مصاحبه ای متعهدین حزب اسلامی افغانستان

د غزني ولايت د دوه فعالو مسئولينو  سره ځانګړې مرکه

 

د غزني ولايت د دوه فعالو مسئولينو

 سره ځانګړې مرکه

 

تنویر میاشتنۍ په غزني ولايت کې د حزب اسلامي افغانستان له دوو تنو نوماندو او پياوړو جهادى قوماندانو هر يو قدرمن قوماندان شفيق او قوماندان بلال احمد سره ځانګړې مرکې کړي، چې په غزني کې د حزب اسلامي مجاهدينو د فعال او فاتح وضعيت درلودنې په موخه يې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوو.
په درنښت
اداره
محترم قومندان صاحب! السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
هيله ده چې لاندې سوالونه ځواب کړئ:
تنوير: لومړى خپل ځان معرفي کړئ .
شفيق: زما نوم شفيق د غزني ولايت اوسيدونکى يم.
بلال احمد: نوم مې بلال احمد دى، د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکى يم.
تنوير: د غزني په ولايت کې د اشغالګرانو په ضد د جهاد په پيل کې د حزب اسلامي د مجاهدينو رول څه ډول ارزوئ، په تفصيل دقيقه او هر اړخيزه توګه ئې بيان کړئ؟
شفيق: بايد ووايو چې مجاهدينو د ناصر خداى جل جلاله په کمک او نصرت سره د غزني په ولايت کې د حزب اسلامي د مجاهدينو جهادي رول ډېر زيات بارز او د ستاينې وړ دى.
کله چې صليبي اشغالګرانو په پاکه خاوره تيري او تجاوز وکړ د حزب اسلامي مجاهدينو د خپل مجاهد مشر ښاغلي حکمتيار صاحب د هغه جهادي بيان او پيغام سره سم چې د کفري ځواکونو په وړاندې ورکړ، د غزني ولايت په جهاد مين مجاهدين د ورور طارق سره په تماس کې شول! او ورور طارق د حزب اسلامي د مجاهدينو د انسجام او تنظيم کار پيل کړ، دا هغه وخت وو چې اصلاً د جهاد شروع کول خلکو ته د دښمن وسايلو ته په کتو سره د تصور خلاف کار معلومېده.
يعنې ١٣٨١کال کې د خپل ورور طارق په مشرۍ عملاً د غزني مجاهدين د طلحه بن عبيدالله رضى الله عنه په لښکر کې سره را ټول! او د جهاد کار ئې پيل کړ.
په غزني کې مجاهدينو خپلې ملاوې د همت او شجاعت په رسئ وتړلې هم ئې الله جل جلاله راضي کړ. هم ئې د اسلام دښمنان و ځپل او هم ئې د شهيدانو ارواحګانې خوشحاله کړې، چې دا په حقيقت کې د مؤمن څخه د ايمان لومړنۍ تقاضا ده.
غزني چې د غزنويانو ټاټوبى دى د حزب اسلامي مجاهدينو د خپلو همدې تاريخي افتخاراتو په نظر داشت سره يو ځل بيا د ورور طارق په مشرۍ د جهاد منظمه لړۍ پيل کړه له هماغه نيټې څخه تر نن پورې صليبي اشغالګرانو نه په خپلو پي آر ټي ګانو کې د ارام خوب کړى او د مجاهدينو د ميزايلو تر بريدونو لاندې وي، نه ئې په عامه لارو په جرئت سره سفر کړېدى چې د سړک د غاړې د انفجاراتو سره مخامخ دى.
او الحمدلله دښمن ته په ټولو ساحو کې ډېر ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي زيات شمېر ټانکونه، د کاروان، موټرونه او ټانکرونه ئې تخريب او  له منځه تللي دي په لس ګونو خارجي عسکر د مرګ کندې ته لېږل شوي دي.
او په غزني ولايت کې د مجاهدينو تر منځ د حزب د مجاهدينو تر منځ د ګډ کار کولو غوره فضا حاکمه ده.
