله تعالى د كتاب د څرگندي او مكرري وينا خلاف خبره كوي يا ئې مني؟!

راشئ وگورو چي دې ښاغلي د قرآن پر كوم آيت استناد كړى او استناد ئې څومره وارد او معقول دئ؛ آيت دا دئ:

إِذۡ تَقُولُ لِلۡمُؤۡمِنِينَ أَلَن يَكۡفِيَكُمۡ أَن يُمِدَّكُمۡ رَبُّكُم بِثَلَٰثَةِ ءَالَٰفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ مُنزَلِينَ ١٢٤ بَلَىٰٓ ۚ إِن تَصۡبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأۡتُوكُم مِّن فَوۡرِهِمۡ هَٰذَا يُمۡدِدۡكُمۡ رَبُّكُم بِخَمۡسَةِ ءَالَٰفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ مُسَوِّمِينَ ١٢٥

دا هم د دې ښاغلي ترجمه او بيا تفسير دئ چي زه ئې په امانت سره او له هر راز معمولي تصرف پرته ستاسو مخي ته ږدم:

ژباړه: (یاد کړه اې محمده!) کله چي ویل تا مؤمنانو ته چي ایا کافی(بس) به نه شي ستاسي دا چي مرسته وکړي له تاسي سره رب ستاسي په درې زره له پرښتو چي رالېږلی شوی وې (له اسمانه). هو! (درې زره بس کیږي) که تاسي صبر وکړئ او ووېرېږئ ( له الله) او راشی مشرکان پر تاسي په دغه ساعت(بې له تاله یو ناڅاپه) مرسته به وکړي له تاسي سره رب ستاسي په پنځو زرو سره له پرښتو چي علامې لرونکي به وي.

جنابه! نه دي پېژنو او نه درسره رقابت، مخالفت او دښمني لرو، هدف مو د قرآن او اسلام له عزت او حريم دفاع ده، نه ستا سپکاوى او بې عزتي؛ د همدې لپاره مو حتى ستا نوم هم نه دئ ليكلى؛ كه ته خپله ليكنه داسي چا ته وړاندي كړې چي هم په عربي پوهېږي او هم ئې د پښتو ادبيات معياري وي؛ نو تا ته به يقيناً ووايي: نه يوازي د دې آيت په پښتو ژباړي كي بلکي ستا په ټولي دې ليكني کي له سر تر پايه يوه سمه پښتو جمله نه موندل كېږي، نه ئې تركيب صحيح دئ او نه مطلب سم افاده كولى شي. هره جمله ئې د پښتو ليكدود او گرامري اصولو خلاف ده!!؛ په عربي هم سم بلد نه يې، تا دلته مسوِّمين د مسوَّمين په معنى اخيستې؛ په داسي حال كي چي دا دواړه ژور توپير لري؛ يو فاعلي او بل مفعولي بڼه لري؛ مسوِّمين يعني نشامن كوونكي او مسوَّمين يعني نشانمن شوي؛ د مسوِّمين دا ترجمه (علامې لرونکي) غلطه ترجمه ده؛ له هر تفسير چي دي دا ترجمه اخيستې وي؛ هغه هم اشتباه كړې او تا هم چي له دقت پرته دي منلې او بيا دي استناد پرې كړى؛ تا دلته د آيت تحت اللفظي ترجمه وړاندي كړې؛ د قرآن په ترجمه كي معمولاً دوه اسلوبه گورو: تحت اللفظي ترجمه او ادبي ترجمه. د تحت اللفظي ترجمې عيب دا وي چي جملې ئې خوندور او جالب ادبي تركيب نه لري او لوستونكى ښه انتباه نه ترې اخلي، په يوې جملې كي د كلماتو ښه تركيب او تنظيم ډېر اهميت او ارزښت لري او په لوستونكي د هغه اغېز ډېر زيات وي، له متشتت او بې نظمه الفاظو انسان ستومانه كېږي او اكثراً غلط مفهوم او ناسمه انتباه ترې اخلي او احياناً دا گمان كوي چي ښايي ترجمه شوى متن به هم ترجمې ته ورته خواره واره او نامنظم الفاظ وي، حال دا چي قرآن له ادبي لحاظه او د كلماتو د ډېر دقيق، خوندور، ښايسته، جالب او مؤثر تركيب له مخي هومره اوچت او لوړ دئ چي هيڅ بليغ كلام د هغه پښو ته نه شي رسېدلى.

د قرآن د آيتونو په ترجمه كي نه يوازي دا چي د هر لفظ په دقيقه ترجمه كي بايد پوره اهتمام وشي بلكي بايد د آيت ښايسته او خوندور ادبي تركيب هم په پام كي وي او هڅه وشي چي ترجمه د آيت په څېر ښه ادبي تركيب او خاص وزن او سجع ولري. د قرآن ښه ترجمه هغه ده چي هم د هر لفظ دقيقه ترجمه وړاندي كړي او هم د آيتونو خوندور او ژور ادبي تركيب، خوږ غږ، وزن او سجع انتقال كړي.

د قرآن تحت اللفظي ترجمه له دې امله هم صحيح نه ده چي د پښتو د جملاتو تركيب له عربي ژبي سره ډېر توپيرونه لري، څو مثالونه ئې دا دي: په پښتو كي صفت له موصوف مخكي راځي او په عربي كي وروسته، په پښتو كي مفعول له فعل مخكي وي خو په عربي كي وروسته، په عربي كي مضاف مخكي وي او مضاف اليه وروسته، خو په پښتو كي اكثراً مضاف اليه له مضاف مخكي راځي، په عربي كي مكان او زمان وروسته ذكر كېږي خو په پښتو كي مخكي راځي، دې ته ورته ډېر نور توپيرونه شته، له عربي پښتو ته تحت اللفظي ترجمه نه سم كار دئ او نه صحيح او د داسي ترجمې هره جمله به غلطه وي او لوستونكي ته دا غلطه انتباه وركوي چي ښايي د قرآن ادبي او هنري كيفيت به همداسي وي.

