اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 8 برخه

جمع صلاتين

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 8

جمع صلاتين

 

يوه بله اختلافي موضوع دا ده چي آيا په سفر كي جمع صلاتين (دوه لمونځونه په يو وخت اداء كول) جائز دي؟ آيا په قرآن كي د دې د جواز لپاره كوم شاهد او دليل مومو؟ راشئ وگورو چي په قرآن كي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كي په دې اړہ څه لارښوونه شوې. قرآن فرمايي:

وَإِذَا ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَلَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَقۡصُرُواْ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنۡ خِفۡتُمۡ أَن يَفۡتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْۚ إِنَّ ٱلۡكَٰفِرِينَ كَانُواْ لَكُمۡ عَدُوّٗا مُّبِينٗا ١٠١

او كله چي په زمكه سفر كوئ، نو په دې كي پر تاسو كومه گناه نشته چي لمونځ رالنډ كړئ، كه دا وېره مو وه چي كافران به مو په فتنه كي واچوي، بې شكه چي كافران ستاسو څرگند دښمنان دي.

د دې مبارك آيت لارښووني دا دي: د سفر په حالت كي او هغه وخت چي له دښمن نه مو څه وېره وي، نو كولى شئ خپل لمونځ رالنډ كړئ، څلور ركعته مو دوه ركعته، ركوع او سجده مو مختصر او قرائت او تسبيحات مو رالنډ كړئ. په قصر كي نوري آسانتياوي هم شاملي دي چي يوه برخه ئې د البقرې د سورې په 239 آيت كي توضيح شوې، آيت دا دئ:

حَٰفِظُواْ عَلَى ٱلصَّلَوَٰتِ وَٱلصَّلَوٰةِ ٱلۡوُسۡطَىٰ وَقُومُواْ لِلَّهِ قَٰنِتِينَ ٢٣٨ فَإِنۡ خِفۡتُمۡ فَرِجَالًا أَوۡ رُكۡبَانٗاۖ فَإِذَآ أَمِنتُمۡ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمۡ تَكُونُواْ تَعۡلَمُونَ ٢٣٩

د ټولو لمونځونو او د هغه غوره ئې ښه حفاظت كوئ او الله لره قانت (غاړہ اېښودونكي او منقاد) ودرېږئ. خو كه وېرېدلئ نو بيا يا پلي او يا سپاره، خو كله چي د امنيت احساس وكړئ نو الله همغسي ياد كړئ لكه چي تاسو ته ئې درښودلى، همغه څه چي نه ورباندي پوهېدئ.

دلته له (الصلوة الوسطى) نه مراد هغه لمونځ دئ چي په ټولو شرائطو برابر وي او په قنوت، خشوع او خضوع او د زړہ او حواسو په حضور تر سره شي، داسي لمونځ د خطر او سفر په وخت كي نشي ترسره كېدى، د همدې لپاره الله تعالى وفرمايل چي د خطر په وخت كي كولى شئ چي په تلو تلو كي، كه پلى وئ يا سپاره، لمونځ اداء كړئ، په اشاره، د اصل لمونځ نيمايي او د قبلې په لوري له مخ كولو پرته، له لنډ قرائت او مختصرو تسبيحاتو سره. خو د امن په وخت كي به همغسي لمونځ كوئ چي الله درښودلى. دا مطلب هم بايد واضح كړو چي دلته (وسطى) په هغه معنى راغلى چي د همدې سورې په 143آيت كي راغلى: وَكَذَٰلِكَ جَعَلۡنَٰكُمۡ أُمَّةٗ وَسَطٗا: لكه دلته چي له وسطى نه زماني او مكاني وسط مراد نه دئ همداراز له الصلوة الوسطى نه هغه لمونځ مراد نه دئ چي د وخت له پلوه د نورو لمونځونو په منځ كي وي، د آيت وروستۍ برخه په ډېر صراحت سره دا مطلب په گوته كوي چي له الصلوة الوسطى نه غوره لمونځ مراد دئ، هغه چي د خطر او سفر په وخت كي ئې ترسره كول گران وي. له دې نه د مازديگر لمونځ اخيستل داسي توجيه ده چي له ټول آيت او مخصوصاً له وروستۍ برخي سره ئې هيڅ اړخ نه لگوي.

