اسلامیسلایدرنوشته ها

د اسلام مبارک دین کي دحج فرضيت او اهميت او د حج مبارک دادا کولو طریقه يي

د اسلام مبارک دین کي دحج فرضيت او اهميت

او د حج مبارک دادا کولو طریقه يي

 

ليکنه: الحاج مولوي عبدالجبار درويش.

  درنو او محترمو لوستونکو ورونو! تاسو ښه خبر ياست چي د حج مبارکي شپي او ورځي رواني دي او د ضيوف الرحمن يعني دکريم الله دکور ميلمنو  کاروانونه روان دي او په دغه دري مياشتو کي يعني شوال المکرم ٫ ذوالقعدة الحرام ٫ او ذالحجي دحجاجو ورونو دحج ترتيبات ډير زيات تيز روان وي.

لومړی مطلب: دحج پيژندنه:

دحج لغوي معنی ده ديو ستراو عظيم کار قصد کولو ته حج وايي  او په اصطلاحي معنی يي ده په مخصوص وخت کي په مخصوصو افعالو سره دمخصوص ځای زيارت کولو ته حج وايي. داسلام مبارک دین په پنځو ارکانو ولاړ دی دشهادت کلمه ٫ لمونځ ٫ روژه ٫ زکات ٫ او دبيت الله شريف حج مبارک ۰ په يو حديث مبارک کي راځي ترجمه: دحضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما. څخه روايت دی هغه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بنا شوی دی اسلام په پنځو ارکانو باندي لومړئ ددي شهادت ورکول چي نشته معبود برحق ٫ مګر الله تعالی دی دوهم قايمول دلمانځه دي دريم ورکول د زکات دي او څلور م درمضان المبارک روژي نيول دي او پنځم دبيت الله شريف حج کول دي.

ددي حدیث څخه مراد دادي چي داسلام مبارک دین په دغه پنځو ارکانو ولاړ دی اود غه پنځه کارونه داسلام لپاره داسي دي لکه ديوي ابادي لپاره ستني لکه څرنګه چي د محمد بن نصر مروزي په يو روايت کي راځي اسلام په پنځو ستنو او ارکانو ولاړ دی په حدیث شریف کي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ديوي وداني سره مشابه کړي دي او لکه څرنګه چي يوه ابادي له ستنو او دیوالونو نشي قايمدلي همدارنګه داسلام مبارک دین هم ددغو پنځو ارکانو پرته نه قايميږي۰ لله الحمد مونږ او تاسو هروخت دتوحيد کلمه وايو او پنځه وخته لمونځ ادا کوو او شتمن خلک په کال کي زکات فقيرانو او مسکينانو ته ورکوي او فرضي روژي هم مکلف کسان نيسي نو ددغو ارکانو په باره کي مونږ او تاسو کافي معلومات لرو خو حج چي داسلام مبارک دین د پنځو ارکانو څخه يو مهم اواهم رکن دی او په عمر کي یوځل په مسلمان فرض دی نو په اړه يي زيات معلومات نه تبادله کيږي نو هغه زلميان چي په دي کال کي نوي بالغ شوي دي او يا هغه کسان چي سږکال دحج سفر لري نو دوئ ټولو ته پکار دي چي دحج فرضيت او اهمیت څخه ځانونه خبر کړي. الله تعالی په قرآنکریم کي فرمايي چي حج په شتمنو خلکو فرض دی لکه چي الله تعالی فرمايي ژباړه: او (واجب دی) الله لره پر خلکو حج (قصد کول په نيت دحج) د(دي) بيت (الله ٫ دا) دی پر هغه چا چي قدرت لري طرف دده ته دلاري او هر څوک چي کافر شو (يعني وي نه مانه) نو بیشکه الله تعالی بي پر وا دی له ټول عالم يعني هر چا او له هر شي. دحج فرضيت او اهمیت د احاديثو په رڼا کي: دابوهريره رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چي هغه فرمايي چي یوځل رسول الله صلی علیه وسلم مونږ ته خطبه وویله او داسي يي وويل ای خلکو! بیشکه الله تعالی په تاسو (شتمنو خلکو) حج فرض کړی دی نو حج وکړي

