اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 12 برخه

د شهيد جنازه

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 12

د شهيد جنازه

 

ځينو له دې نه هم په افغانانو كي د اختلاف راولاړولو وسيله جوړہ كړې چي آيا پر شهيدانو د جنازې لمونځ جائز دئ كه ناجائز، رسول الله صلى الله عليه و سلم د احد د شهيدانو لمونځ كړى كه نه؟ دوى د بخاري پر دغه روايت استناد كوي او وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د احد د شهداوو د جنازې لمونځ نه دئ كړى:

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ حَدَّثَنَا اللَّيْثُ قَالَ حَدَّثَنِى ابْنُ شِهَابٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضى الله عنهما قَالَ كَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم يَجْمَعُ بَيْنَ الرَّجُلَيْنِ مِنْ قَتْلَى أُحُدٍ فِى ثَوْبٍ وَاحِدٍ ثُمَّ يَقُولُ « أَيُّهُمْ أَكْثَرُ أَخْذًا لِلْقُرْآنِ ». فَإِذَا أُشِيرَ لَهُ إِلَى أَحَدِهِمَا قَدَّمَهُ فِى اللَّحْدِ وَقَالَ « أَنَا شَهِيدٌ عَلَى هَؤُلاَءِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ». وَأَمَرَ بِدَفْنِهِمْ فِى دِمَائِهِمْ، وَلَمْ يُغَسَّلُوا وَلَمْ يُصَلَّ عَلَيْهِمْ. (بخارى:1343)

له جابر بن عبدالله رضى الله عنهما نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د احد شهيدان دوه، دوه په يوه جامه (کفن) کي پټول، بيا به ئې فرمايل: د کوم يوه ئې قرآن ډېر زده وو؟ نو له دواړو نه چي هر يوه ته به گوته ونيول شوه هغه به ئې په لحد کي وړاندي اېښودو، او فرمايل به ئې: (زه به د قيامت په ورځ د دوى شاهد يم). او امر ئې وكړ چي له وينو سره دي دفن شي، نه غسل ورکړل شو او نه ئې د جنازې لمونځ ورباندي وکړ.

دا روايت په بخاري كي اوه ځلي راغلى په دغو شمېرو: 1345، 1346، 1347، 1348، 1353، 4079

ټول د معنى او الفاظو له پلوه سره ورته دي، يوازي دومره توپير سره لري چي په يوه كي فَإِذَا أُشِيرَ لَهُ إِلَى أَحَدِهِمَا قَدَّمَهُ فِى اللَّحْدِ او په بل كي فَإِذَا أُشِيرَ لَهُ إِلَى رَجُلٍ قَدَّمَهُ فِى اللَّحْدِ قَبْلَ صَاحِبِهِ راغلي.

دا روايت د سند له پلوه داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري او د متن له پلوه داسي دئ چي دوه ستونزي لري: لومړى دا چي له يوې خوا وايي كفن نه دئ وركړى شوى او په خپلو جامو كي دفن شوي خو له بلي خوا وايي چي دوه دوه په يوه جامه كي كفن شوي، له بلي خوا وايي چي په دوو كي به ئې هغه تر بل وړاندي لحد ته كوزولو چي قرآن به ئې تر بل زيات حفظ كړى وو!! په يوه كفن كي د دوو كسانو له منځه يو كس تر بل څنگه لحد ته وړاندي كوزېدى شي؟ ځينو له روايت نه د دفاع په موخه ويلي چي له يوې جامې نه مراد يو قبر دئ، چي دا په هيڅ توگه د منلو وړ توجيه نه ده!! دوهمه ستونزه ئې دا ده چي دا روايت له هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي: د احد د شهيدانو د جنازې لمونځ شوى. روايات دا دي:

عن ابن عباس قال أتى بهم النبي يوم أحد فجعل يصلي على عشرة عشرة وحمزة وهو كما هو يرفعون وهو كما هو موضوع.

له ابن عباس رضى الله عنهما نه روايت دئ چي وايي: د احد شهيدان د رسول الله صلى الله عليه و سلم مخي ته راوړل شول، د لسو لسو د جنازې لمونځ ئې كولو، د حمزه رضى الله عنه جنازه به همداسي پر خپل ځاى پرته او نور به ترې پورته كېدل.

