اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 15 برخه

آيا الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره دئ؟

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 15

آيا الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره دئ؟

 

دا هم يوه بله اختلافي موضوع ده چي الله تعالى چېري دئ؟ آيا په هر ځاى كي له بندگانو سره دئ كه له آسمانانونو نه بر پر عرش؟ صحابه وو او زموږ سلف صالح په دې اړہ له بحث نه ډډہ كوله، د قرآن هغه آيتونه ئې هم منل او هم لوستل چي وايي الله تعالى په هر ځاى كي له خپلو بندگانو سره دئ او هغه هم چي وايي الله تعالى پر عرش استوى كړې، خو پرته له دې چي معيت (ملتيا) او استوى (برابرېدا) تأويل كړي او مزيد څه ووايي، خو وروسته په مسلمانانو كي داسي ډله راپيدا شوه چي وايي: الله تعالى له مخلوقاتو نه بېل او لري دئ او پر عرش ئې استوى كړې. كوم آيتونه چي له بندگانو سره د الله تعالى معيت او قرب ته اشاره كوي، هغه تأويلوي، او د ملتيا او نږدېوالي په معنى ئې نه اخلي. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه وايي او د يوه مؤمن او موحد انسان عقيده بايد څنگه وي. لاندي آيتونو ته ځير شئ:

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ مَا يَكُونُ مِن نَّجۡوَىٰ ثَلَٰثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمۡ وَلَا خَمۡسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمۡ وَلَآ أَدۡنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكۡثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمۡ أَيۡنَ مَا كَانُواْۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُواْ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ ٧ المجادله: ‏7

آيا پام دي نه دئ چي الله تعالى په هر هغه څه پوهېږي چي په آسمانونو او په زمكه كي دي، نه داسي نجوى شته چي د دريو ترمنځ وي او دى ئې څلورم نه وي او نه د پنځو ترمنځ چي دى ئې شپږم نه وي او نه تر دې كم يا زيات مگر دا چي دى ورسره وي، هرچېري چي وي، بيا به ئې د قيامت په ورځ په خپلو اعمالو خبر كړي، بې شكه چي الله په هرڅه پوه دئ.

لكه چي گورئ په دې آيت كي په ډېر صراحت او وضاحت سره ويل شوي چي كه تاسو درې وئ نو څلورم مو خداى دئ او كه پنځه وئ شپږم مو خداى دئ، كه تر دې لږ يا ډېر وئ خداى درسره دئ په هر ځاى كي چي وئ، څوك چي پر قرآن ايمان لري هيڅكه به د دې جسارت ونه كړي چي د الله تعالى د دې صريح كلام په خلاف كومه وينا په خوله راوړي او ووايي چي الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره نه دئ!!

ههُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يَعۡلَمُ مَا يَلِجُ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا يَخۡرُجُ مِنۡهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعۡرُجُ فِيهَاۖ وَهُوَ مَعَكُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ٤ الحديد: 4

الله تعالى هغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړل، بيا ئې پر عرش استواء وكړہ، په څه چي په زمكه كي لاندي كوزېږي او څه چي ترې راوزي او څه چي له آسمانه راكوزېږي او څه چي ورته پورته كېږي، په ټولو پوهېږي، هرچېري چي وئ هغه له تاسو سره وي، الله تعالى ستاسو د كړو ليدونكي دئ.

په دې مبارك آيت كي هم په ډېر وضاحت سره ويل شوي چي الله تعالى له تاسو سره دئ په هر ځاى كي چي وئ. دا په داسي حال كي چي د آيت په لومړۍ برخي كي ويل شوي چي الله تعالى د آسمانونو او زمكي له پيدا كولو وروسته پر عرش استوى وكړہ، د دې معنى دا ده چي پر عرش استوى د دې منافي نه ده چي الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره هم دئ. په يوه آيت كي د دواړو خبرو يادونه همدا مطلب په گوته كوي، يعني الله تعالى د مخلوق په څېر نه دئ چي په خاص مكان پوري محدود وي، يو ځاى وي او بل ځاى نه، دا د مخلوق ځانگړتيا ده چي په يوه وخت كي يوازي يو ځاى كي وي.