دحج فضيلت:

رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ژباړه: له ابو هريره رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی هغه وايي چي رسول الله مبارک وفرمایل څوک د الله تعالی د رضا لپاره حج وکړي او( په حج کي ) دبي حيايي خبري ( دفحش خبري اويا دجماع مربوطه خبرې) ونه کړي او فسق ( ګناه ) ونه کړي را وبه ګرځي ( حج څخه په شان د هغي ورځي چي زيږه ولي وه ده لره مور دده يعني د ګناهونو څخه به داسي پاک شي لکه چي دمور څخه نوی پیدا شي دحج ډولونه:  حج په دري ډوله دي لومړی حج تمتع دوهم حج قران او دريم حج افراد ۰.  ۱: لومړی حج تمتع : حج تمتع هغه حج ته ويل کيږي چي حاجي لومړی عمره وکړي اود سره ویښته وخريوي او يا يي کم کړي او بيا به دعمري څخه وروسته په مکه مکرمه کي دذالحجي تر اتم تاريخ پوري پاتي شي اوکله چي د ذوالحجې اتمه ورځ شي نو مکي مکرمي څخه به دحج لپاره احرام وتړي ۲ :

دوهم حج  قران:       

حج قران چي تر ټولو افضل حج دی هغه حج ته ويل کېږي چي حاجي دحج او عمري لپاره دواړو لپاره احرام وتړي او کله چي عمره وکړي نو په احرام کي به پاتي کيږي او ځان به نه حلاله وي او چي کله دذالحجي اتمه ورځ شي نو په هم دغه احرام کي به دحج دادا کولو لپاره منی ته لاړ شي ۰.

  ۳ : دريم حج افراد : هغه حج ته ويل کېږي چي حاجي د ذوالحجې په اتمه ورځ له مکي مکرمې څخه یواځي دحج لپاره احرام وتړي او حج وکړي ۰.

دحج د ادا کولو طریقه:

دافغانستان خلک عموما دتمتع حج کوي اود تمتع په حج کي لومړي عمره ادا کيږي او بيا د حج لپاره احرام تړل کيږي زما خو ټولو هيوادوالو ورونو ته دا توصیه ده که چيري څه شرعي عذر نه وي نو چي کله هم حج مبارک ته ځي نو ځواني کي حج ته لاړ شي ځکه چي ځوانان په صحیح طریقه سره دحج ټول افعال او ارکان ادا کولای شي او ډير ضعيفه او ډير زيات عمر واله سپين ږيري نشي کولای چي په صحيح معنا او په درسته طریقي سره حج وکړي او دټولو حجاجو ورونو نه داغوښتنه لرم چي په حرمينو شريفينو کي په دعاګانو کي بخل مه کوي اود الله تعالی ډير په راز او ناز او په ډيره زياته عاجزي تواضع او په ژړا او سلګو سلګو دکريم الله تعالی نه خپلي غوښتني وکړي او چي کله مو حرمينو شريفينو کي او يا نورو سپيڅلو او مقدسو ځایونو کي دعاکوله نو لومړی ځان دپاره بيا مور او پلار دپاره او بيا دخپلي کورني دپاره  او د افغانستان مجاهد مظلوم ملت لپاره او بيا د فلسطین او د غزي مجاهدينو لپاره  اود ټول امت مسلمه دپاره خصوصي او ځانګړي او ډيري زياتي دعاګاني ورته وکړي يو ځل بيا درته وايم چي مونږ ه ټول  هيواد وال اود اسلامي نظام مجاهدين په نيکو او صالحو دعاګانو کي هير نه کړي

موضوعات مشابه

Back to top button