اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 13 برخه

آيا الله تعالى د خداى په نامه يادولى شو؟

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 13

آيا الله تعالى د خداى په نامه يادولى شو؟

 

هجرت كه له يوې خوا موږ ته ډېري گټي درلودې له بلي خوا ئې ډېري ستونزي راته زېږولې دي، له دغو ستونزو نه يوه ئې دا وه چي ځينو خپل مخكنى مذهب پرېښى او د هغه چا مذهب ئې خپل كړى چي له مجاهدينو او مهاجرينو سره د مرستو په نامه راغلي خو خپل مذهب او فرهنگ ئې هم له ځان سره راوړى او د هغه د خورولو هڅه ئې كړې، ځينو د دغو مرستو ترلاسه كولو لپاره او ځينو د ډېري كمعقلۍ او بې علمۍ په وجه خپل مخكنى مذهب او اخلاق پرېښي او د نورو په رنگ كي رنگ شوي، دغو دين او مذهب خرڅوونكو يوازي په دې كار اكتفاء نه ده كړې چي خپل مذهب ئې د نورو په پښو كي غورځولى بلكي ځينو د خپل پلار پر ږيري او د مور پر ټكري باندي خندلي او ځينو د خپل پلار نيكه پر دين او مذهب ملنډي وهلې، ځينو خپلي ژبي ته سپك كتلي او د پرديو په ژبه خبري كول ئې د ترقي او پرمختگ نښه گڼلې، له دغو نه يوه ډله ئې هغه ده چي وايي: الله د خداى په نامه يادول حرام دي!! د خپلي ادعاء لپاره د قرآن په دې آيت استناد كوي چي فرمايي:

وَلِلَّهِ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰ فَٱدۡعُوهُ بِهَاۖ وَذَرُواْ ٱلَّذِينَ يُلۡحِدُونَ فِيٓ أَسۡمَٰٓئِهِۦۚ سَيُجۡزَوۡنَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٨٠

او الله لره غوره نومونه دي نو په دغو نومونو سره ئې دروبلئ او هغه كسان پرېږدئ چي د ده په نومونو كي الحاد كوي (په كږہ ځي)، حتماً به د خپلو كړنو له امله سزا وركړى شي. الاعراف: 180

مخكي له دې چي د دې آيت د تفسير په اړہ څه ووايو بايد دا واضح كړو چي آيا الله تعالى د خداى په نامه يادول جائز دي؟ آيا له آدم عليه السلام نه تر نن پوري په ټولو الهي كتابونو كي خداى د الله په نامه ياد شوى؟ آيا له آدم عليه السلام نه تر عيسى عليه السلام پوري ټولو پيغمبرانو او د دوى امتونو خداى د الله په نامه ياد كړى؟ آيا د دوى ژبه عربي وه، او پر دوى نازل شوي كتابونه په عربي ژبي نازل او الله تعالى ئې په همغو نومونو ياد كړى چي په قرآن كي ياد شوى؟ دې پوښتنو ته د ځواب لپاره بايد ووايو:

هر پيغمبر چي په كوم قوم كي مبعوث شوى نو پر هغه نازل شوى كتاب او صحيفه هم د ده د قوم په ژبه وو او الله تعالى په هغو نومونو ياد شوى چي دغو خلكو د الله تعالى لپاره د كتاب له نازلېدو مخكي وضع كړي وو او په دغو كتابونو كي الله تعالى په هغو صفاتو ستايل شوى چي دا قوم پرې پوهېدو او په دوى كي معمول ول، نه د الهي كتاب كوم لفظ ورته نامأنوس او پردى وو او نه د الله تعالى كوم نوم او صفت.

آدم عليه السلام او تر ده وروسته له ټولو پيغمبرانو لكه: نوح، ابراهيم، اسحاق، يعقوب، يوسف، موسى، هارون، يونس، داؤد، سليمان او عيسى عليهم السلام نه هيڅ يوه خداى جل شأنه د الله په نامه نه دئ ياد كړى، او په هغو صفاتي نومونو ئې نه دئ ستايلى چي الله تعالى په قرآن كي پرې ستايل شوى. بلكي هم ئې الله تعالى د خپل خپل قوم د ژبي په نومونو ياد كړى او هم ئې د الله تعالى صفتونه او صفاتي نومونه د خپلي ژبي له قاموس نه غوره كړي.

