سلایدرفلسطین

په غزه کې بشري بحران ژور شوی؛ له یو میلیون زیات فلسطینیان عاجلو مرستو ته اړ دي

سره له دې چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ اوربند اعلان شوی، خو د غزې د خلکو کړاو لا نه‌دی ختم شوی. ملګري ملتونه وایي له یو میلیون زیات فلسطینیان د خوراکي موادو، اوبو او درملو په ګډون عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

 

په غزه کې بشري بحران ژور شوی؛ له یو میلیون زیات فلسطینیان عاجلو مرستو ته اړ دي

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته هم په غزه کې له یو میلیون څخه زیات اوسېدونکي د عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د تازه راپور له مخې، ډېری کورنۍ چې د جګړې له امله بې‌کوره شوې وې او اوس خپلو ویجاړ شوو سیمو ته ستنې شوې دي، د خوراکي توکو، پاکو اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د جګړې او اوږدې محاصرې له امله، اوسېدونکي د خوړو، درملو او څښاک اوبو له نه شتون سره لاس او ګرېوان دي. د مرستو رسونه د امنیتي خنډونو او لوژستیکي ستونزو له کبله په ډېرو سیمو کې له ځنډ او محدودیت سره مخ ده.

ملګري ملتونه خبرداری ورکړی چې که عاجلې مرستې ژر ونه رسیږي، د بشري وضعیت د لا خرابېدو امکان ډېر دی. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې، بشري موسسو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره ګډې او چټکې هڅې وکړي.

سره له دې چې اوربند د جګړې د بندېدو نښه بلل کېږي، خو د خلکو د عادي ژوند بېرته راګرځول لا هم له جدي ننګونو او اوږدې بیارغونې سره تړاو لري. د غزې د بشري بحران دوام د نړیوالې ټولنې لپاره د ژورې اندېښنې وړ بلل شوی دی.

 

موضوعات مشابه

Back to top button