دلته څو پوښتنو ته بايد ځواب ومومو:

  • په سفر كي د قصر حكم له دغه آيت څخه اخيستل شوى كه بله مرجع لري؟
  • دلته قصر د سفر په وجه جائز شوى كه د خوف او خطر په وجه؟
  • له قصر نه مراد يوازي د ركعتونو په شمېر كي قصر دئ كه د لمانځه په هيئت او كيفيت كي هم او مخكي، وروسته كول ئې هم؟

دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو په كار كي لاندي خبري مرسته كوي:

  • له دې آيته وروسته چي كوم آيت راځي له هغه معلومېږي چي دلته د خوف او خطر په وجه د قصر اجازه وركړى شوې.
  • له همدې وروستي آيته معلومېږي چي له قصر نه د لمانځه په كيفيت او هيئت كي قصر كول هم مراد دي، ځكه دلته په لمانځه كي له يوه ځايه بل ځاى ته د خوځېدو ذكر او د هغه اجازه راغلې.
  • پيغمبر عليه السلام په سفر كي په لمونځونو كي قصر كړى، تل ئې څلور ركعته نيمايي كړي، په داسي حال كي هم چي د هيڅ خطر وېره نه وه.
  • د قصر په اړہ له دې پرته بل آيت نه مومو.
  • له دغو خبرو په ډاگه معلومېږي چي د سفر قصر هم له دې آيته اخيستل شوى او د خوف قصر هم او په قصر كي هم د ركعتونو قصر شامل دئ او هم د هيئت او كيفيت قصر.
  • د احزابو په جنگ كي چي له سفر پرته د خوف او خطر حالت وو، د قصر دوه صورتونه گورو: 1- له جَمعي پرته يوازي يوازي لمونځ، 2- او ځنډول ئې او قضائي ئې اداء كول.

په مخكني آيت كي په دې اړہ په ډېر صراحت سره ويل شوي وو چي د سفر او خوف په حالت كي قصر كولى شئ، خو دا نه وه واضح شوې چي په بې خوفه سفر كي به قصر كوئ كه نه؟ خو د 103 آيت له فحوى معلومېږي چي په سفر كي به هم قصر كوئ، دا ځكه چي د پوره لمانځه لپاره ئې د اطمئنان شرط وضع كړى، كه يوازي د خوف منتفي كېدل مراد وى نو د (اطمئنان) پر ځاى به ئې د (امن) لفظ راوړ، د خوف په مقابل كي د امن لفظ راځي، لكه د بقرې د سورې په 196 آيت كي چي د خوف منتفي كېدو لپاره د امن لفظ راغلى. او ويل شوي: كه په امن كي شوئ نو بيا تر حج مخكي د عمرې د اداء كولو حكم دا دئ. په سفر كي كه هرڅومره آرام او بې تكليفه سفر وي خو انسان په كي لالهانده او پرېشانه وي او زړہ ئې نامطمئن. آيت دا دئ:

فَإِذَا قَضَيۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمۡۚ فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا ١٠٣

النساء: 103

خو كله چي لمونځ اداء كړئ، نو الله په ولاړہ، ناسته او پر اړخ ملاسته كي يادوئ، بيا كله چي مطمئن شئ نو همغه لمونځ اداء كړئ، بې شكه چي دا لمونځ پر مؤمنانو له مهال وېش سره سم فرض شوى.

