خبرهای داخلیسلایدر

د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د وسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پیل

اقتصادي کارپوهان له سیمې او نړۍ سره د وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر اتصال ټینګار کوي او وایي، دغه برخه کې باید پانګونه جلب شي.

 

د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د وسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پیل

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیه کې د وسپنې پټلۍ د نړۍوالې تولنې په ۳۶مه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون کړی دی.

د ټولګټو وزارت د مالوماتو لمخې، دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې له ختیځې اسیا سره د منځني ختیځ او اروپا د وسپنې پټلۍ د نښلولو غوره لار تر مزار شریف د خواف–هرات رېل پټلۍ غځول دي.

د ټولګټو وزارت مرستیال دغه راز د افغانستان، ایران او ترکیې درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی دی. دغه غونډه کې هوکړه شوې چې د هرات–مزار شریف د وسپنې پټلۍ د جوړولو پروژه به د افغانستان، ایران او ترکیې په ګډه همکارۍ پیل شي او درې واړه هېوادونه به په دې برخه کې له خپلو مالي، تخنیکي او بشري سرچینو استفاده کوي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس و ویل: «د افغانستان، ایران او ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې چې د وسپنې پټلۍ په برخه کې د درې اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوې وه، د وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او ترکیې هېوادونو د نښلولو پر اهمیت او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په تړاو خبرې اترې وشوې»

ورته مهال، اقتصادي کارپوهان له سیمې او  نړۍ سره د وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر اتصال ټینګار کوي او وایي، دغه برخه کې باید پانګونه جلب شي.

اقتصادي شنونکی میر شکیب میر وایي: «په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د پراختیا او له دې لارې له نورو هېوادونو سره د نښلولو لپاره پانګونه یوه بنسټیزه اړتیا او ښه فرصت دی؛ ځکه د وسپنې پټلۍ پراختیا د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړولی شي».

د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: «موږ ځینې امکانات لرو چې نړۍ ته یې ښودلای شو او هغوی قانع کولی شو چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او همکارۍ وکړي. موږ کولای شو د ټرانزیټ د یوه پل په توګه له سیمه‌ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو».

د ټولګټو وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال د ترکیې به دغه سفر کې د وسپنې پټلۍ د نړۍوالې ټولنې د ۳۶مې سیمه ییزې غونډې او د افغانستان، ایران او ترکیې د درې اړخیزې غونډې سربېره دغه راز د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د لېږد کاري ډلې په ۹مه غونډه کې هم ګډون کړی دی.

موضوعات مشابه

Back to top button