كه الله تعالى په پښتنو كي كوم پيغمبر مبعوث كړى وى او پر هغه ئې كتاب نازل كړى وى نو دا كتاب به پښتو وو او الله تعالى به د خداى په نامه يادېدو او صفتونه به ئې دې ته ورته ول: پالونكى، ساتونكى، څارونكى، بخښونكى، خاوند، څښتن، او ټول هغه نومونه به په پښتو كي وو چي اوس په عربي كي ورته راغلي. كه دا كار شوى وى، هم پيغمبر پښتون وى او هم د الله له لوري لېږل شوى كتاب او هم د الله تعالى نومونه، او بيا چا ويلي وى چي خداى به يوازي د پښتو په نومونو يادوو او په پښتو صفتونو به ئې ستايو او خداى د الله په نامه يادول او په هغو صفاتو ئې ستايل چي اوس په عربي كي پرې ستايل كېږي حرام او ناروا كار دئ!! نو ووايئ چي د دې كس وينا به څومره صحيح وه؟! او ديني او علمي ارزښت به ئې څومره وو؟ په دې كي هيڅ شك نشته چي دا ادعاء خوشې، بې بنسټه او له خپله ځانه جوړہ شوې ده، يوازي كمعقله او كمعلمه خلك به دا خبره كوي چي الله تعالى د خداى په نامه يادول حرام دي!! له عربو پرته هيڅ قوم، هيڅ پيغمبر او هيڅ الهي كتاب خداى د الله په نامه نه دئ ياد كړى. الله تعالى د خداى په نامه يادول نه يوازي جائز دي بلكي د الله تعالى ټول نومونه او صفات له عربي نه بلي ژبي ته ژباړل ضروري دي او له دې پرته بله چاره نشته، كه دا كار ونه شي نو له عربو پرته به هيڅوك نه خداى پېژندى شي او نه د هغه صفات. څنگه به يوه چينايي، روسي، انگرېز او نورو ته ښيو چي الله يعني څه، د رب، مالك، غفار، قهار، رحمان، رحيم، كريم،… معنى څه ده؟ آيا له ژباړي پرته بله چاره شته؟!

كه څوك ووايي چي خداى د الله په نامه يادول غوره دي، په دې خبري هيڅ اعتراض نه لرو، خو كه ووايي چي الله د خداى په نامه يادول حرام دي نو دا د هغه چا خبره گڼو چي ډېر كمعقله او بې علمه وي او له ځانه حلال او حرام جوړوي، كه څوك ووايي چي مأثوره دعاگاني غوره دي؛ ورسره موافق يو، خو كه ووايي چي په پښتو او له عربي پرته په بله ژبه دعاء كول ناروا دي؛ خبره ئې واهي او چټي ده او هيڅ ارزښت نه لري. څوك چي په عربي نه پوهېږي نو په خپلي ژبي ئې دعاء كول تر دې ډېر غوره دي چي په هغو الفاظو دعاء وكړي چي په معنى ئې نه پوهېږي.

په كوم آيت چي دوى استناد كوي په هغه كي موږ ته لارښوونه شوې چي د دعاء په وخت كي بايد الله تعالى په خپلو غوره نومونو سره ياد كړو او د هغو كسانو په څېر نشو چي د الله تعالى په نوموني كي په كږو لارو درومي. دغه مطلب د الاسراء د سورې په 110 آيت كي داسي راغلى:

قُلِ ٱدۡعُواْ ٱللَّهَ أَوِ ٱدۡعُواْ ٱلرَّحۡمَٰنَۖ أَيّٗا مَّا تَدۡعُواْ فَلَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ وَلَا تَجۡهَرۡ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتۡ بِهَا وَٱبۡتَغِ بَيۡنَ ذَٰلِكَ سَبِيلٗا ١١٠

ووايه! يا الله دروبولئ يا رحمن ته دعاء وكړئ، “له دغو نه ئې” چي په هر نوم دروبولئ “صحيح ده” ده لره ښايسته او غوره نومونه دي او مه دي دعاء په لوړ آواز كوه او مه ئې پټوه، (بلكي) د دواړو ترمنځ وسط لاره غوره كړہ.

دغه آيتونه دا مطالب بيانوي:

  • الله تعالى نېك او غوره نومونه لري، بايد په همدغو نومونو ئې ذكر وشي او دعاء ورته وشي، په هري دعاء كي ئې هغه نوم ياد شي چي له سوال سره مناسبت ولري، د مثال په توگه يا رحمن ارحمني: اې مهربانه ربه پر ما رحم وكړې، ياحفيظ احفظني: اې ساتونكې ربه ما وساتې.
  • بايدپه اسماء الله كي له انحراف او له ځانه د اسماوو او صفاتو له اېښودلو نه ډډہ وكړو.
  • د الله تعالى په وړاندي دعاء كي بايد هغه طريقه غوره كړو چي دين راښودلې، لكه دا آيت چي امر كوي: نه به په ډېر لوړ غږ دعاء كوو او نه په ډېر ټيټ، بلكي د دواړو ترمنځ به متوسطه لاره غوره كوو.

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:

أيها الناس أربعوا على أنفسكم، فإنكم ما تدعون أصم ولا غائباً، إنما تدعون سميعاً بصيراً إن الذي تدعون أقرب إلى أحدكم من عنق راحلته.    رواه احمد

اې خلكو! پرخپل ځان نرمي وكړئ “او په لوړ غږ د دعاء لپاره پر ځان زياتى مه كوئ” ځكه تاسي نه كوڼ ته دعاء كوئ او نه غائب ته، بلكي هغه چا ته دعاء كوئ چي اورېدونكى او ليدونكى دئ، تاسي چي كوم ذات ته سوال كوئ هغه ستاسو هر يوه ته د خپلي سورلۍ تر غاړې نه ډېر درنږدې دئ.