يعني د لمانځه لپاره اوقات ټاكل شوي، هر لمونځ په خپل خپل وخت اداء كول فرض دئ. مخكنى رخصت د يوه ضرورت له مخي موقت رخصت وو، په عادي حالاتو كي به هر لمونځ په خپل ټاكلي وخت ترسره كوئ. خو د سفر او خوف په حالت كي به دا له خپل ټاكلي وخت نه لمونځ مخكي يا وروسته كول څنگه وي؟ په دې اړہ دوه رأيي دي: د ماسپښين او مازديگر لمونځونه، يو ځاى او په يوه وخت كي، يو په بل پسي، په يوه آذان او دوه اقامته اداء كول او د ماښام او ماخستن لمونځونه همداسي، لكه څنگه چي د حج په دوران كي، په عرفات كي د ماسپښين او مازديگر لمونځونه يو ځاى او په مزدلفه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه يو ځاى اداء كېږي، دوهمه رأيه دا ده چي له حج پرته په نورو سفرونو كي د دوو لمونځونو يو ځاى كول بايد داسي وي چي يو په خپل آخري وخت كي او بل په خپل لومړني وخت كي همداسي يو ځاى اداء شي، دې ته صوري او شكلي جمع صلاتين وايي، دا د احنافو رأيه ده، له احنافو پرته نور ټول مخكنى صورت غوره گڼي او له دې لحاظه د حج او نورو سفرونو ترمنځ په توپير باور نلري، د دې لپاره څو دلائل وړاندي كوي: 1- د لمونځونو صوري جمع تر دې ډېر گران كار دئ چي هر لمونځ په خپل خپل وخت او بېل بېل اداء شي، دوه لمونځونه په دې توگه يوه وخت ته رابرابرول او هغه هم په سفر كي گران كار دئ، قصر او جمع صلاتين خو د تخفيف لپاره دي، د هر لمانځه لپاره پراخ وخت ټاكل شوى، صوري جمع دا پراخوالى او سهولت له منځه وړي او په يوه محدود وخت كي ئې راخلاصه كوي. 2- په سفر كي لمونځ رامخكي كول يا وروسته كول داسي دئ لكه چي د مسافر او مريض لپاره دا رخصت وركړى شوى چي روژہ بل وخت او د كال نورو ورځو ته وځنډوي، روژہ د لمانځه په څېر ثابت وخت لري خو د مسافر او مريض لپاره ئې دا سهولت وركړى. 3- د حج په موسم كي دوه جمع صلاتين لرو، يو ئې په عرفات كي د ماسپښين او مازديگر لمونځ د ماسپښين په لومړي وخت كي او بل ئې په مزدلفه كي د ماښام او ماخستن لمونځ د ماخستن په وخت كي، كه د حج په حالت كي او د عرفات او مزدلفې په مقام كي جائز وي نو په نورو وختونو كي خو په اولى درجه جائز دئ.

احناف هم جمع صلاتين جائز گڼي خو داسي چي مخكنى لمونځ به په خپل آخري وخت كي او ورپسې لمونځ به په لومړي وخت كي يو په بل پسي اداء كېږي، دې ته جمع صوري وايي، نور مذاهب جمع حقيقي جائز گڼي.

په داسي حال كي چي د لمانځه د توقيت په اړہ دا آيت ډېره واضح لارښوونه كوي او په داسي حال كي چي د پيغمبر عليه السلام سنت زموږ مخي ته پروت دئ، هغه مبارك نږدې اتلس زره لمونځونه په مدينه منوره كي كړي، د مدينې په سلگونو او په زرگونو اوسېدونكو پنځه وخته آذان اورېدلى، د پيغمبر عليه السلام په امامت كي ئې د جماعت لمونځ ليدلى، د آذان او اقامت الفاظ ئې اورېدلي، د ده او اصحابو د لمانځه كيفيت ئې ليدلى او دا ټول د مدينې مسلمانانو يو په بل پسي له يوه نه بل نسل ته انتقال كړي، خو سره له دې گورو چي ځيني ټول لمونځونه په يوه وخت كي كول هم جائز گڼي، له سفر او خطر پرته په عادي حالت كي د ورځي پنځه لمونځونه په درې وختونو كي ترسره كول هم جائز گڼي، ځان ته د آذان خاص الفاظ او د لمانځه خاص ترتيب او تركيب لري او د خپل مسلك په اړہ هومره تعصب لري چي په بل كيفيت او هيئت كي لمونځ ورته لمونځ نه ښكاري، د بل مسلك په امام پسي لمونځ كول جائز نه گڼي، د هغه په آذان روژہ نه ماتوي او حتى هغه مسلمان نه گڼي. اى كاش ټول امت لږ تر لږہ په دغسي واضح مسائلو كي له اختلافه لري پاته شوى وى، د قرآن صريح نص، د پيغمبر واضح سنت او د مدينې د مسلمانانو د لمانځه هيئت او كيفيت ئې د ملاك په توگه منلى وى. متأسفانه دا اختلاف هم له متعارضو رواياتو رولاړ شوى.

