سلایدرمقالات صفحه اولنوشته ها

د سي آى اې راكټي بريد

 

د سي آى اې راكټي بريد

 

لیکوال: محترم حکمتیار

د سي آى اې او پنتاگون چارواكو خپله هغه راكټي حمله تأييد كړہ چي د دوى په وينا له يوې بې پيلوټه طيارې زما په خلاف كابل ته نژدې ترسره شوه!! د سي آى اې مشر ادعاء وكړہ چي په دې حملې كي زما څلور لوړ رتبه ملگري په قتل ورسېد‏ل!! او د امريكا جمهور رئيس وويل چي امريكا په هر هغه چا بريد ته چمتو ده چي امريكايي ځواكونه تهديد كړي!!

د دې اظهاراتو معنى دا ده چي امريكا له طالبانو او القاعدې وروسته زموږ په خلاف نااعلان شوې جگړہ پيل كړې. پداسي يوه غلچكي راكټي بريد بې شرمانه اعتراف فقط دا خبره په گوته كوي چي امريكايي چارواكي په افغانستان د خپلي سلطې ټينگولو لپاره د هر هغه چا په ضد د جنگ اراده لري چي مسلمان وي، په خپل هېواد د امريكا سلطه نه مني او له افغانستان د پرديو ځواكونو وتل غواړي. امريكايانو‏ اوس د نړۍ د ټولو اسلامي ځواكونو په ضد پراخه جگړہ پيل كړې، دا جگړہ په حقيقت كي د بش له وينا سره سم يو بل صليبي جنگ دئ.

پر افغانستان د امريكا له وحشيانه حملې او د بې گناه افغانانو له بې رحمانه او بې درېغه وژنو معلومېږي چي بش د بريژنف ناكامه تجربه تكراروي، دى به هم په خپلو بدمعاشيو او كوبايي سياستونو سره امريكا له همغه عاقبت سره مخامخ كړي چي بريژنف شوروي اتحاد ورسره مخامخ كړ. شورويانو د ارتجاع او امپرياليزم په ضد د مبارزې تر نامه لاندي پر هر ملك د تېري او د هر چا د انقلابي ترور او وژني حق ځان ته وركولو او دا دئ اوس امريكايان‏ له تروريزم سره د مقابلې په پلمه خپلواكو هېوادونو ته فوځونه لېږي او پر بې گناه خلكو بمونه وروي.

امريكايان‏ دي په دې پوه شي چي افغانان له مرگ وېره نه لري، د خداى په لار كي او د خپل هېواد د آزادي لپاره هري قربانۍ ته چمتو دي، هغوى غواړي چي ټول بهرني يرغلگر فوځونه دي له افغانستان ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي او خپل برخليك په خپل لاس او د پرديو له لاسوهنو پرته وټاكي. افغانان د هيڅ بهرني ځواك سلطه نه مني، هيڅ بهرني طاقت ته سر نه ټيټوي، له خداى پرته له هيچا نه وېرېږي، د خپلي عقيدې په حكم او د علماوو د فتوى سره سم، د يوه بل اسلامي جهاد لپاره ملا تړي، په لوى خداى توكل كوي، له خپل دين، خپلواكي او عزت دفاع كوي او يرغلگر ځواكونه له هېواد باسي. دوى اوس د خپل هېواد حالت همغسي گڼي لكه د روسانو له يرغل وروسته حالت، د امريكايي يرغلگرو په خلاف به همغه څه كوي چي د روسانو په ضد ئې وكړل. امريكايان‏ او انگرېزان دي په دې پوه شي چي كه روسان ونه توانېدل زموږ هېواد د تل لپاره اشغال كړي او په دې سرلوړي او مجاهد ولس خپل ببرك كارمل تحميل كړي، دوى هم نشي كولى خپل دوهم شاه شجاع پر افغانانو وتپي. سرلوړي افغانان له غلامي كركه لري او په هر هغه چا لعنت وايي چي پرديو ته سر ټيټ كړي او د پرديو د مټو په زور د دوى په هېواد د حكومت كولو هڅه وكړي. انگرېزانو شايد د جگدلك هغه زړہ جگړہ هېره كړې وي په كومي كي چي د دوى له اولس زره كسيز فوځ يوازي ډاكټر برايډن ژوندى ووت. نه پوهېږو له هغي ترخې تجربې سره سره دوى څنگه بيا پر افغانستان د تېري جرأت وكړ؟! زموږ هيله دا ده چي الله جل شأنه افغانانو ته د سكندر اعظم، چنگيز، تيمور، انگرېزانو او روسانو له ماتولو وروسته د امريكايانو‏ د ماتولو او له خپل هېواد د دوى د ايستلو يو بل تاريخي افتخار ورپه برخه كړي.