بل روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت نه لږ مخكي يو ځل بيا د احد د شهيدانو جنازه كړې ده، روايت دا دئ:

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم خَرَجَ يَوْمًا فَصَلَّى عَلَى أَهْلِ أُحُدٍ صَلاَتَهُ عَلَى الْمَيِّتِ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى الْمِنْبَرِ فَقَالَ « إِنِّى فَرَطٌ لَكُمْ، وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّى وَاللَّهِ لأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِى الآنَ، وَإِنِّى أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ- أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ- وَإِنِّى وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِى، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا ». (بخاري: 1344)

له عقبه بن عامر رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه ورځ ووت او د احد پر شهيدانو ئې د مړي د جنازې لمونځ ته ورته لمونځ وكړ، بيا منبر ته را تاو شو او وئې فرمايل: زه ستاسو لپاره مخكي تلونكى يم، او زه پر تاسو گواه يم، او والله چي زه همدا اوس خپل حوض وينم، او ما ته د زمكي د خزانو كلي گاني يا د زمكي كلي گاني راكړى شوې، او والله چي زه له دې نه پر تاسو نه وېرېږم چي له ما نه وروسته به شرك وكړئ، خو له دې نه وېرېږم چي په دې كي (د دنيا مال متاع كي) به تنافس او سيالي وكړئ.

دا روايت هم په بخاري كي پنځه ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 3596، 4042، 4085، 6426، 6590

لكه چي گورئ بخاري د احد د شهيدانو د جنازې په اړہ دوه متعارض روايات راوړي، يو ئې اوه ځلي او بل ئې شپږ ځلي، يو روايت ئې دا انتباه انسان ته وركوي چي شهيد به د جنازې له لمانځه پرته دفن كېږي او بل ئې وايي څو كاله وروسته هم پر شهيد د جنازې لمونځ كېدى شي، خو بخاري دا نه دي ويلي چي په دغو متعارضو رواياتو كي كوم يو ئې صحيح او د عمل وړ دئ!!

دې ته مو پام وي چي په پورتني روايت كي له خزائن الارض نه مراد هغه د حجاز، عراق، شام، روم، فارس او هند خزائن دي چي د مسلمانانو په لاس كي پرېوتې، پيغمبر عليه السلام ته په رؤياء كي ښودل شوي وو چي دا به د مسلمانانو په لاس كي پرېوځي، د همدې لپاره ئې دوى ته وويل: له دې وېره نه لرم چي تاسو به بېرته مخكني شرك ته واوړئ بلكي له دې وېرېږم چي دا خزائن ستاسو لاس ته درشي او بيا په خپلو كي تنافس وكړئ، ومو ليدل چي همداسي وشول، عياش او ظالم اموي او عباسي واكمنان د دغو خزانو پر سر داسي په خپلو كي ونښتل چي د زرگونو مؤمنانو او د ډېرو صحابه وو او تابعينو ويني په كي توى شوې. دا خبره ځكه ضروري ده چي يوه خرافي او د شرك په ډنډ كي پرېوتې ډله وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د زمكي د هر څه واك وركړى شوى، د الله تعالى د ټولو خزانو كلياني ده ته وركړى شوې، د وېش واك ئې د ده په لاس كي دئ، او دا هغه څه چي د قرآن له گڼ شمېر آيتونو سره په بشپړہ توگه تضاد او تعارض لري، له هغو آيتونو سره چي وايي: پيغمبر عليه السلام نه يوازي نورو ته د گټي او تاوان رسولو واك نه لري بلكي ځان ته د گټي رسولو او ضرر دفع كولو اختيار هم نه دئ وركړى شوى.

دغو رواياتو ته په پام سره ويلى شو د دې لپاره هيڅ نقلي او عقلي موجه دليل نه مومو چي پر شهيد د جنازې لمونځ كول دي ناجائز وي، دا ډېره كمزورې خبره ده چي شهيد يا لمانځه او دعاء ته ضرورت نه لري يا هغه ژوندى دئ او پر ژوندي د جنازې لمونځ صحيح نه دئ!! كه پر پيغمبر عليه السلام او پر ماشومانو د جنازې لمونځ كېږي نو پر شهيد به ولي نه كېږي؟!!

 

موضوعات مشابه

Back to top button