څوك چه قدير او عظيم خداى په مخلوق قياس كړي او د خالق په اړہ ئې هم په خپل ذهن كي مخلوق ته ورته تصوير جوړ كړى وي، دا كسان مجبورېږي د قرآنكريم الفاظ تأويل كړي او له هر لفظ نه داسي معنى راوباسي چي د دوى له ذهن او تصور سره برابره وي، دلته هم د آيت يوه برخه مني او بله برخه ئې تأويلوي او داسي معنى ترې راباسي چي وښيي الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره نه دئ، بلكي يوازي د عرش په محدوده كي محدود دئ.

وَلَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ وَنَعۡلَمُ مَا تُوَسۡوِسُ بِهِۦ نَفۡسُهُۥۖ وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنۡ حَبۡلِ ٱلۡوَرِيدِ ١٦   ق: 16

او يقيناً چي انسان مو پيدا كړ او په هغو وسوسو پوهېږو چي د ده نفس ئې ورته كوي، او موږ ده ته د غاړي تر رگ ډېر ورنږدې يو.

فَلَوۡلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلۡحُلۡقُومَ ٨٣ وَأَنتُمۡ حِينَئِذٖ تَنظُرُونَ ٨٤ وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُبۡصِرُونَ ٨٥ الواقعه: 83- 85

او كله چي سا ستوني ته راورسېږي او هغه مهال تاسو ورته گورئ، او موږ هغه ته تر تاسو ډېر ورلنډ وو خو تاسي نه وينئ. (نو ولي ئې بېرته نشئ ستنولى).

په دې آيتونو كي هم ويل شوي چي الله تعالى ژوندي انسان ته هم او هغه بنده ته هم ډېر ورنږدې دئ چي سا ئې د ختلو په حال كي وي او تاسو ئې خوا ته راټول وئ.

لكه چي گورئ په دغو آيتونو كي د معيت او ملتيا پر ځاى د اقرب: تر ټولو ډېر نږدې صيغه راغلې او په پرېكنده توگه وايي چي الله تعالى بنده ته ډېر ورنږدې وي خو تاسو ئې نه گورئ. خو اهل ظاهر دلته هم تأويل كوي او اقرب د اعلم په معنى اخلي، د دې ډلي يو تن ليكي: “اى نحن اعلم منه ما ظهر وما بطن” يعنى موږ د هغه په ظاهر او باطن پوره علم لرو!! موږ له دې جناب نه پوښتنه كوو:

  • د “اقرب” لپاره دي د “اعلم” ترجمه په كوم كتاب او د عربي ژبي په كوم قاموس كي ليدلې ده؟
  • آيا الله تعالى نه شوى كولى ووايى: “ونحن اعلم به منكم” موږ د هغه په رابطه تر تاسو ډېر علم لرو، ولي ئې د اعلم پر ځاى د اقرب صيغه راوړې؟
  • د آيت په پاى كي د “لاتبصرون” جمله د اقرب له لفظ سره سمون خوري؛ او له اعلم سره قطعاً اړخ نه لگوي،كه د اعلم لفظ راغلى وى نو بايد په پاى كي يى “وانتم لاتعلمون” ويل شوي وى.
  • نه پوهېږو څه شي له دې نه منع كړي يئ چي له كوم تحريف او تأويل نه پرته ووايئ: الله تعالى له نورو نه زيات خپل بنده ته نږدې دئ، د دې نږدېوالي كيفيت الله تعالى ته وسپارئ او عقيده ولرئ چي دا تقرب نه د مخلوق له تقرب سره شباهت لري او نه د الله تعالى د علو له صفت سره منافات؟!