بلال احمد: د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې الحمدلله د حزب اسلامي فعاليتونه د اشغالګرانو پر ضد پرمخ روان دي، پدې ولسوالۍ کې چې اولنى ټانګ د راکټ په واسطه وويشتل شو هغه د حزب اسلامي د مجاهدينو لخوا د منځه وړل شوى و د هغه نه وروسته فعاليتونه شروع شول او تر نن ورځې دوام لري، پدغه ولسوالۍ کې زمونږه درې فعال ګروپونه د فعاليت په حال کې دي چې په خپلو چريکي حملو ماينونو، نشراتي او فرهنګي کارونو بوخت دي.
تنوير: په غزني ولايت کې د حزب اسلامي د مجاهدينو لاسته راوړنې خصوصاً په افغانستان باندې د امريکايانو د حملې څخه وروسته په مستنده توګه بيان کړئ.
شفيق: څرنګه چې په غزني کې د حزب اسلامي مجاهدينو عملي کار پيل شويدى، نتائج او لاسته راوړنې ئې هم په زړه پورې دي، د امريکايانو او په غزني ولايت کې د ميشت پولنډي ځواکونو ډېر ټانکونه نظامي او اکمالاتي موټرونه لمنځه تللي دي چې اثار ئې اوس هم د جنګ په ساحه کې  وجود لري چې د طلحه بن عبيدالله د لښکر ټول جهادي کارونه د غزنويانو په نوم شوي دي، په فيته کې يې په مستند ډول ليدلاى شئ
بلال احمد: پدغه ولايت او په ځانګړې توګه په قره باغ ولسوالۍ کې د خداى جل جلاله په فضل زمونږه لاسته راوړنې ډېرې دي، چې مثال ئې تاسې په هغه CD کې ليدلاى شئ چې د غزنويانو په نامه د خپريدا په حالت کې ده او همدارنګه په دغه ولسوالۍ کې چې ځينې انفجارات د خارجيانو په ضد شوي په هغه موقع د انټرنيټ او سيډي ګانو له لارې نشر شوي دي.
تنوير: د خلکو خصوصاً د ځوان نسل، سياسي، فکري، تعلقات د حزب اسلامي د مجاهدينو او مسؤلينو سره په دې ولايت کې څه ډول دي؟ تاسو د حزب اسلامي د يو تن مسؤول په توګه په ټولنه کې د خلکو په منځ کې څه پروګرامونه لرئ ؟
شفيق: د پالونکي ذات جل جلاله په کومک او نصرت سره عام خلک خصوصاً ځوان نسل د حزب اسلامي مجاهدينو او مسؤلينو سره غوره سياسي او فکري تعلقات لري، او نه يواځې روابط ساتي بلکې د مجاهدينو د اخلاقي وړتيا لامله د حزب اسلامي مجاهدينو سره خلک ځانګړې مينه او محبت او قلبي خوږوالى لري، او زياته همکاري کوي د مجاهدينو د اکمال او تمويل لپاره کار کوي، سياسي او فکري علايق ساتي ، يعنې د شرايطو د سختوالي سره سره عام خلک د حزب اسلامي  مجاهدينو سره هر ډول مرستې ته تيار دي، زه د يو مسؤول په توګه ويلاى شم چې د اشغالګرانو په ضد د عملي جهاد تر څنګ مو خلکو ته د فکري جوړښت او د خلکو د جوړونې، او روزنې پروسه هم پر مخ بيولې ده، خصوصاً د ځوان نسل لپاره تربيوي، علمي او فرهنګي حلقات لرو، ځوانانو ته مو ځانګړي کورسونه ترتيب کړي دي، هڅه مو کړېده چې په تعليمي مراکزو کې خپل فکري او جهادي وروڼه وګمارو.