نو لومړى ستا دا ادعاء غلطه ده چي په بدر كي 5000 فرشتې لېږل شوې وې او بيا دا ادعاء چي دغو فرشتو خاصي نښي درلودې او دا نښي سپيني، سرې، شنې يا ژړي لنگوټې وې؛ په آيت كي نه دا ويل شوي چي فرشتو نښي درلودې او نه دا چي لنگوټې ئې درلودې!! دواړه له ځانه جوړي شوې بې بنسټه ادعاء گاني دي. بله اشتباه دي دا ده چي وايې الله تعالى د دريو او پنځه زرو فرشتو لېږلو وعده كړې وه او گواكي عملاً ئې پنځه زره علامه لرونكې فرشتې ولېږلې؛ په داسي حال كي چي دا ادعاء له بنسټه غلطه او د قرآن د څرگند آيت خلاف ده؛

ټول اړوند آيتونه دا دي:

وَلَقَدۡ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ بِبَدۡرٖ وَأَنتُمۡ أَذِلَّةٞۖ فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ١٢٣ إِذۡ تَقُولُ لِلۡمُؤۡمِنِينَ أَلَن يَكۡفِيَكُمۡ أَن يُمِدَّكُمۡ رَبُّكُم بِثَلَٰثَةِ ءَالَٰفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةِ مُنزَلِينَ١٢٤ بَلَىٰٓۚ إِن تَصۡبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأۡتُوكُم مِّن فَوۡرِهِمۡ هَٰذَا يُمۡدِدۡكُمۡ رَبُّكُم بِخَمۡسَةِ ءَالَٰفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةِ مُسَوِّمِينَ١٢٥   آل عمران

[123]- او يقيناً چي الله په بدر كي تاسو ته نصرت او بريا دركړه په داسي حال كي چي تاسو كمزوري وئ؛ نو له الله ووېرېږئ چي شكر وكړى شئ. [124]- كله چي تا مؤمنانو ته ويل: آيا دا درته كافي نه ده چي ستاسو رب مو په دريو زرو رالېږل شويو ملائكو مرسته وكړي؟ [125]- هو! ولي نه؛ كه صبر او تقوى وكړئ او دوى په همدې شور ځوږ درباندي راشي، ستاسو رب به مو په پنځه زره نشانمن کوونکو ملائكو مرسته وكړي.

دلته صحابه وو ته ويل شوي چي الله تعالى تاسو ته د بدر په جگړي كي بريا دركړه په داسي حال كي چي كمزوري او ضعيف وئ؛ نو پروا مو بايد يوازي له الله تعالى وي؛ او همدا د ده د پېرزوينو او نعمتونو د شكر اداء كولو غوښتنه ده؛ ورپسې په 124 او 125 آيتونو کي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه وينا راوړل شوې چي د بدر جگړي تر پيل وړاندي ئې صحابه وو ته ويلي: كه د دښمن فوځ درې زره وي؛ نو الله به ستاسو مرستي ته درې زره ملائكي راولېږي، كه پنځه زره شو؛ پنځه زره به راولېږي، كه هغوى له شور ځوږ او غرور سره او ناڅاپي پر تاسو بريد وكړي؛ الله تعالى به مو په پنځه زره نشانمن كوونكو ملائكو مرسته وكړي؛ يعني چي دا فرشتې به په جگړي كي د خپل گډون نښي او آثار تر شا پرېږدي؛ نو مه د دښمن له شمېر وېره كوئ او مه ئې له ظاهري شأن شوكت.

بايد متوجه وو چي دلته دا فرشتې د (مسوِّمين) په صفت ستايل شوې دي؛ چي دقيقه معنى ئې نشانمن كوونكي ده؛ كوم قرآن چي نن زموږ په واك كي دئ؛ د دې سپېڅلي او محفوظ كتاب پر هر سطر او لفظ د صحابه وو غوڅ اكثريت توافق كړى او په بشپر امانت سره تر موږ پوري رارسېدلى؛ د نړۍ په ټولو مصحفونو كي همدا د (مسوِّمين) لفظ ليكل شوى، خو متأسفانه ځيني وايي: فلان او فلان دا لفظ د مسوَّمين په بڼه قرائت كړى؛ چي معنى ئې نشانمن كړى شوي دي؛ نه پوهېږو له دې ئې هدف د مسلمانانو تر منځ يو بل اختلاف راولاړول دي؛ كه د يوه خاص غرض لپاره او د خپلي شخصي رأى او نظر د اثبات په موخه د منل شوي قرائت پر ځاى د شاذ او يوه دوه كسانو ته منسوب قرائت خبره كوي؟! هغه په خپل پلرني موروثي مذهب كي اورېدلي چي د پگړۍ مذهبي اهميت او ارزښت تر واجب هم اوښتى دئ؛ خو د دې ادعاء او انگېرني د اثبات لپاره هيڅ دليل نه لري؛ نه له قرآن او نه له حديث؛ هڅه كوي دا دليل پيدا كړي؛ نو دغه د شاذ او متروك قرائت روايت ئې موندلى؛ عام او د اكثريت صحابه وو له لوري راغلى او منل شوى قرائت پرېږدي او هغه قرائت مني چي د ده مخي ته پروت قرآن خلاف دئ؛ په قرآن كي (مسوِّمين) راغلي او دى (مسوَّمين) ترې جوړوي!! په دې آفت د مخكينيو اهل كتاب مذهبي مشران هم اخته شوي وو؛ لکه چي قرآن فرمايي:

فَبِمَا نَقۡضِهِم مِّيثَٰقَهُمۡ لَعَنَّـٰهُمۡ وَجَعَلۡنَا قُلُوبَهُمۡ قَٰسِيَةٗۖ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَنَسُواْ حَظّٗا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِۦۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَآئِنَةٖ مِّنۡهُمۡ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱصۡفَحۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ١٣   المائدة

نو د خپلو ژمنو د ماتولو له كبله مو ورټل او د دوى زړونه مو سخت كړل؛ كلمې له خپل خپل ځاى كږوي او له هغه څه (د الله له كتاب) ئې برخمن كېدل هېر كړل چي پند پرې وركول كېدو او تل به د دوى له يوه او بل خيانت خبرېږې؛ مگر لږ ئې. نو ترې تېر شه او مخ ترې واړوه؛ بې شكه چي الله داسي محسنين خوښوي.

په دې مباركو آيتونو كي د يهودانو څو هغو خصلتونو ته گوته نيول شوې چي الله تعالى له همدې امله ورټل او زړونه ئې ورسخت كړل، له همدې كبله د هر چا له لوري رټل شوي او هر څوك په سپكه سترگه ورته گوري؛ او په همدې سبب له الهي هدايت محروم شوي:

  • خپلي ژمني ماتول.
  • د الله تعالى په كتاب كي تحريفونه كول، حق دين غلط تعبيرول او كاږه تفسيرونه كول.
  • هغه لارښووني شا ته غورځول چي د پيغمبرانو عليهم السلام په لاس ئې په برخه شوې.
  • پر له پسې خيانت؛ له دوست او دښمن سره؛ له الله تعالى او د ده له بندگانو سره.
  • دا خيانت په كي عام شوى؛ له لږو پرته ټول پرې اخته شوي.
  • له دوى سره په معامله كي د څو لارښوونو توصيه كېږي: د دوى له كړنو سترگي پټول، مخ ترې اړول او ښېگڼه ورسره كول، دا ځكه چي الله تعالى ښېگڼي او نېكان خوښوي.

نو د كږو زړونو خاوندان؛ خپلو بدو اغراضو ته د رسېدو لپاره كله د الله تعالى په كتاب كي تحريفونه كوي، كلمې يوه د بلي پر ځاى راوړي، ځيني برخي ئې پټوي او يوازي هغه څرگندوي چي خپلو بدو موخو ته په رسېدو كي د دوى مرسته كوي.

دلته دا وضاحت ضروري برېښي چي د بدر په جگړي كي نه 3 زره فرشتو شركت كړى او نه 5 زرو؛ بلكي د قرآن د صريح آيت له مخي الله تعالى د 1000 فرشتو لېږلو وعده كړې وه؛ او دا وعده ئې تر سره كړه؛ اړوند آيت ئې د الانفال په سوره كي او د بدر له جگړي وروسته نازل شوى؛ چي دا دئ:

إِذۡ تَسۡتَغِيثُونَ رَبَّكُمۡ فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلۡفٖ مِّنَ ٱلۡمَلَـٰٓئِكَةِ مُرۡدِفِينَ ٩   الأنفال

كله چي تاسو خپل رب ته په زاريو زاريو سره دعاء كوله او ستاسو دعاء ئې ومنله، چي زه مو په زرو پر له پسې راتلونكو فرشتو مرسته كوم.

يعني كله چي د بدر په ميدان كي دواړه ډلي سره نژدې شوې او مسلمانانو ته معلومه شوه چي د قريشو شمېر د زرو شاوخوا كي او د دوى درې برابره دئ؛ د ځينو مجاهدينو په ليكو كي پرېشاني خوره شوه، الله تعالى ته ئې په زاريو زاريو دعاء كوله، پيغمبر عليه السلام دوى ته اطمئنان وركولو چي كه صبر او تقوى ولرئ، (دلته د تقوى معنى دا ده: له بې همتي، خوف، وېري، بې ثباتي او تېښتي ځان ساتل)، نو الله تعالى به ستاسو مرستي ته د دښمن د شمېر په اندازه فرشتې راولېږي، دا په داسي حال كي چي د بريا او غلبې پرېكړه د الله له لوري كېږي، د فرشتو لېږلو ته هم ضرورت نه شته، الله تعالى هم باحكمت دئ او هم عزتمن، ځواكمن او غالب؛ پوهېږي چي خپله پرېكړه څنگه عملي كړي. دا آيت وايي چي الله تعالى د 1000 فرشتو د لېږلو وعده كړې وه او دا وعده عملاً تر سره شوه. (فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ: نو ستاسو دعاء ئې قبوله كړه) همدا مطلب افاده كوي.