څوك چي رب العالمين له مخلوق سره تشبيه كړي، هغه داسي انگېري چي الله تعالى خو په خپل عرش استواء كړې ده، نو له بنده سره ئې تقرب محال دئ. دا ځكه چي ويني د يوه مخلوق له بل سره د تقرب تقاضا دا ده چي هغه خپل لومړى ځاى هرومرو پرېږدي، مخكي درومي او هغه بل ته ورنږدې كېږي، دا شخص له مخلوق سره د الله تعالى تقرب هم د مخلوقاتو په تقرب قياسوي او دا ډول قياس بيا په عرش د استواء منافى بولي، نو بناءً مجبورېږي د قرآنكريم الفاظ تأويل كړي. خو كه دا شخص پدې عقيده وي چي په موجوداتو كي هيڅ شى له الله تعالى سره شباهت نه لري، د الله تعالى تقرب د مخلوقاتو له تقرب سره ورته والى نه لري او داسي نه دئ چي د حركت، نقل او ترك مكان غوښتونكى وي،كه دا ډول عقيده خپله كړي نو بيا به نه بې ځايه تأويل ته اړ وي او نه به له هغه څه نه انكار ته اړ كېږي چي الله تعالى په خپله په قرآن كي بيان كړي.

دى دوستانو ته وايو: كه دا لمر، چي د الله تعالى له مخلوقاتو نه يو مخلوق دئ، پداسي حال كي چي له موږ نه په زرگونو ميله فاصله لري، په خپل مسير كي خوځي، كولى شي له همغي لري فاصلې نه، په خپلي رڼا او حرارت سره، له موږ سره او په هرحالت كي، د توقف يا حركت په حالت كي زموږ ملگرى وي او وينو چي په ځينو ځايونو كي راته رالنډ او تجلي او حرارت ئې زيات او په ځينو نورو سيمو كي رانه لري او اثرات ئې كم وي، د لمر چي دا حال وي نو په كوم دليل له بندگانو سره د الله تعالى معيت او تقرب، د هغه تعالى له شأن سره برابر او لايق تقرب، محال او ناممكن شمېرئ؟ پداسي حال كي چي هغه د ټولو رب دئ، هغه عظيم دئ، په هرڅه محيط دئ، ټول عالم د ده د عظمت په وړاندي داسي دئ لكه د خردل يوه دانه.

بايد په ياد ولرو چي له الله تعالى سره زموږ رابطه يوازي دا نده چي هغه موږ ويني او له لري نه زموږ غږ اوري او زموږ په هر څه علم لري، بلكي له دې نه علاوه هغه پر موږ او زموږ په ټولو حالاتو او افعالو احاطه لري، د هر كار د كولو قدرت هغه راكوي، توفيق د هغه له لوري دئ، زموږ اراده د ده د ارادې تابع ده، اراده ئې زموږ پر ارادې او افعالو حاكمه او مسلطه ده، هغه څه كېږي چي هغه ئې وغواړي او د كولو توفيق ئې راكړي او هغه څه نشي كېدى چي دى ئې ونه غواړي او د كېدو توفيق ئې رانكړي. دغو مفاهيمو ته په پام سره بايد پر عرش د استواء، قرب او معيت تر منځ ځانگړې رابطه ولټوو، نه داسي چي په يوه ايمان ولرو او له بل نه انكار وكړو. د دې مفاهيمو تر منځ تلفيق د هغه چا لپاره گران كار دئ چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي او استواء، تقرب او معيت په هغه معنى اخلي چي د انسانانو تر منځ متداوله ده.