د جمع صلاتين په اړہ د بخاري روايت دا دئ:

عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ أَنَّهُ سَمِعَهُ يَقُولُ دَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم مِنْ عَرَفَةَ حَتَّى إِذَا كَانَ بِالشِّعْبِ نَزَلَ فَبَالَ، ثُمَّ تَوَضَّأَ وَلَمْ يُسْبِغِ الْوُضُوءَ. فَقُلْتُ الصَّلاَةَ يَا رَسُولَ اللَّهِ. فَقَالَ ” الصَّلاَةُ أَمَامَكَ “. فَرَكِبَ، فَلَمَّا جَاءَ الْمُزْدَلِفَةَ نَزَلَ فَتَوَضَّأَ، فَأَسْبَغَ الْوُضُوءَ، ثُمَّ أُقِيمَتِ الصَّلاَةُ فَصَلَّى الْمَغْرِبَ، ثُمَّ أَنَاخَ كُلُّ إِنْسَانٍ بَعِيرَهُ فِي مَنْزِلِهِ، ثُمَّ أُقِيمَتِ الْعِشَاءُ فَصَلَّى وَلَمْ يُصَلِّ بَيْنَهُمَا. (بخارى:139)

له اسامه بن زيد رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له عرفاته راوگرځېد، كله چي يوې درې ته ورسېد، كوز شو او د اودس ماتي لپاره صحرا ته تېر شو، بيا ئې لاسونه ومينځل خو اودس ئې بشپړ نه كړ، ما وويل: يا رسول الله! د لمانځه وخت دئ! وئې فرمايل: (لمونځ دي وړاندي دئ)، بيا سپور شو او کله چي مزدلفې ته ورسېد، کوز شو، اودس ئې وکړ، خو اودس ئې بشپړ کړ، بيا د لمانځه لپاره اقامت وويل شو او د ماښام لمونځ ئې وکړ، بيا هر چا خپل اوښ په خپل خپل ځاى کي چو کړ، ورپسې د ماخستن د لمانځه اقامت وويل شو او لمونځ ئې وكړ، د دواړو ترمنځ ئې بل لمونځ ونکړ.

دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 181، 1667، 1669، 1672له دغو توپيرونو سره: په يوه كي دَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم مِنْ عَرَفَةَ په بل كي لَمَّا أَفَاضَ مِنْ عَرَفَةَ، په يوه كي حَتَّى إِذَا كَانَ بِالشِّعْبِ نَزَلَ او په بل كي عَدَلَ إِلَى الشِّعْبِ، او په بل كي حَيْثُ أَفَاضَ مِنْ عَرَفَةَ مَالَ إِلَى الشِّعْبِ، او په بل كي فَلَمَّا بَلَغَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم الشِّعْبَ الأَيْسَرَ الَّذِي دُونَ الْمُزْدَلِفَةِ أَنَاخَ، په يوه كي فَبَالَ او په بل كي فَقَضَى حَاجَتَهُ، په يوه كي ثُمَّ تَوَضَّأَ وَلَمْ يُسْبِغِ الْوُضُوءَ، په بل كي فَتَوَضَّأَ وُضُوءًا خَفِيفًا، په بل كي فَصَبَبْتُ عَلَيْهِ الْوَضُوءَ او په بل كي فَجَعَلْتُ أَصُبُّ عَلَيْهِ وَيَتَوَضَّأُ، په يوه كي فَقُلْتُ الصَّلاَةَ يَا رَسُولَ اللَّهِ او په بل كي يَا رَسُولَ اللَّهِ أَتُصَلِّى په يوه كي الصَّلاَةُ أَمَامَكَ او په بل كي الْمُصَلَّى أَمَامَكَ راغلي.