په دې كي هيڅ شك نشته چي په افغانستان كي به د امريكايي فوځونو د ماتي نتائج همغسي وي لكه د شوروي ځواكونو د ماتي نتائج. دوى به هم نه يوازي له افغانستان وځي بلكي له ټولو هغو هېوادونو به هم وځي چي هلته د ولسونو د ارادې خلاف او په يوه او بله بهانه د دوى فوځونه مستقر شوي او د دې هېوادونو استقلال او ملي حاكميت ئې تر پښو لاندي كړى او كېدى شي خبره همغه ځاى ته ورسېږي چي اوسنى متحده ايالات د شوروي په څېر ټوټې ټوټې شي او په 52 مستقلو ملكونو وويشل شي. او په دې ترتيب ټوله اسلامي نړۍ او د دنيا ټول مستضعف ولسونه د دوى له شر او زور زياتي وژغورل شي. شايد ځينو كسانو مخصوصاً هغو ته چي د امريكا ظاهري وضعيت د دوى پر زړہ او دماغ سيورى غوړولى؛ د امريكا ماته او زوال همداسي گران او ناممكن ورته معلوم شي لكه د شوروي مغرورو ځواكونو د ماتي او د هغي وحشي امپراطوري د زوال خبره چي ورته محال او مستبعده معلومېده، دا كسان په دې نه پوهېږي چي هر څه پاى لري، زړې امپراطورۍ د خپلي واكمنۍ په پاى كي هغي كاواكي وني ته ورته شي چي ظاهر ئې ستر او سيورى ئې خور معلومېږي خو يو معمولي طوفان ئې وجړقوي او پر زمکه ئې رانسكوره كړي. دوى شايد په دې هم باور نه لري چي قدير خداى ته لوى لوى او گران گران كارونه آسان دي او دا د ده ثابت او نه بدلېدونكى سنت دئ چي هيڅ كله پر نړۍ د يوه مفسد او شرير ځواك دوامداري واكمنۍ ته اجازه نه وركوي.

امريكايان‏ دي په دې پوه شي چي افغانان وژلى شي، كورونه ئې ورانولى شي، له خپل هېواد ئې هجرت ته اړ كولى شي، خو نه د دوى پر خپلواك هېواد د تل لپاره حكومت كولى شي او نه دوى په غلامي كي ساتلى شي.

امريكايان‏ دي په دې هم پوه شي چي په خپلو راكټي حملو سره ما له خپلي لاري نشي منحرف كولى او زما په وژلو سره اسلامي جهاد نشي ختمولى. بايد امريكايي چارواكو ته ووايم چي د بش پلار هم لا له هغه وخت زما د وژلو په فكر كي وو چي د امريكا د جمهور رئيس معاون وو، د هغه سفر په دوران كي چي نوموړي پاكستان ته درلود، جنرال فضل حق د صوبه سرحد گورنر ته ئې ويلي وو: دا متعصب حكمتيار ختم كړہ!! سي آى اې له هماغه وخت تر نن پوري زما د ترور گڼ شمېر‏ هڅي كړې؛ چي يوه ئې د كبابيانو د بازار هغه انفجار وو چي زما د سورلۍ موټر خوا ته ترسره شو، په كوم كي چي 45 بې گناه افغانان او پاكستانيان مړہ او ټپيان شول، خو ما او زما ملگرو ته كومه صدمه ونه رسېد‏ه او دا دئ يو ځل بيا ئې خپله كينه څرگنده او زما د وژلو لپاره ئې وروستۍ راكټي حمله ترسره كړہ. زه امريكايي تروريستانو ته وايم: كه د مرگ ژوند فيصله له مالك الملك خداى پرته د بل چا په لاس كي وى نو زه او زما په شان ډېر نور به د سي آى اې او كي جى بي د بې شمېر‏و هڅو په نتيجه كي په سلگونو ځله وژل شوي وو.

زه خپلو افغاني وروڼو ته اطمئنان وركوم چي نه كابل ته نژدې كوم امريكايي راكټ زما د ملگرو خوا ته لگېدلى او نه زموږ كوم مهم يا عادي كس په دې راكټي حملې كي په قتل رسېد‏لي. د دې راكټي حملې په اړه د امريكايي چارواكو تبليغات د شاهي كوټ د ناكامو عملياتو په څېر له درواغو او مبالغو ډك وو. دوى په دا راز درواغجنو او له مبالغو ډكو تبلغياتو سره خلك وېروي. ستاسو به په ياد وي چي د شاهي كوټ د عملياتو په دوران كي دوى څومره درواغجن تبليغات وكړل!! هره ورځ به ئې د سلگونو مجاهدينو د وژلو او ټپي كولو راپورونه وركول او په مجموعي طور ئې د 800 مجاهدينو د وژلو ادعاء كوله!! خو د جگړي په پاى كي په دې ونه توانېدل چي له 13 مجاهدينو پرته د بل مجاهد مړى يا قبر خبرنگارانو ته وښيي. دا پداسي حال كي چي دوى په شاهي كوټ 2500 بمونه وورول او د دوى د وروستيو اعترافاتو له مخي د دې جگړي په دوران كي د امريكايانو‏ 8 كسان مړہ او تر 100 زيات ټپيان شول.

قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د دښمن د دا راز گواښونو په ځواب كي ووايو:

قُلۡ هَلۡ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحۡدَى ٱلۡحُسۡنَيَيۡنِۖ وَنَحۡنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمۡ أَن يُصِيبَكُمُ ٱللَّهُ بِعَذَابٖ مِّنۡ عِندِهِۦٓ أَوۡ بِأَيۡدِينَاۖ فَتَرَبَّصُوٓاْ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ ٥٢ التوبه

ورته ووايه: آيا زموږ په اړه له دوو ښېگڼو (شهادت يا برى) پرته د كوم بل څه انتظار لرئ؟ پداسي حال كي چي موږ ستاسو په اړه يا دې ته انتظار كوو چي الله له خپل لوري په كوم عذاب تاسو اخته كړي او يا زموږ په لاس، نو انتظار وكړئ چي موږ هم له تاسو سره يوځاى راتلونكي ته منتظر يو.

 

آرشیف

موضوعات مشابه

Back to top button