متأسفانه ځيني د دې څرگند آيت خلاف وايي: د بدر په جگړي كي پنځو زرو نښانمنو فرشتو شركت كړى؛ او نښه ئې هم دا وه چي پگړۍ ئې پر سر تړلې وې؛ په دې ارتباط په ځينو داسي رواياتو هم استناد كوي چي د جلال الدين السيوطي، ابن حجر العسقلاني، ملا علي قاري او محمد ناصر الدين الألباني په څېر محققينو موضوعي (له ځانه جوړ شوي)، منكر، بې بنسټه، ضعيف او متروك گڼلي؛ د دې موضوعي رواياتو منشأ او بنسټ ناسم او غلط دئ؛ ځكه له يوې خوا وايي چي فرشتې ليدل ښوې په داسي حال كي چي قرآن وايي: فرشتې نه دي ليدل شوې؛ له بلي خوا د مسوِّمين صيغه (نشانمن كوونكي) چي په قرآن كي راغلې او ټولو صحابه وو پرې اجماع كړې؛ په غير اصلي معنى او (مسوَّمين: په نښه شوي) اخلي؛ په يقين سره ويلى شو چي نه دا رأى صحيح ده او نه دا روايت؛ نه الله تعالى د 3 يا 5 زرو فرشتو لېږلو وعده كړې وه او نه دا فرشتې چا ليدلې دي چي سپيني، يا بل رنگ پگړۍ ئې پر سر وې؛ د قرآن په دغو دريو څرگندو آيتونو كي ويل شوي چي د مؤمنانو مرستي ته لېږل شوې فرشتې داسي وې چي دوى نه دي ليدلې: د التوبه په 26 او 40 آيتونو او د الاحزاب په 9 آيت كي دا فقرې راغلې: (وَأَنزَلَ جُنُودٗا لَّمۡ تَرَوۡهَا: او داسي لښكري ئې ولېږلې چي تاسو نه ليدلې)، (وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٖ لَّمۡ تَرَوۡهَا: او په داسي لښكرو ئې د ده مرسته وكړه چي تاسو نه ليدلې) او (فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِيحٗا وَجُنُودٗا لَّمۡ تَرَوۡهَاۚ: او پر هغوى مو داسي سيلۍ او لښكري ولېږلې چي تاسو نه ليدلې).

آيا ډېره عجيبه نه ده چي قرآن درې ځله او په تأكيد سره وايي چي د مؤمنانو مرستي ته د بدر، احزاب او حنين په جگړو كي لېږل شوې فرشتې هيچا نه دي ليدلې؛ خو سره له دې ځيني ادعاء كوي چي نه يوازي دا فرشتې ليدل شوې بلكي د دوى د پگړيو رنگ او د وهلو څرنگوالى هم ليدل شوى!! رنگ ئې سپين او شمله ئې شا ته د اوږو تر منځ ځړېدلې وه!! خو نور بيا وايي: رنگ ئې تور، سور او زرغون وو!! آيا دا د ايمان خلاف جسارت نه دئ چي څوك د الله تعالى د كتاب د څرگندي او مكرري وينا خلاف خبره كوي يا ئې مني؟!

هو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم عمامه تړلې؛ خو دا نه د بدر تر جگړي وروسته او نه دا چي فرشتې ئې له پگړيو سره ليدلې؛ تر بدر ډېر وړاندي او تر رسالت مخكي؛ او د عربو د يوه ملي دود او لباس په توگه؛ يوازي قريش نه بلكي د عربو ډېرو نورو قبيلو او قومونو؛ د افريقايانو په شمول؛ له پېړيو پېړيو پگړۍ درلودې؛ چا د لمر له ډېري تودوخي د خپل سر ساتلو لپاره، چا د شگو او دوړو له سيليو د خولې، پوزي، غوږونو او سترگو د خوندي ساتلو په موخه او چا د عزت د نښي په توگه پگړۍ وهلې.

اسلام د جامې اهداف او مقاصد ښودلي خو د جامې ډول ئې د خلكو خوښي ته پرېښى؛ قرآن په دې اړه فرمايي:

يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ قَدۡ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكُمۡ لِبَاسٗا يُوَٰرِي سَوۡءَٰتِكُمۡ وَرِيشٗاۖ وَلِبَاسُ ٱلتَّقۡوَىٰ ذَٰلِكَ خَيۡرٞۚ ذَٰلِكَ مِنۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ ٢٦   الاعراف

اې د آدم اولاده! يقيناً چي تاسو ته مو داسي لباس درولېږو چي بدن مو پټوي او د ښايست وسيله ده او غوره ئې د تقوى لباس دئ، دا الهي آيتونه دي، ښايي پند واخلي.

دلته د لباس په اړه څو خبري په پام كي ولرئ:

  • پر انسانانو باندي د لباس د نزول معنى دا نه ده چي الله تعالى له آسمان ورته لباس رالېږلى، بلكي معنى ئې دا ده چي د الله تعالى په حكم انسان ته د لباس انتظام شوى، د لباس توكي هم الله تعالى ورته پيدا كړي او له دغو توكو د لباس جوړولو هنر او استعداد هم الله تعالى وركړى.
  • د لباس يو ډول هغه دئ چي انسان پرې خپل ځان پټوي، له يخني او تودوخي ئې ژغوري، په جنگونو كي ئې له توري او غشي د ځان ساتني لپاره اغوستلو، بل ډول ئې د سينگار او ښايست وسيله ده، خو دلته د يوه بل ډول لباس هم يادونه شوې او تر دغو دواړو غوره گڼل شوى؛ د تقوى لباس، خو د دې معنى څه ده؟ آيا تقوى ته د لباس نوم وركړى شوى او كه ځيني لباس د تقوى د لباس په نامه ياد شوي؟ په الفاظو كي د دواړو تعبيرونو مجال شته، خو وروستۍ توجيه په دې دليل غوره ده چي د بحث موضوع لباس ده، نه تقوى، په دې توجيه سره د انسان لباس درې ډوله كېدى شي: د ځان پټولو او ساتلو لباس، د سينگار او ښايست جامه او د تقوى لباس، دا ځكه چي عملاً گورو ځيني لباس د گناه وسيله وي او ځيني له گناه د مخنيوي وسيله. تفصيل ئې د الاعراف سوره كي وگورئ.

