اجتماعیجوانانزنسلایدر

د تربیې او اخلاقو په اړه یوه ژوره کتنه

د تربیې او اخلاقو په اړه یوه ژوره کتنه

لیکوال: ابراهیم سنوار

انسان د خدای جل جلاله تر ټولو ستر مخلوق دی چې د عقل، شعور او وجدان په رڼا سینګار شوی دی. خو دغه الهي ډالۍ یوازې هغه مهال ارزښت خپلوي چې د سمو اصولو له مخې وروزل شي او د اخلاقو په سپېڅلې هنداره کې انعکاس ومومي. همدلته د تربیې او اخلاقو مقام راڅرګندیږي، ځکه چې تربیه د انسان د ذهن او روح د ودې پروسه ده او اخلاق د ده د شخصیت ښکلا او معنوي ښکاره کول دي.

تربیه د انسان د باطني او ظاهري اړخونو د همغږۍ هڅه کوي. دا د هغو ارزښتونو انتقال دی چې د نسلونو تر منځ د انسجام، دوام او بقا لامل ګرځي. که تربیه په رښتینو انساني معیارونو ولاړه وي، انسان په داسې موجود بدلېږي چې د خپل نفس د غوښتنو بندي نه وي، بلکې د ټولنې د خیر او صلاح لپاره ژوند کوي. برعکس، که تربیه له سالمې لارې بې‌برخې شي، نو انسان د فساد، ظلم او بې‌عدالتۍ وسیله ګرځي.

اخلاق د تربیې حاصل او د شخصیت زینت دی. د اخلاقو په ښکلا کې د انسان ټول معنوي ارزښتونه رانغښتل شوي دي: صداقت د ده د خبرو ښکلا ده، حیا د ده د چلند سپېڅلتیا ده، امانت د ده د باور بنسټ دی، او تواضع د ده د انسانیت نښه ده. رسول اکرم ﷺ د اخلاقو په اړه داسې مقام لري چې قرآن کریم یې په اړه فرمایي: “وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ”؛ یعنې د انساني اخلاقو تر ټولو ستر او رفیع معیار د هغه په وجود کې نغښتی و.

په حقیقت کې، تربیه د انسان د باطني باغ کرونده ده، خو اخلاق یې غوټي او ګلونه دي. که تربیه ونه شي، د اخلاقو ریښې وچيږي، او که اخلاق ونه وي، تربیه بې‌روح پاتې کېږي. له همدې امله، ټولنه چې د تربیې او اخلاقو په زینت سنبال وي، د سوکالۍ، عدالت او اخوت په بستر کې وده کوي.

نو ځکه، د هرې ټولنې د بقا او پرمختګ یوازینۍ لاره داده چې په کورنۍ، ښوونځي او ټولنیزو بنسټونو کې د تربیې رښتینې پروسه پیاوړې کړي او د اخلاقو سپېڅلي ارزښتونه د ژوند لارښود وګرځوي. د انسانیت لوړوالی نه په شتمنۍ دی، نه په مقام، بلکې د ده د زړه په صفا، د فکر په درایت او د عمل په اخلاقو کې دی.

موضوعات مشابه

Back to top button