سلایدرمطالب مهممقالات محترم حکمتیارنوشته ها

د سپتمبر 11 او پر افغانستان د حملې گواښ

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

د سپتمبر 11

او پر افغانستان د حملې گواښ

 

لیکوال: محترم حکمتیار

پر نيويارك او واشنگټن بريد وشو، داسي ستر، منظم او حيرانوونكى بريد چي په تاريخ كي ئې بېلگه نه شو موندلى، د نولسو سرتېرو ځوانانو له لوري، په داسي حال كي چي امريكا ځان د نړۍ يوازينى زبرځواك گڼي او گمان ئې دا دئ چي د نړۍ هيڅ ځواك ئې د مقابلې جسارت نشي كولى او هيڅوك ئې مخي ته نشي ودرېدى!! دې ناڅاپي بريد امريكايان او د امريكا په مټو متكي ځواكونه ولړزول، د امريكا هيبت ئې ختم او حيثيت ئې په خاورو ولړلو.

امريكايي چارواكي عجله لري چي د خپل حيثيت د اعادې لپاره په فوري او عجولانه اقدام لاس پوري كړي او نړيوالو ته وښيي چي امريكا پر خپل حيثيت د تېري په خلاف هر څه كولى شي. دوى د څيړنو او تحقيقاتو له تكميل د مخه خپل مدعي په گوته كړ او د مدعي او پناه وركوونكي په خلاف ئې د قاطع، فوري او دوامداره نظامي اقدام گواښ وكړ، له پاكستان او روسانو ئې وغوښتل چي په دې عملياتو كي د دوى مرسته وكړي. د دې خبري معنى دا ده چي امريكايان‏ افغانستان ته د گاونډيو هېوادونو له فضاء او زمکي په استفادې سره د فوځونو د لېږلو اراده لري او هلته نه يوازي په پېښي كي د تورنو كسانو ځپل غواړي بلكي په كابل او كندهار كي د موجوده نظام پر ځاى د يوه داسي نظام راوستل غواړي چي په افغانستان او په دې منطقې كي د امريكا گټي تضمين كړي او د افغانستان له خاوري د امريكا د مخالفينو د هر راز استفادې امكانات د تل لپاره پاى ته ورسوي.

د امريكايي چارواكو له څرگندونو هر افغان ته دا اندېښنه راپيدا شوې چي ښايي امريكا به د غچ تر نامه لاندي زموږ پر هېواد بريد وكړي او د پېښي د اصلي عاملينو پر ځاى به افغانانو ته سزا وركړي.

عجيبه دا ده چي ځيني خلك له يوې خوا په نيويارك او واشنگټن كي د تېري اونۍ عمليات محكوموي خو له بلي خوا امريكايانو ته دا حق وركوي چي د انتقام تر نامه لاندي پر افغانستان بريد وكړي، نور او زموږ كينه كښ گاونډيان خو پرېږده په خپله د افغانانو په ليكو كي داسي ناافغانان گورو چي نه يوازي امريكايانو ته د دې بريد حق وركوي بلكي د فوري بريد غوښتنه ترې كوي!!! او اطمئنان وركوي چي تيار دي د امريكايانو د زمکنيو فوځونو په څېر د دوى تر قومندې لاندي وجنگېږي!!! آيا دا عجيبه نه ده چي څوك پر نيويارك او واشنگټن بريد غندي خو پر كندهار او كابل دې ته د ورته عملياتو ملاتړ كوي؟! كه د مسعود ملگري يا په نيويارك او واشنگټن كي د وژل شوو اقارب د امريكا د فوري عكس العمل او پر افغانستان د لويي حملې غوښتنه كوي؛ هغوى معذور دي، خو نه پوهېږو نور كسان څنگه يو تروريستي عمل ناجائز گڼي او هغه محكوموي او بل جائز گڼي او د هغه ملاتړ كوي.

