
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 19
معراج
د معراج د څرنگوالي په اړہ هم په امت كي د شديد اختلاف شاهد يو، دا اختلاف هم له متعارضو رواياتو راولاړ شوى، قرآن د معراج په اړہ څو مختصر آيتونه لري، غوره دا ده چي د بحث په پيل كي دغه آيتونه په دقت سره له نظره تېر كړو. قرآن فرمايي:
سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ ١ الإسراء:1
پاكي ده هغه ذات ته چي يوه شپه ئې خپل بنده له مسجدالحرام نه تر هغه مسجد الاقصى پوري بوت چي موږ ئې شاو خوا ور بركتي كړې، تر څو ځيني خپل آيتونه وروښيو، يقيناً چي هغه ښه ليدونكى اورېدونكى دئ.
وَإِذۡ قُلۡنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِٱلنَّاسِۚ وَمَا جَعَلۡنَا ٱلرُّءۡيَا ٱلَّتِيٓ أَرَيۡنَٰكَ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلنَّاسِ وَٱلشَّجَرَةَ ٱلۡمَلۡعُونَةَ فِي ٱلۡقُرۡءَانِۚ وَنُخَوِّفُهُمۡ فَمَا يَزِيدُهُمۡ إِلَّا طُغۡيَٰنٗا كَبِيرٗا ٦٠ الإسراء:60
او كله چي مو درته وويل: يقيناً چي ستا رب پر دغو خلكو احاطه كړې، او هغه رؤيا (خوب) چي تا ته مو دروښود؛ هغه مو فقط د خلكو لپاره يوه آزموينه گرځولې، او په قرآن كي (ياده شوې) هغه لعنت شوې ونه او وېروو ئې، نو (دغو خبرو) يوازي د دوى ستر طغيان لازيات كړ.
په دغو دواړو آيتونو كي د معراج اړوند دا لارښووني زموږ مخي ته اېښودل شوې:
- دا سفر په شپه كي ترسره شوى.
- له مسجدالحرام نه تر مسجد الاقصى پوري بېول شوى.
- د سفر موخه دا وه چي الله تعالى خپل آيتونه وروښيي.
- په دې اړہ چي خلكو څه ويلي الله تعالى اورېدلي.
- په دې سفر كي چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم څه تېر شوي الله تعالى ليدلي.
- دا هر څه فقط يوه رؤيا وه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خوب كي ښودل شوې.
- خلكو ته دا رؤيا يوه آزموينه وه، ځينو ته ئې منل گران وو، ځينو هغه له ځانه جوړہ شوې قصه وگڼله، ځينو د تبليغاتو لپاره وكاروله او ويل به ئې دا دئ دا پيغمبر اوس ادعاء كوي چي په يوه شپه كي تر مسجدالاقصى پورى تللى، د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام امامت ئې كړى، تر اوم آسمان پوري رسېدلى، په هر آسمان كي ئې يو يو پيغمبر ليدلى، جنت او دوزخ ئې په خپلو سترگو ليدلي او… دا رؤيا د دوى لپاره داسي فتنه وه لكه په قرآن كي چي د دوزخيانو په اړہ يادونه وشوه چي خوراك به ئې د زقوم هغه تريخ بوټى وي چي د دوزخ په تل كي به راټوكېږي، يا د قرآن هغه وينا چي الله تعالى كافران احاطه كړي، داسي څه نشي كولى چي الله تعالى ئې د كولو توان او توفيق ورنه كړي، او يا د قرآن دا وينا چي الله تعالى به داسي څه وكړي چي ستا دښمنان به پرې ووېروي، لكه چي قريشو د قرآن پر دغو خبرو ملنډي وهلې او هغه ئې د منلو وړ نه گڼلې ستا د دغه رؤيا په اړہ هم همدا كار كوي!!
د النجم په سوره كي په دې اړہ مزيد وضاحت كوي او فرمايي:
أَفَتُمَٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ ١٢ وَلَقَدۡ رَءَاهُ نَزۡلَةً أُخۡرَىٰ ١٣ عِندَ سِدۡرَةِ ٱلۡمُنتَهَىٰ ١٤ عِندَهَا جَنَّةُ ٱلۡمَأۡوَىٰٓ ١٥ إِذۡ يَغۡشَى ٱلسِّدۡرَةَ مَا يَغۡشَىٰ ١٦ مَا زَاغَ ٱلۡبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ ١٧ لَقَدۡ رَأَىٰ مِنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ ١٨ النجم: 12- 18
نو آيا د هغه څه په اړہ ورسره شخړہ كوئ چي دى ئې ويني؟!! په داسي حال كي چي هغه ئې يو ځل بل هم ليدلى وو، د سدرة المنتهى (وروستۍ بېري) خوا ته، چي هغې ته څېرمه جنت المأوى (د جنت هستوگنځى) دئ، هغه مهال چي سدرة المنتهى ځانگړي شي پوښلې وه، نه سترگي كاږہ ليدل كړي او نه تېروتې، يقيناً د خپل رب ځيني ستر ستر آيتونه ئې وليدل.
