کندوز کې د داسې سافټویر جوړېدل چې د زلزلې وړاندوینه کوي
مسوولان وايي، دا اپلیکیشن اوس په (Play Store) او (App Store) کې د کاروونکو د لاسرسي وړی دی، او دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د دغه اپلیکیشن پرمختللې نسخې هم وړاندې کړي.

کندوز کې د داسې سافټویر جوړېدل چې د زلزلې وړاندوینه کوي
افغانستان، د آسیا د زلزلو په کمربند کې د موقعیت له امله، تل د طبیعي پیښو له خطر سره مخ دی.
د خبرتیا سیسټمونو نشتوالی او د خلکو د پوهاوي ټيټه کچه د مرګ ژوبلې او زیانونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د کونړ له مرګونې زلزلې وروسته، د کندز یو شمېر ځوانانو داسې سافټویر جوړ کړی، چې د زلزلو جزییات او د وروستیو ټکانونو د پېښېدو وړاندوینه کوي او هغه سیمې د نقشې پر مخ ښيي چې د زلزلې له ګواښ سره مخ دي.
د شرکت اجراییه رییس، عبدالرحمن پوپل په دې اړه داسې وايي: «همدا اپلیکشن هېوادوالو ته د زلزلې جزییات وړاندې کوي او له زلزلې مخکې او وروسته لارښوونې کوي. له نېکمرغه اوس همدا اپلیکېشن په پلی سټور او اپ سټور کې شته».
د سافټویر جوړوونکی، نورالدین رحماني هم داسې وايي: «له دولت مو غوښتنه دا ده چې د نوښتګرو ځوانانو هڅونه وکړي څو د هېوادوالو او هېواد لپاره لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.»
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي د دغه اپلیکېشن پر جوړولو خوښي څرګندوي او وايي چې د ځوانانو دا نوښت د زلزلې پر وړاندې د خلکو د پوهاوي او چمتووالي په زیاتولو کې یو اغېزناک ګام دی او کولای شي د تلفاتو او زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د کندوز اوسېدونکی، جانان نېکمل بیا داسې وايي: « افغانستان داسې یو هېواد دی چې ډېری وخت پکې زلزلې رامنځته کیږي نو تازه خبر شو چې افغان انجینرانو داسې یو سافټویر جوړ کړی چې زلزلې معلوموي او زموږ او ستاسې چمتووالی».
کندوز کې د دغه سافټویر پراختیا ورکوونکي، احمد مختار رشیدي و ویل: «دا د زلزلې پر مهال او له زلزلې وروسته له هېوادوالو سره مرسته کوي چې د زلزلې پر مهال او وروسته له زلزلې کوم اقدامات وکړي چې خپله او کورنۍ یې خوندي وي.»
مسوولان وايي، دا اپلیکیشن اوس په (Play Store) او (App Store) کې د کاروونکو د لاسرسي وړی دی، او دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د دغه اپلیکیشن پرمختللې نسخې هم وړاندې کړي.