دې ته هم حيران يو چي اسلام آباد څنگه د افغانستان په خلاف د امريكا د بريد ملاتړ كوي او واشنگټن ته د هر راز مرستي وعده وركوي؟! د پاكستان چارواكو ته خو په كار دا وه چي د امريكا فشارونو ته د تسليمېدو او له افغانانو سره په جگړي كي د ښكېل كېدو پر ځاى ئې امريكا ته ويلي وى: موږ تروريزم محكوموو، له امريكايانو‏ سره خواخوږي لرو، د تروريزم او تروريستانو په خلاف په هر هغه اقدام كي برخه اخلو چي عادلانه وي او د بين المللي موازينو سره اړخ لگوي، هغه هم د خپل هېواد په حدودو كي، نه په بل هېواد كي او نه پر بل هېواد د تېري په صورت كي. موږ نه غواړو چي له افغانانو سره په جگړي كي ښكېل شو، موږ ته له هند سره د جگړو سر خوږى كفايت كوي، په نورو جگړو كي نه د برخي اخيستو توان لرو او نه هغه د خپلو ملي مصالحو په گټه گڼو او نه زموږ ولس له داسي جگړي سره توافق كوي.

سؤال دا دئ چي آيا هغه څوك چي صهيونيست رژيم ته وسلې وركوي او د دې رژيم د وحشيانه او تروريستي اقداماتو ملاتړ كوي، د تروريستانو حامي گڼل كېږي كه نه؟ او د تروريزم د حاميانو په خلاف هغه عمليات چي همدا اوس ئې امريكايان‏ په افغانستان كي ترسره كول غواړي جائز گڼي كه نه؟! آيا امريكايان‏ هغو خلكو ته د اسرائيلو د حاميانو په خلاف د نظامي عملياتو حق وركوي چي وايي: اسرائيل د مظلومو فلسطينيانو په خلاف تروريستي عمليات ترسره كوي او هره ورځ په لسگونو مظلوم فلسطينيان په وينو كي ليت پيت كوي؟!

د داسي پېښو په اړہ زموږ اصولي دريځ دا دئ: په هري هغي غمجني پېښي خواشيني كېږو چي بې گناه انسانان په كي ومري. په دې باور يو چي جنگ يوازي په هغه صورت كي جائز دئ چي د سولي او عدالت لپاره وي او د هغه چا په ضد وي چي د سولي او عدالت دښمن او لاسونه ئې د مظلومانو په وينو سره وي. همدا راز وايو: بايد د جگړو عوامل ختم شي او د ترور جرړي وايستل شي. داسي غمجني پېښي بايد هر څوك دې ته متوجه كړي چي له كومو لارو د ترور، انسان وژنو، جگړو، پر يوه بل بريد، د يوه بل كور ورانولو او شتمنيو غارت كولو مخه نيولى شو؟ څنگه د داسي دردوونكو پېښو د تكرار مخنيوى كولى شو؟ او څنگه په ټولي نړۍ كي داسي حالت راوستى شو چي نه زورور په كمزورو د تېري شوق وكړي او نه مظلوم له ظالم د غچ اخيستو لپاره استشهادي يا انتحاري عملياتو ته اړ شي.

ويل كېږي چي فرانسيس ويندرل د ملگرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي په خپلي هغي غونډي كي چي په سويس كي ئې د قبرس د غونډي له استازو سره درلوده، هغوى ته وويل: يو هېواد د افغانستان په خلاف د نظامي عملياتو او له همدې لاري د مخكيني پاچا د راوستلو اراده لري. په كار ده تاسو د روم له بهير سره ملگرتيا وكړئ او په دې قطار كي ځان ته مناسب ځاى تر لاسه كړئ. د همدې خبري له كولو څو دقيقې وروسته چا اطلاع وركړہ چي په نيويارك كي انفجارات شوي.

د ويندرل له دغو اظهاراتو معلومېږي چي امريكايانو‏ لا دمخه د داسي عملياتو اراده كړې وه، د نيويارك او واشنگټن بريدونو دا عمليات څو اونۍ رامخكي كړل او دوى ته ئې ښه پلمه په لاس وركړہ.

موضوعات مشابه

Back to top button