طالب ملامت دئ؟

طالب ملامت دئ؟
لیکوال: محترم حکمتیار
د شمال د جهادي ـ كمونستي جبهې ځيني ډلي خو له خپلو ټولو كړنو راضي دي؛ كه دا د روسانو غلامي وه او كه د امريكا په څنگ كي ودرېدل، كه له حزب اسلامي سره د دوى جگړہ وه او كه له طالبانو سره اوږدې نښتي. دوى اقتدار ته د رسېدو په لار كي هر څه جائز گڼي. خو ځيني نورى ډلي ئې داسي دي چي كه څه هم له كمونستانو سره ملگرتيا، د روسانو او بيا امريكايانو په څنگ كي ودرېدل او د دوى تر قومندې لاندي له خپل حريف او رقيب سره جنگېدل غلطي گڼي، خو داسي غلطي چي مسئوليت ئې د دوى په غاړہ نه بلكي د دوى د داخلي رقيبانو په غاړہ دئ. گويا دا د دوى رقيبان وو چي دوى ئې له كمونستانو سره ملگرتيا او ائتلاف ته اړ كړل!! او د دې باعث شول چي لومړى روسانو ته لاس اوږد كړي او بيا د امريكا او بريتانيا د زمکنيو فوځونو په څېر وجنگېږي. دا استدلال كله كله هغو كسانو ته سؤالونه راولاړ كړي چي له حقائقو بې خبره دي او د ډلو او اشخاصو له سابقې، تگلاري، سليقې، باورونو او اعتقاداتو واقف نه دي. گمان كوي چي شايد مجبوريتونو دا كسان دې ته اړ كړي وي چي د خپلي عقيدې او باور خلاف كله له كمونستانو سره ملگري كېږي، كله د روسانو په څنگ كي ودرېږي او كله امريكا او بريتانيا ته د دوستي او ملگرتيا لاس اوږدوي. خو حقيقت دا دئ چي دا كسان نه خپل دوستان د عقيدې او باور په اساس غوره كوي او نه دښمنان. د دوى دوستان هماغه دي چي خپل غرض ته د رسېدو په لار كي د دوى مرسته وكړي او دښمنان ئې هغه چي د دوى او د غرضونو تر منځ ئې حائل شي. د دوى له نظره كمونست يوازي په هغه صورت كي بد دى چي ده ته ئې د گټي پر ځاى تاوان ورسېږي. او اسلام او جهاد يوازي په هغه صورت كي ښه دى او د دفاع وړ چي نه دښمنان ورته راپيدا كړي او نه د ده د اغراضو په وړاندي خنډ شي. كه د اسلام، جهاد او بنسټ پالني په خلاف د اسلام د دښمنانو په مبارزه كي د برخي اخيستو له لاري څه تر لاسه كولى شي او اقتدار ته رسېدى شي نو بنسټ پالنه كركجن كار دئ، د جهاد وخت تېر شوى او اسلام خو دفاع ته ضرورت نه لري!! خو كه همدا بنسټ پالنه د عربو د مرستو پيلامه وي، نو بيا خو تر هر چا زيات او تر هر چا دمخه بنسټپال شي او د كمونيزم، ملي گرايي او غرب گرايي شديد او نه پخلا كېدونكى دښمن.