د يوه مثال په ترڅ كي دا مطلب توضيح كوم: كه ستاسو په رغوي كي د ږدنو څو وړې دانې وي، او تاسو ته څوك ووايي: تاسو د دې دانو كوم لوري ته يئ؟ لاندي، باندي، ښي او كېڼ لوري، شا يا مخي ته؟ ستا ځواب به څه وي؟ ستا صحيح ځواب به يوازي دا وي چي زه د ږدنو هري خوا ته يم، زه پرې محيط يم، له دې پرته كه بل څه ووايې نو اشتباه دي كړې. همدا راز دا عالم، آسمانونه او زمكه، ستوري او ستور ليكي ټول د الله تعالى په وړاندي داسي دي لكه د ږدنو څو داني د يوه انسان په لاس كي. د همدې لپاره قرآن وايي: أين ما تولوا فثم وجه الله: هر لوري ته چي مخ واړوئ الله هملته دئ. څوك چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي گمان ئې دا وي چي الله تعالى به د مخلوقاتو په څېر د مكان او زمان تابع وي، مخلوق داسي دئ چي په يو وخت كي يوازي يو ځاى كي وي، يا د بام پر سر يا ترې لاندي، خو د الله تعالى په اړہ دا خبره نشو كولى، الله تعالى په داسي حال كي چي پر عرش ئې استوى كړې له موږ هر يوه سره په هر ځاى كي هم شته، د همدې لپاره گورو چي پر عرش استوى او له خپلو بندگانو سره په هر ځاى كي اوسېدا په يوه آيت كي راغلي. دوى د خپلو غلطو انگېرنو د اثبات لپاره هڅه كوي چي په نصوصو كي داسي الفاظ ولټوي چي د دوى مستمسك شي، كله وايي: دا دئ په فلان آيت كي د فوق كلمه راغلې، كله وايي: دا دئ په فلان روايت كي راغلي چي گوته د آسمان لوري ته ونيول شوه!! دې جنابانو ته وايو: د دواړو په اړہ ستاسو انتباه غلطه او ناقصه او له نورو نصوصو سره متعارضه ده. لاندي آيت ته ځير شئ:

وَهُوَ ٱلۡقَاهِرُ فَوۡقَ عِبَادِهِۦۚ وَهُوَ ٱلۡحَكِيمُ ٱلۡخَبِيرُ ١٨ الانعام: 18

او هغه پر خپلو بندگانو باندي برلاسى دئ او هغه ښه باخبره حكيم دئ.

دلته درې مهم مطالب بيان شوي:

  • ټول بندگان ئې تر حكم او سلطې لاندي دي، مؤمنان هم او كافران هم، هيڅوك داسي څه نشي كولى چي ده ئې اجازه نه وي وركړې، د زور او ځواك خاوندان دي دا گمان نه كوي چي د ټولواك رب د پرېكړو مخي ته ودرېدى شي، په هغه مهلت دي نه مغروره كېږي چي الله تعالى ئې د خپل خاص حكمت له مخي باغي بندگانو ته وركوي.
  • الله تعالى د خپلو بندگانو له هر حالته ښه خبر دئ، پوهېږي چي څوك د كومي معاملې مستحق دئ.
  • له بندگانو سره ئې هره معامله په حكمت ولاړہ معامله ده.

