مصاحبه ای متعهدین حزب اسلامی افغانستان

محترم قومندان میر علم سره ځانګړې مرکه

 

په پکتيا ولايت کې د حزب اسلامي مجاهدينو

مشر قومندان صاحب مير علم سره ځانګړې مرکه

 

بسم الله الرحمن الرحيم
محترم ورور قوماندان صاحب ميرعلم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
هيله من يو زمونږ لاندې پوښتنو ته تحريري ځواب ووايۍ:
په پيل کې د تنوير مجلې مسؤلينو او هم لدې لارې د هېواد په سنگرونو کې ټولو پرتو مجاهدينو ته خپل سلامونه وړاندې کوم. او هم له تاسې ډېره مننه کوم چې مونږ ته مو د هېواد پدې حساسو شرايطو کې د مرکې دعوت راکړو. چې له همدې لارې څخه د خپلو مجاهدينو موقف ټولو هېوادوالو ته په ډاگه کړم.
١- خپل ځان په مکمله توگه معرفي کړئ؟
ځواب: زه د پکتيا ولايت آريوب ځاځيو ولسوالۍ د روکيان د کلي اوسيدونکى يم. د روسانو د يرغل پرمهال پخپله ولسوالۍ کې د حزب اسلامي لخوا د شهيد جندالله د جبهې عمومي قومندان پاتې شوى يم. په هېواد باندې د صليبيانو د يرغل له لومړۍ ورځې څخه د حزب اسلامي لخوا د پکتيا ولايت د مجاهدينو مشري په غاړه لرم. د الله په خاص فضل سره زمونږ جهاد او مبارزه دوام لري.
٢- د خپلې سيمې او منطقې د ستراتيژۍ، څرنگوالي او دهغې ونډه د امريکا د يرغل نه راوروسته، په لنډه توگه واضح کړئ.
ځواب: زمونږ د سيمې اکثره برخې دنگ دنگ غرونه او گڼ ځنگلونه لري. امريکا ضد جهاد کې د دې ولايت ونډه د لمر په څير روښانه ده چې ډير تفصيل ورکول يې ضروري نه دي خو دومره ويلى شم چې په روان جهاد کې پرصليبي ځواکونو لومړى بريد د پکتيا ولايت اتلو مجاهدينو ترسره کړيدى. د مقاومت لمن له همدې ځايه د هېواد نورو برخو ته ورسيده الحمدلله اوس هم پکتيا ولايت د هېواد د څو مخکښو جهادي ولايتونو په جمله کې شميرل کيږي. چې دوست اودښمن دواړه دغه حقيقت تسليموي.
٣- ستاسو په سيمه کې د حزب اسلامي مجاهدينو مهمې لاسته راوړنې څه دي؟
ځواب: حزب اسلامي افغانستان د خپل ثابت جهادي موقف او د يوې بهترينې نظامي تگلارې په برکت ټول هېواد په خاص ډول پکتيا کې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا لري چې د عام ولس زړونه يې گټلي دي. پدې سربيره د حزب اسلامي مجاهدينو په بريدونو او چاودنو کې د پکتيا په احمدخيلو، ځاځي آريوب، ډنډه پټان، وزي، ميرزاکه، سيدکرم. احمدآباد، لاره مرکز گرديز او جاني خپلو ولسواليو کې تر څلويښتو زيات امريکايي ټانکونه او هم د دوى اکمالاتي موټرونه له مينځه تللي دي.پداسې حال کې چې زمونږ د مجاهدينو تلفات له هيڅ سره برابر دي.
٤-د جنگ لپاره مو څه ډول لار غوره کړې ده؟
ځواب: مونږ پخپل ولايت کې د خپل مشر جناب حکمتيار صاحب (حفظه الله) په هدايت داسې نظامي تگلاره غوره کړيده چې په ډيرو محدودو امکاناتو سره دښمن ته زيات تلفات ورکولى شو. دامريکايانو د يرغل له پيل څخه تر نن پورې زمونږ د مجاهدينو په عملياتو کې امريکايانو ته دا موقع په لاس نده ورغلې چې عام ولس باندې بمبارد وکړي. د ولس ضرورتونو ته په پام سره زمونږ مجاهدين خپل ټول بريدونه په داسې ځايونو کې خاص پرصليبي ځواکونو ترسره کوي چې هلته هيڅ کور نه وي.
خپلو ټولو مجاهدينو ته مو ويلي دي چې خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په اعلاميه کې هم دغه نظامي ستراتيژي بار بار ولس ته اعلان شويده الحمدلله چې اوس تر ډېره حده يې پر ولس ښه اغيز کړيدى او مونږ سره کافي مرسته کوي.
٥-  پدې وروستيو کې ستاسو د منطقې مجاهدينو ښه تحرکات او فعاليتونه درلودلي که په تفصيل سره پرې رڼا واچوئ.
