تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۱۲ برخه

 

د جلا ل آباد جگړہ

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۱۲


د جلال آباد ناكامي جگړي د كابل رژيم ته له څو پلوه گټه ورسوله:

1 – د رژيم د فوځي قطعاتو او پلويانو مړاوى روحيه ئې راژوندۍ كړہ او د فورى نسكورېدو تصور ئې د بقا او مقاومت په يوه كاذب ډاډ او اطمئنان بدل كړ.

2 – د مجاهدينو روحيه ئې تضعيف كړہ او په رژيم د عاجل برلاسي په اړہ ئې شكمن كړل.

3 – له نوموړى جگړي سره د مسعود په شان د ځينو قومندانانو مخالفت او د بى بى سي له لاري د دې عملياتو په خلاف د دوى د څرگندونو په ملاتړ كي پراخ تبليغات، مجاهدينو ته د جگړي د افاديت او راتلونكې په اړہ تشويشونه راولاړول.

4 – پدې دوران كي مسعود په سالنگ او نورو ځايونو كي په څرگنده توگه د عملياتو مخالفت كولو، د دې لپاره چي د نوموړى مخالفت وجه څرگنده شي او ټولو ته معلومه شي چي دا له روسانو او د كابل له رژيم سره د مسعود د پروتوكولونو په نتيجه كي وه، زه دلته په افغانستان كي د روسي قطعاتو د عمومي قومندان جنرال گروموف له خوا د ليكل شوي كتاب د ځينو برخو رااخستل ضروري گڼم:

هغه دخپل كتاب په 265 مخ كي ليكي: “له همدې امله د محدودو قطعاتو قومنداني سخته علاقه درلوده چي مسعود د همكارى لپاره ځانته رامات كړي او پدې توگه په پنجشير او د افغانستان شمال ختيځ په نورو ولايتونو كي د خونړيو جگړو د پېښېدو مخنيوى وكړي. د څلويښتم لښكر د استخباراتي مركز هڅو، په پاى كي ټاكلې نتيجې وركړي، په 1982 كال كي موږ خپل لوى مقصد ته ورسېدو، له احمد شاه سره مو داسي ټينگي اړيكي پيدا كړي چي ان له افغانستان څخه د شوروي فوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوي. په افغانستان كي زموږ د فوځي حضور په ټولوكلونو كي له مسعود سره زموږ اړيكو بريالى وده وموندله، خو لدې سره سره د محدودو فوځي ټولگيو قومنداني د ده د وسله والو باندونو فعاليت له نظره نه غورزاوو. په 1982 كال كي د څلويښتم لښكر د استاځو او شخصاً د مسعود له خوا يو تړون لاس ليك شو چي د هغه له مخي مسعود ژمنه كړې وه‏ چي په جنوبي سالنگ كي به چي د ده د بې رقيبه بادارۍ سيمه وه، پر شوروي فوځي قطارونو يرغل ته اجازه نه وركوي. احمد شاه دخپلو ډلو د وسلو او مهماتو د كمبود له امله مجبور شو چي دغه تړون ته غاړہ كښېږدي، د پنجشير درې د كلابندۍ او دغه راز په كاپيسا كي چي پنجشيريانو ته د وسلو د رسولو كارواني لاري پرى تېرى شوې وې د جمعيت خلاف د حزب اسلامي د باندونو شديد فعاليت د دې سبب شو چي احمدشاه ته د وسلو او مهماتو په رسولو كي كمى راشي. له بلي خوا دسيمه ايزو خلكو ناخوښى چي د احمدشاه د باندونو د فعاليت له امله ورته زيان رسېدلى وو، هم نوموړى د دغسي يوې سولي كولو ته اړ كړ.

د لاس ليك شوي تړون له مخي مسعود خپلو وسله والو باندونو ته امر وكړ چي د حكومتي عسكرو خلاف دي له جگړي نه لاس واخلي او خپل ټول ځواك دي د مخالفى ډلي اسلامي حزب د باندونو خلاف جگړي ته متوجه كړي.

مسعود په بدل كي له موږ نه غوښتل چي شوروي عسكر دي له پنجشير څخه ووځي او له دغي ولسوالى نه دي د افغانستان اردو ته د سرتېرو له جلب نه ډډہ وشي.”

هغه وروسته په 268 صفحى كي داسي ليكي: ” د 1982 كال په دسمبر كي چي احمدشاه كومه سوله د شوروي ځواكونو له خوا دهغه د باندونو د بشپړى تباهى له وېرى كړې وه‏، د 1984 تر اپريله اوږده شوه”

بيا ليكي: “روغه جوړہ څو مياشتي نوره هم اوږده شوه. د يادولو وړ بولم چي مسعود له ځينو كوچنيو مواردو پرته خپلي ژمني بشپړي سرته رسولې.”