دا اوس اوس له ځينو خولو اورو چي وايي: د طالبانو دي كور وران شي چي امريكايان ئې راوستل!! طالبان دي د خداى په غضب اخته شي چي موږ ئې د امريكايانو ملگرتيا ته اړ كړو!! دا طالبان وو چي موږ ئې مجبور كړو له روسانو نظامي مرستي تر لاسه كړو او له كمونستانو سره گډہ جبهه جوړہ كړو!! دغو كسانو او هغو ته چي داسي بې بنياده او غولوونكي استدلالات مني بايد ووايو:
دا منم چي طالبانو ډېري غلطۍ وكړې، له ډېرو سره بې موجبه او له كوم شرعي مبرر پرته وجنگېدل، پرديو استعمال كړل او د جگړي د دوام باعث شول خو دا خبره هيڅ با ضميره او با عقله انسان نشي منلى چي طالبانو امريكايان راوستل. امريكايانو خو په طالبانو بمونه ورولي، د دوى حكومت ئې نسكور كړى، د دوى مشران ئې وژلي او نيولي، د دوى كورونه ئې وران كړي!! كه دوى امريكايانو ته تسليم شوي وى او د امريكايانو شرائط ئې منلي وى، نه به ئې حكومت او واكمني ختمه شوې وى او نه به تاسو ته دا موقع په لاس درغلې وه چي د قدرت پر گدۍ تكيه وكړئ او وزارتونه تر لاسه كړئ. تاسو خو بايد د طالب د سر دعاء وكړئ چي امريكا ته نه د تسليمېدو غلطي ئې وكړہ او د همدې غلطۍ په وجه نن په كابل كي د دوى پر ځاى تاسو په كرسيو تكيه كړې!! هر با ضميره انسان خو به دا قضاوت كوي چي د طالبانو د دنيا او آخرت لپاره همدا افتخار كافي دى چي دښمن ته تسليم نه شول، د دښمن شرائط ئې ونه منل، دې ته چمتو شول چي واكمني ئې ختمه شي او په قتل ورسېږي خو دا پېغور ئې قبول نه كړ چي د دښمن په وړاندي د ذلت سرټيټ كړي.
امريكايان خو تاسو او ستاسو بهرنيو حاميانو راوستل نه طالبانو!! كه تاسو د امريكا او بريتانيا لپاره نه وى جنگېدلي، كه ستاسو حاميانو د امريكا د حملې ملاتړ نه وى كړى او اډې ئې نه وى وركړې او د دوى له زمکي او فضاء په استفادې سره ئې په افغانستان د حملې مجال نه وى تر لاسه كړى، امريكا هيڅ كله په دې نه توانېده چي افغانستان اشغال كړي، د طالبانو حكومت نسكور كړي او زموږ په هېواد كي نظامي اډې جوړي كړي.
عقل او ايمان د دې تقاضا كوي چي انسان خپل دښمنان تفكيك كړي، درجه اول او درجه دوهم، داخلي او خارجي دښمنان، قوي او ضعيف دښمن، ډېر خطرناك او كم خطرناك دښمن سره بېل كړي، هر يو په خپل ځاى كي ودروي، له هر يوه سره بېله معامله وكړي. څوك چي دښمنانو ته له دې زاويې گوري د هغه دريځ به د افغانستان د پېښو په اړہ داسي وي چي د طالب سل كاله واكمني ته به د امريكا او په امريكا پوري د تړلو بې دينه حلقو تر يوې ورځي واكمني ترجيح وركوي. كه څه هم د طالبانو په واكمنۍ كي دى د پښو ځاى نه لري او په امريكايي حكومت كي ئې وزارتونه په برخه شوي وي.
موږ نه يوازي د هغو افغاني ډلو دريځ ته حيران يو چي له طالبانو سره د اختلاف په وجه له كمونستانو، روسانو، امريكايانو، انگرېزانو او غرب پاله ډلو سره ملگري شول او پداسي حكومت كي ئې برخه واخيسته چي په هغه كي پنځه وزارتونه د پرچميانو او ستميانو، دوه وزارتونه د شعله يانو، دوه وزارتونه د افغان ملتيانو، څلور د غربگرايانو او پاته د هغو كسانو چي امريكايانو د دوى شتون په دې ادارې كي مفيد گڼلى.
د روسيې او ايران دريځ ته هم حيران يو چي د طالبانو د حكومت نسكورولو لپاره ئې د امريكايانو مرسته وكړہ او په دې راضي شول چي پر افغانستان د امريكا د خوښي حكومت مسلط شي او له دې هېواد د امريكا لويه او خطرناكه نظامي اډہ جوړہ شي او له دې لاري امريكا په ټولي دې حساسي سيمي او د زمکي لاندي زېرمو ئې مسلط شي. له طالبانو سره د مخالفت په وجه د امريكا ملگرتيا له هيچا د منلو وړ نه ده، دا دليل ډېر بې بنياده دئ او عقل او ايمان ئې نشي منلى.


