خبرهای داخلیسلایدر

اسحاق ډار: افغانستان ته سفر یوه لویه تېروتنه وه، چې باید تکرار نشي 

 

اسحاق ډار: افغانستان ته سفر یوه لویه تېروتنه وه، چې باید تکرار نشي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په سنا کې د خپلو وروستیو څرګندونو پرمهال ویلي؛ افغانستان ته د پاکستاني چارواکي سفر، چې ویل شوي وه: “زه یوازې د یوې پیالې چای څښلو لپاره راغلی یم،” پاکستان ته پر لویه بیه پرېوتل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر له کبله سرحدونه مو پرانیستل، د ټي‌ټيي‌پي تېتېدلي غړي بېرته راستانه او له سلګونو څخه ډېر وسلوالو خوشې شول، چې مخکې یې د پاکستان بیرغ سوځولی و.
اسحاق ډار زیاته کړې؛ دا یوه لویه تېروتنه وه، چې بیا به تکرار نشي.
هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ وسلوال بریدونه او تلفات بې‌ساري ډېر شوي دي.

موضوعات مشابه

Back to top button