بلال احمد: د حزب اسلامي نشرات د الله جل جلاله په فضل سره ډېر تاثيرات لري د خلکو نا اميده زړونه ئې را ژوندي کړل، هغوى ډاډه شول چې حزب اسلامي د نظامي فعاليتونو تر څنګ فرهنګي فعاليتونه هم منظم روان دي، په موقع سره ټولو مکاتبو ته دا مواد رسيږي، يوه خبره بايد ياد آوري شي هغه دا چې کله صليبيانو په افغانستان حمله وکړه ټول خلک د وېرې او دهشت په حالت کې وو  خو په دغه ولسوالۍ کې تقريباً په اکثرو مساجد قريو کې د مجاهد شب نامې د حکمتيار صاحب پيغامونه، تصويران، کيسټې او CD نشر شول دا هغه حالت ؤ چې صليبيان ډېر ازاد په کليو کې پياده ګرځېدل هيچا هم د ځانه سره د جهاد او مقابلې خبره نشوه کولاى خو زمونږ دې فعاليت جريان درلود.
تنوير: د حزب اسلامي د نشراتو اثرات لکه د حزب اسلامي د امير کتابونه، شهادت ورځپاڼې، د تنوير مجلې د مجاهدينو او ولايت د اوسيدونکو تر منځ څه ډول دي؟ او په دې برخه کې څه نظريات او پيشنهادات لرئ؟
شفيق: د حزب اسلامي نشرات، د تنوير مجلې، د شهادت ورځپاڼې بالخصوص د حکمتيار صاحب کتابونه، ليکنې، او اثار په ننني شرايطو کې دومره ژوندى او بارز رول لري چې هيڅ تصور ئې نشي کيداى، نن سبا چې په رسنيو او مطبوعاتو کې کوم غربي چتر غوړېدلى دى، چې د حزب اسلامي د مجاهدينو د جهادي فعاليتونو، سياسي پاليسۍ، د حزب د مسؤلينو د هداياتو او دستوراتو مخه ئې ډب کړېده، همدا د حزب اسلامي نشرات دي چې خلکو ته نن د معلوماتو تر څنګ سياسي بصيرت او د سالم قضاوت توانمندي ورپه برخه کوي، همدا نشرات دي چې خلکو ته علمي او فرهنګي لوړتيا ورپه نصيب کوي، ساتونکى ذات جل جلاله دې حکمتيار صاحب ته په لاره د اسلام عمر طويل ورپه برخه کې کړي، کتابونه او اثار ئې دومره محبوب او دلچسپ دي چې علاقمندان ئې په ډېرو سختو شرايطو کې د پوستو، عسکرو له منځ نه تېروي او په لوړ قيمت ئې لاسته راوړي او استفاده ورڅخه کوي.
بلال احمد: بلکل د مجاهدينو تر منځ ښه همکاري موجوده ده، مونږه د حکمتيار صاحب د دې پيغام سره چې خپلو مجاهدينو ته ئې ويلي وو چې په خپلو منطقو کې د هر چا سره چې د امريکايانو پر ضد جنګيږي هر نوعه همکاري چې مو په توفيق کې وي وئې کړئ، مونږ هغه امر په ځاى کړى، د مجاهدينو سره مشترک عمليات کارونه په ګډه سره کوو په دغه جريان کې الحمدلله ډېر کارونه شوي د منطقې په سطحه د طالب وروڼو سره مونږ کوم مشکل نلرو خو لږ مشکل زمونږه طرف ته د طالبانو وروڼو لخوا د لوړې نقطې نه موجود دى چې هغه د منطقې طالب وروڼه تر ډېره حده نه عملي کوي هغه پدې چې زمونږه ډېر خپل مخلص
د سنګر ملګري د طالب وروڼو په صفو کې د خارجيانو په ضد جنګيږي او ځينې خو په همدغه صفونو کې د شهادت مقام ته ورسېدل او د دوى ځينې مخلص کسان زمونږ سره خاصه علاقه مندي لري.
تنوير: د غزني ولايت څو ولسوالۍ لرئ او د حزب اسلامي د مجاهدينو جهادي فعاليتونه په کومو ولسواليو کې دوام لري .
شفيق: د غزني ولايت په مجموع کې د اتلسو ولسواليو له اداري، واحدونو څخه تشکيل شوېدى او د حزب اسلامي مجاهدين د حضرت طلحه بن عبيدالله، لښکر په ترکيب کې په مرکز او ځينې ولسواليو کې جهادي فعاليت لري او پخپلو کې مجاهدين ډېره هماهنګي لري، د مجاهدينو تر منځ د ګډ کار او حاکميت فضا جوړه وه.