دا آيتونه ښيي چي:
- قريشو د دغي رؤيا له امله له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره سخته شخړہ او مجادله پيل كړې. هغه څه ئې نه منل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې رؤيا كي ليدلي وو.
- رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې رؤيا كي جبرئيل عليه السلام په خپل اصلي بڼه كي ليدلى او دا د ده دوهم ځل ليدل وو.
- دا ليدنه په سدرة المنتهى كي شوې، د سدرة المنتهى له نامه نه معلومېږي چي دا د آسمانونو پاى او انتهاء ده، له دې آخوا نه لوړہ شته او نه مخلوق شته، دا داسي وگڼئ لكه چي د يوه جگ غره په ډډہ كي د ونو ځنگل وي، دا وني تر هغه ځايه راټوكېدلې وي چي تر هغه لوړ د هوا د سوړوالي او د آكسيجن د كموالي له امله نه بوټي راشنه كېږي او نه وني، د دې ځنگله د وروستۍ وني په يادولو سره همدا مطلب افاده كېږي چي تر دې آخوا نوري وني نشته، سدرة المنتهى همداسي ده.
- د قرآن د وينا له مخي جنت المأوى هم دلته دئ، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هم اوه آسمانونه ليدلي او هم جنت المأوى. رسول الله صلى الله عليه و سلم تر دغه ځايه تللى او همدلته ئې دا روحاني سفر پاى ته رسېدلى.
- سدرة المنتهى داسي څه پوښلې وه چي د انسان په قاموس كي د هغه د تشريح لپاره الفاظ نشته.
- په دې رؤيا كي ئې د الله تعالى نور ستر ستر آيتونه هم ليدلي.
د قرآن صريح آيتونه موږ ته لارښوونه كوي چي پيغمبر عليه السلام دوه ځلي جبرئيل عليه السلام په خپلي اصلي څېرې كي ليدلى، يو ځل داسي چي د آسمان افق پرې ډك وو، خو ده ته ډېر (د قاب قوسين په اندازه) ورنږدې شوى او د الله تعالى وحي ئې وررسولې، او بل ځل په سدرة المنتهى كي او د معراج په شپه.
د مفسرينو تر منځ په دې اړہ اختلاف دئ چي له جنت المأوى نه مراد همغه جنتونه دي چي په آخرت كي به د مؤمنانو په برخه كېږي كه هغه جنت چي اوس او تر آخرت مخكي د شهداوو ارواح په كي اوسي، په سلف كي هم ځيني يوه رأيه لري او ځيني بله، قتاده رحمه الله په دوهمي رأيي دئ او ابن عباس رضى الله عنهما هم دغه رأيه لري او دا پرې اضافه كوي چي د آخرت جنت به په زمكي كي وي نه په آسمان كي، حسن بصري رحمه الله وايي چي جنت المأوى همغه جنت دئ چي مؤمنان به په آخرت كي ورننوځي.
راشئ وگورو چي د معراج په اړہ په رواياتو كي څه راغلي، د معراج په اړہ روايات متعدد او تر ډېره حده متعارض دي، د بخاري ځيني روايات وايي چي دا سفر په خوب كي تر سره شوى او د سفر په پاى كي رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوبه راويښ شوى، خو له نورو رواياتو ئې داسي معلومېږي چي دا سفر په ويښه كي ترسره شوى!! امام بخاري رحمه الله نه دي ويلي چي كوم روايت ئې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دئ، هغه له بېلو بېلو راويانو چي څه اورېدلي په امانت سره ئې رانقل كړي، له دې پرته بله چاره نه لرو چي له دغو متعارضو رواياتو به يو غوره كوو.