د الانفال سورې په نهم آيت كي هغه 1000 فرشتې چي الله تعالى ئې د لېږلو وعده كړې وه او له وعدې سره سم ولېږل شوې؛ د (مُرۡدِفِينَ: پر له پسې راتلونكي) په صيغه ستايل شوې؛ او په همدې سره مجاهدينو ته د جگړي په اړه يوه مهمه لارښوونه شوې؛ يو په بل پسي د جگړي ډگر ته د ځواكونو راوړاندي كېدل؛ د دواړو لوريو د جنگياليو په روحيې ځانگړى تأثير او اغېز لري، د يوه لوري روحيه لوړوي او د بل لوري په زړه كي وېره او خوف راولاړوي. تر دې چي څوك خپل ټول ځواك په يو ځل د جگړي ميدان ته داخل كړي، دا ډېره غوره ده چي په لومړي سر كي په محدود شمېر جنگياليو جگړه پيل شي او بيا يو په بل پسي په مناسب وخت او له مناسب لوري پر دښمن د بريد لپاره نور ځواكونه سوق شي.

د بدر په جنگ كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د يارانو شمېر نژدې 300 تنه او د دښمن د جنگياليو شمېر شاوخوا زر تنه وو؛ او الله تعالى د زر تنه داسي فرشتو لېږلو وعده كړې وه چي ټولگي به ئې يو په بل پسي راځي؛ هغه رأى او روايت صحيح نه دي چي وايي: الله تعالى د 3 يا 5 زرو فرشتو لېږلو وعده كړې وه او گواكي دغو فرشتو خاصه علامه او نښانه درلوده چي هغه پگړۍ وه. هيله ده اوس به پوه شوى وې چي د بدر د فرشتو د شمېر او لنگوټې په اړه دي اشتباه كړې.

تا چي په دې اړه په كوم روايت استناد كړى هغه هم ضعيف دئ او هم له قرآن سره متعارض؛ تا ليكلي: “په حدیث شریف کی هم راغلي دي چي پرښتو نښانه لنګوټې وې لکه:

عَلَيْكُمْ بِالْعَمَائِمِ فَإِنَّهَا سِيمَاءُ الْمَلَائِكَةِ، وَأَرْخُوهَا خَلْفَ ظُهُورِكُمْ. (مشكوة شريف: 377)

ژباړه: پر تاسو باندي د لنګوټې (بګړۍ نه پگړۍ) تړل لازم دي، داځکه چي دا د ملائیکو (ملائكو) علامه ده او تاسي د لنګوټې شمله و شاته اړوئ.”

ما دا روايت د حديث په دريو مهمو مجموعو؛ الشامله، الباحث الحديثي او حديث کي ولټولو؛ د حديث په نامه مجموعي د اتو كتابونو يادونه كړې او د هر محدث حكم ئې د دې روايت په اړه داسي ښودلى:

عَلَيْكُمْ بِالْعَمَائِمِ، فَإِنَّهَا سِيمَاءُ الْمَلَائِكَةِ، وَأَرْخُوهَا خَلْفَ ظُهُورِكُمْ.

1- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: مُنْكَرٌ، 2- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: ضَعِيفٌ، 3- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: مَوْضُوعٌ، 4- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ، 5- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: ضَعِيفٌ، 6- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: مُنْكَرٌ، 7- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: ضَعِيفٌ، 8- حُكْمُ الْمُحَدِّثِ: ضَعِيفٌ.

د دې روايت په اړه د درېواړو مجموعو قضاوت او تبصره همداسي سره ورته ده او ټولو محدثينو ئې دا روايت موضوعي، منكر او ضعيف گڼلى؛ اساساً د دې روايت بنسټ غلط ايښودل شوى؛ راويانو ئې د مسوِّمين له صيغې خپل روايت استنباط كړى؛ په داسي حال كي چي نه د دې صيغې اصلي معنى د دوى رأى تأييدوي او نه دا چي قرآن په مكرره او مؤكده توگه وايي: دا فرشتې هيچا په خپلو سترگو نه دي ليدلې؛ او الله تعالى د بدر په جگړي كي يوازي هغه 1000 فرشتې لېږلې دي چي صفت ئې مردفين وو او هغه 5000 فرشتې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مُسَوِّمِين په صيغه يادي كړې اصلاً لېږل شوې نه دي!!

