خبرهای داخلیسلایدر

د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا پرې کېدل؛ د کابل مېشتو لپاره جدي ننګونه

په کابل کې د یوې چاپخونې مسوول سید عصمت‌الله وايي چې د برېښنا پرې کېدو د دوی کاري بهیر ګډوډ کړی او ډېر هغه وسایل چې په برېښنا کار کوي، له فعالیته پاتې دي.

 

د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا پرې کېدل؛ د کابل مېشتو لپاره جدي ننګونه

د اوزبیکستان د۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي د زیانمنېدو له امله د کابل یو شمېر اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه د دغو ستونزو په تړاو وايي:» له یوې خوا د دوکان کرایه او له بلې خوا د برېښنا لپاره د تېلو لګښت موږ ته ډېر ګران تمامېږي.»

پر نوموړي سربېره، د عکاسانو او خیاطانو په ګډون یو شمېر نور کسبګرو او هټېوال هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

د بلې چاپخونې مسوول صفی‌الله وايي: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه زموږ ماشینونه شاوخوا ۵ تر ۶ کیلوواټه برېښنا ته اړتیا لري او جنراتور نه شي کولای دا اندازه برېښنا برابره کړي.«

یو خیاط  محمدرضا علي وايي: »موږ په میاشت کې شاوخوا ۲۱۰۰ تر ۲۳۰۰ افغانۍ د برېښنا لګښت لرو، خو که له جنراتوره کار واخلو، دا لګښت ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانیو ته رسېږي، ځکه هر کیلوواټ موږ ته شاوخوا ۶۰ افغانۍ تمامېږي.»

 د کابل یو اوسېدونکی احمد منصور وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا نشتوالي ستونزه هواره شي څو خلک وکړای شي په سمه توګه له برېښنا ګټه واخلي. د برېښنا نشتوالی نه یوازې د جنراتور لوړ لګښت لري، بلکې د غږیزې ککړتیا لامل هم کېږي.»

په دې لړ کې، د افغانستان برېښنا شرکت ډاډ ورکوي چې تخنیکي ټیمونه یې د شپې او ورځې په دې هڅه کې دي چې دا ستونزه هواره کړي.

 د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست په دې تړاو وویل: «د  افغانستان برېښنا شرکت انجنیران او مسلکي کارکوونکي دا موضوع په دقت او احتیاط سره تعقیبوي او تخنیکي ټیمونه شپه او ورځ کار کوي څو برېښنا بې له کومې ستونزې او په دوامداره توګه بېرته وصل شي.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پر وارداتي برېښنا متکي دی، او پرلپسې تخنیکي ستونزو تل هېوادوال له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

موضوعات مشابه

Back to top button