د بخاري يو روايت دا دئ:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ أَبُو ذَرٍّ يُحَدِّثُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ ” فُرِجَ عَنْ سَقْفِ بَيْتِى وَأَنَا بِمَكَّةَ، فَنَزَلَ جِبْرِيلُ فَفَرَجَ صَدْرِى، ثُمَّ غَسَلَهُ بِمَاءِ زَمْزَمَ، ثُمَّ جَاءَ بِطَسْتٍ مِنْ ذَهَبٍ مُمْتَلِئٍ حِكْمَةً وَإِيمَانًا، فَأَفْرَغَهُ فِي صَدْرِى ثُمَّ أَطْبَقَهُ، ثُمَّ أَخَذَ بِيَدِى فَعَرَجَ بِى إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَلَمَّا جِئْتُ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا قَالَ جِبْرِيلُ لِخَازِنِ السَّمَاءِ افْتَحْ. قَالَ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا جِبْرِيلُ. قَالَ هَلْ مَعَكَ أَحَدٌ قَالَ نَعَمْ مَعِى مُحَمَّدٌ صلى الله عليه و سلم. فَقَالَ أُرْسِلَ إِلَيْهِ قَالَ نَعَمْ. فَلَمَّا فَتَحَ عَلَوْنَا السَّمَاءَ الدُّنْيَا، فَإِذَا رَجُلٌ قَاعِدٌ عَلَى يَمِينِهِ أَسْوِدَةٌ وَعَلَى يَسَارِهِ أَسْوِدَةٌ، إِذَا نَظَرَ قِبَلَ يَمِينِهِ ضَحِكَ، وَإِذَا نَظَرَ قِبَلَ يَسَارِهِ بَكَى، فَقَالَ مَرْحَبًا بِالنَّبِيِّ الصَّالِحِ وَالاِبْنِ الصَّالِحِ. قُلْتُ لِجِبْرِيلَ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا آدَمُ. وَهَذِهِ الأَسْوِدَةُ عَنْ يَمِينِهِ وَشِمَالِهِ نَسَمُ بَنِيهِ، فَأَهْلُ الْيَمِينِ مِنْهُمْ أَهْلُ الْجَنَّةِ، وَالأَسْوِدَةُ الَّتِى عَنْ شِمَالِهِ أَهْلُ النَّارِ، فَإِذَا نَظَرَ عَنْ يَمِينِهِ ضَحِكَ، وَإِذَا نَظَرَ قِبَلَ شِمَالِهِ بَكَى، حَتَّى عَرَجَ بِى إِلَى السَّمَاءِ الثَّانِيَةِ فَقَالَ لِخَازِنِهَا افْتَحْ. فَقَالَ لَهُ خَازِنُهَا مِثْلَ مَا قَالَ الأَوَّلُ فَفَتَحَ “. قَالَ أَنَسٌ فَذَكَرَ أَنَّهُ وَجَدَ فِي السَّمَوَاتِ آدَمَ وَإِدْرِيسَ وَمُوسَى وَعِيسَى وَإِبْرَاهِيمَ- صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَيْهِمْ- وَلَمْ يُثْبِتْ كَيْفَ مَنَازِلُهُمْ، غَيْرَ أَنَّهُ ذَكَرَ أَنَّهُ وَجَدَ آدَمَ فِي السَّمَاءِ الدُّنْيَا، وَإِبْرَاهِيمَ فِي السَّمَاءِ السَّادِسَةِ. قَالَ أَنَسٌ فَلَمَّا مَرَّ جِبْرِيلُ بِالنَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم بِإِدْرِيسَ قَالَ مَرْحَبًا بِالنَّبِيِّ الصَّالِحِ وَالأَخِ الصَّالِحِ. فَقُلْتُ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا إِدْرِيسُ. ثُمَّ مَرَرْتُ بِمُوسَى فَقَالَ مَرْحَبًا بِالنَّبِيِّ الصَّالِحِ وَالأَخِ الصَّالِحِ. قُلْتُ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا مُوسَى. ثُمَّ مَرَرْتُ بِعِيسَى فَقَالَ مَرْحَبًا بِالأَخِ الصَّالِحِ وَالنَّبِيِّ الصَّالِحِ. قُلْتُ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا عِيسَى. ثُمَّ مَرَرْتُ بِإِبْرَاهِيمَ فَقَالَ مَرْحَبًا بِالنَّبِيِّ الصَّالِحِ وَالاِبْنِ الصَّالِحِ. قُلْتُ مَنْ هَذَا قَالَ هَذَا إِبْرَاهِيمُ صلى الله عليه و سلم “. قَالَ ابْنُ شِهَابٍ فَأَخْبَرَنِي ابْنُ حَزْمٍ أَنَّ ابْنَ عَبَّاسٍ وَأَبَا حَبَّةَ الأَنْصَارِىَّ كَانَا يَقُولاَنِ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم ” ثُمَّ عُرِجَ بِى حَتَّى ظَهَرْتُ لِمُسْتَوًى أَسْمَعُ فِيهِ صَرِيفَ الأَقْلاَمِ “. قَالَ ابْنُ حَزْمٍ وَأَنَسُ بْنُ مَالِكٍ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم ” فَفَرَضَ اللَّهُ عَلَى أُمَّتِى خَمْسِينَ صَلاَةً، فَرَجَعْتُ بِذَلِكَ حَتَّى مَرَرْتُ عَلَى مُوسَى فَقَالَ مَا فَرَضَ اللَّهُ لَكَ عَلَى أُمَّتِكَ قُلْتُ فَرَضَ خَمْسِينَ صَلاَةً. قَالَ فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ ذَلِكَ. فَرَاجَعْتُ فَوَضَعَ شَطْرَهَا، فَرَجَعْتُ إِلَى مُوسَى قُلْتُ وَضَعَ شَطْرَهَا. فَقَالَ رَاجِعْ رَبَّكَ، فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ، فَرَاجَعْتُ فَوَضَعَ شَطْرَهَا، فَرَجَعْتُ إِلَيْهِ فَقَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ ذَلِكَ، فَرَاجَعْتُهُ. فَقَالَ هِيَ خَمْسٌ وَهْىَ خَمْسُونَ، لاَ يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَىَّ. فَرَجَعْتُ إِلَى مُوسَى فَقَالَ رَاجِعْ رَبَّكَ. فَقُلْتُ اسْتَحْيَيْتُ مِنْ رَبِّي. ثُمَّ انْطَلَقَ بِى حَتَّى انْتَهَى بِى إِلَى سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى، وَغَشِيَهَا أَلْوَانٌ لاَ أَدْرِى مَا هِيَ، ثُمَّ أُدْخِلْتُ الْجَنَّةَ، فَإِذَا فِيهَا حَبَايِلُ اللُّؤْلُؤِ، وَإِذَا تُرَابُهَا الْمِسْكُ “. (بخاري:349)
له انس بن مالک رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: ابوذر رضى الله عنه به ويل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (په داسي حال کي چي زه په مکه کي وم؛ د کور چت مي پرانيستل شو، جبريل (عليه السلام) راکوز شو، زما سينه ئې پرانيسته، او د زمزم په اوبو ئې ومينځله، بيا ئې د سرو زرو طشت راوړ چي له حکمت او ايمان نه ډک وو او زما په سينه کي ئې تش کړ، بيا ئې سينه راته بنده كړہ، بيا ئې له لاسه ونيولم او لومړي آسمان ته ئې وخېژولم، کله چي لومړي آسمان ته ورسېدم، جبريل (عليه السلام) د آسمان خازن (ساتونکي) ته وويل: دروازه پرانېزه، هغه وويل: څوک يې؟ وئې ويل: زه جبريل يم، هغه وويل: آيا بل څوک درسره شته؟ جبريل (عليه السلام) وويل: هو، محمد صلى الله عليه و سلم راسره دئ. هغه (خازن) وويل: آيا په هغه پسي څوك لېږل شوى (بلل شوى)؟ جبريل (عليه السلام) وويل: هو، او کله چي ئې دروازه پرانيستله نو لومړي آسمان ته پورته شوو، گورو چي يو سړى ناست دئ، ښي اړخ ته ئې سړي دي او کيڼ اړخ ته ئې هم سړي دي، کله چي ښۍ خوا ته وگوري وخاندي او چي کيڼ اړخ ته وگوري نو وژاړي، ما ته ئې وويل: صالح پيغمبر او صالح زوى ته هرکلى وايم، ما جبريل (عليه السلام) ته وويل: دا څوک دئ؟ هغه وويل: دا آدم (عليه السلام) دئ او دا چي ښي او كيڼ اړخ ته ئې گورې دا ئې د اولاد ارواح دي، هغه چي ښي اړخ ته ئې دي هغوى جنتيان دي او هغه چي كيڼ اړخ ته ئې دي هغوى دوزخيان دي، نو کله چي ښۍ خوا ته گوري خاندي او چي کيڼې خوا ته گوري ژاړي، بيا ئې دوهم آسمان ته پورته کړم، خازن ته ئې وويل: پرانېزه! دې خازن هم د لومړي خازن په څېر خبره وکړہ، بيا ئې دروازه پرانيستله. انس رضى الله عنه وايي چي ابوذر رضى الله عنه وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم په آسمانونو کي آدم، ادريس، موسى، عيسى او ابراهيم (عليهم السلام) ليدلي، خو د هغوى ځايونه ئې نشوى تثبيتولى، يوازي دومره ئې په ياد وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په لومړي آسمان کي آدم (عليه السلام) او په شپږم آسمان کي ابراهيم (عليه السلام) وليد. انس رضى الله عنه وايي: کله چي محمد صلى الله عليه و سلم له جبريل (عليه السلام) سره ادريس (عليه السلام) ته ورسېد، هغه ورته وويل: صالح پيغمبر او صالح ورور ته هرکلى وايم. محمد صلى الله عليه و سلم وايي: (ما وويل: دا څوک دئ؟) جبريل (عليه السلام) وويل: دا ادريس (عليه السلام) دئ بيا موسى (عليه السلام) ته ورغلم، هغه وويل: صالح نبي او صالح ورور ته هرکلى وايم، ما وويل: (دا څوک دئ؟) جبريل (عليه السلام) وويل: دا موسى (عليه السلام) دئ. بيا عيسى (عليه السلام) ته ورسېدم، هغه وويل: صالح ورور او صالح نبي ته هرکلى وايم. ما وويل: (داڅوک دئ؟) جبريل (عليه السلام) وويل: دا عيسى (عليه السلام) دئ. بيا ابراهيم (عليه السلام) ته ورغلم هغه وويل: صالح نبي او صالح زوى ته هرکلى وايم. ما وويل: (دا څوک دئ؟) جبريل (عليه السلام) وويل: دا ابراهيم (عليه السلام) دئ.