قرآن موږ ته هغه نومونه راښودلي چي بايد خپل رب پرې ياد كړو، د الله تعالى هر نوم د يوه الهي صفت ښوونه كوي، موږ د الله تعالى نومونه او صفات د هغه كتاب له لارى پېژندلى شو چي الله تعالى نازل كړى او رسول صلى الله عليه و سلم ته ئې د هغه علم وركړى، له دې نه پرته د الله تعالى د نومونو او صفاتو د پېژندلو بله صحيح لاره نشته. خو تاسو پوهېږئ چي الهي كتابونه د مختلفو قومونو په ژبه نازل شوي او په هر يوه كي الله تعالى په بېلو بېلو نومونو ياد شوى، كه څه هم په دغو الهي كتابونو كي د الله تعالى د نومونو الفاظ مختلف دي، خو معنى او مفهوم ئې يو دئ، دا نومونه په قرآنكريم، تورات، انجيل او زبور كي په يوه ډول الفاظو ندي ياد شوي، لدې نه معلومېږي چي پدغو نومونو كي ترټولو د پام وړ خبره هغه صفات دي چي دا نومونه ئې په گوته كوي.

په قرآنكريم كي له ذكر شوو نومونو نه علاوه، الله تعالى نور نومونه هم لري چي يا ئې په نورو آسماني كتابونو كي ذكر كړي دي او يا ئې له ځان سره ساتلي او هيڅ څوك ئې ندئ پرى خبر كړى، لكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:… اَسٌالُكَ بِكُل اسم هوَ لك سميٌتَ به نفسك اوعلمٌته احداً مِنٌ خلقك اوانزلٌته في كتابك اوٌ اسٌتأثرتَ به في عِلمِ الغيٌب عندك*   رواه احمد

الهي! په هر هغه نوم دي سوال درته كوم چي ځان دي پرې نومولى، يا دي خپل كوم مخلوق ته ورښودلى او يا دي په خپل كتاب كي نازل كړى او يا دي په خپل علم غيب كي چي له تاسره دئ ځانته ځانگړى او خاص كړى.

لدې مبارك حديث دا څرگندېږي چي د الله تعالى نومونه محدود ندي، يو شمېر ئې پدې كتاب كي ذكر شوي او نور ئې په نورو كتابو كي راغلي دي، ځيني ئې پيغمبرانو عليهم السلام ته ورښودلي او ځيني ئې الله تعالى له خپل ځان سره ساتلي او هيچا ته ئې ندي ښودلي، دا ټول نېك او پاك نومونه داسي صفات په گوته كوي چي الله تعالى ورباندي متصف دئ. د مثال په توگه السميع، يعنى هغه ذات چي اورېدونكي دئ، البصير: هغه ذات چي ليدونكي دئ، الرحمن: هغه ذات چي ډېر مهربان دئ. خو هغه نومونه چي د ده په علم غيب پوري منحصر بلل شوي دا نومونه د الله تعالى داسي صفات افاده كوي چي انسان پرې نه پوهېږي.

خو دا چي د الله تعالى په نوموني كي له كوږوالي نه مراد څه دئ؟ آيا په قرآن او حديث كي له راغلو عربي نومونو نه پرته په بل نامه د الله تعالى يادول الحاد دئ؟ ځيني خلك په دې اړہ زياته غلو كوي او الله تعالى له عربي نومونو پرته په بل نامه يادول او بلي ژبي ته د الله تعالى د نومونو ژباړہ حرام او ناروا گڼي!! حال دا چي الله تعالى په داسي نومونو يادول حرام دي چي له ده سره نه ښايي، د ده صفت نشي منعكس كولى، غلطه او ناقصه معنى وركوي، په غلطو مواردو كي كارول كېږي لكه: معشوق، جانان، نگار، صنم، ساقي، پيرمغان او دې ته ورته نومونه، هغه نومونه چي مختلف قومونه ئې د الله تعالى لپاره كاروي لكه خداى او GOD، او له عربي نه نورو ژبو ته د الله تعالى د نومونو ژباړہ لكه د مالك په ځاى څښتن يا خاوند، د رب په ځاى پالونكى، د حفيظ په ځاى ساتونكى نه يوازي څه مانع نه لري بلكي د الله تعالى د نومونو او صفاتو په حقيقي معنى د ښه پوهېدو لپاره ضروري او گټور دي، الله تعالى په خپله دا كار كړى، په تورات، زبور او انجيل كي چي كوم نومونه راغلي وو، په قرآن كي ئې هغه موږ ته په عربي ژبي كي بيان كړي. كه قرآن په پښتو نازل شوى وى نو د الله تعالى ټول نومونه به په پښتو كي وو، بيا به پښتنو اهل ظاهرو ويل: له پښتو نه عربي ته د الله تعالى نومونه ژباړل او څښتن تعالى د الله او مالك په نامه يادول منع دي!!

 

موضوعات مشابه

Back to top button