گروموف د (كي،جى،بى) د هغو راپورونو په اړہ چي د احمدشاه په اړہ به ئې مسكو ته لېږل په 269 صفحى كي داسي ليكي: “احمدشاه دي د افغانستان له ديموكراتيك جمهوري دولت سره رسمي تماس ټينگولو ته رامات كړي شي، د لومړى گام په توگه دي احمدشاه ته وويل شي چي په زندان كي دخپلو نږدې پلويانو د خوشي كولو په اړہ دي د افغانستان ديموكراتيك جمهوريت مشرتابه ته نيغ په نيغه مراجعه وكړي، له احمدشاه سره په اړيكو كي دي زيات زور د هغه له خوا په افغانستان كي د موجوده رژيم د مشروعيت په مستقيمي يا غيرمستقيمي پېژندني واچولى شي”

هغه وروسته په 273 مخ كي ليكي: احمدشاه په خپله هم خپل موقعيت ښه پېژاندو او همدې حالت د هغه پرسياست او له شوروي فوځيانو سره د هغه په اړيكو اغېز‏ه شيندله، هغه ښه پوهېدو چي د څه شي د كولو اجازه لري او د كوم شي د كولو له امله به ئې غوږونه تاوېږي”

دهمدې كتاب ژباړونكى، پرديس مسافر، د كتاب په پيل كي د “ماشكوفسكي كمسموليچ” په نامه د مسكو د يوې ډېري معتبرى ورځپاڼى هغه مركه رااخلي چي له ايگور باريسوويچ د روسيې د فوځي استخباراتو له مأمور سره ئې كړي او د همدې ورځپاڼى د 1994 كال د اپريل د 13 نېټې په گڼى كي خپره شوې داسي رااخلي:

خبريال: ايگور بارسوويچ ! په هغو ټولو پېښو كي څه شي ته د فوځي استخباراتو د ادارې د بريا نوم وركولى شي؟

ځواب: هره ورځ مو زيار ايستو چي د سر د زيان اندازه تر ډېره حده راكمه كړو. دا نه يوازي ستونزمن كار وو بلكي له ځاني خطره ډك كار وو او ځكه پدې لړ كي د “كوم ستر بري” په گوته كول آسان نه برېښي… ښه به وي كه برى يا ماته په هره ځانگړې پېښه كي په جلا جلا توگه ولټولى شي.

خبريال: خوله دې ټولو سره سره.

ځواب: زموږ د ادارې كاركونكي كله ناكله پدې بريالى كېدل چي له احمدشاه مسعود سره مخامخ تماس ونيسي.

خبريال: لږ صبر وكړي، لږ صبر وكړي! آيا ستا مقصد دا دى چي گني احمدشاه مسعود د شوروي فوځي استخباراتو جاسوس وو؟

ځواب: نه، خوكه ټيك خبره رانه غواړې نو هغه زياته موده په موږ پوري تړلى او زموږ د نفوذ عامل وو، نږدې يو كال زموږ مأمورينو لده سره ليده كاته كول، بېلى بېلى موضوع گاني ئې ورسره څېړلې او گډي پرېكړي مو سره كولى او هغه به زيات وخت هغه څه كول چي موږ ورته ويل”.

دغه حقايق او دې ته ورته ډېر نور اسرار چي د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته گڼ شمېر روسي افسرانو او د (كي،جى، بى) غړو او روسي ليكوالانو ليكلي او خپاره شوي او له روسانو سره ئې د مسعود روابط افشاكړي، له حزب سره د ده د جگړو او د كابل رژيم په خلاف د مجاهدينو له عملياتو سره د ده د مخالفت لاملونه په ښه توگه څرگندوي.

حقيقت دا دى چي د مسكو له پلوه چي تر نن پوري له مسعود سره د پيسو او وسلو كومي مرستي كېږي د دې سلسله د 1982 كال د اوربند له هماغه معاهدې سره سم پيل شوې او تر اوسه ادامه لري.

نجيب په واضح الفاظو دا خبره اعلان كړہ چي موږ د دفاع وزارت څوكۍ مسعود ته خالى پرېښى !!

حسن شرق، د وخت صدراعظم دخپل كتاب ” كرباس پوشان برهنه پا 256 مخ كي ليكي چي له گرباچوف سره د ليدني په وخت كي د مسكو واكمن ده ته وويل: تاسو له مسعود سره په شمال كي د يوې خپلواكي سيمي د جوړولو موافقه وكړي او پدې اړہ د ده مرسته وكړي، پدې ترتيب به دى له جگړي نه لاس واخلي، د ده ځينو ملگرو پدې هلكه تمايل ښودلى.

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button