ابن شهاب وايي چي ابن حزم راته ويلي: ابن عباس رضى الله عنهما او ابو حبة انصاري رضى الله عنه به ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (بيا لوړ بېولى شوم او هغه ځاى ته پورته شوم چي د (ملائکو) د قلمونو آواز مي اورېدو). انس بن مالک رضى الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (بيا الله تعالى زما پر امت (هره ورځ) پنځوس لمونځونه فرض کړل، زه له همدې حکم سره راوگرځېدم، ترهغه چي موسى (عليه السلام) ته ورسېدم، هغه راته وويل: الله تعالى ستا پر امت څه فرض کړل؟ ما وويل: پنځوس لمونځونه ئې فرض کړل. موسى (عليه السلام) وويل: بېرته خپل رب ته ورشه، ستا امت د دې توان نلري، زه بېرته وروگرځېدم، نو يوه برخه ئې ترې كم كړل، بېرته چي موسى (عليه السلام) ته ورغلم، ورته ومي ويل: الله تعالى يوه برخه ترې ساقطه کړہ، موسى (عليه السلام) وويل: بېرته خپل رب ته ورشه، ستا امت د دې توان نلرى، زه بېرته وروگرځېدم، الله تعالى ئې يوه برخه راته ساقطه کړہ، بيا موسى (عليه السلام) ته ورغلم، هغه راته وويل: بېرته خپل رب ته رجوع وکړہ، ستا امت د دې توان او وس نلري، ما بيا الله تعالى ته مراجعه وکړہ، هغه راته وفرمايل: دا پنځه دي خو پنځوس شمېرل كېږي، (په شمېر پنځه او ثواب ئې د پنځوسو)، لاَ يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَىَّ: زما خوا ته وينا بدلېدونكې نه ده، زه بيا موسى (عليه السلام) ته ورغلم هغه راته وويل: بېرته خپل رب ته ورشه، ما وويل: زه له خپل رب نه حياء کوم، بيا جبريل (عليه السلام) روان کړم تر هغه چي (سدرة المنتهى) ته ئې بوتلم، او دا ځاى داسي رنگونو پوښلى وو چي توصيف ئې نه شم کولى، بيا جنت ته داخل کړى شوم، په جنت کي د ملغلرو مزي ول او خاوره ئې له مشکو نه وه).
دا روايت په بخاري كي په دغو شمېرو اوه ځلي نور په تكرار سره راغلى: 1636، 3342، 3570، 4964، 5610، 6581، 7517، چي په هغوى كي دا توپيرونه تر سترگو كېږي: دوه روايتونه وايي چي دا عروج په خوب كي وو، په3570 روايت كي راغلي حَتَّى جَاءُوا لَيْلَةً أُخْرَى، فِيمَا يَرَى قَلْبُهُ، وَالنَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم نَائِمَةٌ عَيْنَاهُ وَلاَ يَنَامُ قَلْبُهُ وَكَذَلِكَ الأَنْبِيَاءُ تَنَامُ أَعْيُنُهُمْ وَلاَ تَنَامُ قُلُوبُهُمْ، فَتَوَلاَّهُ جِبْرِيلُ ثُمَّ عَرَجَ بِهِ إِلَى السَّمَاءِ او په 7517 روايت كي راغلي وَاسْتَيْقَظَ وَهْوَ فِي مَسْجِدِ الْحَرَامِ په نورو كي ئې دا برخه نه ده راغلې او پر ځاى ئې د دې خلاف دوه خبري شوې: يوه دا چي د مسجد الحرام پر ځاى په مكه كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كور يادونه شوې گواكي له خپل كور نه بېول شوى او بل دا چي دا د ويښي بېول وو!!
د احاديثو په نورو كتابونو كي هم په دې اړہ گڼ شمېر روايات راغلي، ټول پنځه ويشت روايات دي، خو تر منځ ئې ډېر توپيرونه او ژور تعارض تر سترگو كېږي، د دغو متعارضو رواياتو له ليدو سره به تاسو ته دغه پوښتني راولاړېږي: آيا معراج په ويښه وو كه په خوب كي؟ پر براق كه بې له براقه؟ د رسول الله صلى الله عليه و سلم له كور نه كه له مسجدالحرام نه؟ مستقيماً د آسمان په لور كه لومړى بيت المقدس ته او بيا له هغه ځايه آسمان ته؟ آيا لمونځ تر دې د مخه فرض شوى وو كه له دې وروسته؟ په آسمانونو كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدنه له پيغمبرانو عليهم السلام سره په كوم ترتيب ترسره شوې، په لومړي، دوهم، درېيم، څلورم، پنځم، شپږم او اوم آسمان كي ئې څوك څوك ليدلي؟ په لومړي آسمان كي ئې آدم عليه السلام ليدلى كه عيسى عليه السلام؟ ابراهيم عليه السلام ئې په شپږم آسمان كي ليدلى كه په اوم كي؟ موسى عليه السلام ئې په اوم كي ليدلى كه ابراهيم عليه السلام؟ هارون عليه السلام ئې ليدلى كه نه؟ په دغو متعارضو رواياتو كي كوم يو صحيح دئ؟ سدرة المنتهى چېري ده؟ هلته ئې جبريل عليه السلام ليدلى كه الله تعالى؟ الله تعالى ئې په خپلو سترگو ليدلى كه نه؟ په هري مراجعې كي پنځه پنځه لمونځونه كم شوي كه لس لس او كه ځيني؟ د دې معنى څه ده چي هر ځل د الله تعالى په پرېكړي كي بدلون راغلى خو سره له دې ويل شوي: ما يبدل القول لدى؟ آيا دا آيت په قرآن كي په همدې ارتباط راغلى؟ قرآن د معراج په اړہ څه وايي؟ آيا په قرآن كي د دې رواياتو لپاره څه شاهد موندلى شو؟ د معراج په اړہ د متعارضو رواياتو له منځ نه به يو څنگه انتخابوو؟ كوم يوه ته به په كوم دليل صحيح وايو او بل به يوې خوا ته ږدو؟ دا هغه پوښتني دي چي نه امام بخاري رحمه الله ځواب ورته ويلى، نه ئې د بخاري په رواياتو كي ځواب موندلى شو او نه په نورو رواياتو كي. له دې پرته بله چاره نه لرو چي دا روايات به د قرآن په تله تلو او هغه به ئې صحيح گڼو چي له قرآن سره تطابق ولري يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه لري. په دې اړہ څو خبري په پام كي ولرئ:
قرآن د الاسراء په سوره كي وايي چي دا سفر د شپې له لوري ترسره شوى:
سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا…) ١
او د همدې سورې په 60 آيت كي وايي چي دا يوه رؤيا او خوب وو:
(وَمَا جَعَلۡنَا ٱلرُّءۡيَا ٱلَّتِيٓ أَرَيۡنَٰكَ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلنَّاسِ … )
يعني دا يو روحاني سفر وو نه جسماني سفر، نو هغه روايت د قرآن له دې آيت سره اړخ نه لگوي چي وايي دا سفر په ويښه ترسره شوى او جسماني سفر وو. څوك چي رؤيا له خوب نه پرته په بله معنى تعبيروي او د ويښي ليدنه ئې گڼي لويه اشتباه حتى د قرآن په اړہ جسارت كوي، ځكه قرآن اوه ځله دا كلمه (رءيا) راوړې چي په ټولو كي ئې معنى د خوب رؤيا ده، دا به ډېر جسارت او حتى د قرآن آيتونه د يوه ناسم تصور لپاره تحريفول وي چي څوك د دې كلمې اصلي معنى پرېږدي او د ويښي رؤيا ئې وگڼي. دا په داسي حال كي چي له رواياتو نه هم ځيني وايي چي دا يو خوب وو او د دغو رواياتو په پاى كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوبه راويښ شو. د بخاري دوه روايتونه همدا خبره كوي. انسان داسي دئ چي په ويښه په تياره كي او د شپې له لوري څه نشي ليدلى خو په خوب كي ئې ليدى شي، كله كله ئې په خوب كي ليدنه دومره دقيقه، جامع او وسيع وي چي د ويښي ليدا ئې ورسره مقايسه كېدى نشي، په خوب كي په داسي اسرارو پوهېدى شي چي په ويښه ورته ممكنه نه وي، د خوب ليدا ډېره سريع وي، په لنډ وخت كي دومره څه ليدلى شي چي په ويښه ئې په اوږدې مودي كي هم نشي ليدلى، هغه خلك چي د رؤيا ليدني ته په ټيټه سترگه گوري او خاص اهميت نه وركوي په دې خبري باور كول ورته گران برېښي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د معراج سفر د رؤيا سفر وگڼي، خو څوك چي رؤيا ته د قرآن له مخي گوري هغه پوهېږي چي داسي سفر يوه انسان ته يوازي په رؤيا كي ممكن دئ نه په ويښه. كه دا د ويښي سفر وي نو حتماً به د ورځي له لوري وو، ځكه انسان په وېښه د شپې له لوري او په تياره كي څه نشي ليدلى، كله چي د انسان روح د كالبد په قيد كي وي نو د سترگو لري ليد ئې دومره كمزورى وي چي څو كيلو متره لري لوى لوى شيان هم نشي ليدى، د نرۍ پردې له شا څه نشي ليدى، له رڼا پرته څه نشي ليدى، د شپې په تياره كي څه نه ويني، خو كله چي د كالبد له قيد او محدودې نه آزاده شي نو له پرېړو پرېړو حجابونو واوړي هم د ماضي له پېښو خبرېږي او هم د مستقبل له اسرارو، نه ئې تياره مخه نيولى شي او نه حجـابونه، هم د زمان له محدودې ووځي او هم د مكان، د شپې په تياره كي داسي ويني لكه د ورځي په رڼا كي.
قرآن وايي چي دا روحاني سفر له مسجدالحرام نه تر مسجد الاقصى پوري وو، قرآن په دې سوره كي په دې اړہ مزيد څه نه دي ويلي چي له مسجد الاقصى نه وروسته څه شوي، خو د النجم په سوره كي د دې سفر نوري برخي هم بيان شوې، د دې معنى دا ده چي هغه روايات د منلو وړ نه دي چي وايي: د معراج سفر د رسول الله صلى الله عليه و سلم له كور نه مخامخ د آسمان په لور پيل شوى.