دا هره مجموعه د حديث داسي عظيمه ذخيره ده چي په سلگونو د حديث كتابونه ئې راغونډ كړي، د هر حديث ټول راويان ئې ښودلي او د حديث شرح ئې وړاندي كړې؛ كه دا په خپل كمپيوتر كي ولرې او د كوم حديث يو لفظ وركړې نو په څو ثانيو كي به هم اړوند روايات ستا مخي ته ږدي او هم ئې شرح؛ كه ستا د خوښي دا روايت په مشكوة او دې ته ورته بل كتاب كي راوړل شوى نو محققينو يا هغه منكر، موضوعي او ضعيف گڼلى او يا ئې راوي متروك او غير معتبر. آيا عجيبه نه ده چي څوک پر داسي موضوعي، جعلي، منکر او ضعيف روايت استناد کوي؟! مجبوريت ئې څه دئ؟ كوم صحابي ويلي چي ما د بدر په جگړي كي فرشتې وليدلې چي سپين لنگوټي ئې پر سر وو؟ که څوک دا روايت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما ته منسوبوي نو بايد وگورو چي هغه د بدر جنگ په وخت کي چېري او څو کلن وو؟؛ حقيقت دا دئ چي هغه دا مهال له خپل پلار سره په مكه كي وو؛ د مكې له فتحي وروسته مدينې ته راغلى، هغه د بدر جنگ په وخت کي شاوخوا پنځه کلن وو او لا مدينې ته نه وو راغلى او د بدر جگړه مدينې ته د ده له راتگ څو كاله وړاندي تېره شوې وه؛ نه ئې دا جگړه ليدلې او نه ئې فرشتې؛ كه ئې خبره له بل چا اورېدلې وي بايد د هغه نوم او د شاهدانو نومونه په روايت كي راغلي وي؛ له دې وروسته كولى شو يو روايت د منلو وړ وگڼو. دا اصل د ده په څېر د نورو لكه انس، عبد الله بن عمر او ابو هريره رضي الله عنهم په اړه هم بايد په پام كي ونيول شي. دا ځكه چي قرآن موږ ته دا لارښوونه كړې چي د يوه مدعي ادعاء هغه مهال معتبره گڼلى شئ چي په يوه صورت كي دوه او په نورو صورتونو كي درې او څلور شاهدان وړاندي كړي. عمر رضي الله عنه د ابو موسى اشعري په څېر له ستر شخصيت هغه مهال شاهد وغوښتو چي يوه موضوع ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب كړه او هغه ابو سعيد خدري د شاهد په توگه حاضر كړ.

جنابه! دا هم ووايه: الله تعالى د هغه حاجي لپاره چي حج کوي دا لازمه کړې چي د حج په لباس (احرام) کي به سر نه پټوي او که ئې پټ کړ دم پرې لازمېږي؛ نو که زما رب په خپل کور بيت الله کي، د حج په څېر فرضي عبادت کي او په خپل حضور کي لوڅ سر مني نو په نورو حالاتو کي به ئې ولي (ستاسو په غلط زعم) ناروا گڼي؟، که رسول الله صلى الله عليه و سلم هم لوڅ سر حج کړى او هم لمونځ، نو د ده امت ته به ولي جائز نه وي؟ تا ته چا ويلي او د کوم دليل په استناد چي په لنگوټي کي لمونځ تر لوڅ سر زيات ثواب لري؟ په ټول قرآن كي خو د لنگوټي په اړه داسي وينا نه صراحتاً راغلې او نه اشارتاً؛ څه چي په قرآن كي نه وي نو په صحيح رواياتو كي به هم نه وي؛ دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن مفسر دئ او حديث ئې د قرآن شرح او تفسير؛ د هر روايت د صحت لپاره لومړى شرط دا دئ چي په قرآن كي به شاهد لري يا لږ تر لږه به تعارض ورسره نه لري.

هو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم عمامه تړلې؛ خو دا نه د بدر تر جگړي وروسته او نه دا چي فرشتې ئې له پگړيو سره ليدلې؛ تر بدر ډېر وړاندي او تر رسالت مخكي؛ او د عربو د يوه ملي دود او لباس په توگه؛ يوازي قريش نه بلكي د عربو ډېرو نورو قبيلو او قومونو؛ د افريقايانو په شمول؛ له پېړيو پېړيو پگړۍ درلودې؛ چا د لمر له ډېري تودوخي د خپل سر ساتلو لپاره، چا د شگو او دوړو له سېليو د خولې، پوزي او سترگو د خوندي ساتلو په موخه او چا د عزت د نښي په توگه پگړۍ وهلې. اسلام د جامې اهداف او مقاصد ښودلي خو د جامې ډول ئې د خلكو خوښي ته پرېښى؛ د جامې په اړه اسلام دا نه دي ويلي چي جوړښت به ئې څنگه وي او له څه به جوړه شوې وي؛ بلكي دا ئې ويلي چي د بدن كومي برخي بايد پټي كړي؛ دا ئې مسلمانانو او د دوى محيطي ظروفو او شرائطو ته پرېښې چي گرمي به وي كه سړې، پرېړي به وي كه نه پرېړي؛ قرآن په دې اړه فرمايي:

يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ قَدۡ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكُمۡ لِبَاسٗا يُوَٰرِي سَوۡءَٰتِكُمۡ وَرِيشٗاۖ وَلِبَاسُ ٱلتَّقۡوَىٰ ذَٰلِكَ خَيۡرٞۚ ذَٰلِكَ مِنۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ ٢٦   الاعراف

اې د آدم اولاده! يقيناً چي تاسو ته مو داسي لباس درولېږو چي بدن مو پټوي او د ښايست وسيله ده او غوره ئې د تقوى لباس دئ، دا الهي آيتونه دي، ښايي پند واخلي.

دلته د لباس په اړه څو خبري په پام كي ولرئ:

  • پر انسانانو باندي د لباس د نزول معنى دا نه ده چي الله تعالى له آسمان ورته لباس رالېږلى، بلكي معنى ئې دا ده چي د الله تعالى په حكم انسان ته د لباس انتظام شوى، د لباس توكي هم الله تعالى ورته پيدا كړي او له دغو توكيو د لباس جوړولو هنر او استعداد هم الله تعالى وركړى.
  • د لباس يو ډول هغه دئ چي انسان خپل ځان پرې پټوي، له يخني او تودوخي ئې ژغوري، په جنگونو كي له توري او غشي د ځان ساتني لپاره اغوستل كېدو، بل ډول ئې د سينگار او ښايست وسيله ده، خو دلته د يوه بل ډول لباس هم يادونه شوې او تر دغو دواړو غوره گڼل شوى؛ د تقوى لباس، خو د دې معنى څه ده؟ آيا تقوى ته د لباس نوم وركړى شوى او كه ځيني لباس د تقوى د لباس په نامه ياد شوي؟ په الفاظو كي د دواړو تعبيرونو مجال شته، خو وروستۍ توجيه په دې دليل غوره ده چي د بحث موضوع لباس دئ، نه تقوى، په دې توجيه سره د انسان لباس درې ډوله كېدى شي، د ځان پټولو او ساتلو لباس، د سينگار او ښايست جامه او د تقوى لباس، دا ځكه چي عملاً گورو ځيني لباس د گناه وسيله وي او ځيني له گناه د مخنيوي وسيله.

