سلایدرسیاسیمطالب مهممقالات محترم حکمتیار

د بن د مذاكراتو په اړه بايد ووايو

 

د بن د مذاكراتو په اړه بايد ووايو

 

لیکوال: محترم حکمتیار

د بن د مذاكراتو په اړه بايد ووايو:

1ـ د بن غونډہ د امريكا په خوښه رابلل شوې غونډہ ده، يوازي د هغو ډلو استازي ورته رابلل شوي چي د امريكا د نظامي عملياتو ملاتړ ئې كړى. د داسي كومي ډلي استازي نه دي ورته بلل شوي چي يا ئې دا حمله غندلې او يا ئې هغه ډلي محكوم كړې چي د امريكا په څنگ كي ودرېدلې او د خپل ولس او ملك په خلاف جنگېدلې. حتى بې طرفه ډلو ته هم بلنه نه ده وركړى شوې.

2ـ امريكايانو‏ غوښتل له دې غونډي لاندي دوه پرېكړي تر لاسه كړي:

الف: د امريكا د خوښي يوه داسي موقته اداره چي هغه به يوه انتصابي جرگه جوړوي او همدا جرگه به د راتلونكي نظام او دائمي حكومت په اړه وروستۍ فيصله كوي.

ب: افغانستان ته د گڼ مليتي فوځونو لېږل.

امريكايان‏ غواړي چي د دغو پرېكړو په استناد له يوې خوا افغانستان ته د امريكا تر مشرۍ لاندي د بهرنيو فوځونو لېږل توجيه كړي او هغه ته مشروعيت وركړي او له بلي خوا د افغانانو برخليك او دافغانستان مستقبل د يوې داسي انتصابي جرگې له لاري وټاكي چي غړي به ئې افغانان نه بلكي د امريكا د خوښي يوه حلقه غوره كوي.

3ـ د غونډي تركيب داسي جوړ شوى وو چي تر دوه ثلثه زياتو غړو د امريكا د دې دواړو غوښتنو ملاتړ كولو. چي څوك زړہ نازړہ وو هغه ئې واخيستل او د غونډي وضعيت ئې داسي جوړ كړ چي كه په هر پړاو كي د غړو رأى ته رجوع شوې وى په مطلق اكثريت سره به ئې دا پرېكړي تر لاسه كړې وې. د همدې لپاره ربانى په كابل كي دا خبره اعلان كړہ چي د شمالي ائتلاف هيئت ته دا واك نه دئ وركړى شوى چي د موقتي ادارې د غړو په اړه پرېكړہ وكړي، او د ده د هيئت مشر يونس قانوني وويل چي د ربانى له مخالفت سره سره مخكي ځو او د موقتي ادارې غړي ټاكو. د بهرنيو فوځونو په اړه هم رباني يوڅه او د ده هيئت بل څه ويل.

امريكا چي د افغانستان د بحران د حل كولو په اړہ كومه پرېكړہ لري هغه د جگړي په ميدان كي او د وحشيانه او بې رحمانه بم ورونو له لاري پلي كوي نه د بن د غونډي خبرو له لاري. دا خبري په اصل كي د دوى د نظامي عملياتو د توجيه لپاره او د دې عملياتو لاس راوړنو ته د مشروعيت وركولو لپاره پيل شوي.

په بن كي د امريكا تر فشار لاندي د دوى د خوښي كسان خبرو ته ناست دي او هلته په افغانستان كي د امريكا په مخالفينو بمونه ورېږي. هره ورځ په لسگونو بې گناه او بې دفاع افغانان په قتل رسېږي، په قلعه جنگي كي شپږ سوه اسيران پداسي حال كي په ډله ايزه توگه په قتل رسېږي چي لاسونه ئې تر شا تړل شوي، په غير مسلح اسيرانو د محبس په انگړ كي بمونه او راكټي ورېږي او څلويښت امريكايي هليكوپتري دوى په راكټو او ماشين گڼو ولي او هغو څمڅو ته اور اچوي چي دغو بې وزلو اسيرانو د ځان ژغورني لپاره پناه وروړې وه.

كوم كسان چي گمان كوي د افغانستان د بحران لپاره په بن كي د حل لاري لټول كېږ‏ي او څوك چي له داسي غونډو طمع او توقع لري، يا بې خبره دي يا غولېدلي.

زموږ له نظره د افغانستان بحران هلته حل كېداى شي چي:

الف: جگړہ متوقف شي.

ب: بهرني فوځونه له افغانستان ووځي.

جواب: امريكا، روسيه او زموږ هغه گاونډي هېوادونه چي له دوى سره ملگري شوي او زموږ د هېواد په كورنيو چارو كي لاسوهني كوي او جگړہ مارو ډلو ته وسلې او پيسې لېږي، خپلي ناروا مداخلې بندي كړي او افغانان پرېږدي چي خپل مشكل په خپله د بهرني فشار او لاسوهني پرته حل كړي.

د: لومړى يوه داسي شورى جوړہ شي چي غړي ئې افغانانو غوره كړي وي او د افغان ولس منتخب استازي وي.

هـ: همدا شورى موقت حكومت جوړ كړي، د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تدوين او تصويب كړي، ملي اردو او مستقله او با صلاحيته ستره محكمه جوړہ كړي.

و: د موقتي مودې په پاى كي د نوي اساسي قانون له غوښتنو سره سم آزاد او عادلانه انتخابات ترسره او قدرت منتخب حكومت ته انتقال شي. له يوه منتخب پارلمان او منتخب حكومت پرته په بل څه د افغانستان بحران نشي حل كېدى، افغانان نه انتصابي او قرون وسطايي جرگې مني او نه د پرديو په لاس قدرت ته رسېد‏لي حكومتونه.

په دې مرحله كي د حزب كړنلاره څه ده؟

حزب به د تل په څېر د خپل هېواد له اسلامي هويت، استقلال او خپلواكي دفاع كوي، له خپل هېواد د پرديو فوځونو د ايستلو لپاره به هر هغه څه كوي چي ضروري او لازم وي او زموږ اسلامي مسئوليت د هغه غوښتنه كوي او له ټولو هغو شخصيتونو او ډلو يوه گډہ اسلامي جبهه جوړول چي د بهرني تجاوز مخالف وي، له اسلام او خپل هېواد دفاع كوي او په افغانستان كي د افغانانو د خوښي اسلامي حكومت غواړي او د اجنبي فوځونو په فوري او بلا قيد او شرط وتلو ټينگار كوي.

موضوعات مشابه

Back to top button