تنوير: د ژمي په موسم او همداسې په روان کال کې ستاسو مجاهدين څه پروګرامونه لري ؟
شفيق: : زمونږ مجاهدين د ژمي په موسم کې چې کله هوا يخه شي د جهاد سره د ډېرې علاقمندۍ له مخې نورو ولاياتو ته سفر کوي چې هوا پکې ګرمه وي کله د کنړ ولايت چې زمونږ مجاهدين ورته سفر کوي، او حتى د خپلو جهادي مهارتونو، معلوماتو څخه د هماغه ولايت مجاهدين هم مستفيد کوي، او دا زمونږ د مجاهدينو ځانګړتيا ده، په خپلو دوامداره فعاليتونو سره ئې اشغالګرانو ته د ژمي په موسم کې هم تلفات اړولي دي.
بلال احمد: د ٢٠١١ کال لپاره الحمدلله مونږ ه مکمل هر اړخيزه تيارى لرو، ځينې مواد تيار او ځينې د تيارېدو په حال کې دي او نتيجه به ئې انشاءالله تاسې او نورو مسلمانان د نشراتو او مطبوعاتو د لارې ووينئ.
تنوير: تاسو سره د غزني ولايت د حزب اسلامي سابقه يا اوسني مسؤلين مشران څه کومک او همکاري کوي او که څنګه ؟
شفيق: : بلې: زمونږ سره د غزني مخکني او اوسني مسئول وروڼه ډېره همکاري کوي، د همدې وروڼو هڅو او کوښښونو مونږ د سنګر په لومړۍ کرښه کې ودرولو، زمونږ د انسجام او جوړونې په برخه کې ئې زمونږ سره د سکه وروڼو چلند کړيدى، په کوم ځاى چې مشران موجود دي د خداى جل جلاله په امن کې ئې غواړو.
تنوير: د معارف په برخه کې د حزب اسلامي د مجاهدينو رو ل څه ډول دى ؟
شفيق: د معارف په برخه کې د حزب اسلامي مجاهدين د ملت او خلکو سره د پوهنې د پرمختګ لپاره کاملاً همنظري او همکاري لري، د مجاهدو او مخلصو کارمندانو په ګمارلو سره د پوهنې ټولې چارې په دقيقه توګه تر خپل نظر لاندې ساتي.
او دا يواځې د حزب اسلامي  مجاهدينو افتخاري صفت دى چې د معارف او د پوهنې په مورد کې د خپل ولس سره د هغوى د اولادونو د سالمې روزنې په لاره کې مرسته او کار کوي، او په ډېرو مکاتبو يې کې د متعلمينو لپاره تعليمي تربيوي، فرهنګي حلقات تشکيل کړيدي، او الحمدلله په دې برخه کې لا نور هم جدي توجه شته.
تنوير: افغان مؤمن ملت خاصتاً مجاهدينو ته څه پيغام لرئ ؟
شفيق: زما پيغام خپلو ټولو مؤمنو هيوادوالو او خصوصاً د حق د لارې مجاهدينو ته دا دى چې د اسلام دښمنان صليبي اشغالګر نور د شکست او زوال په حالت کې دي، ټول هيواد وال دې د مجاهدينو سره په همنظرۍ کې د ملي قيام زمينه برابره کړي، خپل انزجار دې نور هم تشديد کړي، مومن هيوادوال دې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، د نفاق او تفرق څخه دې لاس واخلي تر څو که الله جل جلاله غوښتي وي خپل نصرت را په برخه کړي.
بلال احمد: د ټولو مومنو او وطن پاله افغانانو لپاره زمونږه پيغام دا دى چې جنت زمونږ کور ته راغلى، د صليبيانو يرغل په افغانستان باندې زه د الله جل جلاله رحمت بولم نه غضب، ځکه چې جهاد د الله رحمت دى، د مجاهد ژوند غيرت دى، بنديخانه ئې مدرسه او تعليم ګاه ده، مرګ ئې شهادت دى چې د شهيد مقام او درجې ټولو مسلمانانو ته معلومې دي او بايد چې ټول مسلمان ملت د دې رحمت څخه برخمن شي.

Back to top button