له دې توپيرونو سره سره د رواياتو مطلب او مفهوم سره ورته دئ، مطلب ئې دا دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له عرفات نه د راگرځېدو پر مهال؛ په يوې درې كي له سورلۍ كوز شوى، اودس ماتي ته تېر شوى، لاسونه ئې مينځلي، بشپړ اودس ئې نه دئ كړى، د ماښام د لمانځه وخت وو، خو دلته ئې لمونځ نه دئ كړى، مزدلفې ته د ماخستن مهال رسېدلى، هلته ئې لومړى د ماښام لمونځ په بېل اقامت سره كړى او بيا ئې لږ دمه كړې او بيا ئې د ماخستن لمونځ په بېل اقامت كړى، د دې دواړو لمونځونو تر منځ ئې بل لمونځ نه دئ كړى.

دې ته مو بايد پام وي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماسپښين او مازديگر لمونځ په عرفات كي په گډہ او د ماسپښين پر مهال يو په بل پسي په دوه اقامتونو كړى او د ماښام او ماخستن لمونځ ئې همداسي خو د ماخستن په وخت په مزدلفه كي كړي، لومړني ډول جمع صلاتين ته جمع تقديم او دوهم ډول ته ئې جمع تأخير ويل كېږي، له دې نه معلومېږي چي دا دواړہ ډوله جمع په هر سفر كي جائز دي، د دې لپاره نه كوم نقلي دليل موندلى شو او نه عقلي دليل چي په حج كي دي جائز وي او په نورو سفرونو كي ناجائز، زموږ ځينو درنو فقهاوو چي ويلي په نورو سفرونو كي داسي جمع صلاتين جائز دئ چي يو ئې د خپل وخت په آخري برخي او بل ئې په لومړۍ برخي كي ترسره شي، په دې كي د رخصت او سهولت مصلحت فوت كېږي، دا تر دې هم ډېر گران دئ چي هر هر لمونځ په خپل خپل وخت كي وشي، ځكه په خپل وخت لمونځ كولو كي ډېر پراخوالى شته، د هر لمانځه لپاره تر يوه ساعت زيات وخت لري، خو په داسي جمعي كي يوازي څو دقيقې فرصت لري. د قرآن هغه مبارك آيت چي وايي: (… إِنَّ الصلَوةَ كانَت عَلى الْمُؤْمِنِينَ كِتَباً مَّوْقُوتا ً * النساء: 103):، بې شكه چې دا لمونځ پر مؤمنانو له مهال وېش سره سم فرض شوى. كه په دې كي د هيڅ استثناء مجال نه وى نو بيا خو به په عرفات او مزدلفه كي هم دوه دوه لمونځونه يو په بل پسي په دوو وختونو كي نه وو جائز، په سفر كي د قرآن د صريح آيت له مخي قصر جائز دئ، په قصر كي دا هم شامل دي چي لمونځ مخكي يا وروسته كړئ، دا ځكه چي ورپسې ويل شوي چې د قصر د حالت له ختمېدو وروسته او كله چي مطمئن شوئ نو بيا مكمل لمونځ په خپل خپل وخت كي اداء كړئ. له دې نه په څرگنده معلومېږي چي د جمع صلاتين رخصت (د دوو لمونځونو په يوه وخت اداء كولو جواز) هم له دې آيت نه اخيستل شوى.

په سفر كي لمونځ رامخكي كول يا وروسته كول داسي دئ لكه چي د مسافر او مريض لپاره دا رخصت وركړى شوى چې روژہ بل وخت او د كال نورو ورځو ته وځنډوي، روژہ د لمانځه په څېر ثابت وخت لري خو د مسافر او مريض لپاره ئې دا سهولت وركړى.

دلته يوه بل ټكي ته هم توجه په كار ده او هغه دا چي امام بخاري رحمه الله دا روايت د اودس د تخفيف او بشپړوالي تر عنوان لاندي راوړى، د لاري په اوږدو كي وضوء ئې د خفيف وضوء په معنى اخيستى، خو دا په دې معنى نه دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هلته يو ډول اودس كړى او په مزدلفه كي بل ډول، بلكي هلته ئې يوازي لاسونه مينځلي، ځكه د راوي له وينا معلومېږي چي هلته ئې د لمانځه اړوند وضوء (اودس) نه دئ كړى، كه داسي وى نو هغه به دا نه ورته ويل چي د لمانځه وخت دئ، يعني تا خو بشپړ اودس ونه كړ حال دا چي د لمانځه وخت دئ!!

موضوعات مشابه

Back to top button