اهل ظاهر د (فوق) لفظ په داسي توگه تعبيروي چي د دې آيت له اصلي مفهوم سره هيڅ تعلق نه لري، په داسي حال كي چي دلته بحث له قهر (سلطې او برلاسي) څخه دئ نه د الله تعالى له فوقيت او موقعيت څخه، خو دوى ئې د الله تعالى د مكاني موقعيت او فوقيت په معنى نيسي، دوى آيت داسي ژباړي: او هغه په خپلو بندگانو (قاهر: برلاسى) او (فوق: اوچت) دئ، حال دا چي دا ترجمه صحيح نه ده، ځكه د (او) لپاره په متن كي لفظ نشته، دقيقه ترجمه ئې دا ده: پر خپلو بندگانو (باندي) (برلاسى) دئ. دا هم بايد په پام كي ولرو چي فوق او تحت نسبي مفاهيم دي، يوازي د مخلوق په اړہ صدق كوي، څه ته چي دا اوس زه تحت وايم د امريكا اوسېدونكي ورته فوق وايي او څه ته چي همدا اوس دوى تحت وايي موږ ورته فوق وايو، كه زه په افغانستان كي او يو امريكايي په امريكا كي د آسمان په لوري گوته نيسو نو زما او د هغه د گوتو د استقامت تر منځ يو سل اتيا درجې توپير وي، فوق او تحت د الله تعالى په وړاندي مطرح نه دي، كه څوك فوق د مكان په معنى ونيسي، دا تعبير به ئې د قرآن د گڼ شمېر هغو آيتونو او احاديثو تكذيب ته اړ كوي چي وايي الله تعالى خپلو يندگانو ته د غاړي تر رگ ورنږې دئ. كه څوك له دې انكار وكړي چي الله تعالى په هر ځاى كي له موږ سره دئ، نو د قرآن له داسي څرگندو آيتونو څخه ئې انكار كړى چي د هيڅ ډول تأويل مجال په كي نشته. دوى په دې نه پوهېږي چي د الله تعالى په وړاندي مكان او زمان، فوق او تحت، ماضي او مستقبل، شاهد او غائب مطرح نه دي، دا ټول نسبي مفاهيم دي چي يوازي د مخلوق په اړہ صدق كوي.

دا ډله په دغو آيتونو كي تأويل كوي او معيت او قرب د علمي معيت او قرب په معنى نيسي او وايي چي الله تعالى د خپلو مخلوقاتو له حاله داسي خبر دئ لكه چي له دوى سره وي!! وايي: هو على العرش مباين عن خلقه!! الله تعالى پر عرش باندي او له خپلو مخلوقاتو بېل او جلا دئ!! حال دا چي دا خبره هيڅ علمي ارزښت نه لري، د يوه كس ذاتي خبره ده، له ځانه ئې جوړہ كړې ده، نه ئې الفاظ د قرآن او حديث دي او نه ئې مفهوم، دقيقه خبره دا ده چي الله تعالى هم پر عرش استوى كړې او هم له خپلو بندگانو سره دئ.

دوى وايي چي په ذاتي معيت او قرب باندي باور درلودل د وحدت الوجود او حلول په عقيدې منتج كېږي، حال دا چي د حلول او وحدت الوجود خرافي عقائد د الله تعالى په اړہ د غلطي انگېرني يوه انتهاء ده او الله تعالى د مخلوقاتو په څېر په مكان او زمان مقيد گڼل، او د همدې غلطي عقيدې په حكم له بندگانو سره د الله تعالى له معيت او قرب نه انكار كول بله انتهاء ده. دوى ځكه دا خبره كوي چي مخلوق ئې داسي موندلى چي په يو ځاى كي وي نو په بل ځاى كي نه وي، كه د بام پر سر وي نو تر بام لاندي نه وي، اول او آخر لري، د پيدايښت نېټه لري، له دې نېټې مخكي نه وو، د مرگ نېټه لري له هغې وروسته نشته، د زمان تابع دئ، الله تعالى په مخلوق قياسوي او د همدې لپاره وايي: الله تعالى په آسمانونو كي او د عرش له پاسه دئ، په زمكي كي نشته!! دوى ته وايو: كوم منطق اجازه دركوي چي اقرب د اعلم په معنى ونيسئ؟ الله تعالى فرمايي چي زه له خپلو بندگانو سره يم، د غاړي تر رگ ورنږدې يم، ته وايي: نه؛ ورنږدې نه دئ بلكي په حال ئې پوه دئ!!! كه د دې آيتونو مراد دا وئ چي الله تعالى د بندگانو له حاله خبر دئ، په هر حال او هر ځاى كي پرې پوهېږي، نو د دې لپاره خو به حتماً د خبير او عليم الفاظ راتلل نه د قرب او معيت، قرآن خو هيڅكله داسي الفاظ نه كاروي چي د شك او ريب باعث شي، يوازي يو متعصب انسان كولى شي اقرب د اعلم په معنى ونيسي.

موضوعات مشابه

Back to top button