له كومي ورځي چي انسان له لومړنۍ الهي جامې محروم شوى او په خپل لاس د جامو جوړولو ته اړ شوى، نو همدا جامه د انسانانو تر منځ د تفريق، تبعيض او يو پر بل د لويي او تېري وسيله گرځېدلې، نه گورئ چي په دغه جامه كي څومره ظلمونه كېږي، په عسكري او پوليسي جامو كي هره ورځ څومره بې گناه انسانان ځورول كېږي، څومره شريف انسانان د خړو جامو په سبب تحقير كېږي، څومره ذليل انسانان په فاخره جامو كي تر نورو ځان لوړ گڼي، نه گورئ چي يوه له خپلي جامې د گيدړي پوستكى جوړ كړى خلك پرې غولوي، بل له جامو د پسه په څېر بې آزاره برېښي خو په سينه كي ئې د لېوه زړه او هغه بل به په خپلو جامو سره ځان داسي ښيي چي زمرى دئ خو تر گيدړ به زيات بې زړه او جبون وي. الله تعالى انسان ته د جامو جوړول ورښودلي، د دې لپاره چي ځان له تودوخي او يخنۍ پرې وژغوري او د هغه لباس ئې په درېو ډولونو وېشلى: د ځان پټولو او حفاظت لباس، د ښايست لباس او د تقوى لباس، خو انسان له خپلي جامې يا د غولولو وسيله جوړه كړې، يا د ظلم او تېري وسيله، يا يو پر بل د لويي او تكبر ذريعه!!

مصيبت دا دئ چي تل او د هر مذهبي خوځښت يو ستر آفت دا وي چي د غرضي او مرضي كړيو او ټگمارانو لاس ته ورشي، هغه چي له دين دام او دكان جوړ كړي، مذهب د خلكو دوكه كولو وسيله كړي، د الله كتاب او د پيغمبر لارښووني شا ته واچوي، ټول هغه مهم او محوري هدايات او ارشادات هېر او له پامه وغورځوي چي د دين ماڼۍ پرې ولاړه ده؛ لكه توحيد، له الله تعالى پرته بل ته نه سر ټيټول او نه د احتياج لاس اوږدول، د الله كتاب د اختلافاتو او منازعاتو د حل و فصل وروستۍ او يوازينۍ مرجع غوره كول، د انسانانو تر منځ عدالت، برابري، له مظلوم دفاع، د ظالم مقابله، د شتمنيو عادلانه وېش، د دې مخنيوى چي شتمني د معدودو شتمنو او واكمنو تر منځ لاس په لاس شي، ولس ته دا حق وركول چي خپل مشران په خپله خوښه غوره كړي، د خپلي ټولني او نظام څرنگوالى وټاكي، واكمن د ولس خادم وي نه بادار، قانونمند نظام رامنځته شي، بنسټ ئې پر شورى ولاړ وي، د ټولو مهمو پرېكړو وروستۍ مرجع شورى وي، د واكمنو او حكومت صلاحيتونه او مسئوليتونه د ولس له لوري او د قانون له مخي وټاكل شي؛ ولس پر ټولو حكومتي تصرفاتو او كړنو بشپړ نظارت او د پوښتني، گروېږني، محاسبې او محاكمي حق ولري، دا او دې ته ورته مهم او اساسي مذهبي مسائل شا ته وغورځوي، ډېر څه له ځانه پر مذهب او مذهبي لارښوونو علاوه كړي؛ په مقابل كي ئې تركيز او تأكيد پر داسي فروعي او شكلي قضاياوو وي چي نه د ولس دنيوي ښېگڼي او صلاح ورپوري تړلې وي او نه اخروي؛ لكه دم، تعويذ او جادو، پگړۍ، د ږېري اندازه او رنگ، په رانجو سترگي تورول، له سنت وروسته دعاء، په لمانځه كي لاسونه پر نامه ايښودل كه لاندي او باندي، د جمعي په لمانځه كي پښې لږ لري ايښودل او كه دومره چي د خوا ته كس له پښو سره ولگېږي، … او دې ته ورته مسائل؛ د امارت له راتلو سره د پيرانو، د پير لاس او پښې ښكلولو، يو لاس ئې ښكولول او په بل لاس كي پيسې وركول، په جومات كي مذهبي نڅاوو، غورځو پرځو، دم، تعويذ او جادو، او په تأييد كي ئې فتوى گاني او ليكني او دې ته ورته كړنو بازار گرم شوى؛ د خرافاتو حاميان او مدافعان هڅه كوي له دې او هغي گوښې او حاشيې دلائل او روايات راپيدا كړي او د ټگمارانو تبرونو ته لاستي جوړ كړي.