ځواب: دا چې مونږ عملاً په صحنه کې نږدې درې مياشتې د مجاهدينو تحرکات په خپلو سترگو وليدل. الحمدلله په پوره ډاډ سره ويلى شو چې زمونږ د سيمې د مجاهدينو وروستي تحرکات او فعاليتونه د نورو سيمو مجاهدينو لپاره د کاميابۍ او اطمينان زيرى دى. زه د پکتيا او په خاص ډول ځاځي آريوب او احمدخيلو ولسوالۍ چې تير جهاد کې هم د حزب اسلامي تر ټولو غټ او قوي سنگر همدا سيمه وه. ددې سيمې تازه فعاليتونه پدې ترتيب تاسې ته وړاندې کوم: لومړى کله چې مونږ د ځاځي آريوب ولسوالۍ د شوخيلو په نوم يوې سيمې ته داخل شو. تقريباً د دوه سوه مسلح مجاهد او د عام ولس لخوا زمونږ تود هر کلى وشو. بيا د مجاهدينو په بدرگه مونږ د کليو په جماعتونو او نورو عامو مجالسو کې ولس ته د جهاد دعوت ورکړ. الحمدلله د شوخيلو په شمول نورو قومونو زمونږ دعوت په عمومي توگه په ورين تندي ومنلو او عملاً يې حزب اسلامي سره خپل ملاتړ اعلان کړ پدې سيمه کې مونږ زيات شمير تازه مجاهدين د جهاد لپاره اماده کړل پدې سربيره د پکتيا په مختلفو قومونو کې د حزب اسلامي لخوا د سپين ږيرو پنځلس کسيز کميسيونونه جوړ کړى شول چې په قوم کې د اسلامي اصولو خلاف کارونو مخنيوى وکړي.
همدا راز مونږ بل لوى کار دا وکړ چې د پکتيا ولايت د تعليم او تربيه له مسؤلينو سره مو مجلسونه وکړل. دوى په سيمه کې ٢٧ ليسې په واک کې درلودلې. هغوى هم د حزب اسلامي د هر دعوتي، فکري مسؤليت په غاړه واخيست. او مونږ ته يې دا وعده راکړه چې ان شاء الله پدې ليسو کې به هر يو شاگرد متعهد او مجاهد روزل کيږي.
٦- د امريکا او ناټو مسئولين ستاسو له سيمې نه څه خاطرې لري، پدې اړه خپل مستند شواهد د تنوير مجلې لوستونکو ته ووايئ.
ځواب: د امريکا او ناټو مسؤلين په عمومي توگه له ټول جنوب څخه د شکست او ناکامۍ خاطرې لري الحمدلله مونږ د پکتيا په لويو لارو امريکايانو ته زيات شمير چريکي مجاهدين روزلي دي چې امريکايان د گزمې په مهال هره لحظه د بمي چاودنې انتظار باسي. د امريکايانو اوسنۍ خاطرې لدې سيمې څخه صرف او صرف دى تابوتونو زياتوالى ده د مجاهدينو پرله پسې بريدونه او چاودنې ددې ښه مستند ثبوت او شواهد دي.
٧- د مجاهدينو د لوړ مورال او د امريکايانو د لويدلي مورال په خپله منطقه کې، يو څو عملي، مستند او د سترگو ليدلي حالات بيان کړئ.
ځواب: د مجاهدينو لوړ او د امريکايانو لويدلى مورال لدې خبرې ښه معلوميږي چې پکتيا کې امريکايان پخپلو بيسونو کې د بنديانو په شان ژوند لري. مخکې به په ورځ کې دوه ځلې بهر په گزمه وتل اوس چې ډير ضروري کارهم ولري بهر ته د وتلو جرئت نشي کولى.
٨- د امريکا واکمنان په خوله وايي چې مونږ تر ٢٠١٤ پورې په افغانستان کې ميشت او تم يو، خو تاسو په افغانستان کې دهغوى د عساکرو له وضعيت نه عملاً معلومولاى شي چې آيا په دوى کې دومره شيمه موجوده ده، چې درې کاله نورهم د افغان غازيانو په مقابل کې ودريږي؟ نو تاسو د جهاد د صحنې د يوه عملي عامل او صاحب نظر قوماندان په صفت خپل اعتقادي، فکري، سياسي او نظامي دريځ او برداشت پدې اړه واضح کړئ.
ځواب: د امريکايانو د زوال شپې رارسيدلى دي دوى کوشش کوي چې د ٢٠١٤ ترپايه په افغانستان کې د مجاهدينو په خلاف خپل آخري زور وازمايي، خو دا چې آيا دوى به تر ټاکلې نيټې پورې پاتې شي او کنه؟ دا بيا د مجاهدينو د راتلونکي کال په قربانيو پورې اړه لري. خو د امريکايانو د لوړ پوړو حکمرانانو څرگندونې ښيي چې دوى نور له پښو لويدلي دي. پدې وروستيو کې د اوباما د مرستيال خبره دا وه چې که د ٢٠١٤ تر پايه نړۍ اور هم اخيستي وي مونږ به خپل عساکر له افغانستان څخه راوباسو. خو زه گمان کوم چې الله تعالٰى به د ځينې نورو امريکايانو د مرگ ځاى او نيټه هم افغانستان ټاکلي وي ځکه خو دوى په مزيد پاتې کيدو ټينگار کوي.
٩- افغان مجاهدينو ته څه پيغام لرئ؟
ځواب:دا چې د مجاهدينو د قربانيو په نتيجه کې امريکايان د شکست وروستي پړاو ته دا خل شوى دى ټولو مخلصو مجاهدينو ته پکار ده چې يو بل ته د وحدت لاسونه ورکړي ترڅو د يو قوي وحدت په نتيجه کې د سپيڅلو شهيدانو آرمانونه ترسره او افغانستان د يوه بې مثاله اسلامي هيواد په نقشه بدل شي.

د هغې ورځې په هيله
ژوندي دې وي مجاهدين
رپانده دې وي د اسلام شين بيرغ

Back to top button