څوك چي وايي د الاسراء په سوره كي له يادي شوې رؤيا مراد د حديبيې د سفر اړوند رؤيا ده سخته اشتباه كوي، دا ځكه چي د الاسراء سوره په مكه كي او د بعثت يولسم كال شاوخوا نازله شوې او د حديبيې پېښه له دې نه نږدې اته كاله وروسته وه او اړوند خوب ئې د حديبيې له پېښي لږ د مخه ليدل شوى، او هغه خوب ته د الفتح په سورې كي اشاره شوې. په الاسراء كي ياد شوى خوب د معراج اړوند خوب دئ، دا قطعاً غلطه خبره ده چي دا د حديبيې اړوند خوب گڼي.
قرآن وايي چي په دې روحاني سفر كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ستر ستر آيتونه ښودل شوي، جبريل عليه السلام ئې يو ځل بيا په خپلي اصلي بڼي كي ليدلى، سدرة المنتهى ته رسېدلى، د سدرة المنتهى له نامه نه معلومېږي چي دا د آسمانونو پاى او انتهاء ده، له دې آخوا نه لوړہ شته او نه مخلوق شته، د قرآن د وينا له مخي جنتونه هم دلته دي، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم هم اوه آسمانونه ليدلي او هم جنت. هغه روايات صحيح نه دي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم دلته الله تعالى په خپلو سترگو ليـدلى، دا خبره هم له قرآن سره په بشپړہ توگه تعارض لري او هم له گڼ شمېر هغو رواياتو سره چي وايي: انسان نشي كولى په دنيا كي او په دغو سترگو الله تعالى وگوري، پيغمبر عليه السلام د يو چا په ځواب كي فرمايي چي الله تعالى نور دئ نو څنگه به ليدل كېږي؟! جبريل عليه السلام د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې پوښتني چي آيا الله تعالى دي ليدلى؟ په ځواب كي وايي: زما او الله تعالى تر منځ د نور اويا زره حجابونه دي، كه لاندني حجاب ته ورنږدې شم وزرونه مي سوزي!! قرآن دلته وايي چي هغه ئې يو ځل مخكي هم ليدلى وو، له دې نه په صراحت سره معلومېږي چي دا جبريل عليه السلام وو چي تر دې د مخه ئې هم ليدلى وو چي دې ليدني ته د التكوير د سورې په23 آيت كي داسي اشاره شوې:وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ ٢٣
او بې شكه چي هغه ئې په افق كې په څرگنده توگه ليدلى. دې دوهم ځل ليدني ته په احاديثو كي هم اشاره شوې چي په خپل ځاى كي به ئې وگورئ. عائشه رضى الله عنها وايي: كه چا درته
وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم خپل رب ليدلي نو پوه شه چي هغه دروغ وايي.
د قرآن كوم آيت چي وايي: ما يبدل القول لدي… دا د (ق) د سورې د 29 آيت يوه فقره ده، چي د قيامت په ورځ د دوزخيانو تر منځ د شخړي په اړہ راغلې او مطلب ئې دا دئ چي د الله تعالى پرېكړي پرېكنده او تغيير نه منونكې دي او هغه پر خپلو بندگانو ظلم نه كوي، هر چا ته به عادلانه سزا وركوي، دا آيت له يوې خوا د معراج له سفر سره هيڅ تړاو نه لري له بلي خوا د روايت له هغي برخي سره په بشپړہ توگه تعارض لري چي وايي الله تعالى د لمانځه په اړہ خپله پرېكړہ څو څو ځلي بدله كړې ده!!
د الاسراء سوره له ډېرو هغو سورتونو نه وروسته نازله شوې چي په هغوى كي هم د لمانځه امر راغلى او هم د لمانځه وختونو ته اشاره شوې، خو له دې رواياتو داسي معلومېږي چي گواكي لمونځونه د معراج په سفر كي فرض شوي!! دا خبره له قرآن سره قطعاً اړخ نه لگوي، په ډېر يقين سره ويلى شو چي د معراج له سفر نه مخكي هم لمونځونه فرض شوي وو او هم ئې اوقات ټاكل شوي وو. د كوثر، المدثر، المزمل، هود، طه، العنكبوت، الانعام، الحجر، الحج، الروم، په سورتونو كي د لمانځه امر شوى، د هود په سوره كي داسي راغلي:
وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ طَرَفَيِ ٱلنَّهَارِ وَزُلَفٗا مِّنَ ٱلَّيۡلِۚ إِنَّ ٱلۡحَسَنَٰتِ يُذۡهِبۡنَ ٱلسَّئَِّاتِۚ ذَٰلِكَ ذِكۡرَىٰ لِلذَّٰكِرِينَ ١١٤
او د ورځي په دواړو خواوو كي او (ورپسې نږدې) د شپې ځيني برخي كي لمونځ كوه، يقيناً چي ښېگڼي بدي له منځه وړي، دا د پند اخستونكو لپاره پند دئ.