راشئ په همدې لړ كي د ځينو هغو رواياتو په وړاندي لږ تم شو چي د جلال الدين السيوطي، ابن حجر العسقلاني، ملا علي قاري او محمد ناصر الدين الألباني په څېر محققينو موضوعي (له ځانه جوړ شوي)، منكر، بې بنسټه او ضعيف  گڼلي:

صَلَاةُ تَطَوُّعٍ أَوْ فَرِيضَةٍ بِعِمَامَةٍ، تَعْدِلُ خَمْسًا وَعِشْرِينَ صَلَاةً بِلا عِمَامَةٍ، وَجُمُعَةٌ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ سَبْعِينَ جُمُعَةً بِلَا عِمَامَةٍ. حكم المحدث: موضوع

نفل لمونځ او فرض له پگړۍ سره له پنځه ويشت ځله هغه لمانځه سره برابر دئ چي بې پگړۍ اداء شي او د جمعې يو لمونځ له پگړۍ سره د جمعي له اويا ځله هغه لمانځه سره برابر دئ چي له پگړۍ پرته وي. محدث ئې پر دې روايت د موضوعي حكم كړى.

همدا روايت په يوه بل كتاب كي په همدې بڼه او په دوو نورو كتابونو كي له لږ زيادت سره راغلى:

صَلَاةُ تَطَوُّعٍ أَوْ فَرِيضَةٍ بِعِمَامَةٍ، تَعْدِلُ خَمْسًا وَعِشْرِينَ صَلَاةً بِلا عِمَامَةٍ، وَجُمُعَةٌ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ سَبْعِينَ جُمُعَةً بِلا عِمَامَةٍ. حكم المحدث: ضعيف

د دوو نورو كتابونو روايت داسي دئ چي محدثينو ئې موضوعي گڼلي:

صَلَاةٌ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ خَمْسًا وَعِشْرِينَ صَلَاةً بِغَيْرِ عِمَامَةٍ، وَجُمُعَةٌ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ سَبْعِينَ جُمُعَةً بِغَيْرِ عِمَامَةٍ. إِنَّ الْمَلَائِكَةَ لَيَشْهَدُونَ الْجُمُعَةَ مُعْتَمِّينَ، وَلَا يَزَالُونَ يُصَلُّونَ عَلَى أَصْحَابِ الْعَمَائِمِ حَتَّى تَغْرُبَ الشَّمْسُ. حكم المحدث: موضوع

يقيناً چي هر لمونځ له پگړۍ سره له پنځه ويشت ځله هغه لمانځه سره برابر دئ چي بې پگړۍ وي او له پگړۍ سره د جمعې لمونځ له اويا ځله هغه لمانځه سره برابر دئ چي بې پگړۍ وي او يقيناً چي فرشتې په داسي حال كي د جمعې لمانځه ته حاضرېږي چي پگړۍ ئې وهلې وي او تر هغه پر پگړۍ لرونكو لمونځ كوونكو درود وايي چي لمر ولوېږي. محدثينو په دې رواياتو د موضوعي حكم كړى.

ركعتانِ بعِمَامَةٍ خَيرٌ مِنْ سَبعِينَ رِكعَةً بِغَيرِ عِمَامَةٍ. حكم المحدث: موضوع

له پگړۍ سره دوه ركعته لمونځ تر هغه لمانځه اويا ځله غوره دئ چي بې پگړۍ وي. محدث ئې جعلي او موضوعي گڼي.

دا او دې ته ورته ټول روايات؛ د محدثينو له لوري؛ د متن او سند له پلوه ضعيف يا موضوع (جعلي)، منكر او بې بنسټه او راوي ئې متروك بلل شوى.

هو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم پگړۍ پر سر كړې ده؛ خو دا نه په بدر كي د فرشتو پر سر د پگړيو له ليدو وروسته وو؛ ځكه دا هيڅ حقيقت نه لري او نه د بدر له جگړي وروسته؛ پگړۍ د عربو مخكينى او تر اسلام وړاندي دود وو او د عزت نښه گڼل كېده؛ همداسي لكه لونگ چي د هغه مهال معمول او ولسي لباس وو؛ كه څوك پگړۍ ته د سنت په سترگه گوري نو لونگ ته به هم سنت وايي؛ د لونگ لپاره په احرام كي څرگند مثال گورو خو د پگړۍ لپاره داسي مثال هم نه مومو. كه كوم نارينه مسلمان يوازي په يوه لونگ، له څادر پرته او لوڅ سر لمونځ كوي؛ موږ پرې د اعتراض حق نه لرو؛ له پگړۍ پرته به ولي د هغه لمونځ ناجائز گڼو؟ د ده رب ئې لمونځ قبلوي او ته ئې نه منې؟

تعجب كوو چي تاسو تر بلوغ وړاندي ماشومان هم پر دې مكلف كړي چي مدرسې او ښوونځي ته له پگړۍ پرته نه شي داخلېدى او كه داخل شي په لښتو او څپېړو ئې وهئ؛ دا يقيناً چي د جهالت او سفاهت انتهاء ده؛ په داسي حال كي چي الله تعالى نابالغ ماشوم له فرائضو هم معاف كړى خو ته ئې پر مباح مجازات كوې!! هغه كه په ماشتوب كي ومري؛ نو كه د كافر او مشرك اولاد هم وي جنت ته ئې بيايي؛ خو ته ئې د پگړۍ نه پر سر كولو له امله له تعليم محروموې او پر مخ څپېړي وركوې؛ په داسي حال كي چي هغه ته علم ښودل ستا فرض او د هغه مسلم حق دئ او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم پر مخ وهل تحريم كړي او هم له شرعي حد او د عادل قاضي له حكم پرته هر ډول وهل تحريم كړي!! د ځان او نورو لپاره د هدايت دعاء كوو.

 

حكمتيار

۱۶ ثور ۱۴۰۵ هـ ش

موضوعات مشابه

Back to top button