اسلامی

د محبت او ایثار بېلګه وګرځئ

 

 

د محبت او ایثار بېلګه وګرځئ

 

لیکوال: احمد یاسین زعیم

دا ډېره لويه قرباني ده، چې یو انسان خپله په ستونزو کې وي، له تنګ لاسي او فقر سره لاس او ګرېوان وي، خو بیا هم پر ځان نه، بلکې پر نورو نظر وکړي. په خپله وږی وي، خو نورو ته ډوډۍ ورکړي، خپله تږی وي، خو نورو ته اوبه ورکړي، دا کار یوازې هغه څوک کولی شي، چې ډېر زړور او لوى زړه ولري.

ژباړه: هغوی نورو ته پر ځانونو ترجیح ورکوي، که څه هم په خپله نیازمن وي. (سورة الحشر ۹)

چې په کې د مدینې انصارو تعریف شوی، دا آیت بیانوي، چې که هر څومره سخت حالات پرې راشي،

هغوی د صبر او زغم مظاهره کوي او مهاجرینو ته له ځانونو نه زیات اهمیت ورکوي.

صحابه کرام  مقدس شخصیتونه دي، چې هر څه یې عملي وښودل او د اسلام ژوندی مثال او ښکلی انځور یې خلکو ته وړاندې کړ،هغوی د خلکو لپاره د لارښوونې او هدایت ستره ذمه واري ترسره کړه.

نن ورځ د هر صحابي عمل زموږ لپاره یوه نمونه ده او د دوی له پیروۍ څخه د منزل مقصود (هدف) ته رسېدل دي.

صادق المصدوق صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما صحابه د شپې په تیاره کې د روښانه ستورو په شان دي، د دوی له هر یوه چې پیروي وکړئ، هدایت به ترلاسه کړئ.

دا ډېر مقدس او محترم شخصیتونه دي، چې اسلام پرې هم فخر کوي موږ ته دین په صحیح بڼه رسول د صحابه کرامو له لارې شوې.

حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مؤمن هغه څوک دی، چې د مینې او الفت مرکز وي او په هغه سړي کې خیر نشته، چې نه له نورو سره مینه کوي او نه نور له هغه سره مینه کوي.(مسند احمد).

د ایثار او قربانۍ ستره کیسه

د انصارو له ډلې څخه حضرت ابوطلحه رضی الله عنه ولاړ شو او عرض یې وکړ:

ای د الله رسول صلی الله علیه وسلم! دا مېلمه زه خپل کور ته بیایم، نو هغه نیازمند سړی یې خپل کور ته یووړ.

هلته یې خپلې مېرمنې ته وویل:

ایا د مېلمه لپاره څه خواړه شته؟

هغې ځواب ورکړ: یوازې د ماشومانو لپاره لږ خواړه پاتې دي، له دې پرته نه زموږ لپاره څه شته او نه ستاسو لپاره.

ابوطلحه رضی الله عنه ورته وویل:

نو داسې وکړه، ماشومان په یو ډول خوشحال کړه، بې‌له ډوډۍ خوړلو یې ویده کړه او کله چې مېلمه راشي، داسې ښکاره کړه لکه موږ هم د هغه سره خواړه خورو، خو کله چې هغه خواړه پیل کړي، ته د څراغ د سمولو پلمه وکړه او څراغ خاموش کړه، چې کور کې تور تیاره شي او هغه ته دا معلوم نه‌ شي چې موږ خواړه خورو او که نه.

نو ښځې همداسې وکړل. مېلمه ناست ؤ. خو یوازې هغه خواړه وخوړل

دوی دواړو مېړه او ښځې خپله شپه وږې تېره کړه.

کله چې سهار شو، ابوطلحه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

الله تعالی ستاسو د کار نه ډېر خوښ شوی او د تېرې شپې ستاسو د ایثار له امله پرې خوښي ښکاره کړې، دوی ته یې خوش خبري ورکړه چې الله تعالی ته د خپل فلاني بنده او فلاني مېرمنې

دا عمل ډېر خوښ شو او الله تعالی د دوی له دې کاره ډېر راضي شوی دی. (بخاري او مسلم).

څومره خوش نصيبه دي هغه کسان چې د دوی د نیک عمل ذکر الله رب العزت د خپل محبوب صلی الله علیه وسلم له خولې کوي! د الله خوښي یې همدلته په دنیا کې لا ترلاسه کړه.

ایثار، قرباني، خواخوږي او خیرخواهي د انسان د ښکلا او اخلاقو زیور دی انسان د خپلو لوړو اخلاقو له مخې پېژندل کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سخت حالات راغلل، خو ده مبارک د صبر او استقامت یوه لویه نمونه وو او تل د لوړو اخلاقو عملي مثال یې وړاندې کړی اسلام هم د همدغو اخلاقو له برکته خپور شوی دی.

په یوه غزا کې د سختې تندې له امله څو صحابه کرامو ساه ورکړه، خو له خپل تږي ورور نه مخکې اوبه څښل یې نه منل.

که همداسې سوچ او مزاج جوړ شي، نو څنګه ممکنه ده، چې جنجالونه، جګړې او ورځنۍ شخړې پیدا شي؟ بلکې محبت، مينې او امن فضا به وي.

نن ورځ اړتیا ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اسوهٔ حسنه (نمونه ژوند) خپل کړو.

انسان باید په عمومي ډول او په ځانګړي ډول مسلمانان د محبت، مهربانۍ او الفت نمونه وي، له خواخوږۍ، محبت او د غمځپلو خلکو خدمت باید د ایثار او خلوص په جذبې سره وشي دا جذبې هغه وخت پیدا کېږي، کله چې د قربانۍ روحیه او پر اخروي اجر باندې کامل یقین موجود وي، د دې له برکته ټولنه کې سکون او راحت خپرېږي،که دا جذبې په هر انسان کې عامې شي، نو ډېر دردونه ختمېدای شي او د انسانیت زیاتې ستونزې به خپله حل شي.

د خپلو اولادونو وږي پاتې کېدل او بل ته یو لقمه ورکول د زړه د لویوالي کار دی، د حضرت ابوطلحه رضی الله عنه د ایثار او قربانۍ له عمله موږ ته دا درس راکول کېږي، چې اول باید خپله هڅه وکړو، چې د اړو خلکو مرسته وکړو. که دا وس ونه لرو، نو خپلو نږدې کسانو نه مرسته غوښتل هېڅ شرم نه لري.

د ډېرو خلکو دا چلند چې زموږ له وسه څه نه کېږي، بل ځای وګوره، دا مزاج د محبت، الفت او ورورولۍ د ختمېدو سبب ګرځي.

هر انسان ته په کار دي، چې د اړمن مرسته په خپله وکړي او که نه شي کولای، نو خپل نږدې خلک دې ورپام کړي، که هغوی هم ونه شي، نو نورو ته اشاره کول یا غوښتنه کول هم هېڅ شرم نه لري، د مرستې دا عمل عام دی که سړی وي که ښځه، شتمن وي که بې وسه، هر څوک باید دا ذهن ولري، چې د یو بل د سختۍ په وخت کې ورسره مرسته وکړي څوک نه پوهېږي، چې څوک به کله او په کوم حالت کې وي، د خلکو کار ته ور ودانګئ، د اړتیا په وخت کې به خلک هم ستاسو مرسته وکړي.

موضوعات مشابه

Back to top button