د آيت له الفاظو داسي معلومېږي چي له (طرفي النهار) څخه مراد د ورځي دواړہ خواوي دي، له غرمې مخكي او وروسته برخي ئې، چي په دې سره د گهيځ، ماسپښين او مازديگر لمونځونو ته اشاره شوې او له (زلفا من الليل) نه مراد د شپې هغه لومړنۍ برخه مراد ده چي ورځي ته نږدې وي، چي په دې سره د ماښام او ماخستن لمونځونو ته اشاره شوې.
د الاسراء په سوره كي هم د لمانځه او اوقاتو په اړہ ئې لارښوونه شوې او وايي:
أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِدُلُوكِ ٱلشَّمۡسِ إِلَىٰ غَسَقِ ٱلَّيۡلِ وَقُرۡءَانَ ٱلۡفَجۡرِۖ إِنَّ قُرۡءَانَ ٱلۡفَجۡرِ كَانَ مَشۡهُودٗا ٧٨ وَمِنَ ٱلَّيۡلِ فَتَهَجَّدۡ بِهِۦ نَافِلَةٗ لَّكَ عَسَىٰٓ أَن يَبۡعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامٗا مَّحۡمُودٗا ٧٩ الاسراء: 78- 79
په دغو مباركو آيتونو كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د پنځه وخته فرض لمونځ او د تهجد د لمونځ سپارښتنه شوې، كه د الاسراء له سورې نه مخكي د لمانځه او د هغه د وختونو هيڅ يادونه نه وى شوې نو ويلى مو شوى چي لمونځ د معراج د روايت له مخي فرض شوى، خو خبره د دې عكس ده، تر معراج نه ډېر د مخه هم لمونځ فرض شوى وو او هم ئې اوقات ټاكل شوي وو.
ام هاني رضى الله عنها وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د معراج په شپه زما په كور كي وو، د ماخستن لمونځ ئې وكړ، ويده شو، سحر پاڅېد او له لمانځه وروسته ئې د دې سفر په اړہ موږ ته وينا وكړہ… له دې روايت نه څو خبري معلومېږي:
- لمونځونه د معراج له سفر نه مخكي فرض شوي وو، ځكه په دې روايت كي د ماخستن او سحر د لمانځه يادونه شوې.
- د معراج روحاني سفر په هغه شپه تر سره شوى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ام هاني رضى الله عنها په كور كي ويده شوى، په همدې شپه ئې دا خوب ليدلى چي له مسجدالحرام نه مسجدالاقصى ته او له هغه ځايه د آسمانونو په لور بېول شوى. په دې توجيه سره هغه تعارض هم له منځه ځي چي آيت وايي د معراج سفر له مسجد الحرام نه د مسجد الاقصي په لوري وو او روايت وايي چي دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم له كور څخه پيل شوى.
كه د پيغمبرانو عليهم السلام مقام او منزلت ته د قرآن په رڼا كي ځير شو نو ويلى شو چي په دوى كي پنځه پيغمبران عليهم السلام تر ټولو لوړ مقام لري: محمد عليه السلام، ابراهيم عليه السلام، موسى عليه السلام، عيسى عليه السلام او نوح عليه السلام، د يوسف عليه السلام او ادريس عليه السلام مقام او منزلت تر دوى رالاندي دئ، نو ويلي شو چي په آسمانونو كي د پيغمبرانو عليهم السلام د ليدو ترتيب به داسي وو چي په لومړي آسمان كي آدم عليه السلام، بيا ادريس، يوسف، نوح، عيسى، موسى او ابراهيم عليهم السلام، هغه روايت دقيق گڼلى شو چي دا ترتيب په كي مراعات شوى.
شيعه هم د معراج په اړہ ځانته روايات لري، د رواياتو څرنگوالى ئې له دې قياس كولى شئ چي وايي: فاطمه رضى الله عنها د هغي جنتي مېوې له نطفې څخه پيدا شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د معراج په سفر كي جبرئيل عليه السلام وركړہ، هغه څلوېښت ورځي له ځان سره وساتله، په دې مودې كي ئې له خديجې رضى الله عنها سره نږدېكت ونه كړ، او په څلوېښتمه شپه ئې دا مېوه وخوړہ او بيا ئې له هغې سره نږدېكت وكړ او په همدې سره او همغه شپه د فاطمې رضى الله عنها نطفه خلق شوه!! دا په داسي حال كي چي د معراج واقعه له هجرت نه يو كال مخكي او هغه مهال شوې چي خديجه رضى الله عنها لا څو كاله د مخه وفات شوې وه او فاطمه رضى الله عنها پېغلتوب ته رسېدلې وه!! دغسي مسخره رواياتو په امت كي د خرافي افكارو او غلطو مذاهبو راولاړېدو ته لار آواره كړې او امت ئې ټوټې ټوټې كړى.



