خبرهای داخلیسلایدر

کورونه قیمته، ژوند دروند؛ د کابل خلک د بې‌عدالتۍ د بوج لاندې

کرایه‌وې په کابل کې اسمان ته ختلې؛ بیکاري او د کډوالو ستنېدنه د استوګنې بحران پسې ژوروي

 

کورونه قیمته، ژوند دروند؛ د کابل خلک د بې‌عدالتۍ د بوج لاندې

په کابل کې د کورونو کرایې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي، او د ښار اوسېدونکي وایي چې د ژوند تېرول ورځ تر بلې سختېږي. بیکارۍ، د کډوالو د ستنېدو او د کورونو د کمښت له امله، د استوګنې بازار د خلکو له وسه وتلی او د یو عادي کور موندل هم ستونزمن شوي دي.

خلک شکایت کوي چې د کور خاوندان د خلکو د اقتصادي وضعیت له درکه پرته، په خپل سر کرایه لوړه وي او هېڅ دولتي اداره د دې ناعادلانه بهیر د مخنیوي توان نه لري. یو شمېر کورنیو ویلي چې د کرایې د نه‌ثبات له امله د ځای بدلولو ته اړ شوي او اوس د سرپناه د پیدا کولو له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ښار د چارو کارپوهان باور لري چې د کابل اوسنی نفوس له اتو میلیونو اوښتی، په داسې حال کې چې د ښار بنسټیز ظرفیت یوازې د درې میلیونو خلکو لپاره طرحه شوی و. د دوی په وینا، دا نابرابري د استوګنې د ستونزو اصلي لامل ګرځېدلې او د ښار پر ټولنیز او اقتصادي نظم یې ژور اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په خپل وروستي راپور کې ویلي، ډېری بېرته راستانه شوي کډوال ښارونو ته ځي، چې دا کار د استوګنې او خدماتي سیستمونو فشار څو چنده زیات کړی دی.

خلک له چارواکو غواړي چې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره یو عادلانه او واضح قانون جوړ کړي، څو د کور خاوندان د خلکو له اقتصادي کمزورۍ ناوړه استفاده ونه‌کړي. د هغوی په وینا، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، زرګونه کورنۍ به د بې‌سرپناهۍ له خطر سره مخ شي.

کابل، هغه ښار چې پخوا د هیلې او ژوند نښه ګڼل کېده، اوس د لوړو کرایو، بیکارۍ او بې‌عدالتۍ له امله د سلګونو زړونو د درد انځور ګرځېدلی دی. اوسېدونکي له ادارو غواړي چې د عدالت، کار او استوګنې ترمنځ توازن بېرته راولي، څو د خلکو د ژوند دا کړکېچن حالت پای ومومي.

موضوعات مشابه

Back to top button